په متحده ايالاتو کې عصري ليبراليزم

په متحده ايالاتو کې عصري ليبراليزم (په متحده ايالاتو کې اسانه ليبراليزم بلل کېږي) په متحده ايالاتو کې د ليبراليزم واکمن ډول دی. د ټولنيز عدالت د ملاتړ او د بازار اقتصاد د تنظيم تر څنګ په نوي ليبراليزم کې مدني آزادي او مساوات شامل دي. له اقصادي پلوه، عصري ليبراليزم د ټولنيز خونديتابه د شبکې له کمښت سره مخالف دی او د نابرابرۍ د کمولو، د زده کړې د برابرولو، روغتيايي پاملرنې ته د لاسرسي ډاډ ورکولو، اقتصادي کارونو د منظم کولو او طبيعي چاپېريال ساتنې په برخه کې د حکومت له ونډې نه ملاتړ کول دي. په متحده ايالاتو کې ليبراليزم په شلمه پېړۍ کې یوه داسې بڼه غوره کړه چې قانوني حق او نور مدني حقوق د اتباعو پراخه طبقو ته وغځېدل. په سترو بېلګو کې يې تيودور روزويلټ د سکوير معامله او نوې ملتپالنه، د ووډرو ويلسن نوې آزادي، د فرانکلين ډي. روسويل نوی معامله، د هاري ايس. ترومين مناسبه معامله، د جان ايف. کينيډي نوی سنګر او د لاينډن بي. جانسن ستره ټولنه شامل دي.[۱]

د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې، د امريکا دواړو سترو ګوندونو هم محافظه کار او هم ليبرال څانګې لرلې. شمالي جمهوريت غوښتونکې محافظه کار او سويلي ديموکراتيک ګوند محافظه کاره ائتلاف جوړ کړ، کومو چې له مدني حقوقو څخه په مخکې پړاو کې په کانګريس واک درلود. د ولسمشر جانسن په اداره کې ديموکراتانو مدني حقوقو څخه ملاتړ کاوه، پخواني سخت درېځی سويل چې په بشپړه معنا ديموکراتان وو، په بشپړ ډول جمهوري غوښتونکي وګرځېدل، خو په هغو ايالتونو کې نه، د کومو ايالتونو ستره برخه چې افريقايي الاصله امريکايي رايه ورکوونکي وو. له ۱۹۶۰ز کلونو راهيسې، ديموکرات ګوند ليبرال بلل کېده او جمهوريت غوښتونکې ګوند محافظه کاره بلل کېده. د يوې ډلې په توګه ليبرالانو ته د چپيانو او محافظه کارو ته د ښي اړخو په سترګه کتل کېږي. له شلمې پېړۍ څخه را پدېخوا د ليبرالانو ،څوک چې په ګڼ مېشتو او ډېرو متضادو ټولنو کې ژوند کول خوښوي او د محافظه کارو ،څوک چې په کم مېشته او يو شان ټولنو کې يې ژوند کول خوښ ګڼي، تر منځ هم زيات وېش رامنځ ته شو.[۲][۳]

لنډه کتنه

عصري ليبرال فلسفه په عامه پروګرامونو، لکه: زده کړو، روغتيايي پاملرنو او سوکالۍ باندې له لګښتونو سخت ملاتړ کوي. د يووېشتمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې په مهمو ټولنيزو موضوعاتو کې اقتصادي نابرابري (شتمني او عايد)، لږه کيو ته د رايې ورکولو حق، مثبتې کړنې، د ولادت او د ښځو نور حقوق، له همجنس پرستانو نه ملاتړ او د کډوالۍ په برخه کې اصلاحات شامل دي. موډرن ليبراليزم په يووېشتمه پېړۍ کې خپله اصلي بڼه خپله کړه، چې تيودور روزويلټ د سکوير معامله او نوې ملتپالنه، د ووډرو ويلسن نوې آزادي، د فرانکلين ډي روسويل نوی معامله، د هاري ايس. ترومين مناسبه معامله، د جان ايف. کينيډي نوی سنګر او د لاينډن بي. جانسن ستره ټولنه کې ژورې رېښې لري.  موډرن ليبراليزم په ډېروموضوعاتو کې د محافظه کارانه چلند مخالفت کوي. له تاريخي پلوه، په داسې حال کې چې نوی ليبراليزم، له ليبراليزم او پرمختیا سره اړيکه لري، د ليبرال او پرمختګ د لرليد اړيکه د بحث وړ ده. موډرن ليبراليزم په عام ډول له ديموکراتيک ګوند سره تړلی دی، په داسې حال کې چې نوی محافظه کارانه چلند له جمهوريت غوښتونکي ګوند سره تړلی دی.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۹۴۱ز کال کې، فرانکلين ډي. روزويلټ ليبرال ګوند په لاندې ډول تعريف کړی:

ليبرال ګوند باور لري چې کله د فرد په توګه د نارينه او ښځې له وړتيا ورهاخوا نوي شرايط او ستونزې راپورته کيږي، دا  د حکومت دنده ده چې د دې ستونزو او شرايطو د حل لپاره حل لاره پیدا کړي. ليبرال ګوند ټينګار کوي، چې حکومت پرېکنده دنده لري، تر څو ټول ځواک او لارې چارې وکاروي، تر څو نوي ټولنيزې ستونزې د نوو ټولنيزو واکونو له لارې حل کړي او په دې توګه د عادي وګړي د خپل اقتصاد او سياسي ژوند، آزادۍ او د خوشحالۍ لټون ډاډمن کړي.[۱۹]

په ۱۹۶۰ز کال کې جان ايف. کينيډي ليبرال په دې ډول تعريف کړی:

زموږ د مخالفينو موخه څه وي، کله چې دوی پر موږ د «ليبرال» ټاپه لګوي؟ که له «ليبرال» څخه د دوی موخه له خلکو څخه د دوی دا غوښتنه وي، تر څو باور وکړي چې ليبرال هغه څوک دی، څوک چې له هېواده بهر په خپلو تګلارو کې نرم دی، هغه څوک چې د سيمه یيز حکومت مخالفت کوي او هغه څوک چې د ماليه ورکوونکو ډالرو ته پاملرنه نه کوي،  بيا نو د دې دلې او د دې ډلې د غړو تاریخچه ښيي چې موږ دا ډول «لیبرالان» نه يو، خو که چېرې ته له لبرال څخه د دوی موخه هغه څوک دی چې مخکې ګوري، نه شاته، هغه څوک چې له توند غبرګون ښودلو پرته د نوو نظرياتو هرکلی کوي، هغه څوک چې د خلکو د سوکالۍ، د دوی روغتيا، د دوی هستوګنځای، د دوی زده کړې، د دوی دندو، د دوی مدني حقوقو او د دوی مدني ازاديو ته پاملرنه کوي، هغه څوک چې باور لري، موږ کولای شو له دې په ټپه درېدلي حالت او بدګومانيو څخه چې له هېواده بهر زموږ په سياستونو کې يې موږ نيولي يو ووځو، که چېرته د «لیبرال» څخه د دوی مطلب دا وي، نو بيا زه په دې وياړم چې ووايم زه يو «ليبرال» يم. [۲۰][۲۱]

د کينزي اقتصادي اند د موډرنو لیبرالانو په اقصاتي فلسفه کې مهمه دنده تر سره کړې ده. موډرن لیبرالان باور لري چې، ملي سوکالي د حکومت له خوا د ستر اقتصاد اداره کولو ته اړتيا لري، تر څو د وزګارۍ کچه ښکته شي، تورم تر واک لاندې وي او وده لوړه کړي. دوی همدا راز هغو ادارو ته ارزښت ورکوي چې د نابرابرۍ په وړاندې مقاومت کوي. «پل کروګمن» په خپل کتاب «د يو ليبرال ضمير» کې ليکي: «زه په يوه نسبتاً برابره ټولنه باور لرم، کومه چې د هغو ادارو له خوا اداره کېږي، چې شتمني او بې وزلي محدودوي. زه په ديموکراسۍ، مدني آزاديو او د قانون پر حاکميت باور لرم. دا هر څه له ما څخه ليبرال جوړوي او زه پرې وياړم».موډرن ليبرالان ډېر کرته پراخې سوکالۍ ته  اشاره کوي، چې له دويمې نړيوالې جګړې څخه راوروسته کلونو کې د ګډ اقتصاد تر چتر لاندې تر لاسه شوی دي. دوی باور لري، آزادي هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د روغتيايي پاملرنې او اقتصادي فرصتونو په څېر اړتياوو ته د ټولو لاسرسی شونی وي او همدا بيا له چاپېريال نه ساتنه کوي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ليبراليزم امريکايي او اروپايي استعمال

نن سبا په بېلا بېلو هېوادونو کې ليبراليزم، په بېلا بېل ډول کارول کېږي. تر ټولو ستر توپير يې په متحده ايالاتو او اروپا کې د ليبراليزم د کارولو تر منځ دی. د ارتور ايم. شلزينګر جونير په وينا (په ۱۹۵۶ز کال کې يې لیکنه کړې) «په امريکا کې د ليبراليزم کارول، له بریتانيې پرته د هر اروپايي هېواد په سياست کې د دې کلیمې له کارولو سره ډېر کم ورته والی لري». په اروپا کې په عمومي ليبراليزم د کلاسيک ليبراليزم، محدود حکومت ته ژمنتيا، آزاد اقتصاد او د هغه انفرادي حقوقو په معنا دی چې انکار ځينې نه شي کېدای. دا کلاسيک ليبراليزم، کله کله د امريکايي آزاد فکرۍ له تعريف سره ډېر همغاړی وي، که څه هم د کلاسيک ليبراليزم او آزاد فکرۍ تر منځ يو لړ توپيرونه مني.[۲۸][۲۹]

په متحده ايالاتو کې په عمومي توګه او هر وخت د ليبراليزم اصطلاح د موډرن ليبراليزم لپاره کارول کېږي، کوم چې د کلاسيک ليبراليزم په پرتله زياته ټولنيزه معنا ده. په اروپا کې دا ټولنيز ليبراليزم، اروپايي ټولنيزې ديموکراسۍ ته نژدې دی، که څه هم په اروپا کې ځينې ليبرال ګوندونه او په ليبرال ديموکراتانو، ليبرالانو، ډنمارکي ټولنيز ليبرال ګوند، ديموکراتيک خوځښت او ايټالوي جمهوري ګوند کې «بيوريج» ډلې د ليبراليزم د اصلي بڼې پلوی کوي.

سرچينې