هانيان (هنز)

هنز (د هن جمع) کوچيان وو، چې په مرکزي اسیا، قفقاز، او ختيځې اروپا کې يې د څلورمې او شپږمې زېږديزو پېړيو تر منځ ژوند کړی. د اروپايي روايتونو پر بنسټ، دوی په لومړي ځل د «وولګا» سيند په ختيځ کې په يوه داسې سيمه کې اوسېدلي، چې هغه مهال د «سينتيا» برخه وه، اروپا ته د هانيانو رسېدل، د لوېديځ پر لور د «الانس» په نوم د يو ايراني قوم له کډوالۍ سره تړاو لري. تر 370ز کال پورې، هانيان «وولګا» ته رسېدلي وو، او تر 430ز کال پورې، دوی په اروپا کې پراخه تسلط تر لاسه کړی و، که څه هم د لنډې مودې لپاره و، ګوتيان او د رومي پولو څخه د باندې اوسېدونکي ډېر نور الماني اوسېدونکي يې فتح کړي، او ډېر نور خلک يې له هغه ځايه رومي ځمکو ته تېښتې ته اړ کړي وو.[۱][۲]

هانيانو په ځانګړي ډول د خپل پاچا «اټيلا» تر مشرۍ لاندې، په ختيځې رومي سترواکۍ پرله پسې او ويجاړونکي بريدونه وکړل. په 451ز کال کې، دوی پر لوېديځ «ګال» ولايت بريد وکړ، چېرته چې هغوی د روميانو او «ويزګوتيانو» د يو ستر لښکر سره د «ګواتالاونين» په ميدانونو کې وجنګېدل، او په 452ز کال کې، دوی په ايټاليې بريد وکړ. په 453ز کال کې د «اتيلا» له مړينې وروسته، هانان د روميانو لپاره يو ستر ګواښ پاتې نه شو، او د «نيداو» له جګړې (شا او خوا 454) وروسته يې د خپلې سترواکۍ ډېرې سيمې وبايللې. د هانيانو زوزات، يا د همدې نوم ته ورته ځای ناستي، سويل، ختيځ او لوېديځ لور ته په ګاونډيو اباديو کې ثبت شوي دي، چې تقريباً له څلورمې څخه تر شپږمې زېږديزې پېړې پورې يې د ختيځې اروپا او منځنۍ اسيا ځينې برخې نيولې وې. د «هن» نوم جلا جلا حالتونه په قفقاز کې د اتمې پېړۍ تر لومړيو پورې ثبت موندل کېږي.

په اتمه پېړۍ کې، فرانسوي عالم « Joseph de Guignes» لومړی هغه څوک و چې د هانيانو او « Xiongnu» خلکو تر منځ يې د اړيکې وړانديز وکړ، څوک چې له درېيمې مخزېږديزې پېړۍ څخه د لومړۍ زېږديزې پېړۍ تر وروستيو پورې په شمالي چين کې اوسېدلي دي. د «Guignes» له زمانې راهيسې، د دا ډول تړاو په اړوند د څېړنو لپاره د پام وړ علمي هڅې وقف شوي دي. دا موضوع لا هم لانجمنه او اختلافي ده، خو د لرغونو اثارو اوسنۍ څېړنې د هغوی اسايي نسب تايدوي. له نورو هستو سره د دوی اړيکې، لکه ايرانيان هانيان او د سويلي اسيا هاني خلک، هم د اختلاف موضوع ده.[۳][۴]

د هاني کلتور په اړه کم معلومات موجود دي، او ډېر لږ پاتې لرغوني اثار په ځانګړي ډول د هانيانو سره تړلي دي. باور کېږي چې دوی د مسو ديګونه کارول، او په مصنوعي ډول د جمجمې بڼه بدله کړې وه. د اتيلا د زمانې د هاني مذهب کوم تفصيلات نه شته، خو د وړاندوينې په څېر طريقې يې تاييد شوي دي، او د شامانانو د وجود امکان هم شته. دا هم معلومه ده چې هانيانو خپله ژبه درلوده، په هر حال، د هغې ژبې يوازې درې ټکي او شخصي نومونه تايید شوي دي.

له اقتصادي اړخه، د هانيانو په اړه معلومه ده چې هغوی د کوچي پوونده وو په يوې بڼې عمل کاوه. څومره چې له رومي نړۍ سره د دوی اړيکو وده وکړه، د هغوی اقتصاد د باج اخيستلو، بريدونو او سوداګرۍ به مټ په چټکۍ سره د روم سره ونښت. داسې نه برېښي چې کله دوی اروپا ته داخل شول، نو دوی دې یو واحد حکومت درلود، بلکې له روميانو سره د خپلو جګړو پر مهال يې يو متحد قبايلي مشرتوب چمتو کړ. هانيانو په مختلفو خلکو واکمني وکړه چې په ګڼو ژبو يې خبرې کولې، او ځينو يې خپلو واکمنانو ته دوام ورکړ. د دوی مهم پوځي تخنيک د اس له سپرلۍ څخه د غشي ويشتل و.

شونې ده چې هانيانو يو ستر کوچ په خوځښت راوستی وي، کوم چې د لوېديځې رومي سترواکۍ په سقوط کې يو مهم عنصر و. د هانيانو ياد په مختلفو مسيحي روحانيونو په ژوندونونو کې هم پاتې شوی دی، چېرته چې هانيان د رقيبانو دنده پر مخ وړي، همدا راز د جرمني د اتلولۍ په افساانو کې، چېرته هانيان په جلا ډول د المان د مختلفو شخصیتونو مخالف يا اتحاديان دي. په هنګري کې، د منځنیو پېړيو د تاريخ په اړوند يوه افسانه جوړه شوې ده، چې هنګري او په ځانګړي ډول «Székely» نسلي ډلې له هانيانو سره اړيکه درلوده. په هر حال، د مرکزي سټې پوهان د هنګري او هانيانو تر منځ نږدې اړيکې ردوي. اوسنی کلتور عموماً هانيان له ډېر ظلم او بربريت سره تړي.[۵]

نسب (اصل)

د هانيانو نسب او د اوارو سیمو له نورو خلکو سره د هغوی اړيکې نامعلومې دي. عموماً علماء په دې موافق دي چې د دوی اصل په منځنۍ اسيا کې منځ ته راغلی  دی، خو د دوی د اصل په ځانګړتياوو اختلاف لري. کلاسیکي سرچينې ادعا لري چې دوی د 370 په شا اوخوا کې په ناڅاپي ډول په اروپا کې راڅرګند شول. معمولاً، د رومي لیکوالانو له خوا د هانيانو د ابتدا د روښانه کولو هڅو هغوی د لومړيو ميداني خلکو سره مساوي کړي وو. رومي ليکوالانو يوه کيسه تکرار کړې ده، چې هانيان هغه مهال د «ګوتيانو» سيمې ته داخل شول، کله چې هغوی يوه ځنګلي هوسۍ تعقيبوله، يا يې د خپلې يوې ورکې شوې غوا په تعقيب وتلي وو، او د «Kerch» له ابنا څخه ور هاخوا کریميا ته داخله شوې وه. کله چې هغوی دا سيمه ښه ولیده، دوی بيا په ګوتيانو بريد وکړ. د «جورډنز» ګيټیکا وايي چې ګوتيان هانيان ناپاک روحونه او د ګوتي شيشکو اولاد بولي.[۲][۶][۷][۸]

له Xiongnu او هانيان بلل کېدونکو نورو خلکو سره اړيکې

په اتلسمه پېړۍ کې له « Joseph de Guignes» وروسته راهيسې، نويو تاريخ پوهانو په څلورمه زېږديزه پېړۍ کې د اروپا په پولو راڅرګندېدونکي هانيان له Xiongnu سره تړلي دي، چا چې له درېیمې مخزېږديزې پېړۍ او دويمې پېړۍ تر منځ د مغولو له لوړو سيمو څخه په ګڼو منځنيو ميداني سیمو بریدنه کړي دي. د «هان» واکمنې کورنۍ له خوا د ويجاړونکې ماتې وروسته، د Xiongnu شمالي څانګې د شمال لوېديځ پر لور په شاتګ وکړ؛ شونې ده چې د دوی زوزات د يورواسيايي اوارو سيمو له لارې کوچ کړی وي، او شونې ده چې د دې په پايله کې يې له هغو هانيانو سره تر يو بریده کلتوري او جنيتيکي تسلسل درلودلای وي. پوهانو همدا راز د Xiongnu، هانيانو او منځنۍ اسيا د ډېرو خلکو تر منځ اړيکې تر بحث لاندې نيولي دي، کوم چې همدا راز د «هان» يا ايراني هانيانو په نوم پېژندل کېدل، يا وپېژندل شول. په دوی کې تر ټولو پياوړي چيونايټس، کيداريټس او هفتاليان وو.[۴][۹][۱۰]

«Otto J. Maenchen-Helfen» لومړی هغه څوک و چې د ليکلو سرچينو د اروزنې پر بنسټ يې دوديز لیدلوری وننګاوه، او د لرغونو اثارو د څېړنې پر اهميت يې ټينګار وکړ. د «Maenchen-Helfen» له کار راهيسې، د هانيانو د نيکونو په توګه د Xiongnu پېژندګلو د اختلاف موضوع ده. سربېره پر دې، ډېرو پوهانو د اروپايي هانيانو سره د ايراني هانيانو پېژندګلو تر پوښتنې لاندې نيولې ده. «Walter Pohl» وايي چې:[۱۱]

د اوارو سيمو د جنګيالیو ستر اتحاد کې هېڅ يو له توکميز اړخه يو ډول نه وو، او يو نوم مختلفو ډلو د خپل وياړ له امله، يا د بهرنيو خلکو له خوا د خپل ژوند د طرز العمل يا جغرافيايي اصل د څرګندنو لپاره استعمال کړی و. له همدې امله د بېلګې په ډول د H(s)iung-nu, Hephthalites او اتيلا د هانيانو تر منځ د پېژندګلو يا وينې د خپلوۍ په اړه اټکلونه بې ځايه دي. تر تولو خوندي هغه څه چې موږ يې ويلای شو، يوازې همدمره دي چې د لرغونې زمانې په وروستيو کې د هان نوم، د اوارو سيمو د جنګيالیو وياړمنې واکمنې ډلې تشریح کولې. [۱۲]

سرچينې