یوزف ګوبلز

پاول یوزف ګوبلز (زوکړه: د ۱۸۹۷ زکال د اکتوبر ۲۹ مه – مړینه: د ۱۹۴۵ زکال د مۍ لومړۍ نېټه) نازي جرمنی سیاستوال و چې په نازي ګوند کې د برلین سیمه ئیز مشر، د نازي ګوند د تبلیغاتو مشر او بیا له ۱۹۳۳ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې په رایش دولت کې د تبلیغاتو د وزارت وزیر و. نوموړی د اډولف هېټلر یو له نږدې او سرسختو ملاتړو څه و او په لویو غونډو کې یې د وینا کولو د مهارتونو او د یهودانو پر ضد د سخت دریځو لیدلورو لرلو له امله چې د هغه په ښکاره څرګندونو کې څرګند وو شهرت یې درلود. نوموړی د شدید تبعیض، له دې ډلې په هلوکاسټ کې د یهودانو د له منځه وړو ملاتړی و.

یوزف ګوبلز
یوزف ګوبلز
یوزف ګوبلز

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۲۹ اکتوبر ۱۸۹۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه1 مې 1945 (48 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
تابعیت نازي جرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بالوں کا رنگ
قد1.65 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن63 کيلوګرامه   د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندنازي ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
طبی کیفیت
ښځه
ژوند ملګری
اولاد
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
استاد
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه [۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
یوزف ګوبلز
یوزف ګوبلز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګوبلز چې هیله یې لرله لیکوال شي، په ۱۹۲۱ زکال کې یې د متن پوهنې (فیلولوژي) په څانګه کې د دوکتورا سند له هایډلبرګ پوهنتون څخه ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۲۴ زکال کې له نازي ګوند سره یوځای شو او د هغو په شمالي څانګه کې یې له ګرګور شتراسر سره کار وکړ. ګوبلز په ۱۹۲۶ زکال کې د برلین سیمه ئیز مشر وټاکل شو او همدلته یې د خپل ګوند او د هغو د پروګرامونو په ګټه له تبلیغاتو څخه ګټنه وکړه. په ۱۹۳۳ زکال کې واک ته د نازي ګوند له رسېدو وروسته د ګوبلز تر مشرۍ لاندې د تبلیغاتو وزارت په چټکۍ سره په خبري رسنیو، هنرونو او نازي جرمني ته په نورو اړوندو اطلاعاتو کنټرول رامنځته کړ. نوموړي په ځانګړې توګه د تبلیغاتي موخو لپاره د راډیو او فلم له نسبتا نویو رسنیو څخه په ګټنې کې مهارت درلود. د ګوندي تبلیغاتو په موضوعاتو کې سام دښمني (له یهودانو سره مخالفت)، په عیسوي کلیسا ګانو باندې نیوکې او (د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته) د انګېزې د رامنځته کولو هڅې شاملېدلې.

په ۱۹۴۳ زکال کې ګوبلز په هیټلر باندې فشار اچولو ته مخه کړه څو داسې چارې ترسره کړي چې د «بشپړې جګړې» لامل وګرځي، په دغو چارو کې د ټولو هغو سوداګریو تړل چې د جګړې د هڅو په برخه کې اساسي نه وې، په کاري قوه کې د ښځو استخدام او په ورماخت (د جرمني وسله وال پوځ) کې د نارینه و استخدام شامل و چې وړاندې ترې معاف و. په پایله کې هېټلر د ۱۹۴۴ زکال د جولای په ۲۳ مه نوموړی په بشپړه جګړه کې د رایش بشپړ اختیار لرونکی استازی وټاکه او په دې سره ګوبلز د وسلو د جوړولو په برخه او همدارنګه په وسله وال پوځ کې د استخدام د کچې زیاتولو په موخه ډېرې نابریالۍ هڅې وکړې.

د جګړې د پای او د نازي جرمني د ماتې په رانږدې کېدو سره د هغه مېرمن ماګدا ګوبلز او ماشومان یې په برلین کې له ده سره یوځای شول. هغوی د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په ۲۲مه د هېټلر خوندي پټن ځای یا وربنکر تکوۍ ته ولاړل. هېټلر د اپرېل په ۳۰مه ځان وژنه وکړه او د هېټلر د وصیت له مخې ګوبلز د هغه د ځای ناستي په توګه د جرمني لومړی وزیر شو. نوموړي د یوې ورځې لپاره په دغه څوکۍ کار وکړ. راتلونکې ورځ ګوبلز او مېرمنې یې په زهرو سره د خپلو شپږو ماشومانو له مسموم کولو وروسته ځان وژنه وکړه.

په نازي ګوند کې فعالیت

ګوبلز د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۴ زکال کې له اډولف هېټلر او نازیسم سره لیوالتیا پیدا کړه. د ۱۹۲۴ زکال په فبروري میاشت کې د خیانت په تور د هېټلر محاکمه د ۱۹۲۳ زکال د نومبر میاشتې د ۸-۹ مې نیټې پر مهال د واک ترلاسه کولو په موخه د هغه د نابریالیو هڅو له امله پیل شوه. دغه محاکمه په پراخه کچه د مطبوعاتو له خوا تر پوښښ لاندې ونیول شوه او هېټلر ته یې یو تبلیغاتي بستر جوړ کړ. هېټلر په پنځه کاله بند محکوم شو خو د ۱۹۲۴ زکال د ډسمبر په ۲۰ مه له څه باندې یوکال بند وروسته را خوشی شو. ګوبلز تر ډېره پورې د هېټلر د کاریزماتیک شخصیت او همدارنګه د هغه باورونو ته د ژمنتیا له امله له نازي ګوند سره لیوالتیا پیدا کړه. نوموړی همدغه کال له نازي ګوند سره مل او د دغه ګوند ۸۷۶۲ مه شمېره غړی شو. د ۱۹۲۴ زکال په وروستیو کې ګوبلز د خپلو خدماتو راپور کارل کافمن ته چې د راین – روهر سیمې لپاره د نازي ګوند مسئول و وړاندې کړ. کافمن نوموړی له ګرګور شتراسر سره مخ کړ چې د جرمني په شمال کې د نازي ګوند د چارو مخکښ تنظیم کوونکی و او هغه هم نوموړی د ګوند په اونیزه کې د کار په موخه استخدام کړ او همدارنګه یې د ګوند د سیمه ئیز دفتر د سکرتریت چارې مخته وړې. وروسته له دې نوموړي د ګوند د ویاند او همدارنګه د راینلڼد – وسټفالن لپاره د استازي په توګه کار وکړ. شتراسر د ۱۹۲۵ زکال د سپټمبر په ۱۰مه ملت پاله سوسیالیستي کارګري ټولنه تاسیس کړه، هغه لنډ مهالې ډله چې د شمالي او لویدیځ جرمني دوولسو ګوندي مسئولینو یې غړیتوب درلود. ګوبلز په دوه اونیو کې د خپرېدونکې ان اس – بریفې (NS-Briefe) مجلې سوداګریز مسئول او کتونکی وټاکل شو. شتراسر ته د اړوندې شمالي ګوندي څانګې غړو له دې ډلې ګوبلز په مونیخ کې هېټلر ته د اړوندې خپلې سیالې ډلې په نسبت مخکښ سوسیالیسي لیدلوری درلود. شتراسر د ګوندي پالیسیو په ډېری برخو کې له هېټلر سره مخالفت درلود او د ۱۹۲۶ زکال په نومبر میاشت کې یې په هغو باندې بیا کتنه پیل کړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

هېټلر د شتراسر چارې د خپل ځواک پر وړاندې ګواښ وبللې او د ګوبلز په ګډون یې ۶۰ سیمه ئیز مشران د ګوند د  مشر سره په فرانکوني کې د یولیوس شترایشر په سیمه کې د بامبرګ ځانګړې غونډې ته راوبلل، چېرې چې نوموړي د شتراسر د پروګرامونو د رد کولو اړوند دوه ساعته وینا وکړه. هېټلر د شمالي څانګې له سوسیالیسي تمایلاتو سره مخالف و او څرګنده یې کړه چې دا «د جرمني د سیاسي بولشویک کېدو» لامل ګرځي. له دې سربېره به «هېڅ شاهزاده، یوازې جرمنان» او یو قانوني سیسټم «زموږ د غارت لپاره د یهودي استثماري سیسټم... پرته» شتون ولري. راتلونکې به د ځمکو په نیولو، نه د پخوانیو اشرافو څخه د مالکیت په سلب کولو، بلکې په ختیځ کې به یې د سیمو په استعمار جوړو. ګوبلز د هېټلر له خوا د «یو یهودي جوړښت» په توګه د سوسیالېزم له توصیف او همدارنګه له دې چې نازي دولت به خصوصي مالکیتونه مصادره نه کړي حیران پاتې شو. هغه د خپلو خاطراتو په کتابچه کې لیکلي: « زه نور په هېټلر بشپړ باور نه لرم. دا ډېره وحشتاکه ده: زما داخلي ملاتړ له منځه تللی». [۱۷][۲۸][۲۹]

ګوبلز زما د جګړې تر عنوان لاندې د هېټلر د کتاب له لوستلو وروسته ځان «د مارکسېزم د یهودي دوکتورینو» پر بنسټ د هېټلر له ادعا سره موافق ولید. د ۱۹۲۶ زکال په فبروري میاشت کې ګوبلز د «لینین یا هېټلر؟» تر عنوان لاندې وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې کمونېزم یا مارکسېزم نه شي کولای جرمني وګړي وژغوري، خو باوري و چې دا کولای شي په روسیې کې «سوسیالیستي ملت پاله دولت» رامنځته کړي. په ۱۹۲۶ زکال کې ګوبلز د نازي – سوزي (Nazi-Sozi) تر عنوان لاندې رساله خپره کړه او په هغو کې یې هڅه کړې وه د ملي سوسیالېزم او مارکسېزم ترمنځ توپیرونه تشرېح کړي. [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې