امازون باراني ځنګل

امازون باراني ځنګل، امازون ځنګل یا امازون په امازون سیمه کې یو ګرمسېر او مرطوب باراني ځنګل دی چې په سوېلي امریکا کې د امازون حوضې ډېره برخه په کې شاملېږي. دغه حوضه ۷۰۰۰۰۰۰ کلومتره مربع (۲۷۰۰۰۰۰ مایله مربع) سیمه رانغاړي چې په دې کې ۵۵۰۰۰۰۰ کلومتره مربع (۲۱۰۰۰۰۰ مایله مربع) سیمه باراني ځنګل دی. په دې سیمه کې د ۹ هېوادونو قلمرو یا تر واک لاندې سیمه شاملېږي او ۳۳۴۴ داسې اصلي یا بومي قلمروونه لري چې په رسمي ډول په رسمیت پېژندل شوي دي.

د دغه ځنګل ډېره برخه په برازیل کې واقع ده چې ۶۰ سلنه یې باراني ځنلګونه دي، ورپسې پیرو هېواد دی چې ۱۳ سلنه باراني ځنګلونه په کې دي، په کلمبیا کې ۱۰ سلنه دي او په بولیویا، ایکواډور، د فرانسې ګویانا، ګویانا، سورینام او وینزیویلا کې یې هم ځینې برخې موجودې دي. څلور هېوادونه «امازوناس» د خپلو لومړۍ درجه سیمو د نامه په توګه کاروي او فرانسه «ګویانا امازون پارک» نوم د خپلو باراني ځنګلونو د خوندي سیمې لپاره کاروي. امازون د ځمکې د سیارې څه باندې نیمايي باراني ځنګلونه رانغاړي او د نړۍ د ګرمسېرو باراني ځنګلونو تر ټولو رنګارنګه برخه جوړوي چې شاوخوا ۳۹۰ میلیارده ونې او د منفردو ونو ۱۶۰۰۰ ډولونه یا نوعې لري.[۱][۲][۳]

اصطلاح پېژندنه

ویل کېږي «امازون» نوم له هغې جګړې څخه سرچینه اخیستې ده چې «فرانسېسکو ډي اوریانا» له «ټاپویاس» او نورو قبایلو سره وکړه. په دې جګړه کې د قبیلې ښځې له خپل دود سره سم د نرینه‌وو تر څنګ وجنګېدې. اوریانا د «امازوناس» نوم د هغو یوناني اسطورو له امازونانو څخه را اخیستی چې «هروډټ» او «ډیوډور» بیان کړې دي.[۴]

جغرافیه

موقعیت

نهه هېوادونه د امازون په حوضه کې شریک دي – ډېری باراني ځنګلونه چې ۵۸.۴ سلنه کېږي، د برازیل د سرحدونو د ننه دي. په اتو نورو هېوادونو کې پیرو ۱۲.۸ سلنه، بولیویا ۷.۷ سلنه، کلمبیا ۷.۱ سلنه، وینزیویلا ۶.۱ سلنه، ګویانا ۳.۱ سلنه، سورینام ۲.۵ سلنه، د فرانسې ګویانا ۱.۴ سلنه او ایکواډور ۱ سلنه دی.[۵]

انساني فعالیت

په «کاورنا ډا پېډرا پینټاډا» سیمه کې د کیندنو په پایله کې د لرغون‌پېژندنې شواهد څرګندوي چې انسانان د لومړي ځل لپاره تر نن لږ تر لږه ۱۱۲۰۰ کاله مخکې په امازون سیمه کې مېشت شول. د بلې پراختیا په پایله کې تر ۱۲۵۰ زیږديز کال پورې د ځنګل د څنډې په اوږدو کې د ماقبل‌التاریخ دورې اړوند مېشت‌ځایونه رامنځته شول چې د ځنګل په پوښ کې د بدلونونو لامل شول.[۶][۷]

ډېر وخت فکر کېده چې په امازون باراني ځنګلونو کې نفوس هېڅکله هم زیات نه و، ځکه خاورې ته په کتو سره دا شونې نه وه چې دلته دې لوی جمعیت خلک د کرنې له لارې وپايي. لرغون‌پېژندونکې «بېټي مګرز» د دغه نظر یوه کلکه پلوۍ وه او په خپل کتاب کې یې په دې اړه لا ډېر تشرېحات لیکلي دي. دې ادعا وکړه چې په هر کیلومتر مربع کې ۰.۲ نفره (۰.۵۲ نفره په هر مایل مربع کې) د جمعیت د تراکم هغه اکثر حد دی چې په باراني ځنګلونو کې د ښکار له لارې ساتل کېدای شي او تر دې د ډېر نفوس یا جمعیت لپاره بیا کرنې ته اړتیا ده. له دې سره سره، د انټروپولوژۍ یا وګړ پوهنې وروستۍ موندنې څرګندوي چې دغه سیمه اصلاً ګڼ نفوسه وه. ښايي تر میلاد وروسته په ۱۵۰۰ کال کې په امازون سیمه کې شاوخوا ۵ میلیونه کسانو ژوند کړی وي چې د «ماراجو» په څېر ساحلي مېشت‌ځایونو او داخلي ساکنانو تر منځ وېشل شوي وو. په ۱۹۰۰ کال کې دغه نفوس ۱ میلیونو کسانو ته راکم شو او د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې تر ۲۰۰۰۰۰ هم کم شو.[۸][۹]

لومړنی اروپایی وګړی چې د امازون سیند طول یا اوږده یې طی کړي دي، «فرانسېسکو ډي اوریانا» دی چې دغه کار یې په ۱۵۴۲ کال کې وکړ. د بي بي سي «غیر طبیعي تاریخونه» خپرونه داسې شواهد وړاندې کوي چې ښيي اوریانا په خپلو ادعاوو کې د مبالغې پر ځای د امازون په اوږدو کې د یوه پېچلي تمدن د غوړېدو په اړه په خپلو مشاهداتو کې په حقه و. په ۱۵۴۰مه لسیزه کې باور دا و چې دغه تمدن وروسته وروسته له اروپا څخه د «چیچک» په څېر ناروغیو د خپرېدو له امله ویجاړ شو. د دغه تمدن په اړه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې بریتانوي کاشف «پرسي فوسټ» څېړنې وکړې. د ده سفرونه بې‌پایلې وو او په خپل وروستي سفر کې په مرموز ډول ورک شو. ده دغه تمدن ته «Z ښار» نوم ټاکلی و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ژوند بېلابېلوالی، نباتات او ژوي

مرطوب ګرمسېر ځنګلونه د نوعو تر ټولو غني بایومونه یا مېشت‌ځایونه دي او د امریکا په لویه وچه کې موجود ګرمسېر ځنګلونه د افریقا تر مرطوبو ځنګلونو ډېرې نوعې یا موجودات لري. امازون باراني ځنګلونه چې د امریکا په لویه وچه کې د ګرمسېرو باراني ځنګلونو تر ټولو لویه برخه ده، د ژوند بې‌ساری بېلابېلوالی لري. د نړۍ له هرو لسو پېژندل شویو نوعو څخه یوه یې د امازون په ځنګلونو کې ژوند کوي. دا په نړۍ کې د ژوندیو نباتاتو او حیواني نوعو تر ټولو لویه مجموعه ده.[۱۷][۱۸]

دغه سیمه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه حشرو، لسګونه زره نباتاتو او شاوخوا ۲۰۰۰ الوتونکو او تي لرونکو حیواناتو د اوسېدو ځای دی. تر دې مهاله په دې سیمه کې لږ تر لږه ۴۰۰۰۰ نباتي نوعې، ۲۲۰۰ کبان، ۱۲۹۴ الوتونکي، ۴۲۷ تي لرونکي حیوانات، ۴۲۸ ذوحیاتین حیوانات او ۳۷۸ خزندې له علمي پلوه ډلبندي شوې دي. د ټولو الوتونکو نوعو له هرو پنځو څخه یوه یې په امازون باراني ځنګل کې موندل کېږي او د کبانو له هرو پنځو نوعو څخه یوه یې د امازون په سیندونو او رودونو کې ژوند کوي. ساینس‌پوهان وايي چې له ۹۶۶۶۰ څخه تر ۱۲۸۸۴۳ پورې غیر فقاریه نوعې یوازې په برازیل کې موجودې دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د نباتي نوعو بېلابېلوالی د ځمکې پر مخ د ژوند تر ټولو لوی بېلابېوالی دی. په ۲۰۰۱ کال کې یوې څېړنې وښوده چې د ایکواډور د باراني ځنګلونو د یو کلیومتر مربع څلورمه برخه (۶۲ هکټاره) د څه باندې ۱۱۰۰ ونو د نوعو تکیه‌ځای دی. په ۱۹۹۹ کال کې یوې بلې څېړنې وښوده چې د امازون د باراني ځنګل یو کیلومتر مربع (۲۴۷ هکټاره) برخه شاوخوا ۹۰۷۹۰ ټنه ژوندي نباتات لرلای شي. د نباتاتو متوسطه کتله په هر هکټار کې ۳۵۶ ± ۴۷ ټنه اټکل شوې ده. اټکل کېږي چې تر دې مهاله د نباتاتو ۴۳۸۰۰۰ هغه نوعې ثبت شوې دي چې په سیمه کې له اقتصادي او ټولنیز پلوه لېوالتیا ورته موجوده ده او یو شمېر نورې نوعې د کشف یا فهرست‌بندۍ انتظار باسي. په دې سیمه کې د ونو ټولې نوعې ۱۶۰۰۰ اټکل شوې دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په باراني ځنګلونو کې د نباتاتو او ونو د شنو پاڼو سطحې د موسمي بدلونونو په پایله کې شاوخوا ۲۵ سلنه بدلون کوي. پاڼې د وچ موسم په اوږدو کې هغه مهال پراخېږي چې د لمر رڼا حد اکثر ته رسېږي، وروسته بیا د مرطوب موسم په جریان کې تویېږي. دغه بدلونونه د فوتوسنتېز او تنفس تر منځ د کاربن تعادل رامنځته کوي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ځنګلونو له منځه تګ

