دځنګلی ونو افات اوامراض

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي دلغمان پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونو او چاپیریال ساتنې څانګې محصل

حشرات

( Insects )حشرات د يو سالم ځنګل د ايکوسيستم طبعي اوضروري اومفيده برخه ده اودهغه بوټوچې دله منځه تګ په حال کې دي. دهغوې سرعت ته کاهش (کموالی ) ورکوي اواکثره وحشي حيوانات خپل غذايي موادو دبرابرولو لپاره حشراتو ته ضرورت پيداکوي. اوهمدارنګه حشرات دځنګل دبوټو په ګرده افشاني کې مهم رول لوبوي اوځينې حشرات دنورو حشراتو دپاسه ژوندکوي کوم چې بوټو ته تاوان رسوي دهغوې په له مينځه وړلوو کې اغيزمن رول لوبوي دحشراتو ډيرنفوذ په طبيعت کې ځلانده تجربه کوي هرکال غټ عمر لرونکي حشرات نوي حشرې زيږوي اونسلګيري کوي. اوپه ژمي کې ددغو حشراتو ژوندي پاتې کيدل اوپه اوړي کې تکثير کوي. پوهيږو چې دځنګل حشرات اوحيوانات دځنګل دطبعي ناروغيو يوه برخه ده اوتنها په هغه وخت کې دوې په افت بدليږي چې اندازه يې له حده زياتيږي. په ځنګل کې اود ژمني فصل کې دهغوې تعداد مخ په کميدو وي ځکه چې دوې د غذايي موادو کميدوسره مخامخ کيږي اوهغه حشرې چې دونو پاڼوکې ژوند کوي دپاڼو دلويدو په اساس دغذايي موادو دکمبودسره مخ کيږي اوله منځه ځي اوبوټو ته کوم تاوان نشي رسولی دونو له جملې څخه ځينې دحشراتو په مقابل کې حساسي دي د ژمي دفصل په له مينځه تلوسره دوباره دونو په پاڼو کې حشرات اوسيدل پيل کوي او دهغې څخه تغذيه کوي کله چې د حشراتو طبعي دښمنان لکه پرنده ګان اودحشراتو دمحافظه کارګروپ تر منځ دغذايي موادو ترلاسه کولو لپاره رقابت پيل کيږي نو دځنګل بوټو ته په زياته اندازه تاوان رسوي حتا دبوټودله مينځه تلو اوياد غټ نقصان سبب کيږي عموما دمحلي ځنګلونو دحشراتو په واسطه دله مينځه تګ عامل څومحدودې ونې دي اوهمدارنګه په ډيرو مواردوکې سالمې ونې کولی شي دحشراتو دافت په مقابل کې عکس العمل وښايي اوياهم بوټي ژوندي پاتې شي. دحشراتو زياته اندازه هغه وخت زياته خساره منځته راوړي چې په ځنګل کې اورلږيدنه رامنځ ته شي اودوې زيات نفوذ په په يوکوچني جمعيت حمله کوي اوهغوې ته تاوان رسوي. په مشخصه توګه دونو داسيب اوله منځه تلو علتونه دحشراتو دفشارلاندې واقع کيدل ،وچکالي،دونو ترمينځ دمنابعو په لاسته راوړلو کې رقابت اومحيطي شرايط دي.

دونې دپوستکي ګونګتې

Bark beet lesand engraver beetles))دونودپوستکي ګونګټې که څه هم اندازه يي دخوړلو وريژو(شولو) داندازې په شکل دي خوبيا هم په کليفورنيا ايالات دځنګل ديو ډيرومهمو افتونو له جملې څخه پيژندل شوي دي. دا حشرات په عمومي توګه په ضعيفو ونو حمله کوي او په غالبه توګه دوې په مشترک ډول په اونه کې کارکوي دغه حشرې په اول وخت کې دونې دضعيفوالي سبب ګرځي اوپه پوستکي باندې حمله کوي اوپه مکمل شکل کولای شي ونه له مينځه يوسي اوعمومآ دصنوبر په ونو زيات تاثير لري. او په هغوې دقرمزي رنګ دپيداکيدو سبب کيږي .اوښځينه ګونګټې په ننوتلو کې هګۍ داچولوسبب ګرځي او په همدغو تونلونوکې دلاروا مرحله تيروي او دوې همدارنګه کولی شي چې فنجي انتقال کړي اوپه اونو حمله وکړي او په ونه کې داوبو دانتقاليدلو کانال تخريب کړي. او دغه ګونګټې حمله کوي د ونې په هغه برخه چې د ونې ډيره مهمه برخه وي اودونې دفاعي ميکانيزم برخه تخريبوي. اوکه چيرته ونه سالمه وي ګونګټې کولای شي مناسب شکل تخم ګزاري وکړي او که چرته ونه د فشار لاندې اوضعيفه وي نو ممکن د ځمکې څخه په مناسب شکل تغذيه ترلاسه نه کړي او ګونګټه کولی شي موفقيت سره تخم ګزاري لپاره يو ذخيره ګاه جوړه اوهلته تخم ګزاري وکړي .ګونګټه په ونو کې ځانته يوموقعيت اجادوي چې له ځانه يوکيمياوي مواد ترشح کوي چې دنورو ګونګټو دجذب کيدو په نتيجه کې دونو ضعيفوالي او حساس والي د ګونګټې دحملې په نتيجه کې بوټي ماتيږي يواځې ګونګټې حمله نشي کولی چې ونې ووژني خو کله چې دفشار لاندې لکه زيات وچکالي په وخت کې ډيرې ونې له مينځه ځي دونې اقتصادي ارزښت لوړوي خوکله چي دګونګټو دحملې لاندې راشي نو ونې بوسيده کيږي اقتصادي ارزښت يې له مينځه ځي او يواځې دسون موادو په توګه ورڅخه استفاده کولی شو اود ونې دپوستکي لاندې چې کوم خرابوالی ،غوړوالی اوبوي وي دحشراتوښکارندوۍ ده .

دونې يا ښاخ پاڼو باندې بريد کوونکي نورحشرات

(foliage attackers and other insects ):کله چې حشرات دښاخ پاڼو په خوړلو بريد پيل کړي دونو دتوليد مقدار دکموالي سبب ګرځي او دونو د کمزورې کيدو سبب ګرځي. بعضې ونې کولی شي ساحوي حساسيت د ګونګټې په مقابل کې زيات کړي . حشرات په داسې حال کې چې دپاڼې دتغذيې په وخت کې ومندل شي. زيانمنې پاڼې اودهغوې کوچنۍ هګۍ دزبيښلو (pouches) پرژغورلي ټوټې ضميمه کوي او يا د څانګو او پاڼو له مخې په اسانۍ کشف کيږي . حشرات هم په ښاخونو ،غوټيو ، ميوه ، او ريښې تر بريد لاندې راولي . کچيرته تاسو د ځنګلونو سره بلديت ولرې د حشراتو د ناروغيو خپريدلوته په چټکې سره ځواب ورکولی شي .

د حشراتو کنترول

( Insect control  )په ځنګلونو کې د حشراتو د کنترول لپاره بشري هڅې بې ګټې او بې معنئ دي او کيدای شي په حقيقت کې يو ناروغۍ لاپسې اوږده کړي . کيمياوي او نور مواد د حشراتو د کنترول د تدابيرلپاره ګران بعيه دي. او تل يې اغيزې وي په لويو ځنګلونو کې.دوا پاشي او د حشراتو هر اړخيزه کنترول مشکل دی او مالي تاوان لري نو په کوچني ځنګلونو او يا محدودو ونو کې دموادو استعمال کيدای شي اغيزه ولري. او همدارنګه د افتونو او حشراتو د وژلو اود له مينځه تللو سبب وګرځي . ستاسو په سيمه کې د مشخصه حشراتو په اړه زده کړه او ستراتيژي د حشراتو مخنيوی او يا د هغوې د اغيزو په کميدو کې مهم رول لوبولی دی . د حشراتو په نسبت تاسو کولای شۍ د خپل ځنګل د ونو فشار راکم کړې په يواځې توګه دا د مديريت امکان برابرولی شي له  اوږدې وچکالي له امله فشارونه د مخنيوي وړ نه دي . او هم ممکن ندي د ځنګلدارۍ د کړنو چې ( سالم ، قوي ) د ونو وده د تخنيکونو د حاصل په کموالي کې رول لوبوي. د ټولو ونو مديريت وکړي چي د ونو يا زيان را کم کړي او حشرات او ناروغۍ کولای شي د جوړ شوو ټپونو له لارې ونې د یرغل لاندې راولي کله چې د نباتاتو شنه تخمونه د حشراتو او ناروغيو په وړاندې مقاومت ونيسي. د نباتاتو نوعې په هغه ځای کې چې مناسب وي وکرل شي. د يوې واحدې نوعې په لويو سيمو کې دککړو نوعو په پرتله د تېريدوزيات حساسيت لري

امراض

يا (  Diseases كله چې په ونه کې بعضې د ونې رنګ، تاج، د ونې په بيخونو کې مري ( فنګس ) مړاويتوب دانښې ولیدل شي اویا هم د قارچونو بکټرياوو، پرازيټ د نباتاتو او حيواناتو ( معمولا د حشراتو ) په واسطه رامينځ ته شي او يا (non biological)استازو لکه د کيماوي موادو، باد او يا دتودوخې په اساس رامينځ ته شي امراض ګنل کيږي.د ځنګل په تودوخه پوهيدل يو اړينه موضع ده او دا موضوع د هميشه لپاره بايد ساده ونه ګنل شي. مختلف فکتورونه لکه د بيولوژيکي ناروغيو سببونه کیدلی شي دا يو طبيعي اواخري برخه د ځنګل د ايکوسيتم ده . فينجي ، بکتريا ، او حشرات د ونو فضوله مواد تجزيه کوي او د هغې څخه عضوي مواد خاورې جوړيدل اود تيل بابو موادو د جوړيدو سبب ګرځي او داديو سالم ځنګل د پاتې کيدو لپاره وظيفوي رول لري دا هغه څه دي چې د ناروغيو په پام کې نيولو د يوې ونې او يا د خپلو سيمو د خرابيدو عادي کارونو کې مزاحمت دی. کله چې ناروغۍ له مينځه لاړه شي نو په ځنګل کې ګڼې اسانتياوې رامينځ ته کيږي. د امراضو تشخيص تر هغه وخته پورې ستونزمنه ده چې په ونه کې يې نښې نښانې په څرګند ډول نه وي معلومې شوي او يا د چارپيريال تاثيرات شته چې د نښو د معلوم کيدولو سبب ګرځي د بيلګې په توګه که يواځې يوه نوعه زيان منه شي داکيدای شي د يوې نوعې ځانګړنې اورګانيزم وړانديز کيږي او که (non specific) د چارپيريال حالت او يا که د مړينې ښکاره والی په دوامداره شکل وي دا به  د فنګس ښکارندوې وي.

د ريښې ورستيدل

( Heart Roots)د ريښې ورستيدل او د لرګيو ورستيدويو لامل ( فنګسونه ) دي چې د ټپونو د لارې د ريښو او نورو برخو ته ننه وځي کوم چې د ونې پوستکي داخلي برخې سره مخامخ کیږي.له ريښې څخه تغذيه کونکي يا خوراکه لاسته راوړونکي (Root feeders ) له هغه حشراتو څخه عبارت دي چې د ونې په چارچاپيره خاوره کې شتون لري او د ونې له ريښو څخه تغذيه کوي. 

دا نوعه حشرات د ونو نيالګيو(seedlings) ته په ډيره پيمانه صدمه يا زيان رسوي.

او هغه مرخيړي چې د ونو په تنوکې پيدا کيږي. داهم يو د ميوود ورستيدو د فنګسونو سبب کيږي. ترټولو معتدله طريقه د ونو د ټپونو او ژوبليدو څخه مخنيوی کول دي او هغه ونې چې په ټپونو او ناروِغيو اخته وي د هغوې ميوې او حاصلات بايد د روغو ونو ميوو او حاصلاتو سره ګډ نه شي.د(conks) شتون والی د ونو په دننه کې د پام وړ وده کيدای شي د ونې د ساختمان د خراب والي باعث شي نو دا بايد لرې شي او امکان لري چې په ونو کې د ټپنو د پاتې کيدو سبب وګرځي او داغونه يې پاتې شي. هغوئ په ډيرې اسانې سره کولای شي د ونو په برخو کې ځالې جوړې کړي. 

د ريښې ناروغۍ

( Root Diseasesد ريښې ناروغۍ يو فنګسي ناروغۍ ده چې د ناروغۍ نښې نښانې د ټولو ونو په تاجونو کې را څرګنديږي که چېرې يواځې د ونو په ځينو برخو اغيزه وکړي او ټولو برخو او يا پاڼو د د خرابیدو سبب شي د ريښې د ستونزې سبب ګرځي.ددې ګروپ يا کټګورۍ نمونې يا بيلګې عبارت دي له د زر پښو لرونکو چينجيو (wireworm)او سپينو چينجيو(white grubs ) څخه.مخروطيان بايد دڅوکالو لپاره وساتل شي د نباتي ريښو ستونزې د يو يا دوه کالونو لپاره و ساتل شي دا به د تاجونو د خلاص او نري معلوميدو نمايندګي وکړي.د ونو د ريښو ناروغۍ د خاورو د لارې فنګسونه دينه د ونو برخو ته خپريږي. او د هغې کشف ستونزمنه کوي. د ميوې ورستوالی اومرخيړي د پوستکي شاخونو،ساقه کمزورې کوي د ريښو د لارې د ناروغيو بريد کوي په قطع شوي برخو باندې . کله چې د فنګسي ستنو دننه د ځمکې او يا د تازه قطع شوي تنې(stump ) مستعمره کړي. ريښې ته د رسيدو د يو ځانګړي ډول فنګس (Heterobasidion annosum ) له امله کيدای شي اويا سوديم يوراکس( sodium borate ) تازه قطع د (stump powdering ) له امله کيدای شي.

ريښې( Roots)

      هغه برخه ده چې فنګسونه ورته د ونې د ستنو د لارې ننوځي او خپل ژوند د تيرولو لپاره  متبادله نبات ته اړتيا لري. سپورمونه کولای شي دسل ګونه ميله فاصلې دلارې تبادله شي  په کليفورونيا کې تر ټولو د ترهګريزه سرخي چې عبارت ده له  سپين کاج څخه

سلک

Mistle لويديځ يوه جدي ناروغۍ ده دا ناروغۍ په مخروطيانو کې وپيژندل شوه.

تاج په نامه د څانګو نامنظم او (profuse) ودې (witches ) جارو د ساقې ناروغيو په اخته ځای کې پړسوب، د مخروطيانو په کورنۍ کې د سلک شواهد موجود وه.ددې ناروغۍ نښې دا وې چې دونو تنې یا ساقې به یې کمزورې کولاې او د ناروغیو کچه دConstraining Forest Diseases

      د ځنګل د ناروغيو په مخنيوي کې د عمومي مفاهمو د حشراتو د کنټرول لپاره کارول کيږي تر ټولو مهم د ناروغيو تشخیص دی .او په حقيقت کې زيات شمير ناروغۍ د حشراتو په واسطه خپريږي اومعمولا د حشراتو وړونکي کنټرول اداره لکه د حشراتو د کنټرول د ځنګل د ادارې له لارې د مخنيوي تر ټولو ښه د ناروغيو د کنټرول طريقه کيمياوي کنټرول دی په استثنا چې په محدودو ساحو کې د لوړ ارزښت لکه کريسمس د ونو باغونه يا زينتي کښت په کم لګښت سره ور کې ترسره کيږي.د ځنګلونو اود اور د محافظت خدمتونو د ځنګل د ناروغيو په اړه تاسو انديښمن کوي. کريسمس ونې يا باغونو ته باید د هغوې د لوړ ارزښت او محدودې سيمې ورکړل شي،په کوم ځای کې چې دحشراتو د کنټرول ډير پراخه ميتودونه لکه شيندل، عمل او يا د حشراتو تضمين موجود وي.

==دوحشي ژووافتونه=-(( Wildlife pestsپه ځنګل کې زياتره خلک ژوند کوي او يا د ظرفيت د ارزښتونو لپاره ځنګل ته ځي هلته په ليدو،اوريدلودژوو مونږه سره مرسته کوي تر څو احساس وکړو چې دا دځنګل دې حشراتو یوه ګټه ده .ژوند که څه هم د ځنګله په اداره کولو کې مهم رول لري همچنان په ځنګل کې د شخړو د رامينځ ته کيدو مخه نيسي.

تخمونه

seedlings))تخمونه د څارويو د لوړ خطر او زيان سره مخ دي تخمونه بايد د مقاومت پر وړاندې د زيان څخه وساتل شي. په عمومي توګې سره (gophers , rabbits voles) او (deer)نوعې په ډيره شديده توګې سره د وحشي نوعې څخه متاثره کيږي. لکه ( مخروطيان) conifers,) douglasfir, firs , pines)ځینې تخنيکونه کولای شي چې د زیان شوی تغذوي تیوب نه تولیدوی)tree shelters, vexar(کوم چې توليدات په کيمياوي برخه کې دا تيوب پاتې کيږي تر هغه پورې چي په عمومي ډول سره توليد کړي او وساتي کوچني تخمونه لپاره د مختلفو کلونه چې تر څو پورې اغیزمن نشي  ( په خاصه توګه سره وکارول شي) په جريان د يو باراني موسم کې. چې د دغو څارويو ځای چې لږ په زړه پورې او منظم وي کچيرې دا کار هم اغيزمن وي نو د موږکانو د زيان څخه باید وساتل شي . پاملرنه بايد وشي چې ترڅو پورې ماشينونو او نيالګيو ته زيان ونه رسيږي

ځوان نيالګي او قطبي ونې

(sapling and pole tree)

      بالغې يا رسيدلې ونې په لږه اندازه سره کيدای شي ريښوته يې زيان ورسيږي. په ځانګړي توګه سره د جلغوزيو يا (pine)او(fir)ونو ته د زيان ګواښ دی په دوامداره توګه منيټورينګ شايد وکولای شي کرل د دغې نوعې په يقیني ډول سره زياتوالی نشي کولیgopher)) ( موږک ) چې تر څو پورې زيان ونشي رسولی. اغيزه ددغو موږکانو د تلکونوچې شاميليږي(toxic) طعام ګيرول د موږکانو غالیبيدلی شيponderosa pine,) porcupines(په منځينو او جدي کې د ګواښ سره مخ دي . او مختلف تاثير غورځوي په تغذيه او ژولو پوستکي باندي او جلا کوي انساج د خپل سميه ايز هيواد د کرنې کميسار له دفترڅخه په يو اداري پروګرام کې مرسته کول د يوښې ادارې چې ترڅو پورې محدود کړي دغه تخريب له طرفه د شکوڼ (porcupine)نه.نښې او علایم یې دادي چې د ونې پوستکی له مینځه تللی وي او سور لرګی ښکاري او عامل یی شکوڼ دی .

