نړيوالې اړيکې

نړيوالې اړيکې (IR)، نړيوالې چارې (IA) يا نړيواله مطالعه (IS) د خپلواکو هېوادونو تر منځ د تعامل علمي مطالعه ده. په پراخه معنا کې، دا مضمون د هېوادونو تر منځ ټولو فعاليتونو ته پاملرنه کوي، لکه: جګړه، ديپلوماسي، سوداګري او بهرنۍ تګلاره او د نورو نړيوالو لوبغاړو تر منځ اړيکې، لکه:  د دولتونو تر منځ (بين الدول) سازمانونه، نړيوال نا دولتي سازمانونه، نړيوال حقوقي مرکزونه او څو ملتي شرکتونه.

په عمومي توکه، سياسي اړيکې د سياسي علومو يوه څانګه بلل کېږي. په دې توګه په نړيوالو اړيکو کې له نړيوال اقتصاد، نړيوالو حقوقو، نړۍ د تاريخ او کلتوري انسان پېژندنې څخه ګټه اخستل کېږي. په متحده ايالاتو کې نړيوالې اړيکې، د سياسي علومو د څانګو يوه فرعي برخه ده، خو ځينې ادارې يې  يو خپلواک يا کثيرالرشتوي بولي.[۱][۲]

که څه هم د تاريخ په اوږدو کې نړيوالې تګلارې، په پراخه کچه ارزول شوې، نړيوالې اړيکې د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې د يوې جلا برخې په توګه نه وې څرګندې شوې. په لومړيو کې دا مضمون، د سياسي علومو د يوې برخې په توګه، ، په لومړي ځل په ۱۹۱۹ ز کال کې د يوې خپلواکې څانګې په ډول جلا شو، کله چې نړيوالې اړيکې د انګلستان د « Aberystwyth»  پوهنتون له خوا د لېسانس دورې د يو جلا مضمون په توګه وړاندې کړ، په راتلونکې لسيزه کې، په اکسفرډ او د لندن اقتصاد په پوهنځي کې دې ته ورته مضامين رامنځ ته شول او په دې توګه دې مضمون ته خپلواکي او پياوړتيا ورکړل شوه. [۳][۴][۵]

د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، نړيوالو اړيکو – د اهميت او هم له علمي نظره – په ځانګړي ډول په شمالي امريکا او لويدیځه اروپا کې وده وکړه، تر يوه بريده يې د سړې جګړې جيوستراتيژيکو اندېښنوته ځواب ووايه. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د شوروي اتحاد ړنګېدو او نړيوال توب راپورته کېدو، د نويو اندونو او نړيوال نظام د چټک بدلون وړاندوينه و کړه. په يووېشتمه پېړۍ کې، په داسې حال کې چې د هېوادونو تر منځ اړيکې، په تدريج سره زياتې پېچلې او څو اړخيزې شوې، نړيوالې اړيکې په نورو برخو کې هم ننه ايستل شوې، لکه:  اقتصاد، حقوق اوتاريخ او په دې ډول نړيوالې اړيکې يو بل ته نژدې او کثير الرشتوي (ګڼ څانګيز) مضمون وګرځېد.[۶]

اصطلاحات

نړيوالې اړيکې

اکاډميکو ادارو ته په کتنې سره نړيوالې اړيکې يا خو د سياسي علومو يوه څانګه ده، او يا په پراخه معنا د نړيوال سياست، قانون، اقتصاد او نړۍ د تاريخ  کثير الرشتوي مضمون دی. د سياسي علومو د يوې فرعي څانګې په توګه، د نړيوالو اړيکو مطالعات، د دوو هېوادونو تر منځ په سياسي، ديپلوماتيکو او امنيتي اړيکو او تر څنګ يې، د نوې سياسي نړۍ پر تاريخ تمرکز کوي. په ډېرو اکاډميکو ادارو کې، نړيوالې اړيکې د سياسي علومو په څانګه کې لوستل کېږي. د بېلګې په توګه: همدا حالت په سکينډنيويا کې دی، چېرته چې نړيوالو اړیکو ته نړيوال سياست ويل کېږي. 

په هغو ادارو کې چېرته چې نړيوالو اړيکو ته د نړيوالو سياستونو، قانون، اقتصاد او تاريخ د پراخه کثير الرشتوي مضمون په توګه کتل کېږي، شونې ده چې دا مضمون په بېلا بېلو څانګو کې ولوستل شي، يا په خپل ځانګړي ديپارټمنټ کې ځای ورکړل شي، چې بېلګه يې د لندن د اقتصاد پوهنځی دی. د نړيوالو اړيکو د کثير الرشتوي مضمون، د لېسانس سند کېدای شي، د نړيوال سياست، اقتصاد يا نړيوالو قوانينو په برخه کې د ماسترۍ سند ته لاره هواره کړي.  [۷]

نړيوال مطالعات

نړيوال مطالعات په ټولو مواردو کې پراخه کثير الشتوي نړيوالې اړيکې بلل کېږي، چېرته چې نړيوال اقتصاد، قانون او د نړۍ تاريخ د زده کړې مرکزي هسته جوړوي. د نړيوالو اړيکو پر ځای د نړيوالو مطالعاتو اصطلاح، د دې لپاره کارول کېږي چې د کثير الرشتوي نړيوالو اړيکو د مضمون او د سياسي علومو د مضمون تر منځ توپير وکړي. په ډېرو پوهنتونونو کې د نړيوالو مطالعاتو اصطلاح يو معيار ګرځېدلی، چېرته چې نړيوالې اړيکې په دوديز ډول د سياسي علومو د يوې څانګې په توګه لوستل کېږي، تر څو نړيوالو اړيکو ته يو جلا خپلواک اکاډميک حيثيت ورکړي. [۸]

سراسري نړيوال مطالعات

سره له دې چې ډېر د نړيوالو اړيکو، سراسري نړيوالو مطالعاتو او نړيوالو چارو تر منځ په توپير کې تېروتي دي، په پراخ تحليلي ډګر کې د دې اصطلاحاتو توپير شوی دی چې په هغې کې سراسري نړيوال اصطلاح «ګلوبل» د نړيوالو اړيکو پر ځای په دې موخه کارېږي چې دا مضمون د تحليل د اساسي واحد په توګه په پرتليز ډول پر يو ملي دولت لږ تمرکز کوي. سراسري نړيوال «ګلوبل» مطالعات په مجموعي ډول، په پراخو سراسري نړيوالو مسائلو تمرکز کوي، په ځانګړي ډول په ټولنپېژندنه کې په سترو پړاوونو، انسان پېژندنه، توکم پوهنه، اړيکې، کډوالي او د کلتور او اقتصتد د نړيوال کېدو پړاوونه.[۹][۱۰][۱۱]

د نړيوالو اړيکو تاريخ

د نړيوالو اړيکو څېړنې، زرګونه کاله مخکې پيل شوې، بري بوزان او ريچارډ ليټل د لرغونو سوموري دولتي ښارونو تعامل ،چې له ۳۵۰۰ له ميلاد مخکې څخه پيل شوی و، لومړی بشپړ نړیوال نظام بولي. په لرغونو وختونو کې د خپلواکو ښاري هېوادونو د بهرنيو تګلارو شننې شوې وې، لکه: د اتن او سپارټا تر منځ د پيليپونزي جګړې د لاملونو په اړه د تيسيديد شننې، د نيکولو ماکياولي په اثر (شهزاده) کې، چېرته چې هغه د فلورانس ښاري دولت بهرنۍ تګلارې ارزولې دي. په داسې حال کې چې د نړيوالو اړيکو اوسنی ډګر، د خپلواکو ملي هېوادونو تر منځ شته اړيکې ارزوي. همدا چاره، اوسنی دولتي نظام رامنځته کوی، کوم چې د نړيوالو اړیکو د تاريخ د طبيعي پيل ټکی دی.[۱۲][۱۳][۱۴]

د اساسي سياسي واحدونو په توګه د اوسنيو خپلواکو هېوادونو رامنځته کېدل، په اروپا کې په ۱۶۴۸ ز کال کې د وستفالين سولې ته ورګرځي. د پخوانيو منځنيو پېړيو پر مهال، د اروپا د سياسي واکمنۍ جوړښت، د يوه مبهم ميراثي مذهبي نظم پر بنسټ و. د مشهورو باورنو په خلاف، وستفاليا د طبقاتي واکمنۍ د نظام څښتن و، په ځانګړي ډول په سپېڅلې رومي سترواکۍ کې. فکر کېده چې د وستفاليا له سولې مخکې، په ۱۷۱۳ ز کال کې د اوترخت تړون د دې نوي زېږېدلي معيار څرګندونه کوله، چې حاکمان په يو پېژندل شوي قلمرو کې هېڅ راز داخلي ساري او د سيمې په خپلواکو پولو کې د وروستي واکمن په توګه هېڅ بهرني مافوقان نه لري. دا اصول د اوسني نړيوال سياسي او حقوقي نظم ملاتړ کوي. [۱۵]

د ۱۵۰۰ز او ۱۷۸۹ز کلونو تر منځ موده کې خپلواک هېوادونه، څو اړخيزه کېدل، د ديپلوماسۍ او پوځ بنسټيز کېدل رامنځ ته شول. د فرانسې انقلاب دا نظريه رامنځته کړه چې ، د يوه هېواد اتباع چې د يو ملت په توګه تعريفيږي، همدا حاکم دي، نه يو پاچا يا د لوړې طبقې خلک. هغه هېواد ته د ملي هېواد نوم ورکول کېږي، چېرته چې ملت واکمن وي، چې د سلطان يا مذهبي هېواد مخالف وي، د جمهوريت اصطلاح زياته ورته ده. د المانيانو او نورو له خوا د فرانسوي جمهوريت په غبرګون کې د ملي دولت په نوم يو ځای ناستی رامنځته شو، چا چې ولس ته د حاکميت د ورکولو پر ځای، شاهزادګانو او د نجيبې طبقې خلک خوندي کړل، بلکې ملي هېواد کېدل يې په توکميز او ژبنۍ اصطلاح تعريف کړل، داسې نمونه يې رامنځ ته کړه چې ډېر کم عملي کېږي او هغه دا چې، ټول هغه خلک چې په  يوه ژبه خبرې کوي، بايد په يوه هېواد پورې اړه ولري. د ملي دولت د دواړو ډولونو لپاره د حاکميت همدا نوم وړاندې شو. اوسمهال په اروپا کې، ډېر لږ هېوادونه د ملي دولت له دې تعريف سره برابر دي: ډېری يې اوس هم شاهي حاکميت ته دوام ورکوي  او ډېر لږ يې د توکم پر بنسټ برابر وي.

سرچينې او ياداښتونه