وراثت
وراثت (په انګلیسي: Heredity)، چې د بیولوجیکي وراثت په نامه هم یادېږي، له والدینو څخه اولاد ته د صفتونو لېږدېدنه ده؛ د اولاد حجرې یا اورګانیزمونه، یا د زوجي تکثر او یا هم غیرزوجي تکثر لهلارې، د خپلو والدینو جنتیکي معلومات اخلي. د وراثت لهلارې، کېدای شي د وګړو ترمنځ تنوعګانې سره غونډې شي او لهامله یې نوعې د طبیعي انتخاب پر مټ تکامل وکړي.
ټولیزه کتنه
په انسانانو کې، د سترګو رنګ د یوې ارثي ځانګړنې بېلګه ده: کېدای شي یو وګړي ته د «نسواري سترګو صفت» له والدینو څخه په ارث پاتې شي. ارثي صفتونه د جېنونو لهخوا کنټرولېږي او د یو اورګانیزم په جېنوم کې د جېنونو یوې بشپړې ټولګې ته «جېنوټایپ» ویل کېږي.[۱][۲]
د یوه اورګانیزم د جوړښت او چلند د مشاهدې وړ صفتونو بشپړه ټوله د «فېنوټایپ» په نامه یادېږي. دغه صفتونه د هغو د جېنوټایپ او چاپېریال له تعامل څخه رامنځته کېږي. په پایله کې، د یوه اورګانیزم د فېنوټایپ ډېرشمېر اړخونه ارثي نهدي. د بېلګې په توګه: د لمر وړانګې لهامله تور شوی پوستکی د یوه شخص جېنوټایپ او د لمر وړانګې ترمنځ د تعامل لهامله دی؛ نو، د لمر له وړانګې تورېدل له والدینو څخه اولاد ته په ارث نهپاتې کېږي. سره لهدې، ځیني خلک، د جلا جېنوټایپ لرلو لهامله، د ځینو په پرتله خورا ژر تورېږي: یوه ښه بېلګه یې د البینیزم (پېس) ارثي صفت لرونکي وګړي دي، چې په ټوله کې، نهسوځي او د لمرسوځونې پر وړاندې خورا حساس دي.[۳][۴][۵][۶]
جوته شوې ده چې ارثي صفتونه له یوه نسل څخه راتلونکي نسل ته د DNA (د جنتیکي معلوماتو کوډ کوونکی مالیکول) لهلارې لېږدول کېږي. DNA یو اوږد پولیمیر دی چې څلور ډوله د تعویض وړ قاعدې لري. د نوکلیک اسید لړۍ (د یوه ځانګړي DNA مالیکول په اوږدو کې د قاعدو لړۍ) جنتیکي معلومات ځانګړوي: دا کېدای شي د یوه متن هجا کوونکو تورو د یوې لړۍ په توګه وانګېرل شي. د میتوسیس لهلارې د یوې حجرې وېش ترمخه، DNA کاپي کېږي، داسې چې د رامنځته شویو دوو حجرو له جملې څخه، هرې یوې ته د DNA لړۍ په ارث پاتې کېږي. د یوه منفرد وظیفوي واحد د ځانګړوونکي DNA مالیکول پروټین ته «جېن» ویل کېږي؛ بېلابېل جېنونه د قاعدو بېلابېلې لړۍ لري. د حجرو دننه، د DNA اوږدې څانګې د «کروموزمونو» په نامه متراکم جوړښتونه رامنځته کوي. اورګانیزمونو ته، د هومولوګي کروموزومونو په بڼه له والدینو څخه جنتیکي مادې په ارث پاتې کېږي، چې دغه هومولوګي کروموزومونه د جېنونو لپاره د کوډ کوونکو DNA لړیو یو ځانتنی ترکیب لري. د کروموزوم دننه د DNA لړۍ یو ځانګړی موقعیت د «کروموزومي موقعیت یا locus» په نامه یادېږي. که چېرې په یوه ځانګړي کروموزومي موقعیت کې د DNA لړۍ د وګړو ترمنځ سره توپیر ولري، د دغې لړۍ توپیر لرونکو بڼو ته «الېلونه» ویل کېږي. د DNA لړۍ د موتېشنونو لهلارې بدلېدلای او نوي الېلونه رامنځته کولای شي. که چېرې د یوه جېن دننه موتېشن پېښ شي، کېدای شي د جېن لهلارې کنټرول کېدونکی صفت له نوي الېل څخه اغېزمن او د اورګانیزم فېنوټایپ بدل شي.[۷][۸]
سره لهدې، په داسې حال کې چې دغه ساده اړیکه د یوه الېل او صفت ترمنځ په ځینو حالاتو کې شتون لري، ډېري صفتونه لا پېچلي دي او د اورګانیزمونو ترمنځ او دننه د څوګونو جېنونو (چې سره په تعامل کې دي) لهخوا کنټرولېږي. تکاملي بیولوجيپوهان وایي چې په جنتیکي شبکو او د حجرو ترمنځ اړیکو کې پېچلي متقابل عملونه د ارثي تنوعګانو لامل ګرځېدلای شي، چې کېدای شي په تکاملي انعطاف او مجرا جوړونه کې د ځینو میخانیکونو لپاره زمینه برابره کړي.[۹][۱۰][۱۱]
وروستیو موندنو د هغو ارثي بدلونونو مهمې بېلګې تایید کړې دي چې د DNA مالیکول د مستقیم عامل لهلارې بیانېدلای نهشي. دغه ښکارندې د اېپيجنتیک وراثتي سیسټمونو په توګه ډلبندي کېږي چې په علتي یا مستقله توګه د جېنونو پر سطحه تکامل کوي. د اېپيجنتیک موډونو او میکانیزمونو په هکله څېړنه لا تراوسه په خپلو علمي لومړنیو پړاوونو کې ده؛ د دې ترڅنګ، څرنګه چې دغه څېړنیزه موضوع د وراثتمننې او تکاملي بیولوجي ډګر لا پراخوي، په وروستیو کې ګڼشمېر فعالیتونه پهکې ترسره شوي دي. د DNA مېتایلېشن ښودونکی کروماتین، خپل-پایښته مېتابولي کړۍ، د RNA تداخل لهلارې د جېن غلي کول او د پروټینونو درېاړخیز ترکیب (لکه، پریونونه) هغه برخې دي چې اېپيجنتیک وراثتي سیسټمونه پهکې په اورګانیزمي کچه کشف شوي دي. وراثتمننه ان په لویو کچو کې هم پېښېدلای شي. د بېلګې په توګه: د مېشتځای جوړونې پروسې لهلارې اېکولوجیکي وراثت، په اړوند چاپېریال کې د اورګانیزمونو د منظم او تکراري فعالیتونو لهمخې تعریفېږي. دغه، د اغېزو یو میراث رامنځته کوي چې د راتلونکو نسلونو انتخابي رژیم اصلاح او هغه ته فیډبک ورکوي. راتلونکی نسل هغه جېنونه او چاپېریالي ځانګړنې په ارث اخلي چې د مخکېني نسل اېکولوجیکي عملونو پر مټ رامنځته شوې دي. په تکامل کې د وراثتمننې نورې بېلګې، چې په مستقیمه توګه د جېنونو لهخوا نهکنټرولېږي، د هڅوبي صفتونو وراثت، ډلهییزه وراثتمننه، او دننۍ همزیستي ده. د وراثتمننې دغه بېلګې چې پر جېن باندې عمل کوي، په پراخه توګه د «څوسطحي یا سلسلهمراتبي انتخاب» تر سرلیک لاندې مطالعه کېږي، چې نوموړی انتخاب د تکاملي ساینس په تاریخ کې د لانجمنو بحثونو سکالو وه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
ډولونه
د یوه بیولوجیکي وراثت د حالت بیانول له درېیو اصلي ډلو څخه جوړ شوي دي:
1. د اړوندو کروموزومي موقعیتونو شمېر
- مونوجنتیک (د «ساده» په نامه هم یادېږي) – یو کروموزومي موقعیت
- اولیګوجنتیک – لږشمېر کروموزومي موقعیتونه
- پوليجنتیک – ګڼشمېر کروموزومي موقعیتونه
2. اړوند کروموزومونه
- اتوزومي – کروموزومي موقعیت پر جنسي کروموزوم باندې واقع نهدی
- ګونوزومي – کروموزومي موقعیت پر جنسي کروموزوم باندې واقع دی
- X-کروموزومي – کروموزومي موقعیت پر X-کروموزوم باندې واقع دی (معمولي حالت)
- Y-کروموزومي – کروموزومي موقعیت پر Y-کروموزوم باندې واقع دی
- مایتوکاندریایي – کروموزومي موقعیت پر مایتوکاندریایي DNA باندې واقع دی
3. جېنوټایپ–فېنوټایپ پیوستون
- غالب
- منځنی («غالبډوله» هم ورته ویل کېږي)
- مغلوب
- مسلط
- تر غالب لاندې
دغه درې ډلې، په پورتني ترتیب کې د وراثت د یوه حالت د هر دقیق بیان برخه ده. سربېره پر دې، لا زیاتې ځانګړنې په لاندې توګه اضافه کېدلای شي:
4. تصادفي او چاپېریالي متقابل عمل
- نفوذ
- بشپړ
- نیمګړی (د سلنې کچه)
- څرګندېدا
- ثابته
- متحوله
- وراثتمننه (د وراثت په پوليجنتیک او ځینې وخت په اولیګوجنتیک حالتونو کې)
- مورنۍ یا پلرنۍ اغېزښندنیزه ښکارنده
5. جنس ته اړوند متقابل عملونه
- جنس ته اړوند وراثت (ګونوزومي کروموزومي موقعیت)
- جنس ته محدود فېنوټایپ څرګندول (د بېلګې په توګه: کرېپتورکیزم)
- د مورنۍ لیکې لهلارې وراثت (د مایتوکاندریایي DNA کروموزومي موقعیت په صورت کې)
- د پلرنۍ لیکې لهلارې وراثت (د Y-کروموزومي، کروموزومي موقعیت په صورت کې)
6. جنس ته اړوند متقابل عملونه
- اېپيستاسیس له بل کروموزومي موقعیت سره (د بېلګې په توګه: مسلط)
- د جېن جوړه کېدل له بل کروموزومي سره
- هوموزایګوټي وژونکي لاملونه
- نیمهوژونکي لاملونه
د وراثت د یوه حالت بیان او تعیین، ډېری د شجرې معلوماتو د احصائیوي تحلیل لهلارې هم ترسره کېږي. په هغه صورت کې چې اړوند کروموزومي موقعیت معلوم وي، کېدای شي د مالیکولي جنتیک له مېتودونو څخه هم کار واخېستل شي.