ويکيپېډيا:ويکي زده کړه

پيل وکړئ! څه چېرته دي ليکنه وکړئ لومړۍ مخبڼه دوهمه مخبڼه تړنه
 خبرې اترې نوم ليکنه او غړيتوب اضافي مالومات  

ويکيپېډيا زده کړې ته ښه راغلاست!


ويکيپېډيا يو وړيا ټولشموله پوهنغونډ دی چې ټول پکې په ګډه ليکنې او سمونې کوي، دا ليکنه به تاسو ته دا دروښيي چې په ويکيپېډيا کې ليکنه څنګه وکړئ.
د دې لوست په راتلونکو مخونو کې به تاسو وګورئ چې د ویکیپیډیا بنسټیزې ځانګړتیاوې او برخې څه دي او ویکیپیډیا څنګه کار کوي.
دا ليکنه په ويکيپېډيا کې د ليکنې پيلولو لپاره يوه لنډ لارښود دی، که تاسو غواړئ په دې اړه لازيات پوه شئ، نو تاسو به په ليکنو کې د نورو تفصيلي ليکنو تړنې (لينکونه) هم ترلاسه کړئ.
دا ليکنه به تاسو ته دا هم درزده کړي، چې څنګه خپله ليکنه ښکلې کړئ، سرليکونه، انځورونه او کينډۍ څنګه ورزياتې کړئ او څنګه خپلې ليکنې له نورو ليکنو سره وتړئ.
دلته به تاسو د هغه ليکنو په اړه هم خبر ترلاسه کړئ چېرته چې تاسو په نورو ليکنو کې سمون او تمرين وکړئ، په همدې ډول دلته تاسو د هغه پاڼو په اړه هم مالومات ترلاسه کولی شئ، له کومو چې تاسو په خپلو ليکنو کې مرسته او لارښوونه ترلاسه کولی شئ.
راځئ!، تر ټولو دمخه د ويکيپېډيا هغه پاڼه وګورو، کومه چې تاسو په کمپيوټر يا موبايل کې د انټرنېټ له لارې پرانيزئ، هغې کې څه دي؟


بل: کتنه >>