امام چې د لارښود په معنی دی، په ځینې اسلامي ډلو ټپلو کې داسې گروهه شته چې د نبي علیه السلام د مړینې وروسته هغه خپل ځایناستي (امامان) ټاکلي چې په ترتیب سره علي بن ابي طاللب، حسن، حسین، علي بن حسین ... او نورو پورې دوام درلوده. د شیعه فرقې په اسماعیلي څانگه کې د ناطق، وصي او امام اصطلاحات ډېر مشهور دي. دوي په دې گروهه دي چې دا دندې الهي ورکړه ده چې د نبي له مړینې وروسته یې ځینو ځانگړو بنده گانو ته ورکړې. اسماعیلیان خپل امام د اهل بیت یو غړی گڼي او هغه د الهي فیض سرچینه گڼي. په لومړیو شپږو امامانو کې ددوي ترمنځ د ښکاره (ظاهر) امام او مستور (پټ) امام نظریه موجوده وه.
له دې ځایه د اسماعیلي امامانو پیل کېږي:
له دې ځایه اسماعیلیه دوه ډلې شوې، یوه د نزار بن معاذ خپل امام گڼلو او دویمې یې احمد مستعلی چې د فاطمي ډلې راتلونکی خلیفه و، خپل امام گڼلو. نو له همدې وجې دا ډلې په نزاریه او مستعلیه وبللې شوی.
له دې ځایه د [[مستعلیه]] ډله راښکاره کېږي، چې ځانته د دعوت قدیم والا وایي.
له دې ځایه د مستعلیه ډله دوه ځایه شوه، یوه یې د مستعلیه طیبیه او دویمه یې د مستعلیه حافظیه په نومو ونومول شوه.
مستعلیه طیبیه هغه دي چې طیب ابوالقاسم خپل وروستی امام گڼي، او د هغه د غیبوالي قائله دي. ددې غایب امام مرستیالان (نایبین) داعي مطلق په نامه یادېږي. د داعي مطلق ډلې ته بوهره ډله هم ویل کېږي چې په هند کې ستره مذهبي ډله ده. نن سبا ټول [[مستعلیه]]، مستعلیه طیبیه یا بوهره دي. دا ډله په یمن او هند کې اوسېږي. د ټولو بوهره ډلې 26 داعي مطلق مشترک امامان دي چې دا ۲۶ امامان ټول په گډه سره مني.د وخت په تېرېدو سره په دوي کې هم د داعي مطلق په اړه اختلاف راغی، نو په یمن کې سلیمانی بوهره وگڼل شوه، او په هند کې داؤدي بوهره گڼل کېږي. او څوک چې سني شوي دي هغوي بیا د صغیري بوهره په نامه یادېږي.۔
داؤدي بهره یوه کوشنۍ ډله علوی بوهره له 1980 ء راهیسې ضیاء الدین صاحب د 44م مطلق دعي په توگه گجرات کې سرمشري کوي. داؤدي بوهره 29م دعي مطلق په ټاکلو کې د علی بن ابراهیم په اختلاف سره دا ډله د علوي بوهره په نامه وبلل شوه. علوی بوهره کی ویب سایټ
مستعلیه حافظیه هغه ډله ده چې امامت یواځې په فاطمي تخت کېناستونکو امامانو کې جاري بولي. دا ډله د فاطمي خلفاوو په ختمېدو سره له منځه ولاړه.
له دې ځایه د نزاریه فرقې پیل کېږي. دا ډله د ابومنصور نزار بن معاذ المصطفی لدین الله خپل لومړی خلیفه گڼلو. دا ډله د دعوت جدید یا نوي دعوت کوونکو ډلې په نامه هم یادېږي. ددې ډلې مخالفین دا ډله د حشاشیونو په نامه یادوي.
له دې ځایه د نزاریه ډله په دوه برخو ووېشل شوه: یوه یې مؤمنیه بولي چې د شمس الدین مشر زوی مؤمن خپل امام گڼي او دویمه یې قاسمیه چې د شمس الدین د دویم زوی قاسم شاه امام گڼي.
د مؤمنیه نور امامان په دې توگه دي:
دلته د مؤمنیه نزاریه د امامت لړۍ په امام محمد بن حیدر امیر باقر چې څلوېښتم امام گڼل کېږي باندې ودرېده.
هغه ډله چې قاسم شاه خپل امام گڼي د دوي د امامت لړۍ لا تردې دمه هم روانه ده.
ددې ډلې د امامانو لړۍ په دې توگه ده:
نن سبا د قاسیمه نزاریه ډله د دوي د وروستیو څلورو امامانو له وجې په اغاخانیه یادول کېږي چې هغه څلور په دې ډول دي: