ډيګلاس اينګلبارټ

ډيګلاس اينګلبارټ (جنوري ۳۰، ۱۹۲۵ – جولای ۲، ۲۰۱۳) یو انجینر، مخترع، د لومړني کمپیوټر او انټرنیټ مخکښ و. هغه د انسان-کمپیوټر تر منځ د تعامل د برخې پر بنسټ اېښودلو د خپل کار له امله شهرت لري، په ځانګړي ډول په SRI نړيوال کې د هغه د پياوړتيا څيړنيز مرکز لابراتوار کې د شتون پر مهال، د کوم په پایله کې چې د کمپیوټر ماوس جوړ شو او د هایپرټیکسټ، شبکه يي کمپیوټرونو او د ګرافيکي کارن اړيکې بنياد وده وکړه. دا په ۱۹۶۸ز کال کې «د ټولو ډیموګانو مور» کې وښودل شول. د اینګلبارټ قانون، يعنې دا اند چې د انسان د فعالیت واقعي کچه په چټکۍ سره زیاتیږي، د هغه په نوم ونومول شو.

ډيګلاس اينګلبارټ
ډيګلاس اينګلبارټ
ډيګلاس اينګلبارټ

د شخص معلومات
پيدايښت۳۰ جنوري ۱۹۲۵[۱][۲][۳][۴]
مړینه2 جولای 2013 (88 کاله)[۱][۹][۱۰][۴][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
استوګنځای
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
اولاد
عملي ژوند
تعلیم
ڈاکٹری مشیر
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
مؤثر
پوځي خدمت
برخهد امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک [۱۵]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېدويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

NLS، «پر ليکه سيستم»، کوم چې د اينګلبارټ تر لارښودنې لاندې او په لومړيو کې د ARPA (هغه مهال د DARPA په نوم پېژندل کېدو) په مالي تمويل د پياوړتيا په څېرنيز مرکز کې جوړ شوی و، ګڼې ټيکنالوژۍ وښودلې، د کومو له منځه ډېری يې چې اوس په پراخه کچه استعمالېږي؛ په دې کې د کمپیوټر ماوس، «بیټ میپ» شوې پردې (سکرينونه) او «هایپرټیکسټ» شامل دي؛ دا ټول په ۱۹۶۸ز کال کې د «د ټولو ډیموګانو مور» کې ښودل شوي وو. د ۱۹۷۰ز لسیزې په وروستیو کې دغه لابراتوار د SRI څخه «Tymshare» ته ولیږدول شو، کوم چې په ۱۹۸۴ز کال کې د «McDonnell Douglas» له خوا واخیستل شو او د NLS نوم په «آګمینټ» بدل شو (اوسمهال د ډاوګ اینګلبارټ انستیتیوت). په دواړو Tymshare  او McDonnell Douglas کې، اینګلبارټ په خپلو نظریو او د هغوی د مخکې وړلو لپاره د مالي مرستې نيشتوالي له امله محدود و او په ۱۹۸۶ز کال کې تقاعد شو. [۱۹]

په ۱۹۸۸ز کال کې، اینګلبارټ او د هغه لور کریسټینا د Bootstrap په نوم انستیتیوت پیل کړ – چې وروسته د ډاوګ اینګلبارټ انستیتیوت په نوم یاد شو – تر څو خپل لید  ته وده ورکړي، په ځانګړي ډول په سټانفورډ پوهنتون کې؛ دا هڅه د DARPA د يو څه مالي مرستې لامل وګرځېده، څو د «اګمینټ» د کارن اړيکه عصري کړي. د ۲۰۰۰ز په ډیسمبر مياشت کې، د متحده ایالاتو ولسمشر بیل کلینټن اینګلبارټ ته د ټیکنالوجۍ ملي نښان ورکړ چې د متحده ایالاتو تر ټولو لوړه جایزه ده. د ۲۰۰۸ز کال په ډیسمبر مياشت کې، اینګلبارټ د SRI له خوا د (د ټولو ډیموګانو مور) په څلویښتمه لمانځغونډه کې وستایل شو.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

اینګلبارټ د ۱۹۲۵ز کال د جنورۍ په ۳۰ نیټه د اوريګون په پورټلينډ کې زېږېږېدلی و، د پلار نوم یې «کارل لویس اینګلبارټ» او د مور نوم یی «ګلیډیس شارلیټ امیلیا مونسن اینګلبارټ» دی. د هغه پلرونه د الماني، سویډني او نارویژني توکم څخه وو. [۲۰]

هغه د خپل مور او پلار په درې بچيانو کې منځنس و، خور یې ډوریان (درې کاله مشره) او ورور يې ډیویډ (۱۴ میاشتې کشر) و. د هغه د ژوند  په لومړيو کلونو کې دا کورنۍ د اوريګون په پورټلينډ کې اوسیده او کله چې  جانسون کریک اته کلن و، نو دا کورنۍ شا او خوا کلیوالو سيمو ته وکوچېده. د هغه پلار یو کال وروسته ومړ. په ۱۹۴۲ز کې هغه د پورټلینډ د فرانکلین عالي لیسې څخه فارغ شو.[۲۱]

د اوریګن ایالت پوهنتون کې د هغه د لیسانس د دورې د کلونو پر مهال، هغه په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سمندري ځواک کې د راډیو او رادار تخنیکي مسئول په توګه خدمت وکړ. هلته د لیټ په لیرې ټاپو کې، په پايو ولاړه یوه کوچنۍ دودیزه کوټنۍ کې يې د «As We May Think» په عنوان د «وینویربوش» مقاله ولوسته، کومې چې د هغه په فکر او کار تر اوږدې مودې اغېز درلود. هغه په ۱۹۴۸ز کال کې د اوریګون ایالت ته ستون شو او د لیسانس دوره یې په برېښنايي انجینرۍ کې سرته ورسوله. کله چې هغه د اوریګون په ایالت کې و، هغه د «Sigma Phi Epsilon» ټولنیزې ورورګلوۍ ټولنې غړی و. هغه په «امیس» څیړنیز مرکز کې د هوايي چلند ملي مشورتي کميټې له خوا په دنده وګمارل شو، چیرته چې هغه د هوا د تونل په پالنه کې کار کاوه. په نارسمي ساعتونو کې هغه د چکر وهلو، ګرځندويي سفر کولو او اولسي نڅا څخه خوند اخیست. په دې ځای کې هغه له «بلارډ فیش» (اګسټ ۱۸، ۱۹۲۸ – جون ۱۸، ۱۹۹۷) سره ولیدل، چا چې په دې ځای کې خپله روزنه بشپړوله، څو ډاکټره شي. هغوی په «پورټولا سټيټ پارک» کې د ۱۹۵۱ز کال د مۍ په پنځمه نیټه واده وکړ. ډېر ژر اینګلبارټ د کليفورنيا د بریکیلي په پوهتون کې د نورو زدکړو لپاره «امیس» پریښود. هلته يې په ۱۹۵۳ز کال کې په برېښنايي انجینرۍ کې ماسټري تر لاسه کړه او په ۱۹۵۵ز کال کې یې په همدې څانګه کې دوکتورا تر لاسه کړه.   [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

مسلک او لاسته راوړنې

د فلسفې لارښودنه

د اینګلبارټ مسلک په ۱۹۵۰ز کال د ډیسمبر په مياشت کې هغه مهال وهڅول شو، کله چې هغه کوژدن کړې وه او واده به یې کیده او  وپوهیده چې د «ثابتې دندې، واده کولو او د همیشني خوشحاله ژوند تیرولو» څخه پرته کومه بله مسلکي موخه نه لري. د ډېرو مياشتو په تېرېدو سره هغه د دې لپاره دلايل پيدا کړل چې: [۲۷]

  1. هغه به خپل مسلک له دې نړۍ څخه د يو يه ځای په جوړولو متمرکز کړي.[۲۸]
  2. ټولې هغه جدي هڅې چې نړۍ ښه ځای وګرځوي، ځينو منظمو هڅو ته به اړتيا ولري چې وکولای شي د ټولو خلکو ټوليز انساني عقل په اغېزناک حل کې د برخې اخيستلو لپاره استعمال کړي.
  3. که ته په هېونکي ډول هغه هت وده ورکولای شې چې موږ يې کوو،  ته باید د ځمکې هرې هڅې ته وده ورکړې، څو مهم مشکل حل شي – څومره چې ژر وي هغومره به ښه وي
  4. کمپیوټر په هېښونکي ډول د دې وړتیا د اصلاح کولو لپاره یوه وسیله کیدای شي.  

په ۱۹۴۵ز کال کې، اینګلباررټ د « As We May Think » عنوان د «وینویر بوش» مقاله په لېوالتيا سره ولوسته چې دا د ملي امنيت پر مهال د سترې نګونې په توګه په پراخه کچه د علم او پوهې وړاندې کولو لپاره يوه غوښتنه او غږ و. هغه همدارنګه د کمپیوټر د ووستۍ ښکارندې په توګه هم څه لوستي وو، او د يو لوستونکي تخنيکي متخصص په توګه د يو لوستونکي د تجربې له مخې، هغه پوهېدو چې شونې ده معلومات تحليل او په سکرین (پرده) وښودل شي. هغه د نندارې «کارکونکو مرکزونو» د روڼ اندو کارکونکو د ناستې تصور وکړ چې د معلوماتو د فضا له لارې الوزي او په ډېرو ځواکمنو طريقو سره په يو ځای د  مهمو ستونزو حل کولو په موخه له خپلو ټوليزو فکري وړتياوو څخه کار اخلي. د ټوليز عقل څخه کار اخيستل، چې د ارتباطي کمپوتر مرسته ورسهر وي، د هغه د ژون موخه وګرځېده، دا هغه مهال و چې کمپيوټرونو ته د شمېرو د را ايستلو د وسيلې په سترګه کتل کېدل.[۲۹][۳۰]

په بیرکیلي کې د فارغ محصل په توګه، هغه د کالډیک په جوړونه کې مرسته کړې وه. د هغه د فراغت کار د امتیاز اته حقوق تر لاسه کړل. د دوکتورا له پوره کولو وروسته، اینګلبارټ په بيرلکي کې د يو مرستيال پروفيسر په توګه د يو کال لپار پاتې شو او کله چې هغه ته جوته شوه چې هغه په دې ځای کې خپل کار پر مخ نه شي وړلای دا ځای يې خوشې کړ. اینګلبارټ وروسته د ډیجیټل تخنیکونو په نوم یو ابتدایی شرکت جوړ کړ، څو د هغه د دوکتورا ځینې څیړنې په زیرمه ایزو آلاتو کې د ګټې اخیستلو لپاره سوداګريزې کړي، خو یو کال وروسته يې د دې پر ځای پرېکړه وکړه چې هغه څېړنه پر مخ يوسي، چې ان له ۱۹۵۱ز کال راهيسې يې هيله لري.[۳۱][۳۲]

ایس آر آی او د د زیاتوالي څیړنیز مرکز

SRI او پیاوړتیا څيړنيز مرکز

اينګلبارټ په ۱۹۵۷ز کې د میلانو پارک، کلیفورنیا په SRI نړیوال کې دنه تر لاسه کړه (په هغه وخت کې د سټانډفورډ څیړنیز انستیتوت په نوم پیژندل کیده). هغه د «هیویټ کرین» لپاره په میقناطیسي آلاتو او برېښنايي وسايلو په کوچني کولو کار وکړ؛ اینګلبارټ او «کرین» نږدې ملګري شول. په SRI کې، اینګلبارټ ژر یو درجن امتیازي حقونه تر لاسه کړل، او په ۱۹۶۲ز کال کې یې د خپل  لید په هکله یو راپور تولید کړ او د څیړنې اجندا یې وړاندې کړه چې د « Augmenting Human Intellect: A Conceptual Framework» په عنوان وه. د نورو روښانه برخو په منځ کې، دې لیکنې «د معلوماتي نمونې جوړول» هم وړاندې کړل، کوم چې په ۱۹۹۰ز لسيزه او له هغې وروسته د فني او انجنيرۍ د فعالیتونو له خوا هم ومنل (لومړی د پاراميټريک طراحۍ په بڼه) شوه..[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

دا د هغه د کار د پيل کولو لپاره د ARPA  له خواد تمويل لامل وګرځېد. اینګلبارټ د هغه په نوي د پیاوړي څيړنز مرکز کې (ARC دا هغه لابراتوار و چې په SRI کې يې جوړ کړی و) يوه څېړنيزه ډلګۍ په کار وګومارله. اینګلبارټ په خپل لابراتوار کې د اداره کولو د اصولو یو څو ټولګې نصب کړې وې، کومې ته چې هغه د «بوټسفريپنګ ستراتيژۍ» نوم ورکړی و. هغه دغه ستراتیژي د خپل  لابراتوار د نوښت د کچې د چټکتیا لپاره طرح کړې وه.  [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې