پټ لاس

پټ لاس یا (Invisible hand) هغه استعاره ده چې بریتانوي فیلسوف «ادم سمېت» د ټولنیز میکانیزم په اړه د خپلې تیورۍ لپاره کاروله چې له مخې یې کورنۍ یا داخلي بورژوازي [شتمنه طبقه] د خپل هېواد په ازادو بازارونو کې پانګونه کوي، حتا که ګټه یې تر ټولو کمه هم وي خو د «پټ لاس» له لارې له عامه ګټو سره مرسته کوي. سمېت په خپل کتاب «د ملتونو شتمنۍ» کې د وارداتو د محدودیتونو اړوند د پټ لاس په اړه غږېږي.

سمېت اندېښمن و چې که د شتمنۍ انتقال او د توکو انتقال (واردات) دواړه ازاد وي، د بریتانیا بورژوازي یا شتمنه طبقه به له هېواده بهر پانګونه وکړي او دا به د بریتانیا په زیان وي. په همدې موخه سمېت داسې استدلال وړاندې کړ چې له مخې به یې د بریتانیا بورژوایان د اوسېدو د سیمې پلوي کوي او د پټ لاس په لارښوونه به په خپل هېواد کې پانګونه کوي. سمېت دغه اصطلاح اصلاً په ۱۷۵۹ کال کې په خپل اثر «د اخلاقي احساساتو تیوري» کې ذکر کړه، خو مشهوره بیا د ده له بهر مهم اثر «د ملتونو شتمني» څخه شوه چې هلته یې یوازې یو ځل ذکر کړې ده.

د دغه مفهوم معنا دا ده چې د فردي ګټو پالنه یا لټون د عمومي ګټو په خیر دي. د روشنګرۍ تر دورې مخکې د شخصي ګټو پالنه د عمومي ګټو پر خلاف عمل بلل کېده. د ادم سمېت باور دا و چې "د شخصي ګټو لټون ټولنه د کار د وېش پر بنسټ د فعالیت جوګه ګرځوي". پر دې سربېره، سمېت وویل چې د خپلو اقتصادي ګټو د لوړولو لپاره د خلکو هڅه په خپله د ټولنې لپاره ښې پایلې لري. دې ته ورته نظرونه تر سمېت وړاندې د روشنګرۍ د دورې نورو متفکرانو هم وړاندې کړي وو چې «انډرس چیډنیوس» په خپل «ملي ګټه» کې دا موضوع مطرح کړې وه او بل هم «برنارډ مانډویل» و چې دا ډول نظر یې ورکړی و. لېبرالو متفکرانو غوښتل وښيي چې ټولنه د فیوډالي دورې د مراتبو د سلسلې تر نظم پرته هم له پاشل کېدو پرته عمل کولی شي. دغه مفهوم په لومړي ځل ادم سمېت په ۱۷۵۹ کال کې په خپل کتاب «د اخلاقي احساساتو تیوري» کې مطرح کړی دی. دقیقاً دغه عبارت یوازې درې ځله د سمېت په لیکنو کې کارو شوی دی.[۱][۲][۳]

سمېت ښايي د دغه عبارت دوې معناوې له «ریچارډ کانټیلون» څخه اخیستې وي چې هغه یې دواړه اقتصادي استفادې په خپل ماډل کې راوړې دي.[۴]

د سوداګرۍ او بازار د راکړې ورکړې نظر چې په اوتومات ډول شخصي ګټې د ټولنیزو موخو پر لوري بدلوي، د «لیسه فر» د اقتصادي فلسفې لپاره مهمه توجیه ده چې د نیوکلاسیک اقتصاد تر شا پرته ده. له دې نظره د اقتصادي ایډیالوژيو تر منځ لوی اختلاف د «پټ لاس» د ځواک په اړه د نظري اختلاف په توګه په پام کې نیولی شو. په بدیلونو ماډلونو کې، د لویې کچې د صنعت په توګه د مالي چارو او تبلیغاتو په څېر قوتونه چې د سمېت د ژوند په اوږدو کې د راڅرګندېدو په حال کې وو، د دغه مفهوم ګټورتیا کموي.[۵][۶]

د دغې اصطلاح تعبیرونه تر هغه ډېر عام شوي دي چې سمېت کارول او ځینې اکاډمیکي سرچینې ادعا کوي چې د دغه مفهوم اوسنۍ پوهه په وروستیو کې خودجوشه یا خپله راټوکېدونکي نظم ته د کارولو لپاره «پاول ساموېل» خلق کړې ده.[۷]

سرچينې