پاپ شپږم پل

پاپ شپږم پل (جیواني باټیسټا انریکو انتونیو ماریا مونټیني، په ایټالوي: [dʒoˈvanni batˈtista enˈriːko anˈtɔːnjo maˈriːa monˈtiːni]؛ زوکړه: د ۱۸۹۷ زکال د سپټمبر ۲۶مه – مړینه: د ۱۹۷۸ زکال د اګست ۶مه) د ۱۹۶۳ زکال د جون له ۲۱مې نېټې څخه د ۱۹۷۸ زکال په اګست میاشت کې د مړینې تر مهاله د کاتولیکې کلیسا مشر او د واټیکان د ښاري دولت مشر و. نوموړی د دوریشتم ژان د ځای ناستي په توګه د واټیکان دویمې شورا ته دوام ورکړ او پر مټ یې ګڼ شمېر اصلاحات ترسره کړل؛ دغه شورا په ۱۹۶۵ زکال وتړل شوه. هغه له ختیځو ارتدوکس او پروتستانت کلیساګانو سره اړیکو ته پراختیا ورکړه چې له امله یې یو شمېر تاریخي غونډې او هوکړې رامنځته شوې. نوموړی د ۱۹۶۴ زکال په جنوري میاشت کې د اردن هاشمي پاچاهۍ ته ولاړ. دا لومړی ځل و چې حاکم پاپ له الوتکې څخه په ګټنې سفر وکړ؛ او د لومړي ځل لپاره یې د مقدسې ځمکې (په عربي کې الارض المقدسه ورته وايي او د اردن د سیند او مدیترانې سمندرګي ترمنځ موقعیت لري) زیارت وکړ؛ همدارنګه لومړی ځل و چې له څه باندې یوې پېړۍ وروسته پاپ له ایټالیا بهر سفر وکړ. [۱][۲][۳][۴]

مونټیني له ۱۹۲۲ زکال څخه تر ۱۹۵۴ زکال پورې د رومي کوریا (د پاپ او کاتولیکې کلیسا ته د اړوندې نړۍ ترمنځ د اړیکو د ټینګښت اداره) د بهرنیو چارو په اداره کې خدمت وکړ. هغه مهال چې په دغه دنده کې و؛ دی او ډومنیکو تاردیني د پاپ دولسم پیوس له نږدې او اغېزمنو سلاکارانو څخه ګڼل کېدل. په ۱۹۵۴ زکال کې پیوس، مونټیني د ایټالیا د میلان لوی سقف وګماره. مونټیني له دې وروسته د ایټالوي سقفانو د غونډې منشي وټاکل شو. درویشتم جان په ۱۹۸۵ زکال کې نوموړي ته د کاردینال رتبه وکړه او د درویشتم جان له مړینې وروسته مونټیني د هغه په احتمالي ځای ناستو کې شمېرل کېده. مونټیني له پاپ کېدو وروسته د شپږم پل نوم ځانته غوره کړ. [۵]

هغه د واټیکان دویمه شورا چې د درویشتم جان له مړینې وروسته په اتوماتیک بڼه وتړل شوه، بېرته جوړه کړه. د شورا د کار له پای ته رسېدو وروسته، شپږم پل د هغو د اوامرو د تفسیر او اجرا کولو مسئولیت پر غاړه واخیست او تر ډېره پورې یې په کاتولېزم کې د بېلابېلو متضادو ډلو ترمنځ د نازکې کرښې په انتخاب چارې مخته وړې. د هغه د واکمنۍ پر مهال اصلاحي چارو د کلیسا په ټولو برخو خپل ځانګړی اغېز درلود او هڅو یې د پخوانیو او راتلونکو ځای ناستو څخه زیات رنګ راووړ. شپږم پل په مکرر ډول په ماریاني کنوانسیونونو او ماریالوژیکي غونډو (پاپانو ته اړوندې الهیاتي ناستې دي) کې ویناوې کولې؛ د ماریاني زیارتونو څخه یې لیدنه وکړه او درې ماریاني لیکونه یې ولیکل. هغه د میلان له امبروس څخه په پیروی مریم د واټیکان په دویمه شورا کې د کلیسا مور وبلله. شپږم پل ځان د ځورېدولي بشریت لپاره تواضع لرونکی خدمت کوونکی باله او د شمالي امریکا او اروپا له شتمنو څخه یې د دریمې نړۍ د بې وزلو کسانو لپاره د پام وړ مرستې غوښتنه کوله. د ماشومانو د زیږون د کنټرول په برخه کې د هغه دریځ چې د Humanae vitae تر نامه لاندې په ۱۹۶۸ زکال کې د هغه د لیکنو له مخې خپور شو، په ځانګړې توګه په لویدیځه اروپا او شمالي امریکا کې د بحثونو موضوع وګرځېد. په همدې توګه د هغه د یو شمېر لارښوونو د سیاسي اړخونو اړوند هم ورته مخالفتونه را څرګند شول. [۶][۷]

شپاړلسم بنډیکټ د هغه له خوا د رامنځته شوو معیاري لارو چارو څخه په ګټه اخیستنې چې د روحانیت لامل ګرځېدې اعلان یې وکړ چې مرحوم پاپ قهرمانه فضیلت لرونکی ژوند درلود او د ۲۰۱۲ زکال د ډسمبر په ۲۰مه یې هغه ته د سپېڅلي یا روحاني لقب ورکړ.

لومړنی ژوند

جیواني باټیسټا انریکو آنتونیو ماریا مونټیني په ۱۸۹۷ زکال کې د ایټالیا لومباردي ناحیې ته د اړوند برشا ایالت په کونسسیو کلي کې وزېږېد. پلار یې جورجیو مونټیني (۱۸۶۰- ۱۹۴۳ زکال) وکیل، ژورنالېست، د کاتولیک اکشن په نامه ډلې مشر او همدارنګه د ایټالیا د پارلمان غړی و. مور یې جودیتا الګیسي (۱۸۷۴- ۱۹۴۳ زکال) له یوې کلیوالي اشرافي کورنۍ څخه وه. هغه دوه وروڼه لرل؛ فرانسېسکو مونټیني (۱۹۰۰- ۱۹۷۱ زکال) وروسته ډاکټر او لوډویکو مونټیني (۱۸۹۶- ۱۹۹۰ زکال) بیا وکیل او سیاستوال شو. د ۱۸۹۷ زکال د سپټمبر په ۳۰مه نوموړي ته د جیواني باټیسټا انریکو آنتونیو ماریا مونټیني په نامه د تعمید غسل ورکړل شو. هغه د سزار آریچي ښوونځي ته ولاړ چې د یسوعیانو له خوا اداره کېده او په ۱۹۱۶ زکال کې یې د آرنولډو برشا له دولتي ښوونځي څخه دیپلوم ترلاسه کړ. د هغه د زده کړو دوره څو ځله د ناروغېدو له امله قطع شوه. [۸][۹][۱۰]

په ۱۹۱۶ زکال کې هغه د مذهبي زده کړو مرکز ته ولاړ څو کاتولیک کشیش شي. نوموړی د ۱۹۲۰ زکال د مۍ په ۲۹مه په برشا کې کاهن وټاکل شو او د رباني عشا لومړني مراسم یې د برشا په سانتا ماریا دلا ګرازیې کلیسا کې ترسره کړل. مونټیني همدغه کال په میلان کې د کلیسايي قانون په برخه کې د دوکتورا په کچه زده کړې بشپړې کړې. له دې وروسته نوموړي په ګریګوریان پوهنتون، د روم په لاساپینزا پوهنتون او د جوزپه پیزاردو په غوښتنه یې په ډي نوبلي مذهبي (dei Nobili Ecclesiastici) اکاډمي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۲۲ زکال کې هغه مهال چې ۲۵ کلن و د جوزپه پیزاردو په غوښتنه د رومي کوریا د بهرنیو چارو په څانګه کې وګمارل شو او هلته یې له فرانچسکو بورګونګیني- دوکا، آلفردو اوتاویاني، کارلو ګرانو، ډومنیکو تاردیني او فرانسېس سپلمن سره یوځای د پیزاردو تر لاس لاندې کار وکړ. له همدې امله هغه هېڅکله د کومې سیمې کشیش وه نه ټاکل شو. په ۱۹۲۵ زکال کې نوموړي مرسته وکړه چې په برشا کې د مورسیلینا خپرندوی مرکز جوړ شي؛ دغه مرکز د عیسویت تر اغېز لاندې کلتور ترویج کولو ته کار کاوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې