په چلندیزو ځانګړتیاوو کې عصریتوب

د چلند عصريتوب، د چلند او پېژندنې ځانګړتیاوو یوه ټولګه ده، چې اوسني هومو سپي ینسونه د نورو اناتوميکي عصري انسانانو، هومینین او لومړنیو ژوو څخه توپیر کوي. ډېری پوهانو په دې هوکړه کړې ده چې، د انسانانو عصري چلند، د نورو په منځ کې د روښانه فکر، د پلانولو ژورتیا، سمبولیک چلند (د نمونې په توګه: هنر، تزئینات)، موسیقي او نڅا، د لویو لوبو استحصال او د تیغ ټیکنالوژۍ له خوا مشخص کېدلای شي. د دې چلندونو او ټیکنالوژیکي نوښتونو لاندې فکري او کلتوري بنسټونه دي چې د تکامل او کلتوري بشرپوهانو له خوا په تجربوي او توکمیز ډول مستند شوي دي. په دې انساني نړیوالو نمونو کې ټولیز کلتوري تطبیق، ټولنیز ارزښتونه، ژبه او په نږدې خپلوانو سربېره پراخه مرسته او همکاري شامل دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د تکاملي انتراپولوژۍ او اړوندو  پوهنه او اړوندو نظمونو په دود کې استدلال شوی دی چې، د دې عصري چلند ځانګړتیاوو پراختیا، د یخنۍ وروستۍ دورې او د یخنۍ وروستی اعظمي حد د اقلیم شرایطو سره په ترکیب کې چې د نفوسو د زیاتېدلو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، د نندرتال، ډینیسووان او نورو انسانانو اړوند په ټوله نړۍ کې یې د هومو سپيینس د تکامل بریا سره مرسته کړې ده. [۶][۷]

د لرغون پېژندنې په ریکارډ کې د توپېرونو له امله بحث دوام لري چې، ایا اناتومي پلوه عصري عاقل انسانان د چلند له پلوه هم عصري وو. د چلند د عصري کولو د تکامل په اړه ډېری نظریې شته دي. دا په عمومي توګه،ً په دوه ډلو وېشل کېږي: تدریجي او فکري تګلارې. د وروستۍ پورتنۍ پالیولیتیک ماډل نظریې څرګندوي چې، عصري انساني چلند په افریقا کې د فکري او جنیتیکي بدلونونو له لارې رامنځته شوی چې نږدې له  ۴۰،۰۰۰ نه تر ۵۰،۰۰۰ کلونو مخکې، له افریقا څخه بهر د کډوالۍ پرمهال په ناڅاپه توګه رامنځته شوي، چې له افریقا او نړۍ څخه بهر د عصري انسانانو حرکت هڅوي. نورماډلونه په دې تمرکز کوي چې، څنګه عصري انساني چلند ، د تدریجي ګامونو له لارې رامنځته شوی او د داسې چلند د لرغون پېژندنې نښې، یوازې د ډیموګرافیک یا د ژوند پر بنسټ بدلونونو له لارې څرګندېږي. ډېی د چلند عصري شواهد (لږترلږه ۷۵،۰۰۰ نه تر ۱۵۰،۰۰۰ کلونه وړاندې او په احتمالي ډول له دې هم وړاندې) د افریقا د منځنۍ ډبرې په دوره کې وړاندې کوي. سالي مک بریټي او آلیسون ایس بروکس د تدریج د اصولو د رعایتولو د پام وړ پلویان دي، چې د افریقا له تاریخ وړاندې، په منځنۍ ډبرینه زمانه کې د ډېرو بدلونونو ځای پرځای کولو سره اروپایي محوره ماډلونه، له ګواښونو سره مخامخ کوي، که څه هم د داستان د دې نسخې رامنځته کول، د فوسیل د نازک تاریخ له امله په عیني توګه ستونزمن دي، ځکه چې بېرته تېر وخت ته ور ګرځو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

پېژند(تعریف)

د هغه څه ډلبندي، چې باید په عصري انساني چلند کې شامل شي. اړینه ده، څو هغه چلندونه تعریف کړو چې د ژونديو انساني ډلو ترمنځ نړیوال دي. د دې انساني نړۍ ځینې بېلګې روښانه فکر، پلانول، سوداګري، ګډ کار، د بدن ښکلي کول، د اور کنټرول او کارول دي. د دې ځانګړتیاوو ترڅنګ انسانان په ټولنیزو زده کړو باندې ډېره تکیه لري. دا مجموعي کلتوري بدلون یا کلتوري "ریټچټ یا دوران"، د انسان کلتور د حیواناتو له ټولنیزې زده کړې څخه جلا کوي. په ټولنیزه زده کړه ټینګار کول، ښایي له افریقا څخه بهر ډېری چاپېریالونو ته د انسانانو د ګړندي موافقت لپاره مسؤل وي. دا چې د ځینو خورا جلا شوو اصلي ډلو په ګډون کلتوري نړۍ، په ټولو کلتورونو کې موندل کېږي، دغو ځانګړتیاوو باید په افریقا کې د وتلو څخه مخکې وده کړی وی یا اختراع شوی وی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د لرغونپوهنې له پلوه، یو شمېر تجربوي ځانګړتیاوې، د عصري انساني چلند شاخصونو په توګه کارول شوې دي. په داسې حال کې چې، د دوی په اړه ډېری وختونه بحث کېږي، په یو څو په عمومي توګه هوکړه شوې ده. د لروغونپوهنې له پلوه، د چلند عصریتوب په شواهدو کې لاندې موارد شامل دي:[۲۰][۲۱][۲۲]

  • تدفین
  • کب نیونه
  • انځوریزهنر (د سوړې یا سمڅې انځورګرې، پېټروګلیف، ډینډروګلیف، مجسمې).
  • د تزئین او ځان سینګارولو لپاره د رنګونو (لکه اوکر) او ګاڼو سیستماتیک کارول.
  • د سامان الاتو لپاره د هډوکو توکي او مواد کارول.
  • په اوږدو واټنونو کې د سرچینو لېږد.
  • د تیغ ټکنالوژي
  • تنوع، معیاري کول او په سیمه ییزه توګه جلا آثار.
  • نغري.
  • ترکیبي سامان الات(وسایل).

نیوکې

د چلند عصریتوب، د دودیزې مفکورې په وړاندې د مېتودولوژي او هم له فلسفي نظره ډېری نیوکې شوې دي. شیا (۲۰۱۱ ز کال) د دې مفکورې پر وړاندې یو لړ ستونزې په ګوته کوي او پر ځای یې، "د چلندیز بدلون" په اړه بحث کوي چې، د لیکوال په وینا:  د لرغونپوهنې سوابق په غوره توګه تشرېح کوي. د شیا (۲۰۱۱ ز کال) په وینا: د ځانګړتیاوو لیست کارول د ټیپونومیک تعصب خطر پرمخ وړي، چېرته چې ځیني سایټونه ښایي، په ورته نفوس سربېره نور آثار تولید کړي. د ځانګړتیاوو لیستونه په دې ډول ګونګ (مبهم) کېدلای شي، چې څنګه چلندونه، د لرغون پېژندنې ریکارډ کې په تجربوي توګه ښایي وپېژندل شي. [۲۳][۲۴]

نظریې او ماډلونه

د وروستي لرغوني ډبرین پېر ماډل یا "پورتنی لرغونی ډبرین انقلاب"

وروستی لرغونی ډبرین ماډل یا پورتنی لرغونی ډبرین انقلاب، هغه نظر ته راجع کېږي چې، که څه هم د اناتومي له پلوه عصري انسانان په لومړي ځل نږدې ۱۵۰،۰۰۰ کلونه وړاندې راڅرګند شول(لکه څنګه چې یو وخت باور کېده)، خو تر نږدې ۵۰،۰۰۰ کلونو وړاندې د فکر یا چلند له پلوه "عصري" نه وو او له افریقا، اروپا او آسیا څخه د هغوی د پراختیا لامل شول. دا لیکوالان یادونه کوي چې، هغه ځانګړتیاوې چې د چلند عصريتوب لپاره د یوه معیار په توګه کارول کېږي، تر نږدې ۴۰ نه تر ۵۰،۰۰۰ کلونو مخکې، د یوې کڅوړې په توګه نه ښکاري. کلین (۱۹۹۵ز) په ځانګړې توګه د کب نیولو شواهد بیانوي، د یوې وسیلې په توګه هډوکو ته د بڼې ورکولو، منقلونو، د پام وړ هنري تنوع او پراخه قبرونو له دې ټکي څخه دمخه نه وو. د دغو لیکوالانو په وینا: هنر یوازې د دې بدلیدونکې ټکي څخه هاغه خوا عام کېږي، چې د لرغونو څخه عصري انسانانو ته د بدلون یادونه کوي. ډېری څېړونکي استدلال کوي چې، یو عصبي یا جینیتیکي بدلون، ښایي یوه پېچلې ژبه کارنده[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

( فعاله) کړي، لکه FOXP2، په انسانانو کې د دې انقلابي بدلون لامل شو.

بدیل ماډلونه

د پخوانیو انسانانو په منځ کې د پېژندلو په برخه کې د خپلسري لوړوالي نظر برعکس، د آلیسن ایس بروکس په څېر ځیني لیکوالان، چې له لومړني ډول په افریقایي لرغونپوهنه کې کار کوي، "د عصري" چلندونو تدریجي یوځای کېدنې ته اشاره کوي چې، د پورتني ډبرین پېر د انقلاب ماډلونو، له ۵۰،۰۰۰ کلن معیار څخه وړاندې ښه پیلېږي. د هاویسون پورټ، بلومبوس او د سویلي افریقا نور د لرغون پېژندنې ځایونه، د بیلګې په توګه: د سمندري سرچینو استملاک، سوداګري، له هډوکو څخه د وسیلو جوړولو، تیغ او مایکرولیت ټیکنالوژي او روښانه زیوراتو د لږ تر لږه ۸۰،۰۰۰ کلونه وړاندې شواهد ښیي. له افریقا او منځني ختیځ څخه د شواهدو په پام کې نیولو سره، یو شمېر فرضیې له اسانه څخه ډېر پېچلي انساني چلند ته، د پخواني او تدریجي لېږد د تشرېح کولو لپاره وړاندې شوې دي. ځیني لیکوالان د سویلي افریقا د معلوماتو د یوځای کولو لپاره ، نږدې ۸۰،۰۰۰ کلونه مخکې، له دې څخه وړاندې د بشپړ عصري چلند بڼه خپلوي. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې او ياداښتونه