هندو فلسفه


هندو فلسفه د هندوییزم هغه فلسفې، نړۍ‌لیدونه او ښوونې رانغاړي چې په لرغوني هند کې رامنځ‌ته شوې وې او شپږ نظامه (shad-darśana) په‌کې شامل دي: سامخیا، یوګا، نیایا، وایشېشیکا، میمامسا او وېدانتا. په هندي دود کې، د فلسفې لپاره د «Darshana- درشن» ګړنه کارول کېږي او د لیدلوري یا لرلید په معنی دی، او ریښه یې د سانسکرېټ ګړنې «drish» ګړنې ته رسېږي چې د «لیدلو، ازمایلو» معنی ورکوي.[۱][۲][۳]

دغه دودونه د استیکا (خدای‌باوري) فلسفي دودونو په نوم هم یادېږي او وېدایان د پوهې د معتبرې او مهمې سرچینې په توګه مني. لرغونی او د منځنیو پېړیو هند د ګڼ‌شمېر داسې فلسفي مکتبونو سرچینه وه چې په فلسفي مفهومونو کې سره موافق وو، خو وېدایان یې رد کړي دي، او دغه مکتبونه د ناستیکا هندي فلسفو (هترودوکس یا غیرارتودوکس) په نامه یادوي. په ناستیکا هندي فلسفو کې بودیزم، جاینیزم، چارواکا، آجیویکا او داسې نور شامل دي.[۴][۵]

لوېدیځ څېړونکي د استیکا فلسفو دننیو او له ناستیکا فلسفو سره د هغو د اړیکو او توپیرونو په هکله بحث کړی دی، چې د اتلسمې او نولسمې پېړیو د هندپېژندونکو او ختیځ‌پېژندونکو له لیکنو سره پیلېږي، چې په‌خپل وار سره له هندي محدودو ادبیاتو او د منځنیو پېړیو له دوکسوګرافیو څخه اخېستل شوې دي. په هندو فلسفه کې هم‌توکمه بېلابېل شامل دودونه متنوع دي، او د یوه ګډ تاریخ او مفهومونو، یوشان متني سرچینو، سره ورته خلقت‌پوهنیز او ټولنپوهنیز تمرکز او کیهان‌پوهنې له‌لارې، سره یو شوي دي. په داسې حال کې چې د بودیزم او جاینیزم فلسفې او مذهبونه سره جلا ګڼل کېږي، یوشمېر هترودوکسي (ناستیکا) دودونه (لکه، چارواکا) په هندو فلسفه کې ډېري وخت د جلا مکتبونو په توګه پېژندل کېږي، ځکه چې د «هندو» وییکی یو پردی نوم دی او له تاریخي پلوه، قاره‌وزمه هند کې د مېشتو وګړو لپاره د یوه جغرافیایي او هڅوبي مشخصې په توګه کارول شوی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په هندو فلسفه کې څوګوني خدای‌باوره فرعي فلسفي مکتبونه شامل دي، چې د شپږو ارتودوکس فلسفو له شپږو مفکورو څخه دوه یا له هغو ډېرې مفکورې سره یوځای کوي، لکه: د نیایا واقعیت‌پالنه، د وایشېشیکا طبیعت‌پالنه، د سامخیا دوه‌ګون‌پالنه، د ادویتا د خلاصون لپاره اړینه ځاني غیردوه‌ګون‌پالنه او پوهنه، د یوګا اصول او ریاضت او د خدای‌باوري مفکورو اساسي عنصرونه. د دغو فلسفي مکتبونه بېلګې، پاشوپاتا شیوا، شیوا سیدهانتا، پراتیابهیجنا، رسېشوارا او ویشاناوا دي. ځیني فرعي فلسفي مکتبونه د هغو مفکورو سره چې له بودایي دودونو څخه جوتېږي، سره توافق لري. د دغو فرعي فلسفي مکتبونو مفکورې په پُرانا او اګاما کې د موندلو وړ دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د هندو فلسفې هر مکتب د پرامانشاسترا تر سرلیک لاندې د پوهنپوهنیز ادبیات او همدا راز د مېتافزیک، ارزښت‌پوهنې او نورو سکالوګانو په هکله تیوري‌ګانې لري.[۱۸][۱۹][۲۰]

ډلبندي

د هند د تاریخ په اوږدو کې، د عام پېر (CE) له پیل څخه دمخه، شپږ ارتودوکس فلسفي مکتبونه رامنځ‌ته شوي وو او ځینو مکتبونو په لوړ احتمال سره، آن له بودا څخه دمخه ظهور کړی دی. ځینو څېړونکو دغه پوښتنه مطرح کړې ده چې، «د هندي فلسفې په هر ستر مکتب کې د لیدلورو تنوع او تکامل ته په کتو سره، له ځینو فرعي مکتبونو سره چې هترودوکس او ارتودوکس لیدلوري سره یوځای کوي، ایا د هترودوکس او ارتودوکس مکتبونو ډلبندي بشپړه او دقیقه ده او که نه؟».[۲۱][۲۲]

له لرغوني پېر راهیسې، هندي فلسفه د استیکا او ناستیکا پر فکري مکتبونو باندې ډلبندي کېږي. د هندي فلسفې ارتودوکس مکتبونو ته «شاد درشن» («شپږ نظامونه») ویل کېږي. دغه شېما د دولسمې او شپاړلسمې پېړیو ترمنځ د وېدانتایانو له‌خوا رامنځ‌ته شوې او وروسته بیا د لومړیو لوېدیځي هندپېژندونکو له‌خوا منل شوې او د هندي فلسفې پر نومهالو پوهاویو باندې خپره شوې ده. [۲۳][۲۴][۲۵]

استیکا

د استیکا (ارتودوکس) شپږ فکري مکتبونه شتون لري. هر یوه ته یې «درشن» ویل کېږي او هر درشن، وېدایانو ته د اقتدار په سترګه ګوري. د استیکا هر درشن، همدا راز دغه فرضیه مني چې آتمان (ابدي ژوند) شتون لري. د استیکا فلسفي مکتبونه په لاندې ډول دي: [۲۶][۲۷]

  1. سامخیا: د شعور او مادې په هکله یوه پیاوړې دوه‌ګون‌پاله تیوریکي څرګندنه او د خدای یا خدایانو له شتون څخه منکره نظریه.
  2. یوګا: د توحید یو مکتب چې د سامخیا له‌منځه یې ظهور کړی او د سامخیا تیوري پر عملي کارونې باندې ټینګار لري: غور، تفکر او خلاصون.
  3. نیایا یا هندي منطق: د پوهنپوهنې مکتب چې د پوهې سرچینې راسپړي.
  4. وایشېشیکا: د اتومیزم یو تجربه‌پال مکتب.
  5. میمامسا: د ریاضت او عرفان یو مخالف ارتوپراکسي مکتب. دغه مکتب په وېدایانو کې د آیتونو له سم تفسیر سره سر او کار لري.
  6. وېدانتا: په وېدایانو کې د پوهې وروستۍ برخه، یا جناناکاڼاډا (د پوهې برخه). وېدانتا د اوتارا-میمامسا په نوم هم پېژندل کېږي. وېدانتا، له منځنیو پېړیو وروسته د هندوییزم په فلسفه کې برلاسی دی.

ناستیکا

ناستیکا هغه فلسفي مکتبونه دي چې د وېدایانو اقتدار نه‌مني. د ناستیکا (هترودوکس) څلور ستر مکتبونه شتون لري:[۲۸]

  1. چارواکا: یو مادیت‌پال مکتب چې د ازادې ارادې شتون مني.[۲۹][۳۰]
  2. اجیویکا: یو مادیت‌پال مکتب چې د ازادې ارادې شتون ردوي.[۳۱][۳۲]
  3. بودیزم: یو فلسفي مکتب چې د آتمان (تلپاتي ژوند) شتون ردوي او د ګوتاما بودا د ښوونو او روښاندۍ پر بنسټ رامنځ‌ته شوی دی.[۳۳]
  4. جاینیزم: یو فلسفي مکتب چې د آتمان شتون مني او د «تېرتهنکر» په نامه د څلورویشت ښوونکو (چې لومړی یې ریشابها او څلورویشتم یې مهاویرا دی) د ښوونو او روښاندۍ پر بنسټ رامنځ‌ته شوی دی.[۳۴]

نور مکتبونه

د سترو ارتودوکسي او غیرارتودوکسي مکتبونه ترڅنګ، فرعي ترکیبي مکتبونه هم شتون لري چې د مفکورو له یوځای کولو سره یې نوې مفکورې معرفي کړې دي. د منځنیو پېړیو پوهان مدهاواچاریا، چې ځینو ویدیارانیا هم نومولی، په خپل کتاب «سروا-درشن-سنګراها» کې، له بودیزم او جاینیزم سره یوځای لاندې مکتبونه د هندو فلسفې د فرعي مکتبونو په توګه یادوي:[۳۵][۳۶]

  • پاشوپاتا شیویزم: چې د ناکولیسا له‌خوا پنځېدلی دی.[۳۷]
  • شیوا سیدهانتا: خدای‌باوره سامخیا مکتب.[۳۸][۳۹]
  • پراتیابهیجنا: د کشمیر شیویزم، تریکا د پېژندنې مکتب.[۴۰][۴۱]
  • رسیشوارا: د شیوا یو مکتب چې ازلي ژوند ته د رسېدلو لپاره، د «پارې-mercury» کارول تاییدوي.[۴۲]
  • د رامانوجا مکتب[۴۳]
  • د پُراناپرانجا (مدهواکاریا) مکتب[۴۴]
  • د پاڼینیا مکتب[۴۵]

سرچينې