ویانا

ویانا (الماني: Wien; انگريزي Vienna) چې په جرمني کې ورته وین وايي، د اطریش هېواد پلازمینه، تر ټولو ستر ښار او یو له نهو ایالتونو څخه ګڼل کېږي. ویانا د اطریش تر ټولو زیات جمعیت لرونکی ښار دی، چې شاوخوا دوه میلیونه وګړي په کې ژوند کوي (۲.۹ میلیونه وګړي یې په میتروپولیټن سیمه کې ژوند کوي، چې د هېواد د وګړو نږدې یو پر درېیمه برخه جوړوي)، چې د دې هېواد کلتوري، اقتصادي او سیاسي مرکز دی. دا ښار په اروپايي ټولنه کې د وګړو د تناسب له مخې شپږم ستر ښار او د دونوب د سیند په ښارونو کې تر ټولو ستر ښار دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ویانا
Wien
Vienna
د اشتفان کلیسا
د اشتفان کلیسا
د اشتفان کلیسا

د اتریش په نقشه کې د آیالات موقیعت
د اتریش په نقشه کې د آیالات موقیعت
د اتریش په نقشه کې د آیالات موقیعت

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۴۸°۱۲′ شمال ۱۶°۲۱′ ختیځ / 48.200°شمال 16.350°ختيځ / 48.200; 16.350
د رامنځته کېدو نېټه1 پيړۍ ق.م  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټګر
نومول شوی په
اداري وېش
هیواد اتريش
پلازمینه د:
مرکزوین
اداري وېش
حکومت
 • ښاروالمیشاییل هاپل
پراخوالی
 • پراخوالی۴۱۴٫۸۹ کلوميټر٢ (۱۶۰٫۱۹ میله  مربع)
 • ځمکه۳۹۵٫۵۰ کلوميټر٢ (۱۵۲٫۷۰ میله  مربع)
 • المياه۱۹٫۳۹ کلوميټر٢ (۷٫۴۹ میله  مربع)
لوړوالی۱۷۷۸ ميټره (۵٬۸۳۳ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۰)
 • ټولټال۱٬۷۱۲٬۹۰۳
 • د نفوسو کثافت۴٬۱۰۰/کلوميټر٢ (۱۱٬۰۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زونCET (ه.ن.و۱+)
 • د اوړي وختCEST (ت.ع.م ۲+)
پُستی کوډ1000–1239

140014021251–1255[۲]1300–1301[۲]1421142315001502–15031600–160118101901  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د تلفن کوډ01  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ2761369  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166ISO 3166-2:AT
موټر پلېټ
د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼهکينډۍ:نښانی وب سایټ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د شلمې پېړۍ تر پیلیدو پورې، ویانا په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو تر ټولو ستر ښار و، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اطریش-هنګري سترواکۍ په بېلیدو سره، دې ښار دوه میلیونه وګړي درلودل. دا ښار نن ورځ له برلین وروسته په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو د شمېر له امله په دویمه درجه کې راځي. ویانا د سترو نړیوالو موسسو له هغې ډلې د ملګرو ملتونو، اوپیک او OSCE کوربه دی. دغه ښار د اطریش په ختیځه برخه کې پروت دی چې د چیک جمهوریت، سلواک او هنګري سره نږدې پوله لري. دغه سیمې په ګډه سره د اروپايي سنټراپ سرحدي سیمه کې کار کوي.  له نږدې تراتیسلاوا سره، ویانا د ۳ میلیونه وګړو میتروپولیټن سیمه تشکیلوي. په ۲۰۰۱ ز کال کې، د ښار مرکز د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په لړلیک کې راغی. د ۲۰۱۷ ز کال په جولای کې، بیا دا سیمه له خطر سره د مخ نړیوال میراث په لړلیک کې اضافه شوه. سربېره پر دې، ویانا د «موسیقي د ښار» په توګه پیژندل کېږي، هغه هم د دې ښار د موسیقي میراث له امله، ځکه چې زیاترو مشهورو کلاسیک موسیقي پوهانو لکه بیتووین او موزارت ویانا ته خپل کور ویلی و. ویانا ته همدا راز د «خیالونو ښار» ویل کېږي، ځکه چې دلته د نړۍ لومړني روان پیژندونکي زیګمونډ فوریډ ژوند کاوه. د ویانا اجدادي ریښې په لرغوني سیلتیک او رومي سکونت ځایونو ته ورګرځي چې د منځنیو پېړیو په یوه ښار او باروک باندې بدل شوی و. دغه ښار د خپل هغه محوري نقش له امله چې د اروپا د پرمختلونکط موسیقې د مرکز په توګه یې ادا کړی، د ویانا د کلاسیک پالنې له عصر څخه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې پیژندل شوی دی. د ویانا تاریخي مرکز یو لړ معماري، د باروک ماڼۍ او باغونه او د نوولسمې پېړۍ په وروستو پورې اړوند Ringstraße لري چې یو شمېر ودانۍ، تاریخي ودانۍ او ستر پارکونه لري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ویانا د خپل ژوند د کچې د لوړ کیفیت له امله هم مشهور دی. په ۲۰۰۵ ز کال کې، د نړۍ د ۱۲۷ ښارونو په یوه څېړنه کې،  د ایکانومیسټ د ذکاوت واحد (Economist Intelligence Unit) دا ښار د نړۍ په کچه د ژوند کولو لپاره تر ټولو غورو ښارونو په لومړي کتار کې راوست (چې په دویم او درېیم کتار کې وانکوور او سان فرانسیسکو ښارونه و). د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ ز کلونو تر منځ، ویانا بیا له میلبورن نه وروسته دویم مقام خپل کړ. د مونوکل د «ژوند د کیفیت څېړنې» په ۲۰۱۵ ز کال کې ویانا د نړۍ د غوره ۲۵ ښارونو په منځ کې د «کور جوړولو او ژوند کولو» له اړخه په څلورم کتار کې راوست (چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله شپږ درجې را پورته شو او د ۲۰۱۰ کال په پرتله بیا اته درجې را پورته شو). د ملګرو ملتونو د هبیټاټ سازمان ویانا په ۲۰۱۲ – ۲۰۱۳ کلونو کې د نړۍ تر ټولو هوسا ښار په توګه ډلبندي کړ. دا ښار په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د کلتوري نوښتونو له امله لومړی مقام وګاټه او د ۲۰۱۴ ز کال د نوښتي ښارونو د شاخص له مخې چې ۱۶۲ شاخصونه یې د کلتور، زیربینا او بازارونو له مخې تر پوښښ لاندې لرل په نړیواله کچه (د ۲۵۶ ښارونو تر منځ په شپږم مقام باندې راغی. ویانا په منظمه توګه د ښاري پلان جوړونې د کنفرانسونو کوربه وي او زیاتره د ښاري پلان جوړونکو له خوا د موردي مطالعې په توګه کارول کېږي. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ، ویانا د نړیوالو کانګریسونو او کنوانسیونونو لپاره لومړی درجه مقصد ښار و. دا ښار هر کال څه باندې ۶.۸ میلیونه سیلانیان ځان ته را جذبوي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ایتمولوژي

د ویانا انګریزې نوم Vienna، له ایټالیايي همنومه نوم څخه را اخیستل شوی ده. د همدې ښار د نوم ریښه پیژندنه لا تر اوسه پورې د علماو تر مناقشې لاندې ده. ځینې ادعا کوي چې دا نوم له vedunia څخه را اخیستل شوی دی چې معنی یې ده «ځنګلي بیاله»، چې له هغه وروسته دا په زړه عالي الماني ژبه کې uuenia شوی (په عصري لیکنو کې wenia)، په نوي عالي الماني ژبه کې wien او د هغه د ویلو ډول wean دی.[۳۱]

تاریخ

لرغونی تاریخ

داسې شواهد موندل شوي دي چې په ویانا کې له میلاد نه ۵۰۰ کاله وړاندې کله چې سیلتیان د دانوب شاوخوا مېشت شول، نو خلکو په پرله پسې ژوند کړی دی. له میلاد نه ۱۵ کاله وړاندې، رومیانو دغه سرحدي ښار چې دوی ورته Vindobona ویل هغه مهال له جنګي اړخه ښه مستحکم کړ تر څو وکولای شي خپله سترواکي په شمال کې د جرمني قبیلو له بریدونو خوندي وساتي.[۳۲]

له نورو سیلټي خلکو سره نږدې اړیکې په راوروستیو پېړیو کې دوام وموند. ایرلنډي راهب سنټ کولمن (یا کولومن، په ایرلنډي کې کولمن، چې له کولم «قمري مرغه» نه اخیستل شوی دی) په میلک ابي کې خښ شوی دی او سنټ فیرجیل بیا په سلزبورګ کې د څلویښتو کلونو لپاره د بایشاپ په توګه خدمت کړی دی. ایرلنډي بینډیکټانو د دولمسې پېړۍ رهباني د اوسېدو ځایونه جوړ کړل؛ د همدې پیوندونو په اړه شواهد د ویانا د سترې صومعې Schottenstift (سکاټلندي ابي) په توګه شته، چې یو مهال د زیات شمېر ایرلنډي راهبانو کور و.

په ۹۷۶ ز کال کې، د بابنبرګ لومړی لیوپولډ، د ختیځ مارچ کاونټ شو، هغه سیمه چې د باوریا په ختیځه پوله کې د دانوب سیند پر سر یې مرکز و. دا لومړنۍ ولسوالۍ د اطریش په دوک بدله شوه. د بابنبرګ هر وروستي حکمران د دانوب په لړ کې ختیځې خوا ته خپله سیمه پراخه کړه او بالاخره ویانا او نورو ختیځو سیمو ته یې لړۍ ورسېده. په ۱۱۴۵ ز کال کې، دویم هینري دوک یا سومیرګوټ د بابنبرګ د کورنۍ د اوسېدو ځای له ښکتني اطریش یعنې کلوسترنوبورګ نه ویانا ته یوړه. له هغه وخته راهیسې، ویانا د بابنبرګ د سلسلې مرکز پاتې شو.[۳۳]

په ۱۴۴۰ ز کال کې، ویانا د هابسبورګ د سلسلې مقیم ښار شو. بالاخره دا ښار له ۸۰۰ نه تر ۱۸۰۶ ز کال پورې د سپیڅلي روم د سترواکۍ ریښتینې پلازمینه شوه او په ۱۴۳۷ ز کال کې د هنر، علم، موسیقي او ښو خوړو پر یوه کلتوري مرکز بدل شو. هنګري له ۱۴۸۵ تر ۱۴۹۰ ز کلونو پورې دا ښار ونیو.

په ۱۶ او ۱۷مه پېړۍ کې، د ۱۵۲۹ ز کال او ۱۶۸۳ ز کال په جګړو کې مسیحي ځواکونو دوه ځله د عثماني سترواکۍ پوځ له ویانا بهر تم کړ. په ۱۶۷۹ ز کال کې د طاعون سترې اوبا دا ښار وران کړ او د دې ښار یو پر درېیمه برخه وګړي یې مړه کړل.[۳۴]

اطریشي سترواکي او د ۲۰مې پېړۍ لومړي کلونه

په ۱۸۰۴ ز کال کې، د ناپلیون د جګړو په درشل کې، ویانا د نوي جوړې شوې اطریشي سترواکۍ پلازمینه شوه. دغه ښار د اروپا او نړۍ په سیاستونو کې له هغې ډلې د له ۱۸۱۴تر ۱۸۱۵ کلونو پورې د ویانا د کانګریس د کوربه توب له امله ستر رول لوبولی دی. دغه ښار همداشان په ۱۸۴۸ ز کال کې د هابسبورګ د حکومت پر وړاندې ستر بغاوتونه درلودل، چې دا ټول بغاوتونه له منځه یوړل شول. په ۱۸۶۷ کال کې د اطریش-هنګري له روغې جوړې وروسته دا ښار د همدې نوې اطریش-هنګري سترواکۍ پلازمینه پاتې شوه. دغه ښار د کلاسیکي موسیقۍ د مرکز په توګه فعالیت درلود، چې کله نا کله ورته د (هایدن، موزارت/بیتووین) نومونه هم کارول کېږي.

د ۱۹مې پېړۍ د دویمې نیمايي په وروستیو کې، ویانا چې پخوا د Ringstraße د سنګرونو او یخبندان له امله مشهور و، نوې جادې په کې جوړي شوي او تاریخي ښار یې ټول پکې را نغاړلی و او یوه ستره معتبره پروژه یې عملي کړه، چې له امله یې پخوانۍ څنډې هم پکې را دننه شوي او د ویانا ښار د پام وړ وده ومونده. په ۱۹۱۸ ز کال کې، له نړیوالې لومړۍ جګړې نه وروسته، ویانا د المان-اطریش د جمهوریت پلازمینه وه او بیا په ۱۹۱۹ ز کال کې د اطریش لومړنی جمهوریت ترې رامنځته شو.

د ۱۹مې پېړۍ له وروستیو تر ۱۸۳۸ ز کال پورې، دغه ښار د لومړ کلتور او عصریتوب مرکز پاتې شو. د نړۍ د موسیقۍ د پلازمینې په توګه، ویانا په خپل ځان کې مشهور کمپوزران لکه براهمس، بروکنر، مهلر او ریچارډ سټراس وروزل. د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د دې ښار کلتوري مرستو کې لاندې موارد شاملیږي: په هنرونو کې د ویانا د بېلتون خوځښت، روان پیژندنه، د ویانا دویم ښوونځی (شوینبرګ، بیرګ، ویبرین)، د اډولف لوز معماري او د لوډویګ ویتګنسټاین فلسفه او د ویانا دایره. په ۱۹۱۳ ز کال کې اډولف هټلر، لیون تروتڅکي، جوزیف بروز ټیټو، زیګمونډ فرویډ او جوزیف سټالین ټولو د دې ښار په مرکز کې له یوه بل سره په څو کیلومتري کې ژوند کاوه، چې ځینې یې په ورته کافي شاپونو کې سره اشنایان شوي هم و. اطریشیانو به ویانا د سوسیالیستي سیاستونو مرکز باله او کله نا کله به یې ورته (سره ویانا یا Das rote Wien) هم وایه. په ۱۹۳۴ ز کال کې د اطریش په کورنۍ جګړه کې، لومړي وزیر انګلبرت ډالفوس اطریشي لښکر د سوسیالیستي ملیشو له خوا د ملکیانو او د کارل مارکس هوف په څېر کسانو د اشغال شوو کورونو، د بمبار لپاره ور ولیږل.[۳۵]

انځورونه