میتودیزم

میتودیزم یا هم روش پالنه چې د میتودیست غورځنګ په نامه هم یادیږي، د پروتستاني مسیحیت د تاریخي فرقو یوه ډله ده، چې د عقیدې، باور او عمل ریښه یې د جان ویسلي له عقایدو، باورونو او ژوند نه سرچینه اخلي. جورج وایتفلد او د جان چارلز وسلي ورور هم د دې غورځنګ د مهمو لومړنیو رهبرانو له ډلې نه وو. هغوئ له دې امله چې «د یوې منظمې طریقې په رامنځته کولو سره یې خپله عیسوي عقیده ترسره کړه» میتودیست ونومول شوو. میتودیزم د یو رغوونکي او احیاګر غورځنګ په توګه په اتلسمې پېړۍ کې یې د انګلستان له کلیسا نه سرچینه واخیسته او د ویسلي له مړینې وروسته په جلا ډلې او فرقې بدل شو. دا غورځنګ د بریټانیې، متحده ایالتونو په ټولې سترواکۍ کې او تر هغې ورهاخوا د ژور او شدید تبلیغي کار له امله وده وکړه او نن ورځ ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۰ میلیونه پلویان لري.[۱][۲][۳][۴]

د ویسلي الهیات او عقاید، چې د میتودیست اړوندو کلیساوو له خوا یې ملاتړ کېږي، د ایمان او عقیدې په تقدس او د یو مسیحي په شخصیت باندې د ایمان په بدلېدونکو اغېزو باندې ټینګار او تمرکز کوي. بېلابېلې لارښوونې لکه نوی زېږون، ډاډمنتیا، د ریښتینولۍ حق، د بشپړ تقدس او سپېڅلتیا امکان او د تقوا اړوند کارونه په کې شامل دي. سپېڅلی کتاب د یوې اصلي مرجع په توګه په پام کې نیول کېږي؛ خو میتودیستان د تاریخي عقایدو او باورونو ترڅنګ عیسوي دود او دستور ته هم کتنه کوي. ډېری میتودیستان داسې لارښوونې کوي چې حضرت عیسی مسیح د خدای زوی، د ټول بشریت لپاره مړ شو او د ژغورنې لار یې د ټولو لپاره د لاسرسي وړ ده. دا یوه ارمیني لارښوونه ده، چې د کالوینستي باور پر خلاف چې خدای تعالی د یوې ډلې د خلکو ژغورنه له مخکې ټاکلې ده. همداراز وایتفلد او د غورځنګ څو تنه نور لومړني مشران کالوینیستي میتودیستان بلل کېږي او د کالوینستي مقام درلودونکي دي. [۵][۶][۷][۸][۹]

میتودیزم د مسیحیت د تبلیغ سربېره، د رحمت او مهربانۍ عملي کولو له لارې په خیریه کارونو، د ناروغانو، بېوزلو او ناچارو په ملاتړ هم ټینګار کوي. دا ارمانونه چې په ټولیز ډول د ټولنیز انجیل په توګه پېژندل کېږي، د روغتونونو، یتیم خونو، مرستونونو او ښوونځیو په تأسیس او جوړولو سره د انجیل په خپرولو او ټولو خلکو ته د خدمت کولو په موخه د عیسی مسیح د فرمان د ملاتړ لپاره عملي کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دا خوځښت د عبادت بېلابېل ډولونه لري، چې مذهبي دودونه یې له لوړې کلیسا نه تر ټیټې کلیسا پورې، همداشان د بېلابېلو خیمو او د اردو یا کیمپونو په غونډو کې چې د کال په ځانګړو وختونو کې برابرېږي، ترسره کېږي. داسې یو شمېر ډلې او ګروپونه چې د بریټانیا له میتودیستي دود او دستور نه سرچینه اخلي عموماً په کمه کچه تشریفاتي دي، حال دا چې امریکایي میتودیزم په تېره بیا د میتودیست متحده کلیسا یې تر ډېره ملاتړ کوي. میتودیزم د خپل بډایه میوزیکي دود پر بنسټ پیژندل شوی او چارلز ویسلي د میتودیزم د ډېریو سرودونو د لیکلو په برخه کې اصلي رول لوبولی دی.  [۱۵][۱۶][۱۷]

لومړني میتودیستان د اشرافو په ګډون د ټولنې له ټولو برخو ټاکل کېدل؛ خو میتودیستي مبلغینو دا پیام هغو کاریګرانو او مجرمینو ته، چې په هغه وخت کې دې ته لېوال وو چې له سازماني یا تنظیم شوي مذهب نه بهر پاتې شي، ورساوه. په بریټانیا کې د میتودیست کلیسا د (۱۷۶۰ – ۱۸۲۰) ز کلونو په لومړیو لسیزو کې د مخ پر ودې کاریګرې طبقې باندې ډېر اغېز درلود. د امریکې په متحده ایالتونو کې دا دین ډېری د غلامانو په دین بدل شو، چې وروسته یې بیا د میتودیست په دود او دستور کې د تورپوستو کلیساوې جوړې شوې. میتودیستان له تاریخي پلوه له نړۍ سره د سازښت او انطباق د نه لرلو د عقیدې پر بنسټ ډېر مشهور او پېژندل شوي دي، چې له تیتوتالیزم، د قمار منع کول، د ټولګي په جلسو کې د منظم حضور او د جمعې ورځې د روژې نیولو مراعت کولو اړوندو دودیزو ستندردونو په بڼه راڅرګند شوي دي.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې یا ریښې

په انګلستان کې د میتودیست بیا ژوندي کول د یو شمېر نارینه وو، لکه جان ویسلي (۱۷۰۳ – ۱۷۹۱) او د هغه کوچني ورور چارلز (۱۷۰۷ – ۱۷۸۸) سره په ۱۸ ز پېړۍ کې د انګلستان په کلیسا کې د یو حرکت یا غورځنګ په توګه پیل شول. د ویسلي ورونو په اکسفورد پوهنتون کې «سپېڅلی کلب / بهیر» پرانیست، چې هلته جان لومړی همکار او بیا وروسته د لینکلن پوهنتون استاد و. دې کلب یا بهیر به هره اونۍ ناستې دایرولې او ټولو یې په سیستماتیکه توګه سپېڅلی ژوند پیلاوه. دوی ټول داسې عادت شوي وو، چې هره اونۍ ماسختن مهال ذکر یا دایره وکړي، په منظمه توګه روژه ونیسي، له ډېرو چکرونو او تفریح نه ډډه وکړي او په دوامداره توګه د ناروغانو، بېوزلانو او دغه راز بندیانو لیدو ته ورشي. دا بهیر یا انجمن د هغې طریقې له امله چې د خپلو دیني اموراتو د ترسره کولو لپاره به یې له «قاعدې» او «طریقې» نه کار اخیسته د خپلو ملګرو او همدوره زده‌کوونکو له خوا د «میتودیست» په توګه پېژندل کېدل. جان چې د دې بهیر یا انجمن مشر او سرلاری و، دا هلې ځلې یې لومړی مسخره وګڼلې او وروسته یې بیا د ویاړ او افتخار لقب ورکړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