اره شوي لرګي او پخې بالغې ونې (Saw timber and mature tree)

      يوځل چې ونه پخه شي نو د ټولو څارويو لپاره حساس وي. مګر استثنا د دغه قانون نه پخه شويDouglas fir)(ونې مړې کيږي د موږکانو د غذا او د ريښو د سيستم ختمولو نه. پوخ شوي جلغوزي وني يا pine د نولي يا پړنګ squirrel)(لخوا په جدي توګې سره تخريب کيږي او له مينځه ځي. د ونې وچ لرګيو ته موږکانو زيان رسوي. د نولي نوعې چې دې  رسيدلو جلغوزيو نه تغذيه او پوستکي ته يې زيان رسوي او نور شکل يې هم خرابوي او ونې۱۱انچو نه تر ۲۰ انچه پورې په ارتفاع سره خرابوي په هغه حالاتو کې تخريب خپريدل محدود وي او ونې په هميشه ډول ژوندۍ پاتې کيږي د پوخ شوي دريځ نه د ونو هغه اغيزمنې نوعې چې لټول يا هڅه کول د کلفورينا ډيپارمنټ ياداښت د حمل نه کيدلی.

د امراضو نښې او علايم:

      د ناروغيو علايم يوه باالقوه مساعد او کله د نرم انتان د ټاکلو نښه په انسانانو او نورو حيواناتو کې خپريږي. د ناروغۍ علايم د بکتريا اوborrelia, hurgdor, feri() له امله رامينځ ته کيږي په سترګو کې اخته بخار ښايي سره تبه، سردرد،د عضلاتو او يا د ګډو bulls eye)) چوکاټ کې د ۱څخه تر ۲ اونيو کې د درد احساس وکړي. يو شمير خلک د ناروغۍ هيڅ کومې علامې پکې نه ليدل کيږي خو په ځينو کې د زکام نښې اونښانې ليدل کيږي.

د مخنيوي څخه نښې يا علامې د چيچلو څخه هرکله چې ممکن وي په هغه سيمو کې چې احتمال لري چې په ټولو کې نښې اوجود ولري، په پسرلي او دوبي کې د مخنيوي لپاره يې يو ښه طريقه دادی رڼا رنګه جامې واغوستل شي چې تاسو يې په اسانې سره وګورې او مخکې لدې چې هغه لرې کړي نو بايد اوږد لستوڼي اوږد قميص، پتلون، جرابې، ربړي بوټان واچوي اوهغه لرې کړي (deed) بايد په خپلو جامو وهي چې تر څو پورې حشرات ووژني او پوستکي لپاره (pyrethrun )بایدووهي چې ترڅو پورې کومک وکړي چه ساتلو دادجودکس. (Deed )بايد کولای شو چې د ماشومانو د خونديتوب لپاره وکارول شي. او د نښو په ضميمه کې د خطر کموالي کې مرسته وکړي. او د مسموم د امکان تر لارښونې سره سم استعمال شي او د ( US ) متحده ايالاتو د چارپيريال ساتنې اداري يا نمايندګي (EPA ) د امکان ترحده لارښونې کړي دي. چې دا زهريت دي. مخکې چې تاسو نښې وګورې په ۲۴ ساعتونو د ورځنې چيک او په چټکۍ سره بايد لرې کړای شي هغه سيمې بايد په مکمله توګه سره صفا شي او غومبسې ترې هم لرې شي تاسو کولای شئ چې د کور ونو په شاوخوا کې يو نښې د ليدل په پاڼو باندې بايد لرې کړای شي د لرګي پواسطه باندې ګردچارپيره د کور نه او ونې په مکمله توګه صفا شي او ورسره خپل حويلي هم کچيرې تاسو په ژوند کې موږکان، نولي او داسې نور موجودوي نو خپل محيط ترې پاک کړئ ځکه يو جدي خطر دی.

غومبسه ، زيړجاګټي پوستکي او د شاتو مچۍ

Wasps, Hornets, Yell jackets,) and Bees(د غومبسو، زيړ جاکټونه او په ځانګړي توګه د مچيو د يوه روغ ځنګل ايکو سيستم مهم او ضروري برخې دي که څه هم غومبسې افات دي چيچل کوي او خطرناک دي. زمونږ تګلاره بايد داوي چې دوي مخنيوی څنګه وکړو او بايد له مينځه يې يوسوو.

غومبسې تور او سپين رنګ لري د کارتونو او خړ کاغذ څخه جالۍ جوړوي که چيرې تاسو د غومبسو د خنډ سره مخ شئ نو ورو ورو د هغوئ په څنګ کې تير شي او له مينځه يوسياو یو ګډوډي باید رامنځ ته نشي ځکه ګډوډي تاوان لري.زيړ جاکټونه کله نا کله د غومبسو د مچيو په نامه ياديږي کاغذي جالۍ تر ځمکې لاندې جوړوي په يو کرخه کې لومړني يا دوهمي په غوسه سره تګ او راتګ کوي او دريمي چې دي چيچل کوي د شاتو مچۍ چې اکثرا ليدل کيږي په ځنګلونو کې چې تياروي خواړه خپل په خاصه توګه په اوړي او پسرلني ځنګلونو او باغونو کې. ورايټي د غومبسې چې ژوند کوي په ځنګل کې معمولا ډير کوچني او له پاسه د ونې په پاڼو او خاښونو کې اچوي د نبات انساج ودروي او له مينځه يې وړي.او هغه ژيړې اوبه چې د بال په شان ښکاري او ياهم په مختلفو رنګونو سره ښکاري تر هغه پورې اغيزه کوي چې تر څو پورې ونه ووژني

د حشراتو اود هغوې اداره کول

(Interrogated pest management (IPM)):يو ځای کنټرول کول دغه يو ارزښتناکه تګ لاره ده او ټول ايکوسيستم په نظر کې نيسي او ټول يې په رسميت سره پيژني او د حشراتو او د امراضو لپاره تياروي په راتلونکي کې داسې يو لاره چې جدي توګې سره تاوان نه وي. او دداسې تخنيکونو څخه استفاده کوي چې په لاندې ډول سره وي. بيولوژيکي کنټرول د چارپيريال پاکوالي، بدلون او مخه نيسي استعمال د مرضي ورايټيو.(IPM)چې دا(pesticides)نه عملي کوي خو دوې د استعمال نه وروسته منيټورينګ کوي د هغه لپاره چې ورته ضرورت وي او هغه اغيزه لرونکي اورګانيزمونه ټارګيټ کوي.IPM)(په داسې طريقې سره( pest ) کنټرولوي چې هوا او محيط خراب نشي او حشرات هم له مينځه لاړ شي.

د حشراتو او افاتو کنترول طريقې

د ځنګله په ونو باندې د حشراتود منفي تاثيراتو د کنترولولو لپاره، په عمومي توګه د کنترول درې نوعې شتون لري، چې عبارت دي له:1.بيولوژيکي کنترولونه (Biological Controls)2.کيمياوي کنترولونه (Chemical Controls)3.مديريتي يا اداري کنترول (Management Controls)===بيولوژيکي کنترولونه

(Biological Controls) د حشراتو د اکثريت آفاتو لپاره په طبيعت کې طبيعي کنترولونکي شتون لري. ليکن دا طبيعي کنترولونه په کراره توګه عمل کوي. هروخت چې د ځنګله مامور له دې طبيعي کنترولونو څخه د کار اخستلو لپاره ونيسي، ترڅو چې د حشراتو آفات اداره کړي، چې همدا نوعه کنترولونه د بيولوژيکي کنترولونو په نامه سره ياديږي.هره يوه حشره طبيعي دښمن لري.

د بيولوژيکي کنترول نمونه يا بيلګه د يو نوي ښکار کونکي(predator) حشرې معرفي کول دي د يوې ککړې ساحې لپاره. بله نمونه يا بيلګه عبارت ده د ناروغۍ له منځته راوړنې څخه(pathogen). پاتوجين له مايکرو اورګانيزم يا ويروس نه عبارت دى چې ديوې ناروغۍ سبب کيږي. ناروغۍ منځته راوړونکي(pathogen) په مشخص يا ځانګړې حشره باندې حمله کوي او هغه له منځه وړي

=مديريتي يا اداري کنترول

(Management Controls)  مديريتي کنترولونه شامل دي په څو مديريتي عملي کړنو باندې چې د ځنګل ساتونکي مامور هغه په کار اچولى شي. دا نوعه کنترول عبارت له دې څخه دى چې ککړې ونې او ککړې برخې د ونو لرې کړی شي، د مقاومت لرونکو ونو د نوعو کښت يا کرل، د ونو د نفوس درسته څآرنه او ساتنه، او تجويز شوي سوځيدنه بايد وشي.

کيمياوي کنترولونه

(Chemical Controls): د حشره وژونکو څخه استفاده يا ګټه اخستل د ځنګله د ونو لپاره د ملي اداري د نظارت او قاعدې لاندې ځاى نيسي. (National Environmental Protection Agency (NEPA).)حشره وژونکي(Pesticides) په موثره او چټکه توګه دحشراتو د آفاتو مشکل يا ستونزه د لنډې مودې لپاره حلوي، ليکن معمولاً نور اقدامات د اوږدې مودې د حل په خاطر تراستفادې لاندې نيول کيدلای شي. 

د ځنګل د ناروغيو ډير موثر کنترول عبارت له يو ښه او غوره مديريت څخه عبارت دى چې د ځنګل ساتونکي مامور پواسطه سرته رسيږي. د ناروغيو زياتې نوعې کيدلى شي چې ځنګله ته د ننوتلو څخه يې مخنيوى وشي لکه د پرې شوو ونو بيخ په چارپيره توګه د borax)(اوکرئوسوت (creosote)پواسطه

'نتيجه ګيري=

ددي سمینارله مطالعي څخه داسي نتیجه ګیري کیږي دحشراتواو افاتوکنترول په ځنګلي او غیر ځنګلي ونو کی یومهم جزاوحیاتي باارزښته برخه ده. چي په طبعي اومصنوعي ډول منځ ته راځي چي ځنګلونه تولیدي ،محافظه وي اوزینتي ار زښتونودرلودنکي ده چي په تولیدي ارزښت کي دصنعتي لرګیو تولید،سون لرګیوتولیداومیوي تولید خاص ارزښت لري اومحافظه وي ارزښت کي دهواککړتیامخنیوي،سیلابونومخنیوي،دخاوري دتخریب مخنیوي،اودبادونودشد ت مخنیوي شامل دي.که چيري ددي باارزښته ټولني حفاظت ونه شي . او د حشراتو او افاتو پواسطه له مینځه لاړ شي نوپه محیط کي به ډول ډول مشکلات رامنځ ته شي. نه یواځي داچي دځنګل د له منځه تګ سره دانسانانوژوند دخطرسره مخ کیږي بلکه دډیرونوروژوندیوموجوداتو ژوند د تهدید سره مخ کیږي.ددي لپاره چي دیادوستونزوڅخه نجات پیداکړي نوباید دحشراتو اوافاتوکنترول باید په مختلفوطریقو سره وشی چی دیوی طرفه ایکوسیستم خراب نشی او هم ورسره نباتات اونور ژوندی موجودات له مینځه لاړ نشي او همدارنګه د ونو په اصلاح یا انکشاف سره په ونو کي امراض ، حشرا ت ، افات اونور ناوړه محیطي عوامل له مینځه ځي .

سپارښتني

۱ــ زراعت وزارت اونوري اړونده اداري باید د حشراتو او افاتو په هکله خلګوته عامه پوهاوي ورکړي.۲ــ دولت باید د حشراتو او افاتو کنترول لپاره کار وکړي .۳ــ دولت بایددحشراتو او افاتود،تنظیم،ګټي اخیستني لپاره ځانګړي پالیسي جوړه اوتطبیق یي کړي.۴ــ دحشراتو او افاتو د کنترول لپاره باید فني وګړي موظف شي او د ځانګړي میتودونو څخه باید کار واخستلي شی ۵ــ ځنګلونوپوري اړونده اداري باید خلک دی ته وهڅوي چی د ونو داصلاح لپاره کار وکړی چی تر څو پوری حشرات او افات کنترول شي .۶ – کچیري وني اصلاح شي نو امراض ورسره ورکیږي ۷ – هغه نوعي باید انتخاب شی چی د حشراتو او افاتو په مقابل کی مقاومت ولري .==سرچينې==سیدجمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه