ملا مشک عالم

ملا مشک عالم دافغانستان د تاريخ هغه باب دی چې په لوستلو يې هر لوستونكي انسان د حق دسپينې لارې لاروي شي،قدرتي خبره دي چي دگران وطن نوميالي هر يو په خپله د اتلولي او نوميالي يو منور مينار دی چې رنگيني يې د تاريخ دنيا لور په لور منوره ساتلي دي ،ولې غازي ملامشك عالم نه تنها دا چي د اتلولي د ميدان شهسوار وو بلكي د علم،ادب،پوهي،تقوي او مبلغ په غوره اوصافو باندي موصوف وو،

Mula Mushki Aalam

مخینه

نامتو ملي اتل، دیني عالم، پر ازادۍ مین ستر مجاهد او په افغان ملت کې منلي او ویاړلي څېره ملا دین محمد اندړ، چې په ملا مشک عالم مشهور وو په کال ۱۱۶۹هـ ش یا ۱۷۹۰ م کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډیر(ګنده هیر) په کلې کې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړي په قومي لحاظ د اندړو سترقوم د لکڼخېلو څانګې پوري اړه لرله. یاد نومیالي خپلې لومړنۍ زده کړې، چې پکې فقه او عقاید شامل وو، له ملا محمد وزیر کاکړ څخه وکړې او بیا د دوو کلونو لپاره لغمان ته ولاړ، هلته د مشهور عالم ملا عبدالحکیم شاګرد شو، او څو ځلې پيښور ته ولاړ او هلته یې له عبدالمالک اخند زاده څخه د قرآن عظیم الشان حفظ شروع کړ. له دیني زده کړو څخه وروسته نوموړي یوه دیني مدرسه جوړه کړه، چې دهېواد بېلا بېلو ولا یتونو لکه لوګر، غزني، وردګو، زابل، قندهار، ننګرهار، او نورو شاو خوا سیمو څخه پکې زیاتو طالبانو دیني زده کړې کولې.

ملي حیثیت

ملا صاحب د افغانستان په ولسونو په ځانګړي ډول په غلجې قوم کې ډېر قدرت او نفوذ کړی وو، په دې توګه د سیمې یو ځواکمن او منلی شخص وو، چې د ملت تر څنګ د حکومتي چارواکو لپاره هم د درنښت وړ وو، پخپله امیر شېرعلي خان نوموړي ته ډېر درناوی لرل او دربار ته به یې ور غوښتل، همدا رنګه عصمت الله خان چې د امیر شېر علي خان وزیر او په خټه غلجی وو، هم ملا صاحب ته ډېر درناوی لرل او آن مرید یې وو، پیاده به د ملا صاحب کورته ورتلل او نوموړی یې د خپل بخت، برکت او بریا عامل ګڼل. همدارنګه یاد نومیالي د هېواد د بېلا بېلو ولسونو په منځ کې هم ځانګړی ځای لرل.

ملي مبارزه

نوموړي په ټولو قبیلو کې خو په قومي لحاظ په غلجیو کې له ډېر نفوذ څخه برخمن وو، او د یاد نفوذ له برکته نوموړي وتوانېدل چې د افغان او انګلیس دوهمه جګړه کې وړ نقش ولوبوي او انګریزانو ته یې شرمونکي ماتې ورکړه. او پدې توګه یې د عمر تر پایه خپله مبارزه جارې وساتله. د انګریزانو بې شرمانه یرغل او پر وړاندي يې دملا دین محمد اندړ مبارزه: هغه وخت چې کله د روسانو اړیکې د روسي هیئت په راتګ سره له امیر شېرعلي خان سره خرابې شوې، او بیا هغه مهال چې کله د انګریزانو هیئت کابل ته راغی او په یاد وخت کې امیر شېر علي خان د ولیعهد عبدالله د مړینې له کبله د غم په ټغر ناست وو او له هیئت سره یې ونشو کتلی، نو انګریزانو پر افغانستان د یرغل پرېکړه هغه وخت وکړه چې امیر شېر علي خان و انګریزانو د راليږل شوي لیک په هکله، چې د اخطاریې بڼه یې لرله او له ډيپلو ماټيکو ادابو سره په ټکر کې وه، ځوابیه لیک چې پکې امیر له انګزیزانو د غم په حالت کې د ډاډ پر ځاي اخطارونو د ورکړې ګیله کړي وه، چې دا لیک پر انګریزانو ډېر بد تمام شو او هغه وو، چې بل لیک یې امیر ته واستا وو او ورته یې وخت وټاکل، چې د خپل لیک په هکله رسمي بښنه وغواړي او په هېواد کې د انګلیس سفیر ومني، نو پدې تو ګه امیر له بد وضعیت سره مخ شو او دهېواد عسکرو ته یې امر وکړ چې د انګریزانو پر وړاندی مقاومت ونګړي او تر دوهم امر پوري منتظر پاته شي، هغه وو چې ده له مخورو او علماو سره مشوره وکړه، د مزار په لور روان شو او د هېواد چارې يې له زندان څخه د ازاد شوي زوی امیر محمد یعقوب خان ته په داسې حال کې پرېښودلې، چې هغه ډېر نا توانه شوی وو، او په رواني تکلیف اخته وو. امیر په مزار کې مړ شو او زوی یې محمد یعقوب خان چې د هېواد واګي په لاس کې لرلې نو د هند ویسرا ته یې لیک و استول، د خپل پلار د مړینې ترڅنګ یې د ځان د واکمنۍ خبر ورکړ او ورته یې لیکلي وو، چې د پلار د وخت ټولو تړنونو ته ژمن ده، پدې توګه انګریزانو هم خپل هیئت را ولیږل او یعقوب خان هغوی ته د زیان نه رسېدو په موخه مخې ته ورغی او د ګندمک په سیمه کې ورسره د ګندمک ننګینه هوکړه لا سلیک کړه، چې له مخې یې د خیبر، پشین، او کورمه انګریزانو ته ورکړل شوه، د انګریزانو یو نماینده چې کیوناري نومیدل په کابل کې ځای پر ځای شو او د هېواد په داخلي چارو کې يې خپله لاسوهنه پیل کړه. پدې توګه لومړی پاڅون د هغو عسکرو لخوا پیل شو، چې شپږمیاشتې یې معاش نه وو تر لاسه کړی، کیوناري ته ورغلو او د هغوی کسانو ورباندې ډزي وکړي په دې توګه یادو عسکرو هم ورباندي برید وکړ او کیوناري یې وواژه او انګریزانو هم خپل قوتونه د رابرتس تر قوماندې لاندې افغانستان ته را ولېږل، رابرتس په کال ۱۸۷۹م کې امیر هند ته تبعید کړ او په خپله یې د کیوناري د وژنې په تور ګڼ شمېر هېواد وال شیهدان کړل، پدې وخت کې ملامشک عالم په غزني کې لویه جرګه راوغوښتله او د انګریزانو پر وړاندي یې د جهاد اعلان وکړ، د غونډې ګډون والو ته یې وو ویل:( عزیزانو له کابل څخه خبر را رسېدلي، چې امیر یعقوب خان د انګریزانو لخوا په هند کې نظر بند ده او د هغه ټول اختیارات د انګریزانو په لاس کې دي نو په دې حالت کې پر موږ جهادفرض ده چې د کفارو پر وړاندي یې وکړو، پدې لار کې موږ تنها نه یو بلکه د هېواد ټول اوسېدونکي را سره دي ) هغه وو، چې ټولو زړه ورو او ځوانانو د الله اکبر په ویلو سره خپله تیاري و ښودله او پدې تو ګه د غزني خلک هم د ملامشک عالم تر مشري لا ندي د نورو مبارزینو سره، چې د غازي محمد جان خان وردک، غازي میر بچه خان، غازي محمد عثمان خان صافي او غازي غلام حیدر خان څرخي تر مشرۍ لا ندي وو يو ځای ملي پاڅون وکړ. د یاد پاڅون طرحه د ملا مشک عالم لخوا داسې وړاندي شوي وه، چې له څلورو خواو به په پر اشغالګرو انګریزانو حمله کوي چې نورو هم ورسره موافقه وکړه، او پدې توګه به د دوی د تېښتې لارې بندې وي او بیا به یې له منځه وړي، خو په نظام کې شامل لوړ رتبه افغان څار واکي لکه سردار ولی محمد خان لا ټي، سردار یحی خان، سردار شېرعلي خان د مهر دل خان زوی، سردار محمد حسن خان او ورته نور هغه چار واکي وو، چې انګریزانو ته یې لیوالتیا ډېره وه او د ملي ګټو پرځای یې شخصي ګټې غوره ګڼلې، یادې ګټي یې ساتلې. دوی د مجاهدینو پر ځای د انګریزانو پلویان وو او آن تر دې چې سردار ولي محمد خان تر پایه له انګریزانو سره پاته شو. جګړه داسې پیل شوه چې یادو مبارزینو د کاریزمیر، قاضي کلا، افشارو کلا، چهار آسیا او نورو خواو څخه پرو دوښمن بریدونه وکړل او پدې توګه دوښمن ډېر زیانونه ولیدل آن تردې، چې نږدې وو جنرال رابرتس اسیر شې، ولي له شېرپور څخه ورته مرستندويه ځواکونه راورسېدل او د سردار ولي محمد لا ټي په مرسته یې وکولی شول، چې ځان وساتي او ورسره شېرپور کلا ته ولاړ، دا په داسي حال کې وه چې د مجاهدینو دوه ډلې چې د شمال او لویديځ څخه راتلې د شېرپور کلا پرځای چې باید ورباندي حمله کړي وای دوی د کابل له ډهمزنګ له لارې کابل ته را داخلي شوې او جنرال رابرتس دې کلا ته ځان ورسول او د دوی بشپړه ماتې او له منځه وړلو موقعه له لاسه وو وتله، خو مجاهدینو بیا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ تردې چې په یاده کلا یې هم برید وکړ، خو ظالم دښمن له اور شیندونکیو توپونو څخه ګټنه وکړه تر دې چې ګڼ شمېر مجاهدین شهیدان شول، خو بیا هم پر شا نشو او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ تر څو چې اشغالګرو انګریزانوپه ۱۸۸۰م کال کې اعلامیه خپره کړه او پکې ویل شوي وو، چې د انګلیس دولت له افغانستان سره جنګ نه غواړي او ځواکونه یې بې له جنګه افغانستان پرېږ دي او هر څوک چې افغانان واکمن کوي دوی هغه په رسمیت پېژني. هغه وو چې ملا مشک عالم او دهغه په مشرۍ د مجاهدینو استازي، چې شمېريې ۱۸۹ تنو ته رسېدل په دې اتفاق و، چې سردار محمد یعقوب خان پاچا کړي، خو کله چې عبدالرحمن خان راغی نو مجاهدینو ورڅخه اطاعت وکړ، خو کله چې يې د عبدالرحمن خان نرمي د انګریزانو په وړاندي ولیده نو ورسره یې لیوالتیا کمه شوه، خو هغه وخت چې عبدالرحمن خان د مجاهدینو د مشرانو وژلو او بندي کولو ته مخه کړه نو ملا مشک عالم یې پر وړاندی مبارزه پیل کړه، که څه هم عبدالرحمن خان ملا صاحب او د غزني ولسي مشران دربار ته ور وغوښتل، خو نوموړي خپل استازی ورولېږل او خپله ور نرغی، وروسته یې د غلجیو قوم، منګلو، او لوګر ته استازي ولېږل چې د عبدلرحمن خان پر وړاندی پاڅون وکړي خو د قیام پیلېدو سره د نومیالي مشر او وتلي غازي هغه پخوانۍ دمه نوه، عمر یې ډېر وو، تر دې چې د ۹۴ کالو په عمر په کال ومړ.

مړینه

نوموړی په کال ۱۸۸۶م کې وفات شو او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډه هیر په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.