د ځنګلونو له منځه تګ په دې معنا دی چې یوه ځنګلي سیمه پر غیر ځنګلي سیمه بدله شي. په امازون کې د ځنګلونو د له منځه تګ اصلي سرچینې د انسان استوګنه او د ځمکې پراختیا ده. په ۲۰۱۸ کال کې د امازون شاوخوا ۱۷ سلنه باراني ځنګلونه مخکې له مخکې له منځه تللي وو. څېړنې ښيي چې که دغه سلنه شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ سلنې ته ورسېږي (یعنې ۳ تر ۸ سلنه ډېره شي)، دا به (د امازون په ختیځ، سوېل او مرکز کې) پر یوه غیر ځنګلي ایکوسیستم د بدلېدو لپاره د اوج ټکی وي.[۳۱][۳۲][۳۳]

تر ۱۹۶۰مې لسیزې مخکې د ځنګل داخلي فضا ته لاسرسی ډېر محدود و او ځنګل بې لاس‌وهنې پاتې شو. هغه کښتونه چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په جریان کې جوړ شول، بنسټ یې د محصولاتو کښت او د پرې کولو او سوځولو مېتود و. له دې سره سره، دلته راکډوال شوي خلک له دې امله د خپلو کښتونو او محصولاتو په مدیریت کې پاتې راغلل چې د ځمکې ښېرازي یا حاصل‌خېزي له منځه تللې وه او بې‌ګټې واښه ډېر شوي وو. د امازون خاورې یوازې د لنډې مودې لپاره ښېرازې دي، له همدې امله کروندګر نویو سیمو ته ځي او ډېرې ځمکې پاکوي. د کرنې دغه مېتودونه د ځنګلونو د ویجاړۍ او پراخو چاپېریالي زیانونو لامل شول. د ځنګلونو له منځه تګ مهمه موضوع ده او له ځنګل څخه پاکې شوې سیمې له فضا څخه د عادي سترګو په مرسته هم لیدل کېدای شي.[۳۴][۳۵][۳۶]

په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د امازون د عبوري لویې لارې د جوړېدو کار پيل شو. دغه لویه لاره د امازون باراني ځنګلونو لپاره یو لوی ګواښ و. دا لاره لا تر اوسه بشپړه شوې نه ده او د ډېرو ژواک چاپېریالي زیانونو مخه نیسي.[۳۷]

د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۰ کلونو تر منځ په امازون کې د ټولو له منځه تللیو ځنګلونو مساحت له ۴۱۵۰۰۰ څخه ۵۸۷۰۰۰ کلیومتره مربع (له ۱۶۰۰۰۰ څخه ۲۲۷۰۰۰ مایل مربع) ته لوړ شو او ډېری له منځه تللي ځنګلونه د څارویو پر څړځایونو بدل شول. د امازون ۷۰ سلنه پخوانۍ ځنګلي ځمکې او ۹۱ سلنه هغه ځمکې چې له ۱۹۷۰ کال را وروسته ځنګلونه ترې وهل شوي دي، د څارویو د څړځایونو په توګه کارول شوې دي. دا مهال برازیل په نړیواله کچه د سویا تر ټولو لوی تولیدوونکی دی. له دې سره سره، د «لیډیمر اولیویرا» او همکارانو نوې څېړنې څرګندوي چې په امازون کې که هر څومره زیات باراني ځنګلونه اضافه کړل شي، سیمې ته کم ورښت رسېږي او له همدې امله په هر هکټار کې د محصول کچه کمېږي. نو له عمومي تصور سره سره، د باراني ځنګلونو د ونو له قطع کولو او پر څرځایونو په بدلولو کې برازیل ته هېڅ کومه اقتصادي ګټه نه‌شته.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې