په ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو جګړه

په ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو جګړه چې د عربو او اسرائیلو د لومړۍ جګړې په نوم هم پېژندل کېږي د ۱۹۴۸ زکال د فلسطیني جګړې د دویم او وروستي پړاو په توګه د کورواکه فلسطین د کورنۍ جګړې وروسته وشوه. دغه جګړه په رسمي ډول د ۱۹۴۸ زکال د مۍ د ۱۴مه نېټې د شپې په نیمايي کې په فلسطین باندې د بریتانوي قیمومیت په پای ته رسېدو پیل شوه؛ راتلونکې ورځ اسرائیلو د خپلواکۍ اعلان وکړ او په دې سره د مۍ د ۱۵مې نېټې پر سهار د عربي هېوادونو د پوځي ائتلاف ځواکونه د بریتانوي فلسطین قلمرو ته دننه شول.

د ۱۹۴۷ زکال د نومبر په ۲۹مه نېټه د ملګرو ملتونو له خوا د فلسطین د ویش د طرحې له تصویب کېدو یوه ورځ وروسته چې له مخې یې په دغه قلمرو کې یو عربي هېواد، یو یهودي هېواد او همدارنګه په اورشلیم او بیت لحم کې ځانګړی نړیوال رژیم رامنځته کېده؛ کورنۍ جګړه پیل شوه. په دغه سیمه کې د ۱۹۱۷ زکال د بالفور له اعلامیې او همدارنګه په ۱۹۲۰ زکال کې په فلسطین باندې د بریتانیا د قیمومیت په رامنځته کېدو سره د عربو، یهودانو او انګریزانو ترمنځ ترینګلتیاوو او کړکېچونو شتون درلود. د بریتانیا سیاستونو نه یوازې عربان بلکې یهودان هم ناخوښه کړي و. په فلسطین کې عربي اپوزیسیون له ۱۹۳۶ زکال څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې د فلسطین په عربي پاڅون واوښت، په داسې حال کې چې یهودي اپوزیسیون بیا له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې د یهودي بغاوتونو لامل وګرځېد.

د ۱۹۴۸ زکال د مۍ په ۱۵مه نېټه د فلسطین کورنۍ جګړه د اسرائیلو د خپلواکۍ له اعلامیې یوه ورځ وروسته د عربو او اسرائیلو ترمنځ په جګړه واوښته. د مصر، ماورا اردن، سوریې او عراق ځواکونه فلسطین ته ننوتل. دغو ځواکونو ډیر ژر په عرب میشتو سیمو کې ځانته ځای وموند او له ځنډ پرته یې په اسرائیلي ځواکونو او د هغو په سنګرونو برید وکړ. دغه ۱۰ میاشتنۍ نښتې تر ډېره پورې د بریتانیا تر قیمومیت لاندې قلمرو، سینا ټاپو وزمې او د لبنان په سویل کې وشوې چې په اوږدو کې یې څو ځله لنډ مهالي اوربندونه هم وشول. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د دغې جګړې په پای کې، د اسرائیلو دولت له هغه خاورې سربېره چې ملګرو ملتونو د یهودي دولت د جوړېدو لپاره په پام کې نیولې وه، د عربي دولت لپاره په پام کې د نیول شوې خاورې ۶۰ سلنه برخه یې هم په کنټرول کې واخیسته؛ په دغو کې د یافا، لیدا او رامل سیمه، پورتنی الجلیل، د نګب یو شمېر برخې او د تل آویو – اورشلیم د سړک په اوږدو کې پراخه تړانګه شامله وه. اسرائیلو همدارنګه د لویدیځ اورشلیم کنټرول هم خپل کړ چې په پام کې وه د اورشلیم او د هغو د نږدې سیمو په نړیوال زون کې شامل کړای شي. اردني ځواکونو د ختیځ اورشلیم کنټرول خپل کړ چې بیا د باختري کنارې په نوم یادېده او راتلونکی کال یې ځان ته الحاق کړه؛ همدارنګه مصري ځواکونو د غزې تړانګې واګې خپلې کړې. د ۱۹۴۸ زکال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په جریکو کنفرانس کې ۲۰۰۰ فلسطیني استازو د عربو د بشپړ یووالي په موخه د فلسطین او ماورا اردن د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. دغې جګړې په ټول منځني ختیځ کې پام وړ دیموګرافیک بدلونونه رامنځته کړل. شاوخوا ۷۰۰ زره فلسطیني عربان هغې سیمې ته وتښتېدل چې وروسته د اسرائیلو د هېواد برخه وګرځېده او دوی نور هلته د فلسطیني کډوالو په توګه یادېدل؛ دغه چاره بیا د النکبه («فاجعې») په نوم یادول کېدله. په همدغه شمېر یهودان هم له جګړې وروسته دریو کلونو کې اسرائیلو ته کډه شول چې په دغو کې د شاوخوا عربو هېوادونو څخه ۲۶۰ زره یهودان شامل وو. [۸][۹][۱۰][۱۱]

مخینه

د ۱۹۴۷ زکال د نومبر په ۲۹مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ داسې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د بریتانیا تر قیمومیت لاندې فلسطین په دوه عربي او یهودي هېوادونو وېشل کېده او همدارنګه یې د اورشلیم د جلا ښار د جوړېدو وړاندوینه کوله. [۱۲]

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دغه پرېکړه لیک په یهودي ټولنو کې له پراخ هرکلي او همدارنګه په عربي نړۍ کې د پراخې غصې لامل وګرځېد. په فلسطین کې د دغه پرېکړه لیک پر خلاف له ځنډ پرته تاوتریخوالو زور واخیست او په غچ اخیستونکي متقابل مارپېچ واوښتل. بریتانویانو له مداخلې ډډه وکړه؛ ځکه دغه ترینګلتیاوې د ټیټې کچې د کړکېچ په توګه وې، خو په چټکۍ سره په بشپړې کورنۍ جګړې واوښتې. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د جنوري میاشتې څخه راوروسته په فلسطین کې دننه د یو شمېر آزادي غوښتونکو عربي پوځونو په مداخلې سره دغه عملیاتو په بشپړه توګه جنګي بڼه ومونده؛ هر یو دغه پوځ په بېلابېلو ساحلي ښارونو کې فعاله و. هغوی په الجلیل او سامره کې خپل شتون ثابت کړ. د سپېڅلې جهاد په پوځ کې له مصر څخه د عبدالقادر الحسیني په مشرۍ په سلګونو داوطلبه جنګیاليو ونډه واخیسته. الحسیني د څو زرو داوطلبه جنګیالیو په استخدام کولو سره په اورشلیم کې ۱۰۰ زره استوګن یهودان کلابند کړل. د دغې چارې په غبرګون کې یه شو چارواکو ښار ته د ۱۰۰ زرهي موټرو د کاروان لېږلو هڅه وکړه، خو دغو کومکي ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو له امله دغه عملیاتو له وړاندې څخه غیر عملي بڼه خپله کړه. د الحسیني تاکتیک د مارچ تر میاشتې پورې نتیجه ورکړه. دغه مهال د هګانا یهودی شبه نظامي سازمان نږدې ټول زرهي وسایط له منځه تللي و، کلابندي په بشپړو عملیاتو واوښته او د هګانا په سلګونو هغه غړي ووژل شول چې هڅه یې کوله دغه ښار ته تدارکاتي توکي ورسوي. په یهودي ښارونو کې د میشتو وګړو وضعیت مخ په پر خرابېدو و او همدارنګه په نګب او د الجلیل په شمال کې خو بیخي کړکېچن حالت ته رسېدلی و. [۱۹][۲۰][۲۱]

په داسې حال کې چې یهودانو ته شدیدې لارښوونې شوې وې چې په هره بیه چې کېږي باید خپل ځایونه وساتي، خو عربان بیا د هېواد د ناامنۍ تر شدید اغېز لاندې وو. په حیفا، یافا، اورشلیم او د یهودو تر کنټرول لاندې نورو سیمو کې لوړې او متوسطې ښاري طبقې ته اړوند له ۱۰۰ زرو څخه زیات عربان له دغه سیمو څخه بهر ته وویستل شول او یا هم په ختیځ کې د عربو مرکزونو ته یووړل شول. [۲۲][۲۳]

دغه حالت لامل وګرځېد چې متحده ایالات د ویش له طرحې څخه خپل ملاتړ بېرته واخلي او په دې سره یې د عربو اتحادیه وهڅوله چې باور وکړي فلسطیني عربان د عربي آزادي غوښتونکي پوځ په ملاتړ کولای شي دغه طرحه له منځه یوسي. ورته مهال بریتانیا د ۱۹۴۸ زکال د فبروري په ۷مه نېټه پرېکړه وکړه چې له ماورا اردن سره د فلسطین د عربي برخې له یوځای کېدو ملاتړ وکړي.[۲۴]

په داسې حال کې چې د یه شو د ملاتړو ترمنځ شکونو شتون درلود، خو د هغوی څرګندې ماتې نورو ته د تمې د سیاستونو له امله وې، د دې پر ځای چې د هغوی د کمزورتیا له امله وي. دغه مهال ډېوېډ بن ګورین هګانا بیاځلي تنظیم کړ او اجباري خدمت یې رامنځته کړ. موخه یې هم دا وه چې هر یهودي نارینه او ښځینه باید په پوځي برخه کې تجربه ولري. په متحده ایالاتو کې د یهودانو د ملاتړې ګلدا مایر له خوا د راغونډو شوو مرستو او همدارنګه له یهودي ارمان څخه د ستالین د ملاتړ په مرسته، د فلسطیني یهودانو استازو وکولای شول په ختیځ کې د وسلو پریمانه قراردادونه لاسلیک کړي. د هګانا سازمان نورو غړو د دویمې نړیوالې جګړې د وسلو زېرمو ته لاسرسی وموند چې دغې چارې د دوی د پوځونو د تجهیزاتو او تدارکاتو په زیاتوالي کې مرسته وکړه. د بالاک عملیاتو لار برابره کړه چې د لومړي ځل لپاره یهودان وکولای شي د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې زیاتو وسلو او نورو تجهیزاتو ته لاسرسی ومومي. [۲۵]

همدغه مهال د عربو آزادي غوښتونکي پوځ په خپلو پراخو لومړنیو عملیاتو کې د خپلو دروزي متحدینو په له لاسه ورکولو سره چې هغوی د دوی له لیکو وتښتېدل په بشپړه توګه د میشمار هایمک په جګړه کې مات شول. [۲۶][۲۷][۲۸]

بریتانویانو بالاخره په اساسي بڼه په سیمه کې خپل پوځي حضور ته پای ټکی کېښود. دغې چارې د ګاونډیو عربي هېوادونو مشران مداخلې ته اړ کړل، خو هغوی په بشپړه توګه چمتو نه و او وه یې نشو کولای د دغه بهیر د بدلون په موخه کافي سرتېري راغونډ کړي. د فلسطیني عربو ډیری تمه د ماورا اردن د پاچا لومړي عبدالله پوځونو ته وه، خو هغه د یو عربي فلسطیني هېواد له جوړېدو سره لیوالتیا نه لرله او غوښتل یې چې د بریتانیا تر قیمومیت لاندې د دغه هېواد ډیره برخه په خپل قلمرو کې الحاق کړي او دغه چاره یې ترسره کولای هم شوه. هغه دوه ګونې لوبه وکړه او په هماغومره کچه چې له عربو مشرانو سره په اړیکه کې و له یهودي چارواکو سره یې هم اړیکه لرله. [۲۹]

د ۱۹۴۸ زکال د مۍ په ۱۴مه ډاوېډ بن ګوریون د اسرائیلو د دولت د تاسیس کولو اعلان وکړ، په دې سره د ۱۹۴۸ زکال د فلسطین جګړه د عربي هېوادونو د پوځونو په مداخلې دویم پړاو ته ننوته او د ۱۹۴۸ زکال د عربو او اسرائیلو جګړه پیل شوه.

سرچينې