نيکولای بوخارین

نيکولای ايوانويچ بوخارين (۹ اکتوبر [زوړ تاريخ ۲۷ سپتمبر] ۱۸۸۸ – د۱۵ مارچ ۱۹۳۸زکال) يو بلشويکي انقلابي، شوروي سياستوال، مارکسيستي فيلسوف او اقتصادي او د انقلابي اند په اړوند نوښتي مصنف و.

نيکولای بوخارین
نيکولای بوخارین
نيکولای بوخارین

د شخص معلومات
پيدايښت۹ اکتوبر ۱۸۸۸[۱]
مسکو   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه15 مارچ 1938 (50 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
تابعیت روسي سترواکي

د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګوند
رکن
ښځه
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
مورنۍ ژبهروسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه ،  وروسي [۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې

په ځوانۍ کې يې د تبعيد پر مهال له خپلو نورو تبعيد شويو ملګرو هر يو ولادمير لينن او ليون ټروټسکي سره کار وکړ. د ۱۹۱۷ز کال د فبرورۍ له انقلاب وروسته، هغه ماسکو ته راستون شو، چېرې چې د بالشويکي پېژندګلو له امله هغه ته په ګوند کې لوړه رتبه ورکړل شوه او د اکتوبر له اوښتون وروسته د دوی د مجلې «پراودا» مسئول مدير شو.

په بالشويک ګوند کې، بوخارين په لومړي سر کې چپ اړخی کمونست و، خو له ۱۹۲۱ ز کال وروسته يې سوکه سوکه ښي اړخي سياست لوري ته مخه شوه. له نوي اقتصادي تګلارې (NEP) څخه د هغه پياوړي ملاتړ نوموړی د ښي دريځ ته بوت. د ۱۹۲۹ز کال تر وروستيو پورې، دې دريځ بوخارين د جوزف سټالين د مهم اتحادي په توګه په مناسب موقعيت کې ودراوه، په داسې حال کې چې بوخارين ډېر ژر د سټالين په يو هېواد کې د سوشليزم نظريه او تګلاره تشريح کړل. سټالين او بوخارين دواوړو په شريکه د ۱۹۲۷ز کال د ديسمبر په مياشت کې د کمونست ګوند د پنځلسم کانګريس پر مهال «ټروټسکي، ګريګوري زينووف» او «ليو کامينوف» له ګونده و ايستل. له ۱۹۲۶ څخه تر ۱۹۲۹ز کال پورې بوخارین د «کومينټرن» د اجرائيه کميټې د عمومي منشي په توګه له ستر ځواک څخه برخمن و. خو ټوليز کار ته د دوام ورکولو په اړوند د سټالين پرېکړې دا دواړه سره جلا کړل او بوخارين په ۱۹۲۹ز کال کې له سياسي دفتر و ايستل شو.   

کله چې په ۱۹۳۶ز کال کې ستره تصفيه پيل شوه، د بوخارين ځينو لیکونو، خبرو اترو او ثبت شويو تلفوني اړيکو د هغه خيانت څرګند کړ. د ۱۹۳۷ز کال په فبرورۍ مياشت کې ونيول شو او په بخارين د شوروي دولت د نسکورولو لپاره  د سيسه جوړولو تور ولګېد. له يوې څرګندې محاکمې وروسته چې ډېری لوېديځ کمونستي خواخوږي ورڅخه لرې ساتل شوي وو، هغه د ۱۹۳۸ز کال د مارچ په مياشت کې اعدام شو.

له ۱۹۱۷ ز کال مخکې

نيکولای بخارين د ۱۸۸۸ز کال د سپتمبر د ميشاتې په ۲۷ نېټه (نوي تاريخي بڼې تر مخې ۹ اکتوبر) په ماسکو کې زېږېدلی و. هغه د «ايوان ګاوريلويچ بوخارين» او «ليوبوف ايوانونا بوخارين» دويم زوی و چې مور او پلار يې دواړه د ښوونځي ښوونکي وو. د نيکولای په وينا پلار يې په خدای باور نه درلود او کله چې هغه څلور کلن و نو ډېر ځله به یې ورڅخه پلار غوښتنه کوله چې د کورنۍ ملګرو ته شعرونه ووايي. د «دا هر څه څنګه پيل شول» په نوم د هغه په ناول کې بيان شوی دی چې د ا کتاب تر ډېره بريده خپل ژوند ليک دی.[۹][۹]

د بوخارين سياسي ژوند په شپاړس کلنۍ کې د هغه له هميشني ملګري «ايليا ارنوبورک» سره يو ځای پيل شو، هغه مهال چې دوی په د ۱۹۰۵ کال د روسيې د اوښتون په اړوند د ماسکو پوهنتون د محصلينو په فعاليتونو کې برخه اخسته. نوموړی په ۱۹۰۶ز کال کې د روسي ټولنيز ديموکراتيک کارګر ګوند سره يو ځای او د بالشويک څانګې غړی شو. بوخارين له ګريګوري سوکولنيکف سره يو ځای په ماسکو کې د ۱۹۰۷ز کال د ځوانانو ملي کنفرانس جوړ کړ، کوم چې وروسته د «کومسومول» بنسټ بلل کېدو.

په شل کلنۍ کې هغه د ګوند د ماسکو د کميټې غړی و. په دې کميټه کې تزاري پټ پوليس په ډېره پراخه کچه ننوتي وو، هغه پوليس چې «اوکاران» يې بلل. د دې کميټې د يو مشر په توګه، بوخارين د دوی لپاره ډېر ژر د پام وړ څوک وګرځېد. په دې موده کې هغه د «والرين اوبلونسکي» او «ولادمير اسميرنوف» نژدې ملګری شو. هغه همدا راز د خپلې راتلونکې لومړۍ مېرمنې «نادژدا ميخايلونا لوکينا» سره هم وليدل چې د هغه ترله او د «نيکولای لوکين» خور وه، هغه هم د ګوند غړې وه. له داخلي تبعيد ډېر ژر وروسته، دوی په ۱۹۱۱ز کال کې واده وکړ.

په ۱۹۱۱ز کال کې، د لنډې مودې بند وروسته بوخارين په «ارخانګليسک» کې «اونګا» ته تبعيد شو، خو هغه ډېر ژر «هانور» ته وتښتېد. په ۱۹۱۲ز کال کې کاراکاو (اوسني پولنډ کې) ته له تګ مخکې، چېرته چې هغه په لومړي ځل له ولادمير لينن سره وکتل، د يو کال لپاره په المان کې و اوسېد. د تبعيد پر مهال هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او ګڼ کتابونه يې وليکل چې دې کتابونو هغه ته د خپل عمر په درېیمه لسيزه کې د بالشويک د يو ستر انديال حيثيت ورکړ. د «امپرياليزم او د نړۍ اقتصاد» په نوم د هغه کتاب په لينن اغېز وکړ، چا چې له هغه څخه په خپل ستر او پېژندل شوي اثر «امپرياليزم، د پانګوال نظام لوړ پړاو» کې په ازادانه ډول د هغه نظریات پور کړي. هغه او لينن ډېر ځله په نظریاتي مسائلو او تر څنګ يې د اروپا چپ اړخي سره د بوخارين په نژدې کېدو او د سټاټيزم ضد تمايلاتو په اړوند تاوده اختلافات درلودل (سټاټيزم هغه سياسي نظريه ده چې وايي دولت بايد په ټولنيز او اقتصادي چارو مرکزي واک ولري). له اتريشي مارکسيستمي او  غېر مارکسيستي اقتصادي انديالانو سره د بوخارين لېوالتيا پيدا شوه، لکه «اليکساندر بوګدانوف»، څوک چې د لينین له دريځونو اوښتی و. همدا راز کله چې په ۱۹۱۳ز کال کې په ويانا کې و، هغه د لينن په غوښتنه له جورجيايي بالشويک جوزف سټالين سره مرسته وکړه چې د «مارکسيزسم او ملي پوښتنه» په نوم يو مضمون وليکي.[۱۰]

د ۱۹۱۶ز کال د اکتوبر په مياشت کې، کله چې هغه په نيويارک ښار کې و، بوخارين له ليون ټروټسکي او اليکسانډرا کولونټای» سره يو ځای د «Novy Mi» (نوې نړۍ) په نوم ورځپاڼه پر مخ وړله. کله چې ټروټسکي په ۱۹۱۷ز کال د جنورۍ په مياشت کې نيويارک ته ورسېد، بوخارين لومړی کډوال و چې هغه ته ښه راغلاست ووايي. (د ټروټسکي مېرمنه د هغه وخت يادونه کوي، «له يوې کلکې غېږې وروسته په سملاسي ډول يې هغه ته د يو کتابتون په اړه خبرې پيل کړې، کوم چې د شپې تر ناوخته پرانيستې وي او کوم چې هغه موږ ته وړانديز وکړ چې په لومړي سر کې يې راته وښيي»، ستړی ټروټسکي يې د ښار منځ ته بوت، تر څو هغه د هغه ستره موندنه وستايي»).[۱۱]

له ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۲۳ پورې

د ۱۹۱۷ د فبرورۍ د روسي اوښتون په خبرونو کې، له ټولې نړۍ څخه تبعيدي انقلابيانو خپل هېواد ته راستنېدل پيل کړل. ټروټسکي د ۱۹۱۷ز کال د مارچ په ۲۷ نېټه د سنټ پيټرسبرګ په لور له نيويارک روان شو. بوخارين د مارچ په لومړيو کې روان شو او د جاپان له لارې روسيې ته ستون شو (په جاپان کې د لنډې مودې لپاره سيمه يیزو پوليسو نيولی و)، د ۱۹۱۷ز کال د مۍ مياشت کې ماسکو ته ورسېد. له سياسي اړخه د «مينشويکانو» او «ټولنيزو ديموکراتانو» په پرتله «بالشويکيان» په ماسکو کې لږکي وو. له دې امله چې د لينن د دې ژمنې پر بنسټ چې له سترې جګړې څخه په وتلو سره به سوله قايمه کړي، ډېر خلک په هغه ورمات وو، په ډرامايي ډول په بالشويک څانګه کې د غړيو شمېر مخ په زېاتېدو شو – د ۱۹۱۷ز کال د فبرورۍ په مياشت کې ۲۴۰۰۰ څخه د ۱۹۱۷ز کال د اکتوبر په مياشت کې ۲۰۰،۰۰۰ ته ورسېد. ماسکو ته په رسېدو سره، بوخارين د ماسکو ښار په کميټه کې خپله دنده بېرته پيل کړه او همدا راز د ګوند د ماسکو سيمه ييزه اداره کې غړی شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۱]

دا چې موضوع نوره هم پېچلې شي، نو بالشويکان خپله هم په ښي او چپ اړخو ويشل شوي وو. د «اليکسي راکوف» او «ويکټور نوګين» په ګډون د بالشويک ښي اړخي د ماسکو په کميټه واکمن وو، په داسې حال کې چې د «ويلادمير سيميرنوفو، واليرين اوسينسکي، ګيورګي لوموف، نيوکالی ياکووليف، ايوان کازيلشتاين» او «ايوان سټکوف» په ګډون ځوان چپ اړخي بالشکويان د ماسکو د سيمه يیز دفتر غړي وو. د ۱۹۱۷ز کال د اکتوبر په لسممه نېټه، بوخارين مرکزي کميټې ته وټاکل شو، له هغه سره د ماسکو دوه نور بالشويکان هم ملګري وو: اندری بونوف او ګريګوری سوکولنيکوف. په مرکزي کمېټه کې دا پیاوړې استازولي نېغ به نېغه د ماسکو د ادارې د مخ پر وده اهميت پېژندنه وه. په داسې حال کې چې بالشويکان مخکې په ماسکو کې لږکي وو، مينشيويکان او ټولنيز انقلابيان له هغوی مخکې و، د ۱۹۱۷ز کال د سپتمبر په مياشت کې بالشويکان په ماسکو کې اکثريت وګرځېدل. سربېره پر دې، د ماسکو سيمه ييزه اداره په رسمي ډول د ماسکو په ټولو ديارلسو مرکزي ولايتونو کې د ګوند د تنظيم مسئوله وګرځول شوه – کوم خای چې د ټولې روسيې د وګړو اوه دېرش سلنه او د بالشويکانو د غړيتوب شل سلنه برخه جوړوله. [۱۵]

په داسې حال کې چې د اکتوبر د انقلاب پر مهال په ماسکو کې هېڅوک هم په انقلابي سياست واکمن نه و لکه ټروټسکي چې په سن پټرسبرګ کې کړي وو، بوخارين بيا په ماسکو کې تر ټولو نوميالی مشر و. د اکتوبر د انقلاب پر مهال، بوخارين د ماسکو شوروي د انقلابي فرمانونو مسوده جوړه، هغه يې معرفي او له هغې يې دفاع وکړه. وروسته بخارين په پيټروګراډ کې  انقلابي دولت ته په خپل راپور کې د ماسکو شوروي استازولي وکړه. د اکتوبر له انقلاب وروسته، بخارين د ګوند د ورځپاڼې «پراوډا» مسئول مدير شو.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې