پنځلسم لوييس

پنځلسم لوييس (زېږون د ۱۷۱۰ ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه – مړینه د ۱۷۷۴ ز کال د مې میاشتې ۱۰)، چې د محبوب لوييس (په فرانسوي: le Bien-Aimé) په نوم مشهور و. د ۱۷۱۵ ز کال د سېپټمبر له لومړۍ څخه د خپلې مړينې تر مهال پورې تر ۱۷۷۴ ز کال پورې د فرانسې پاچا و. هغه په پنځه کلنۍ کې د خپل نيکه څوارلسم لوييس ځای ناستی شو. د ۱۷۲۳ ز کال د فبرورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې د هغه بلوغ ته تر رسېدو پورې (چې هغه مهال د هغه ۱۳مه کلیزه په پام کې نیول شوې وه) پاچاهي د اورليان د ډوک دویم فلیپ له خوا اداره کېده. کاردينال فلوري له ۱۷۲۶ ز کال څخه د خپلې مړینې تر نېټې (۱۷۴۳ ز کال) پورې لوړ رتبه وزیر و، چې هغه مهال پاچا په یوازې ځان د پاچاهۍ کنترول په لاس کې واخیست.[۱۹]

پنځلسم لوييس
پنځلسم لوييس
پنځلسم لوييس

د شخص معلومات
پيدايښت۱۵ فبروري ۱۷۱۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه10 مې 1774 (64 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۱۱][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
تابعیت فرانسه [۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
ژوند ملګری
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
کورنۍ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)فرانسوي ،  وهسپاني   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پنځلسم لوييس
پنځلسم لوييس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د هغه نږدې ۵۹ کلنه دوره (له ۱۷۱۵ څخه تر ۱۷۷۴ کال پورې) د فرانسې په تاريخ کې دویمه اوږدمهاله واکمني وه او یوازې د هغه د سلف څوارلسم لوييس دوره چې ۷۲ کاله يې واکمني وکړه (۱۶۴۳-۱۷۱۵) د نوموړي تر دورې زیاته وه. لوييس په ۱۷۴۸ کال کې اتریشي نیډرلنډ چې د ۱۷۴۵ ز کال د فونتېنوی په جګړه کې ګټل شوی و بېرته ترلاسه کړ. هغه په شمالي امریکا کې نوې فرانسه د اووه کلنې بدمرغې جګړې په پای کې په ۱۷۶۳ ز کال کې لویې بریتانیا او اسپانيې ته وسپاره. هغه د لورن او کورسيکا د جمهوریت د ډوک مېشتو خاورې/قلمرونه د فرانسې له پاچاهۍ سره یو ځای کړې. تاريخ پوهان په ټوله کې د هغه پر پاچاهۍ نیوکه کوي او دې ته اشاره کوي چې د هغه د فساد اړوند راپورونه څه ډول د پاچاهۍ د شرمندګۍ لامل شول، حال دا چې د هغه جګړو خزانې تشې کړې او له لږ ګټې سره مل وې. د پوهانو اقلیت له دې نظریې سره مخالف دی چې د انقلابي تبلیغاتو پایله ده. د هغه لمسی او ځای ناستی ۱۶م لوييس داسې یوه پاچاهي په میراث کې ترلاسه کړه چې مالي او سیاسي سمونونو ته یې اړتیا لرله او په پای کې په ۱۷۸۹ ز کال کې د فرانسې د انقلاب لامل شوه.[۲۰]

د ژوند لومړي کلونه او د نایب السطنه په توګه واکمني (۱۷۱۰-۱۷۲۳)

پنځلسم لوييس د څوارلسم لوييس لمسی او د ډوک بورګوندي (۱۶۸۲-۱۷۱۲) او له ساوی څخه د هغه د مېرمنې ماري ادلایډ د ساوي د ډوک دويم وېکتور امادئوس د مشرې لور درېیم زوی و. هغه د ۱۷۱۰ ز کال د فبرورۍ په پنځلسمه د ورسای په ماڼۍ کې وزېږېد او له ځنډ پرته یې د ډوک انژوا لقب خپل کړ. په دې وخت کې د پنځلسم لوييس په توګه د هغه د پاچا کېدو احتمال ډېر لرې و. تمه کېده چې د پاچا خپل مشر زوی لوييس لوګراند ډوفین به د اوسني پاچا تر مړینې وروسته د ۱۵م لوييس په توګه تاج او تخت تر لاسه کړي او وروسته به د هغه مشر زوی- د لوييس پلار لي‌پتي ډافین – په راتلونکې کرښه کې ځای ونیسي او په احتمالي ډول به یوه ورځ په ۱۶م لوييس بدل شي. هغه مهال د لوييس پاتې مشر ورور چې هغه هم لوييس نومېده، په‌خپل وار سره د فرانسې ډوفين او وروسته د ۱۷م لوييس په توګه پاچا شو او د لومړني قانون پر بنست يې تاج خپل لومړني زوی ته وسپاره (دا په پام کې ولرئ چې د ډوک بورګوندي لومړی زېږېدلی ماشوم چې لوييس هم نومېده په ۱۷۰۵ ز کال کې له یو کلنۍ څخه په کم عمر کې د تشنج له امله ومړ له دې سره هغه د خپل عمر په لنډه موده کې د خپل پلار د ځای ناستۍ پر کرښه ولاړ و او که چېرې ژوندی وی تر خپلو دوه کشرانو وروڼو يې لومړیتوب درلود). په دې توګه ناروغیو ځای ناستي درې نسله مخکې د لورو تر منځ وغزوله: د ۱۷۱۱ ز کال د اپرېل په ۱۴مه ګرانډ ډوفین د چيچک ناروغۍ له امله ومړ او له یو کال څخه لږ مهال وروسته د ۱۷۱۲ ز کال د فبرورۍ په ۱۲مه د راتلونکي پاچا مور ماري ادلایډ چې په شړي/سرخکانو اخته وه ومړه او ۶ ورځې وروسته د هغې سر ښندونکي خاوند د لويي پلار چې د هغې د ناروغۍ پر مهال يې د هغې څنګ نه پرېښود ورپسې ورغی. د دواړو ډوفینونو پيټېټ او ګراند له مړینې سره، د لويي مشر ورور له ځنډ پرته د فرانسې ډوفین شو، خو یوازې دوه اونۍ وروسته د مارچ په ۷مه دا روښانه شوه چې مشر لويي او کشر لويي هم په شړي اخته شوي دي. د دې دوه وروڼو درملنه د وينې بهونې په دودویزه طریقه تر سره شوه. د مارچ په ۸ او ۹مه نوی پنځه کلن ډوفین د ناروغي او درملنې د ترکیب له امله ومړ. د لويې حکمرانې مادام ډي وېنټاډرو ډاکتران د لويي له ډېرې وينې بهونې څخه چې اوس د فرانسې ډوفین دی منعه کړل او د ماڼۍ یوې پټې پسخانې ته يې وتښتاوه چې هلته يې په يوازې ځان له هغه څخه پالنه کوله، هغه ډېر ناروغ و خو د هغې کړنو نوموړی وژغوره. کله چې په پای کې د ۱۷‍۱۵ ز کال د سېپټمبر په لومړۍ نېټه په‌خپله څوارلسم لويي ومړ، لويي په پنځه کلنۍ کې په لړزېدونکي او ژړېدونکي حالت کې د ډېر احتمال خلاف د ۱۵م لويي په توګه تاج او تخت په میراث کې ترلاسه کړل.[۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۳۷۴ ز کال کې د پنځم چارلز د سلطنتي فرمان پر بنسټ د فرانسې پاچاهي باید تر هغه مهال چې یو معین پاچا خپل د څوارلس کلنۍ عمر ته ورسیږي د یو نایب السلطنه له خوا اداره شي. د نایب السلطنه لقب د کم‌عمره پاچا تر ټولو نږدې خپلوانو تر ډېره مور یا تره ته ورکول کېږي. خو دا چې د لوييس مور مخکې له ناروغۍ څخه اغېزمنه شوې وه او د هغه یوازینی تره چې له مخکې د اسپانیې پاچا و له دې امله یاده دنده د هغه د تره زوی د اورلیان ډوک دویم فلیپ ته وسپارل شوه. که څه هم څوارلسم لوييس پر فليپ چې یو وتلی سر تېری و خو د پخواني پاچا له خوا د بې دینه ازادي غوښتونکي په توګه ګڼل کېده چندان باور نه درلود. پاچا په خصوصي ډول فليپ د Fanfaron des crimes (د جرمونو غوریالی) یاد کړ. ۱۴م لويي هيله‌من و چې د هغه د خوښې وړ خو نامشروع زوی ډوک مېن (د ۱۴م لويي او مادام ډي مونټسپن نامشروع زوی) چې په شورا کې و او د ځای ناستۍ په قوانینو کې چې د ۱۴م لويس له خوا رامنځته شوي و له پام‌وړ بدلون سره فرانسه اداره کړي، هغه د نوموړي تر ټولو پخوانی ژغورل شوی نارینه بچی و د قانوني ځای ناستۍ د مستقیمې کرښې په له‌منځه تللو سره يې کولی شوی په قانوني ډول پاچا شی. د ۱۷۱۴ ز کال په اګست کې پاچا له خپلې مړينې څخه لږ مخکې د نایب السلطنه د صلاحیتونو د محدودولو لپاره خپله وصیت پاڼه بیاځلي ولیکله؛ دا پاڼه پر دې مشروطه وه تر هغه چې نوی پاچا د بلوغ عمر ته رسېږي هېواد باید د یوې څوارلس کسیزې سلطنتي شورا له خوا اداره شي. د ۱۴م لوييس وراره فلیپ د دې شورا د مشر په توګه وټاکل شو، خو په نورو غړو کې ډوک مېن او لږ تر لږه د هغه ۷ پېژندل شوي متحدان شامل وو. د دې ارادې پر بنسټ ټولې پرېکړې باید د رایو د اکثریت له لارې ترسره کېدی، په دې معنا چې ولسمشر هر مهال کولی شوی د مېن په واسطه لومړیتوب ترلاسه کړي او په عمل کې يې مېن ته د راتلونکو ۸ کلونو لپاره پر فرانسه د واکمنۍ اجازه ورکړه.[۲۴][۲۵]

سرچينې