آبوجا

ابوجا (په انګلیسي:  /əˈbuːdʒə/ Abuja) د نایجېریا پلازمېنه او د دې هېواد اتم تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی. په مرکزي فدراله حوزه کې پروت دغه ښار، یو پلاني ښار دی چې تر ډېره په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د جاپاني مهندس کېنزو تنګي له لوري د طرح شوي ماستر پلان پر بنسټ جوړ شوی دی. نوموړی ښار د پلازمېنې په توګه د ۱۹۹۱ز کال د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د دې هېواد د تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ښار لاګوس ځایناستی شو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

آبوجا
Abuja
د آبوجا انځور
د آبوجا انځور
د آبوجا انځور

د نیجریه په نقشه کې د آبوجا موقیعت
د نیجریه په نقشه کې د آبوجا موقیعت
د نیجریه په نقشه کې د آبوجا موقیعت

د نیجریا هیواد سیاسی نقشه
د نیجریا هیواد سیاسی نقشه
د نیجریا هیواد سیاسی نقشه
Map
کورډېناټونه: ۹°۰۳′۲۰″شمال ۷°۲۹′۲۹″ختیځ / 9.0555555555556°شمال 7.4913888888889°ختيځ / 9.0555555555556; 7.4913888888889   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د رامنځته کېدو نېټه۱۸۲۸  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیوادنایجیریا
قلمرود نیجیریا هیواد فدرالی سیمی موقیعت
پلازمینه د:
اداري وېش
حکومت
 • وزیرآدامو آلیرو
پراخوالی
 • پراخوالی۷۱۳ کلوميټر٢ (۲۷۵ میله  مربع)
لوړوالی۲۰۳۴ ميټره (۶٬۶۷۳ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۰۶)
 • ټولټال۷۷۶٬۲۹۸
 • د نفوسو کثافت۱٬۱۰۰/کلوميټر٢ (۲٬۸۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زونWAT (ه.ن.و۱+)
سيمه ييز د زنګ کوډ۰۹ ۲۳۴
جيو کوډ2352778[۳]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166NG-FC
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼهfct.gov.ng/fcta/

د ابوجا جغرافیه د ۴۰۰ مترو (۱۳۰۰ فټه)  اسو کمر په واسطه چې د اوبو په واسطه توږل شوې تیږه ده، تعریف شوې ده. د ولسمشرۍ کمپلکس، ولسي جرګه، ستره محکمه او د ښار زیاتې برخې د یاد کمر سویل ته غځېدلې دي. د زوما کمر  چې یوه ۷۹۲ متره (۲۵۹۸فټه) تیږه ده، کټ مټ د ښار شمال ته کدونا ښار ته په غزېدلې لویه لاره پرته ده.[۱۱][۱۲]

د ۲۰۰۶ز کال د سرشمېرنې پر بنسټ، د ابوجا ښار ۷۷۶۲۹۸ وګړي درلودل، چې په دې سره په نایجېریا کې یو له لسو ډېر نفوس لرونکو ښارونو څخه ګڼل کېږي (چې په ۲۰۰۶ز کال کې یې اتم ځای درلود). د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، ابوجا د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ز کلونو تر منځ ٪۱۳۹.۷ وده درلوده چې په دې توګه په نړۍ کې تر ټولو ګړندی مخ پر ودې ښار شمېرل کېده. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرو پر بنسټ، دغه ښار لږ تر لږه ٪۳۵ کلنۍ وده تجربه کوي چې د دې سلنې له مخې نوموړی هېواد د افریقا د لویې وچې په کچه تر ټولو د ګړندي وده کوونکي ښار ځای خپلوي او د نړۍ په کچه له ګړندیو وده کوونکو ښارونو څخه یو ګڼل کېږي. د ۲۰۱۶ز کال د سر شمېرنې پر بنسټ، د ابوجا ګڼ مېشتې ښاري سیمې په اټکلي بڼه شپږ میلیونه نفوس درلود، چې دا ښار ته یې یوازې په لاګوس پسې ځای ورکړی و، کوم چې په نایجېریا کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکې لویه ښاري سیمه ده. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

مهم مذهبي ځایونه یې د نایجېریا له ملي جومات (په عربي کې: مسجد أبوجا الوطني) او ملی مسیحی مرکز څخه عبارت دي. د ننامدي ازیکیوې نړیوال هوایي ډګر د دغه ښار په چوپړ کې دی. ابوجا د افریقا په کچه یو د څو موخو لپاره د ودانو شوو او همدارنګه یو له تر ټولو شتمنو پلازمېنو څخه شمېرل کېږي.[۱۹]

ابوجا د نایجېریا اداري او سیاسي پلازمېنه ده. دا ښار همدارنګه په سیمه ییزو چارو کې د نایجېریا د ښکېلتیا له امله د افریقا په لویه وچه کې یوه خورا مهمه پلازمېنه ګڼل کېږي. ابوجا د کنفرانسونو یو مرکز هم دی چې هر کال د بېلابېلو ناستو کوربه توب کوي، لکه ۲۰۰۳زکال د مشترک المنافع هېوادونو د سر مشریزې غونډې او د ۲۰۱۴ز کال د نړۍ(افریقا څانګې) د اقتصادي مبحثونو د غونډو ډګر و.[۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخچه

"ابوجا" د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ په لومړیو کې د څنګ ته ښارګوټي نوم و چې اوس سیلوجا (Suleja) نومېږي.[۲۳]

د ابوجا ځايي اوسېدونکي ګباګي (ګواري) خلک دي، چې ګباګي ژبه پخوا د سیمې لویه ژبه ګڼل کېده. په یاده سیمه کې نورې ډلې له باسا، ګواندارا، ګاد، ديبو، نوپ او کورو څخه عبارت دي. د نایجېریا له خپلواکۍ را په دې خوا د دې هېواد د نژادي او مذهبي ویشونو په رڼا کې، داسې پلانونه وړاندیز شوي وو چې پلازمېنه باید په داسې ځای کې وي چې لویو توکمیزو ډلو لپاره بې لوري او همدارنګه د نایجېریا ټولو برخو ته په نږدې موقعیت کې پرته وي. دغه موقعیت په پایله کې د هېواد په مرکز کې د ۱۹۷۰یمې لسیزې په لومړیو کې غوره کړای شو ځکه چې د بې پرې توب او ملي یووالي ښودنه یې کوله. د پلازمېنې په توګه د ابوجا په ټاکلو کې یوه بله انګېزه د لاګوس ښار د نفوس زیاتوالی و چې ښار یې له ګڼې ګوڼې ډک او شرایط یې خراب کړي وو. څرنګه چې لاګوس ښار له مخکې نه د اقتصادي ودې په لور روان و، نایجېریایي رژیم دې ته اړتیا ولیده چې یاد اقتصاد ته د هېواد مرکزي برخو ته پراختیا ورکړي، نو له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې خپله پلازمېنه ابوجا ته ولېږدوي. کوم منطق چې وکارول شو د برازیل هېواد له خوا د پلازمېنې په توګه د برازیلیا (Brasília) ښار غوره کولو پلان ته یې ورته والی درلود.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د نایجېریا فدرال پوځي حکومت د ۱۹۷۶ز کال د فبروري په څلورمه نېټه خپل شپږمه ګڼه فرمان صادر کړ، د کوم له مخې چې له لاګوس څخه ابوجا ته د پلازمېنې د انتقال پیل شو. د ابوجا د ښار د پلان د طرحې او پلي کولو ابتدايي کار د مورتالا محمد (Murtala Mohammed) او اولسګون اوباسانژو (Olusegun Obasanjo) د پوځي حکومت له خوا په لاره واچول شو چې وروسته د شیحو شاګاري ادارې ته وسپارل شو. ساختماني چارې یې د ۱۹۷۰یمې لسیزې په وروستیو کې پیل شوې، اما د اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ له کبله، د ښار لومړني ساختماني پړاوونه د ۱۹۸۰یمې لسیزې تر وروستیو پورې نه وو بشپړ شوي. [۲۸][۲۹][۳۰]

د نایجېریا د پلازمېنې لېږد لانجمن او پر وړاندې یې تر ټولو لوی مخالفت مشري د اوبافېمي اوولووو (Obafemi Awolowo) له خوا کېده. اوولووو د یو سیاستوال او د یوروبا د خلکو د استازي په توګه د لاګوس څخه د پلازمېنې د لېږد پر ضد له خپلو ادعاوو څخه دفاع وکړه. نوموړي د ولسمشرۍ لپاره له تاودو بحثونو په ډکو سیالیو کې، هغه ژمنه وکړه چې د ټاکل کېدو په صورت کې به امریکایي والټ دېسني شرکت د دې لپاره ګماري چې د پلازمېنې لپاره نوې ځانګړې شوې ساحه (ابوجا) په یو تفرېحي پارک باندې واړوي. په هر ترتیب، د ولسمشر په توګه الحاجي شیحو شاګاري له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي د ابوجا د زېربنا لومړی تهداب کېښود او د ژر بشپړېدو لپاره یې هلې ځلې وکړې. له ټاکل کېدو وروسته له لاګوس نه بهر د هغه لومړی سفر ابوجا ته و، چېرې چې نوموړي د دغې پروژې په ساحه کې له قراردادیانو او کارګرانو څخه لیدنه وکړه تر څو د پروژې د چټک بشپړېدو په پار هغوی ته سپارښتنې وکړي. هغه د بېرته راستنېدو پر مهال د کار د پڅ پرمختګ په اړه خپله ناخوښي له الحاجي ابوبکر کوکو سره شریکه کړه. شیحو شیګاري ابوجا ته د پلازمېنې د پلان شوي لېږد مهال وېش له ۱۹۸۶ز کال څخه ۱۹۸۲ز کال ته له سره پلان کړ، کوم چې وروسته له ستونزو سره مخ شو.[۳۱][۳۲]

د پلان جوړونې نړیوال سازمان (IPA)  ته د ۱۹۷۷ز کال په جون کې د پلازمېنې د فدرالي پراختیایي ادارې (FCDA) له خوا دنده وروسپارل شوه تر څو د ابوجا او د هغې د سیمه ییزې شبکې ماستر پلان چمتو کړي. د دندو د لایحې له مخې د ماستر پلان جوړونې په پروسه کې د اړوندو تخنیکي معلوماتو بیاکتنه، د پلازمېنې ښار د ساحې ټاکنه، د سیمه ییزو او ښاري پلانونو چمتو کول او د ډیزاین او پراختیا د ستندردونو د لارښود اضافه کول شامل وو.[۳۳][۳۴]

د پلان جوړونې نړیوال سازمان (IPA) په نړیواله کچه د یو وتلي شرکت له لوري د ماستر پلان د ډیزاین لپاره د نایجېریا د حکومت له هلو ځلو او ښکېلتیا څخه د مخه موجود نه و. IPA د دریو امریکایي شرکتونو په مشترک المنافع ډول سره یو ځای کېدو سره رامنځته شو چې دغه نړیواله رقابتي داوطلبي یې وګټله. یاد شرکتونه عبارت وو له: د پلان جوړونې څېړنیز شرکت (PRC)، والاس مکهارګ، رابرټس او ټاډ، او ارکیسېستمز (د هیوغېس د نهاد یوه څانګه). د داوطلبۍ له ګټلو څخه او د پروژې له بشپړولو وروسته یاد شرکتونه بېرته سره جلا شول.

د پروژې وروستی راپور د نایجېریا د پلازمېنې پراختیایي ادارې (FCDA) مخکښ اجرائیوي منشي ابوبکر کوکو ته د ۱۹۷۹ز کال د فبروري په ۱۵مه نېټه وړاندې شو. د ماستر پلان پر سریزه باندې د IPA مشترک المنافع شرکت له خوا لاندینۍ بیانیه لیکل شوې وه:

"د نایجېریا د نوې پلازمېنې ابوجا لپاره دغه ماستر پلان د پلازمېنې د پراختیایي ادارې(FCDA)  د مدیره هیئت او څو مشورتي پنلونو د مشاورینو د ۱۸-میاشتو د کار پایله په ګوته کوي. د دغو متخصصینو له نه ستړې کېدونکو هڅو پرته، دغه لاسته راونه چې اوس د پلازمېنې د پلان د حقیقي پلي کېدو په پیل کې نندارې ته وړاندې کېږي، نشوای تر لاسه کېدای. دا پلان پخپله د نوې پلازمېنې ښار د ودانولو په پړاوونو کې د عطف یو ټکی په ګوته کوي. دا پلان د هغو لویو هڅو یو لازمي عنصر دی چې په پام کې ده د نایجېریا د خلکو له خوا په لاره واچول شي. "[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

تاریخ

جغرافیه

سرچينې