وده ييزه بيالوژي

وده ييزه (پرمختيايي) بيالوژي د هغو جرياناتو مطالعه ده د کوم په مټ چې ژوي او بوټي ستريږي او وده کوي. په وده ييزه بيالوژي کې همدا راز د نوې زېږېدنې جغرافيه، جنسي بيا توليد، د شکل بدلون او په بالغو ژونديو موجوداتو کې د اصلي حجرو وده او توپير کول هم شامل دي.

لرليدونه

د ژويو د جنين په وده کې ښکېلې مهمې پروسې دا دي: د نسج جوړېدل (د سيمې د ټاکنې او د جوړو شويو حجرو د توپير له لارې)؛ د نسجونو وده او د نجسونو بڼه خپلول.

  • سیمه ييزه ځانګړتيا (د جنين په بيلا بيلو برخو کې د حجر د ودې پروسې) هغه پروسه ده چې د لومړي يو شان حجرو په يو غونډاري يا يوه تخته کې ځايي بڼې منځ ته راوړي. عموماً په دې کې د «سيتوپلازمي» ټاکونکي عمل ښکېل وي، کوم چې د زرخېزې هګۍ په برخو او په جنين کې د اشارو له مرکزونو څخه په وتونکو توليدي اشارو کې ځای پر ځای شوي وي. د سيمه ييزې ځانګړتيا لومړي پړاونه فعالې توپير موندلې (چې عامه نه بلکې سره جلا شوې یوه ځانګړې حجره وي) حجرې منځ ته نه راوړي، بلکې د ژوندي موجود په يوه خاصه سيمه يا برخه کې د پراختيا لپاره د ژمنو حجرو يو نفوس دی. د دوی څرګندېدل د لېږد د لاملونو د يو ځانګړي يو ځای والي د ښودلو په مټ تر سره کېږي.
  • د حجرې توپير په ځآنګړي ډول د فعالې حجرې د ډولونو د جوړېدو سره اړيکه لري، لکه عصب، غړی، ترشحي «ايپيتيليا» (د بدني غړيو او سطحې تر منځ طبقه) او داسې نور. جلا شوې حجرې د حجرې له فعاليت سره تړلي زيات شمېر کې پروټينونه لري.
  • «مورفوجينيسيس» د درې بعديزې بڼې د جوړېدو پورې اړه لري. عمدتاً په دې کې د حجرو د صفحو او انفرادي حجرو هغږي شوي خوځښتونه ښکېل وي. «مورفوجينيسيس» د لومړي جنين د درې جراثيمو طبقو ( هغه درې طبقې دا دي: ايکټوډرم، ميسوډرم او اينډوډرم) او د غړيو د ودې پر مهال د پېچلو جوړښتونو د جوړېدو لپاره  اهميت لري.
  • د نسج په وده کې هم د نسج د ودې ټوليز زياتوالی او هم د برخو جلا وده (الوميټري) دواړه ښکېل وي، کوم چې له «مورفوجينيسيس» سره مرسته کوي. وده عموماً د حجرې د زياتېدو له لارې منځ ته راځي، خو تر څنګ يې د حجرې د اندازې د بدلونونو يا له حجرې څخه د باندې د موادو د راټولېدو له لارې.

د بوټو وده د ژويو د ودې له پروسې سره يو شان ده. خو د بوټو حجرې عموماً بې خوځښته وي، په همدې بنسټ «مورفوجينيسيس» بې له دې چې حجرې حرکت وکړي، د جلا ودې په مټ تر لاسه کېږي. تر څنګ يې تحريکوونکي سيګنلونه او په دې کې ښکېل جينونه له هغو څخه جلا دي، چې د څاروي وده اداره کوي.

وده ييزې پروسې

د حجرې توپير منځ ته راتګ

د حجرې توپير هغه پروسه ده، چېرته چې د حجرې جلا جلا فعالې بڼې په وده کې راپورته کېږي. د بېلګې په ډول، عصبي حجره، د غړي پلې او «هيپاتوسايټس» (د ينې حجرې) د توپير موندلو حجرو ښې پېژندل شوې بڼې دي. جلا شوې حجرې عموماً د يو څو پروټينونو زيات شمېر توليدوي، کوم چې د دوی د ځانګړي عمل لپاره اړین دي او همدا دوی ته د ښکاره کېدو خصوصيات ورکوي، کوم چې دوی ته دا وړتيا ورکوي چې د کوچني مايکروسکوپ لاندې وپېژندل شي. هغه جينونه چې دې پروټينونو ته کوډ ورکوي په لوړه کچه فعال دي. په ځانګړي ډول د دوی د «کروماټين» جوړښت ډېر پرانيستی دی، د دوی د تنسيخ (يعنې له يو څخه بل جوړېدل) اينزامونو ته د لاسرسي سره مرسته کوي او د جين د څرګندونو د پيلولو لپاره ځانګړي تنسيخ لاملونه په ډي اين ای کې د تنظيمونکي ترتيب سره اړوند وي. د بېلګې په ډول، « NeuroD» د نيورونل توپير لپاره يو مهم تنسيخي عنصر دی، د عضلاتو د توپير لپاره «مايوجينين» او د «هيپاټوسيټ» د توپير لپاره « HNF4» مهم دی. د حجرې توپير عموماً د ودې وروستی پړاو دی، له دې څخه مخکې د ژمنتيا (د زیاتېدو وړتيا) لپاره يو شمېر پړاونه وي، په کومو کې چې په څرګند ډول کوم توپیر نه وي. يو واحد نسج، کوم چې د يو ډول مخکينۍ حجرې يا د حجرې له يوې څانګې څخه جوړ شوی وي، ډېر ځله د ګڼو جلا جلا حجرو له بڼو منځ ته راغلی وي. د دوی په سمبالښت کې د ګاونډيو مېشتو يوه پروسه ښکېله وي، کومه چې د «نوچ سګنلنګ پات وی» پر ځانګړتياوو ولاړه وي. د بېلګې په ډول، د جنين اعصابي تخته کې دا نظام د نيورونل مخکينيو حجرو د نفوس د پيدا کولو لپاره کار کوي، په کوم کې چې « NeuroD» په ډېره اندازه څرګندېږي.[۱][۲][۳][۴]

بيا توليد

بیا توليد د يوې ورکې شوې برخې بيا ودې وړتيا څرګندوي. دا په بوټو کې زيات موندل کېږی، کوم چې د دوامدارې ودې ښودنه کوي او همدا راز په مستعمراتي (بل چرته په ځای نيونکو) ژويو کې، لکه «هايډرايډونه» او «اسيدي». خو وده ييزو بيالوژي پوهانو ډېره لېوالتيا د ازادو ژونديو ژويو په بيا توليد برخو کې ښودلې ده. په ځانګړي ډول څلور نمونې د زياتې څېړنې موضوع ګرځېدلي دي. دوه يې داسې دي چې د ټول بدن د بيا تولید وړتيا لري چې هغه دا دي: Hydra، کوم چې کولای شي د «پوليپ» هره برخه له يوې کوچنۍ ټوټې څخه هم بیا توليد او جوړه کړي، او «پلاناريا» چينجي، کوم چې عموماً کولای شي سرونه او لکۍ دواړه بيا جوړ کړي. دا دواړه نمونې د پرله پسې حجروي دوران لرونکې دي چې د بنسټيزو حجرو په مټ تغذيه کېږي، لږ تر لږه په «پلاناريا» کې، لږ تر لږه ځينې بنسټيزو حجرو زياته توانمندي ښودلې (يعنې د حجرو بيلا بيلا ډولونه تولیدولای شي). دوه نورو نمونو يې «ډيسټال» (له مرکز څخه په لرې ځای کې)  د ضميمو د بيا توليد ښودنه کړې. دا حشراتي ضمايم (جرړې) دي، عموماً د «ميټابولوس» چينجيو پښې، لکه چورچورکه (يو ډول خځنده) او هم په اوبو او وچه کې اوسېدونکو «urodele» (چرمښکۍ ته ورته ژوی) ژويو غړي. په وچه او اوبو کې د ژوند کوونکو ژويو د غړيو د بيا تولید په اړه د پام وړ معلومات په لاس کې شته او دا معلومه شوې چې هر ډول حجره بيا خپل ځان جوړوي، له نښلونکو نسجونو پرته، چېرته چې د عضروف، «ډرميس» او «ټانډونونو» تر منځ تر ډېره بريده بدلون منځ ته راځي. د جوړښتونو طريقې ته په کتنې سره، دا په جنين کې د فعالو اشارو (سيګنلونو) په بيا فعالېدو سره اداره کېږ. تر اوسه د دې زړې پوښتنې په اړه بحثونه روان دي چې ايا بيا توليد ابتدايي که تطبيقي خاصيت دی. که چېرې حالت لومړی وي (یعنې ابتدايي)، د مخ پر وده پوهې په مټ، موږ کېدای شي دا تمه ولرو چې په انسانانو کې هم د بيا تويد وړتيا پیدا کړو. که چېرې حالت دويم وي (يعنې تطبيقي) نو بيا د بيا توليد هره بېلګه داسې اټکل شوې چې د طبيعي غوراوي څخه په داسې حالاتو کې سرچينه اخلي چې د همدې انواعو پورې ځانګړي دي، په همدې بنسټ بيا د عمومي اصولو تمه نه شي کېدای.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ژويو جنيني وده

سپرم او هګۍ د القاح (بلاربېدو) په پروسه کې يو له بل سره نښلي، تر څو زرخېره هګۍ يا «زيګوټ» منځ ته راوړ. دا د وېش له يو پړاو څخه تېرېږي، تر څو د يو شان حجرو غونډاری يا تختې منځ ته راوړي چې «پلاستولا» يا «بلاستودورم» يې بولي. د حجرې دا وېش عموماً ډېر چټک او د ودې نه لرونکی وي، په همدې بنسټ د لور حجرو اندازه د مور حجرې له اندازې نيمايي وي او ټول جنين تقريباً په همدې یوه اندازه پاتې کيږي. دوی ته د درز وېشونه ويل کېږي.[۱۲]

د موږک د بهرني پوستکي د اصلي جراثيمو حجرې له پراخه «اپي جينيک» بيا طرحه کېدو له بهير څخه تېرېږي. په دې پروسه کې د جنين په سطحه د ډي اين ای «ديميتيلاسيون»، د «کروماتين» بيا منظمېدل او د «اپي جينيتيک» اغېز پاکېدل شامل دي چې د «ټوټي پوټينسي» لامل ګرځي (ټوټي پوټينسي د يوې حجرې وېش او بیا توليد ته ويل کېږی). د ډي اين ای (DNA) «ډي ميتيليشن» د يوې داسې پروسې پر مټ تر سره کېږي، کومه چې د ډي اين ای د بنسټ د پرېکون د بیا جوړولو له لارې څخه کار اخلي.[۱۳][۱۴]

مورفوجينيک خوځښتونه د حجرې ماده په درې پوړيز جوړښت بدلوي چې له ګڼ حجروي صفحو څخه جوړه وي، کومې چې «ايکټوډرم، ميسوډرم او اينډوډرم» بولي. همدا صفحې د جراثيمو د پوړونو په نوم پېژندل کېږي. دا د معمدې پروسه ده. د درز او ګيسټروليشن (د معدې وېش) پر مهال لومړی سیمه ايز وضاحت پېښې منځ ته راځي. په خپله د جراثيمو د درې بوړيزو طبقو پر جوړېدو سربېره، عموماً په دې کې له جنين ورهاخوا جوړښت جوړيږي، لکه مماليه پراسينټا چې د جنين د ملاتړ او تغذيې لپاره اړين دی، او همدا راز د مخکيني او وروستني محور (سر، تنه او لکۍ) په اوږدو کې د ژمنتياوو ترمنځ توپير  منځ ته راوړي.[۱۵][۱۶]

سرچينې