جان او چارلز ویسلي دواړه په ۱۷۳۵ ز کال کې د جورجیا مستعمرې د بنسټ ایښودونکي جنرال جیمز اوګلتورپ په بلنې سره امریکا ته لاړل، ترڅو د امریکا د بومیانو لپاره د ساختماني چارو او تبلیغي چارو وزیران اوسي. دا دواړه ورونه چې په خپل کار کې ډېر بریالي نه و، نو د ریښتینې مسیحي عقیدې او باور د نه موجودیت په پوهېدلو سره بېرته انګلستان ته راوګرځېدل. هغوی له پیتر بولر او د موراویا کلیسا له نورو غړو سره د مرستې په لټه کې وو. د ۱۷۳۸ ز کال د می میاشتې په ۲۴مه نېټه په الدررګیت کې د موراویایي په یو لړ مراسمو کې جان هغه څه تجربه کړل، چې د هغه په انجیلي باندې د تبدیلېدو په نامه یادېږي، یعنې هغه مهال کله چې هغه داسې احساس وکړ، چې «زړه یې په عجیبه توګه ګرم شوی دی». هغه د خپلو خاطراتو په کتابچه کې لیکي: «داسې احساس مې درلود، چې د ژغورنې لپاره مې په مسیح(ع)، یوازې مسیح(ع) باور وکړ او ماته دا ډاډ راکړل شو، چې هغه زما ګناوې، حتی زما خطاوې ټولې لرې کړي او زه یې د ګناه او مړینې له قانون او شریعت نه ژغورلی یم.» چارلز هم څو ورځې مخکې دې ته ورته تجربه بیان کړې او ښودلې وه. دا چې دا یوه اساسي او بنسټیزه شیبه ده، د دې په پام کې نیولو سره دانیل ال برنت لیکي: «د الدرسګیت (جان، ویسلي) د تجربې ارزښت او اهمیت نه هېرېدونکی دی، له دې پرته د ویسلي نوم او میتودیزم به تر ډېره حده د کلیسا د تاریخ اړوند پاڼو کې د پاورقیو یا کوچنیو نوټونو نه زیات بل هیڅ شی هم نه وي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ویسلي وروڼو سمدلاسه په کورونو، مذهبي ټولنو او بېلابېلو کلیساوو کې بېلابېلو وګړو او ډلو ته د ایمان له لارې د عقیدې په واسطه د ژغورنې تبلیغ پیل کړ، چې د انجیلي مبلغینو پر وړاندې یې د خپل تبلیغ دروازې نه وې تړلې. جان ویسلي د هالندي ژبې ویونکي ژاکوبس ارمینیوس (۱۵۶۰ – ۱۶۰۹) تر اغېز لاندې راغی. ارمینیوس هغه کالوینستي عقیده او باور رد کړی و، چې ویل یې؛ خدای تعالی د خلکو له ډلې یو شمېر یې ابدی سعادت ته رسولي و، حال دا چې نور د ابد او دایم لپاره هلاک شوو. د دې پر خلاف جورج وایتفېلد (۱۷۱۴ – ۱۷۷۰)، هاول هاریس (۱۷۱۴ – ۱۷۷۳) او سلینا هستینګز او کنتس هانتینګتون (۱۷۰۷ – ۱۷۹۱) ددې له امله چې کالوینیستي میتودیستان و ډېر مشهور وو.[۳۰][۳۱][۳۲]

جورج وایتفیلد په جورجیا کې له خپل ماموریت نه د بېرته راګرځېدو پر مهال د ویسلي له ورونو سره یوځای شو، چې په چټکۍ سره دا جګړه په یوې ملي صلیبي جګړې بدله شوه. وایتفیلد چې د ویسلیانو زده‌کوونکی او همداراز په اکسفورد کې د سپیڅلي بهیر یا کلب فعال او مخکښ غړی و، د خپل بې ریا او دوره یي خدمت پر بنسټ، چې په ازاده هوا کې به یې د زرګونو خلکو په منځ کې تبلیغ کاوه شهرت ترلاسه کړ. د وایتفیلد په څېر د خدمت د پراختیا په برخه کې د جان ویسلي یو اساسي ګام په کروندو، انبارونو او د کلیساوو په انګړونو کې هغو خلکو ته تبلیغ کول و، چې په منظمه توګه به یې د خپلې سیمې اړوند کلیسا په مراسمو کې ګډون نه کاوه. په دې توګه ډېر نوي لار موندونکي میتودیستان هغه کسان و، چې د انګلستان له کلیسا سره یې اړیکې او ارتباط ختم شوی و. ویسلي د مخکې جوړې شوې کلیسا یو مذهبي مشر پاتې شو او په دې یې ټینګار کاوه، چې میتودیستان دې په خپلو سیمه ییزو کلیساوو او دغه راز په میتودیستي ناستو او غونډو کې ګډون وکړي، ځکه چې یوازې یو ګومارل شوی خدمتګار کولای شي، مقدسات، د پاکۍ یا تعمید غسل او د شپې ذکر او اذکار ترسره کړي. [۳۳][۳۴]

سرچينې