ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل

ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل (زوکړه: د ۱۷۰۸ زکال د نومبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۷۷۸ زکال د مۍ ۱۱ مه) ویګ ډلې ته اړوند بریتانوي سیاستوال و چې له ۱۷۶۶ زکال څخه یې تر ۱۷۶۸ زکال پورې د لویې بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. تاریخ پوهان نوموړی د چتهام یا مشر ویلیام پیټ په نومونو یادوي چې د هغه له زوی ځوان ویلیام پیټ سره چې لومړی وزیر و توپیر یې وشي. پیټ تر ۱۷۶۶ زکال پورې د خپل لقب له منلو څخه د اوږد مهاله ډډه کولو له امله د لوی/مخکښ غیراشرفي په توګه ګڼل کېده.

ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل
ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل
ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیتد لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل
ویلیام پیټ، د چتهام لومړی ارل

پیټ د اووه کلنې جګړې (په امریکايي مستعماراتو کې د فرانسویانو او سورپوستو د جګړې په ګډون) پر مهال د بریتانیا د کابینې غړی او له ۱۷۵۶ زکال څخه تر ۱۷۶۱ زکال پورې (په ۱۷۵۷ زکال کې له ډېر لنډ مهال پرته) د هغو غیر رسمي مشر هم و. نوموړي بیا ځلي د Lord Privy Seal د رسمي لقب پر لرلو له ۱۷۶۶ زکال څخه تر ۱۷۶۸ زکال پورې د کابینې مشري وکړه. د هغه پیاوړې واکمنۍ د هغه له غوره ویناو څخه سرچینه اخیسته. نوموړی د خپل مسلکي ژوند په ډېره موده کې بې واکه و او په ګڼ شمېر دولتي اقداماتو یې نیوکې کولې چې په ۱۷۳۰ مه لسیزه کې والپول فساد، په ۱۷۴۰ مه لسیزه کې د هانوور سبسایډي، په ۱۷۶۰مه لسیزه کې له فرانسې سره سوله او په ۱۷۷۰ مه لسیزه کې د امریکا د مستعمراتو اړوند جوړښت نه منونکې پالیسي په کې شاملېدل. [۲][۳]

پیټ تر ډېره پورې د اووه کلنې جګړې په اوږدو کې د جګړې د مهال بریتانوي رهبر په توګه پېژندل کېږي، په ځانګړې توګه په فرانسه باندې د بریا په موخه د خپلې یو اړخیزې قربانۍ له امله چې په پایله کې یې بریتانیا په نړیوالو چارو حاکمیت وموند. نوموړی همدارنګه د خپل وګړیز ځایګي لرلو، په دولت کې له فساد سره د مخالفت، د امریکا په انقلابي جګړه کې د امریکا له ځایګي څخه د ملاتړ، د بریتانیا له برترۍ څخه د ملاتړ، پراختیا او سترواکۍ غوښتنې، د بریتانیا له اصلي د ښمنانو او د فرانسې او هسپانیا له استعماري سیالو ځواکونو سره د دښمنۍ له امله پېژندل کېږي. ماري پیټرز څرګندوي چې د نوموړي دولتداري د سترواکۍ له ارزښتونو څخه د روښانه، بې ستونزې او توپیر لرونکي درک پر بنسټ وه. [۴][۵]

بریتانوي پارلماني تاریخ لیکونکی پیټر ډېوېډ ګارنر توماس استدلال کوي چې د پیټر قدرت د هغه د کورنیو اړیکو پر بنسټ نه، بلکه د هغو خارق العاده پارلماني وړتیاو پر بنسټ و چې له امله یې هغه د عوامو په جرګې هم واک درلود. هغه ځانګړې قومانداني، ځلانده بلاغت او د بحث کولو بې مثاله وړتیاوې لرلې چې پر بنسټ یې هغه د ادبي او تاریخي پراخې پوهې څخه ځیرکانه ګټنه کوله. پوهان نوموړی د بریتانیا د لومړیو وزیرانو ترمنځ لوړه درجه لرونکی بولي. [۶][۷]

لومړنی ژوند

کورنۍ

پیټ د مدراس د ګورنر، توماس پیټ (زوکړه: ۱۶۵۳- مړینه: ۱۷۲۶ زکال) لمسی و چې د «ډایمونډ/الماس» پیټ په نامه پېژندل کېده ځکه چې تر ټولو لوی الماس یې موندلی و او د اورلئان په دوک باندې یې په ۱۳۵۰۰۰ پونډه پلورلی و. دغې معاملې او همدارنګه په هند کې د هغه نورو سوداګریزو معاملاتو د پیټ کورنۍ شتمني جوړه کړه. کور ته له ګراځېدو وروسته، ګورنر وکولای شول خپله کورنۍ بډایتوب او د سیاسي اغېز ځایګي ته ورسوي: په ۱۶۹۱ زکال کې کې هغه په کورنوېل کې د باکونوک جایداد وپېره چې له امله یې هغه د پارلمان په یوې څوکۍ واک وموند. هغه زیاتې ځمکې وپېرلې او د هېواد په لویدیځ کې یو له مخکښو سیاسي څېرو څخه شو چې د روټن بوروګ او اولډ ساروم د څوکیو پر څېر څوکۍ یې کنټرول کولې. [۸][۹]

د ویلیام پلار رابرټ پیټ (زوکړه: ۱۶۸۰ زکال – مړینه: ۱۷۲۷ زکال) د ګورنر پیټ مشر زوی و چې له ۱۷۰۵ زکال څخه یې تر ۱۷۲۷ زکال پورې د ټروی محافظه کاره ګوند څخه د پارلمان غړیتوب درلود. مور یې هریت ویلرز د اډوارډ ویلرز – فیتز جرالد او د ایرلنډۍ وارثې کاترین فیتز جرالد لور وه. د ویلیام دواړه ترونه، توماس او جان د پارلمان غړي و او عمه یې هم له مخکښ وېګ سیاستوال او پوځي جنرال جیمز سټانهوپ سره واده کړی و. سټانهوپ له ۱۷۱۷ زکال څخه تر ۱۷۲۱ زکال پورې د سټانهوپ – سونډرلنډ د ادارې پر مهال یو اغېزمنو لومړیو وزیرانو څخه و چې د سویلي سمندر د کمپنۍ تر پاشل کېدو پورې چې له امله یې د هغه حکومت ونړېد؛ د پیټ د کورنۍ لپاره پام وړ سیاسي اړیکه وه.  [۱۰][۱۱]

زوکړه او زده کړې

ویلیام پیټ د ۱۷۰۸ زکال د نومبر په ۱۵ مه د ویسټ منیسټر په ګولډن سکوېر کې وزېږېد. د هغه مشر ورور توماس پیټ په ۱۷۰۴ زکال کې زیږېدلی و. دوی همدارنګه د هریت، کاترین، آن، الیزابت او ماري په نومونو پنځه خویندې هم لرلې. له ۱۷۱۹ زکال وروسته ویلیام په ایتون کالج کې له خپل ورور سره یوځای زده کړې کولې. د ویلیام، ایتون کالج نه خوښېده او وروسته یې څرګنده کړه چې «دولتي یا عامه ښوونځی کېدای شي د هغو هلکانو لپاره چې ګډوډ خلق او خوی ولري مناسب وي، خو په هغه ځای کې چې ملایمت شتون لري دغه کار نه ترسره کوي». پیټ په ښوونځي کې و چې د مفاصلو له پړسوب رنځېده. ګورنر پیټ په ۱۷۲۶ زکال کې ومړ او د باکونوک جایداد د هغه پلار ته په میراث ورسېد. راتلونکی کال کله چې یې پلار ومړ باکونوک د ویلیام مشر ورور توماس پیټ ته په ارث ورسېد. [۱۲][۱۳]

د ۱۷۲۷ زکال په جنوري میاشت کې ویلیام د یو معمولي اشرافي په توګه د اکسفورډ ټرینیټي کالج ته لار ومونده. داسې شواهد شتون لري چې ښيي هغه یو کلاسیک څېړونکې او کره کتونکی و. ویرجیل د هغه د خوښې وړ لیکوال و. ویلیام د ژباړې کولو او بیاځلي ژباړې کولو په تمرین سره د خپل بیان قوه لوړوله. د دغو کلونو پر مهال د جورج لیتلتون پیاوړی ملګری شو چې وروسته هغه په مخکښ سیاستوال واوښت. په ۱۷۲۸ زکال کې د مفاصلو شدید پړسوب هغه اړ څو اکسفورډ نابشپړ خوشی کړي. هغه له هېواد بهر سفر کولو ته مخه کړه او په ۱۷۲۸ زکال کې یې د هالنډ د جمهوریت په اوترخت پوهنتون کې په زده کړو پیل وکړ او د نړیوالو قوانینو او دیپلماسۍ په برخه کې یې د هوګو ګروتیوس او نورو لیکوالانو د لیکنو اړوند پوهه ترلاسه کړه. دا مالومه نه ده چې پیټ د څومره وخت لپاره په اوترخت کې زده کړې کړې. په ۱۷۳۰ زکال کې نوموړی د خپل ورور باکونوک ملکیت ته راستون شو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

دغه مهال نوموړی د مفاصلو د پړسوب څخه رغېدلی و خو څرګنده شوه چې دا ناروغي د درمنلې وړ نده او د خپلې مړینې تر مهاله په مکرر مهالیزو فاصلو کې یې له شدیدو حملاتو سره مخ و. [۱۸]

پوځي خدمت

پیټ کور ته له ګرځېدو وروسته اړ و څو د خپلې کورنۍ د ځوان زوی په توګه یوه مسلک ته مخه کړي. هغه یو مهال له کلیسا سره یوځای کېدل انتخاب کړي و، خو پر ځای یې هغه پوځي دنده ځانته انتخاب کړه. هغه د پوځ له انتخاب وروسته د خپلو ملګرو پر مټ وکولای شول د ډراګون سواره ځواک په اډانه کې د سواره پوځ کورنټ (ټیټ پوړې) ډله د پاچا د آسونو لرونکې ډلګۍ په خوا کې جوړه کړي. دویم جورج هېڅکله «د وحشتناکو آسونو د ډلګۍ» زور ویل له یاده وه نه ویستل. ویل کېږي چې د دغې ډلګۍ ۱۰۰۰ پونډي لګښت لومړي وزیر رابرټ والپول ورکړ چې د خزانه دارۍ له بودیجې څخه و او دغه چاره یې په پارلمان کې د هغه د ورور توماس پیټ د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه ترسره کړه. بل پلو دا احتمال هم شتون لري چې د سواره پوځ مشر لارډ کوبهام چې د پیټ له خور سره یې واده کړی و د دغه لګښت غوښتنې څخه تېر شوی وي. [۱۹][۲۰]

د پیټ پوځي خدمت نسبتا لنډ و. ځکه مشر ورور یې توماس د ۱۷۳۴ زکال په عمومي ټاکنو کې د اوکهمپتون او اولډ ساروم دوه جلا څوکۍ ترلاسه کړې، هغه د ځان لپاره د اوکهمپتون څوکۍ غوره کړه او پاتې خالي څوکۍ یې ویلیام ته ورکړه چې له دې امله یې د ۱۷۳۵ زکال په فبروري کې د اولډ ساروم د غړي په توګه پارلمان ته لار ومونده. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې