آناستاس میکویان

اناستاس ایوانویچ میکویان (زوکړه: د ۱۸۹۵ زکال د نومبر ۲۵ مه – د ۱۹۷۸ زکال د اکتوبر ۲۱ مه) ارمنستاني کمونیست انقلابي، پخوانی بلشویک او شوروي چارواکی و. نوموړی یوازنی شوروي سیاستوال و چې وه یې شو کولای د کمونیست ګوند په ځواکمنو تر ټولو لوړو پوړیو کې ځان وساتي، په داسې حال کې چې ځواک به کله د مرکزي کمېټې او کله هم د سیاسي دفتر په واک کې و. د هغه سیاسي ژوند د لینېن له مهال څخه د ستالین او خروشچف تر مهاله او په همدې ډول د برژنف په واکمنۍ کې د هغه د سوله ئیز تقاعد تر مهاله دوام درلود. 

آناستاس میکویان
آناستاس میکویان
آناستاس میکویان

د شخص معلومات
پيدايښت۱۳ نومبر ۱۸۹۵[۱][۲][۳]
مړینه21 اکتوبر 1978 (83 کاله)[۱][۲][۵][۶][۷][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو [۸][۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت روسي سترواکي

د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګوندد شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۱۵–)[۳]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
اولاد
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
آناستاس میکویان
آناستاس میکویان

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

میکویان چې په هغو لومړیو کې بلشویکي ارمانونو ته اوښتی و، په قفقاز کې یې د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال د سټیپان شاهومیان په مشرۍ د باکو په کمون کې شرکت وکړ. په ۱۹۲۰مه لسیزه کې نوموړي د شمالي قفقاز د سیمې د لومړي منشي په توګه خدمت وکړ. د ستالین د حکومت پر مهال میکویان څو عالي دولتي څوکۍ له دې ډلې د بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر څوکۍ لرله. ورته مهال په ۱۹۴۰مه لسیزه کې میکویان د ځان اړوند د ستالین پام له لاسه ورکاوه. په ۱۹۴۹ زکال کې نوموړي د بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر په توګه خپله اوږد مهاله دنده له لاسه ورکړه او د ۱۹۵۲ زکال په اکتوبر میاشت کې ستالین د ګوند په ۱۹م کانګرس کې په هغه شدید برید وکړ. په ۱۹۵۳ زکال کې هغه مهال چې ستالین ومړ، میکویان یو ځل بیا د پالیسۍ جوړولو په برخه کې د رهبری رول وموند. هغه او خروشچف په ګډه سره د ستالیني سیاستونو د له منځه وړو پالیسي طرح کړه او بیا د خروشچف د واکمنۍ پر مهال د لومړي وزیر لومړی مرستیال شو. د خروشچف د ګرمۍ (تاو) پر مهال د میکویان ځایګي نوموړی دغه مهال په شوروي اتحاد کې په دویم پیاوړي کس واړوه.

میکویان کمونیستي کیوبا او متحده ایالاتو ته څو مهم سفرونه لرل او په دې سره یې د نړیوالې دیپلماسۍ په صحنه کې مهم رول لوباوه، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د نرم ځواک په برخه کې یې له خپلو وړتیاو څخه د شوروي د ګټو په موخه کار اخیست. په ۱۹۶۴ زکال خروشچف د یوې کودتا پر مهال له واکه ګوښه شو او برژنف واک ته ورسېد. میکویان له ۱۹۶۴ زکال څخه په ۱۹۶۵ زکال کې د خپل اجباري تقاعد تر مهاله د شوروي د رهبرۍ د عالي شورا د مشر او په اسمي توګه د دولت د مشر په توګه خدمت وکړ.

لومړنی ژوند او مسلک

میکویان په ۱۸۹۵ زکال کې د ارمنستاني والدینو په لرلو د روسیې سترواکۍ ته د اړوند تفلیس ایالت په ساناهین کلي کې (اوس مهال د ارمنستان د لوري ایالت الاوردی سیمه ده) وزېږېد. پلار یې هوهانس نومېده او نجار و، مور یې هم غالی اوبدونکې وه. هغه یو کوچنی ورور د آرتم میکویان په نوم درلود چې د میګ د هوايي چلن د ادرې یو له طراحي کوونکو بنسټګرو څخه و چې بیا وروسته د شوروي د پوځي هوايي چلن په برخه کې د چټکو جټ الوتکو د لومړنۍ طراحۍ په مرکز واوښت. [۱۰]

میکویان د تفلیس په نرسیسیان ښوونځي کې زده کړې پیل کړې او وروسته بیا په واغارشاپات (اجمیاتزین) کې د ګئورګیان علمیه بنسټ ته لاړ چې دواړه ارمنستاني کلیسا ته اړوند و. ورته مهال مذهب د هغه په ژوندانه کې ډېر لږ اغېز درلود. نوموړي وروسته څرګنده کړه چې د الهیاتو په برخه کې د زده کړو دوام هغه بې خدايي (الحاد) ته نږدې کاوه: «ما څرګند حس درلود چې په خدای باور نه لرم، په واقعیت کې ما د ماتریالیستي قطعیت د نشتون سند ترلاسه کړ؛ هر څومره چې ما دیني زده کړه کوله، هغومره مې په خدای ایمان را کم کېده». سیاست ته له مخه کولو وړاندې میکویان سوسیالېزم او لیبرالېزم دواړه مطالعه کړي و. [۱۱][۱۲]

د ۲۰ کلنۍ په عمر هغه په اجمیاتزین کې کارګري شورا جوړه کړه. په ۱۹۱۵ زکال کې په رسمي ډول د روسیې د سوسیال دیموکرات ګوند له بلشویکي ډلې (چې وروسته په بلشویکي ګوند پېژندل کېده) یوځای شو او په قفقاز کې د انقلابي خوځښت مشر شو. له روسي انقلابیونو سره د هغه تعاملاتو هغه باکو ته هدایت کړ او هلته په ارمنستاني ژبه د سوتسیال-دیموکرات اخبار مسئول مدیر شو؛ چې وروسته بیا د Izvestia Bakinskogo Soveta په نامه په روسي ژبه د بل خپرېدونکي اخبارمسئول مدیر هم شو. ویل کېږي چې دغه مهال نوموړي په تلفیس کې له ټي ان ټي څخه په کار اخیستو له یو بانک څخه غلا وکړه او پوزه یې هم د سړک سر جګړې پر مهال ماته شوه. [۱۳]

د سیاسي دفتر غړیتوب

میکویان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۹ زکال کې له ستالین سره ولیدل او په ۱۹۲۴ زکال کې یې د لینېن له مړینې وروسته د واک پر سر د جنجال پر مهال د هغه ملاتړ وکړ؛ په ۱۹۲۲ زکال کې د روسیې د کمونیست ګوند په ۱۱م کانګرس کې وړاندې له دې چې د ستالین او لئون تروتسکي ترمنځ د واک پر سر جنجالونه ټولو ته څرګند شي میکویان څرګنده کړه چې «تروتسکي د دولت سړی دی؛ نه د ګوند». د دغې خبرې په کولو سره د تروتسکي ژوند لیک لیکونکی، ایزاک دویچر څرګندوي «ده هغه څه خلاصه کړل چې د پخواني ګارد ډېرو غړو یې اړوند فکر کاوه خو لا یې په عامه توګه نه شو بیان کولی». [۱۴][۱۵]

له ۱۹۲۶ زکال راهیسې د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د خلکو د کمیسار په توګه نوموړي یو شمېر لویدیځې لارې چارې هېواد ته راوړې لکه د کنسروي توکو بازار ته وړاندې کول. په ۱۹۳۵ زکال کې هغه د سیاسي دفتر د غړي په توګه وټاکل شو او د شوروي یو له هغو لومړنیو رهبرانو څخه و چې له متحده ایالاتو سره یې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه هغه هېواد ته سفر وکړ. میکویان په متحده ایالاتو کې درې میاشتې تېرې کړې او نه یوازې دا چې د دغه هېواد د غذايي صنعت اړوند یې ګڼ شمېر اطلاعات پیدا کړل له هنري فورډ سره یې ولیدل او په نیویارک کې یې مکي کمپنۍ ولیدله. هغه مهال چې بېرته راوګرځېد هغه په متحده ایالاتو کې ګڼ شمېر مصرف کېدوني محصولات په شوروي اتحاد کې معرفي کړل چې په کې برګر، آیس کریم، کارن فلک، پاپ کورن، روب، مالټه او جوش کړي جواري په کې شاملېدل.[۱۶][۱۷]

میکویان د اشپزۍ د یوه کتاب د جوړولو لپاره پروژه جوړه کړه چې کورني پخلنځي ته یې مخه کول هڅول. د خوندورو او صحي خوړو کتاب (Книга о вкусной и здоровой пище, Kniga o vkusnoi i zdorovoi pishche) په ۱۹۳۹ زکال کې خپور شو چې په ۱۹۵۲ زکال کې یې له خپرې شوې بلې نسخې سره ۲.۵ میلیونه کاپیانې وپلورل شوې. میکویان په شوروي اتحاد کې د آیس کریمو له تولید سره مرسته وکړه او تر هغه مهاله چې له کاره ګوښه کړای شو دغه صنعت یې په خپل شخصي کنټرول کې درلود. ستالین د دې اړوند په هغه ټوکه وکړه او وه یې ویل، «ته ، اناستاس، د کمونېزم پر ځای آیس کریم ته ډېر اهمیت ورکوې». میکویان په شوروي اتحاد کې د غوښې له تولید (په ځانګړې توګه ورته د میکویان کټلېت ویل کېدل) سره مرسته وکړه او د شوروي د مهال د ساسچو د جوړولو یوه کارخونه د هغه په نوم ونومول شوه. [۱۸][۱۹][۲۰]

دویمه نړیواله جګړه

د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې د مولتوف- ریبنتروف د تړون له مخې، نازي جرمني او شوروي اتحاد په پولنډ او ختیځه اروپا کې د ځان لپاره جلا د نفوذ حوزې رامنځته کړې. شوروي اتحاد د پولنډ په ختیځه برخه کې ۲۶۰۰۰ پولنډي سرتېري ونیول او د ۱۹۴۰ زکال په مارچ میاشت کې له ستالین او د میکویان په ګډون د سیاسي دفتر له نورو پنځو غړو سره له مشورې وروسته د «ملت پالو او انقلاب ضد کسانو په توګه» د هغوی د اعدام حکم لاسلیک شو. د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې هغه مهال چې جرمني په شوروي اتحاد برید وکړ، میکویان ته د خوراکي موادو د برابرولو او لېږدولو مسئولیت ور ترغاړې شو. د هغه زوی ولادمیر چې د سره پوځ د هوايي ځواک پیلوټ و هغه مهال چې په ستالینګراد کې یې الوتکه وویشتل شوه خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. د جګړې پر مهال د میکویان اصلي مسئولیت د سره پوځ لپاره د توکو، خوراکي موادو او نورو اړتیا وړ شیانو برابرول و. [۲۱][۲۲][۲۳]

میکویان په ۱۹۴۱ زکال کې د ګواښ لاندې سیمو لکه مسکو او لیننګراد څخه ختیځ لوري لکه اورال، لویدیځې سایبریا، ولګا سیمې او نورو خوندي برخو ته د شوروي د صنایعو د لېږدولو کریدیت لري.

د ۱۹۴۲ زکال په فبروري میاشت کې میکویان د ستالین په امر په دولتي دفاعي کمېټه کې د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې