څمڅلکی

Zygoptera
څمڅلکی
مملکهژوی
شاخهبند پښه لرونکی ژوي
طبقهخوځندکې
څېرمه طبقهوزر لرونکی خوځندکې
طايفهڅمڅلکی ډوله خوځندکې
څېرمه طايفهڅمڅلکی

څمڅلکی (علمي نوم: Zygoptera) د وزر لرونکی خوځندکو ځخه دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. په اوس وخت کې په نړۍ کې ۲۷۵۳ ډوله څمڅکی دي.

توصيف

نوموړي خوځندکه لکه ستن او آنیسوزیگوپتېرا غوندی غوښه خوړونکي ژوي دي. د دي ژويو ټول بدن د سر، ټټر اوږدي، باريک نس، دريو جوړو پښو او دوو جوړو لويو وزرونو څخه خوړ شوي دي. د بدن اوږدوالي ۵ سانتيمتره وي او د وزرونو پلنوالی یې ۷ سانتيمترو ته رسېدلای سي. څمڅلکی رنگي ژوي دي. د دي څمڅلکی څو ډوله فلزي، شين یا زرغوني رنگ درلودلای سی. د ښځينې جنسي غړی د نس پر سر باندي پروت دي د څمڅلکی هر نارينه د نس ۲ او ۳ برخو په منڅ کې جنسي غړی لري.