ادبي غلا

ادبي غلا د بل چا د ژبې، افکارو، سوچونو یا اثارو داسي غلا چي دخپل اصلي کار په توګه معرفي کړل سي. [۱] [۲] [۳] دادبي غلا په هکله دقیق تعریفونه یوله بل سره توپیرونه لري. په ډیرو هیوادونو او کلتورونو کې غلا کول د اکادمیکي بشپړتیا او ژورنالیستیک اخلاقو څخه سرغړونه ګڼل کیږي، او همدارنګه د زده کړي، تدریس، څیړني، عادلانه درناوي او مسؤلیت په شاوخوا کې ټولنیز نورمونه پکښي داخل بلل کیږي. [۴] په دې توګه که چیري یوشخص یا اداره چې د ادبي غلاکولو هوډ لري ډیری وختونه دبېلابیلو مجازاتو یا بندیزونو تابع وي، لکه تعلیق ، له ښوونځي څخه ایستل [۵] کاري [۶] جریمه ، [8] [9] بند ، [۷] [۸] [۹] [۱۰] اوداسي نوري مختلفي جزاګاني.

ادبي غلا عموماً پخپله جرم نه دی، خو د جعل کولو په څېر یې درغلي په محکمه کې مجازات کېدای سي لکه[۱۱] [۱۲] دکاپي حق څخه سرغړونه ، له اخلاقي حقونو څخه سرغړونه اویاهم شکنجې . په پوهنیز ډګر او صنعت کي، دا یو جدي اخلاقي جرم دی. [۱۳]

له افغان اثارو اوتاریخ څخه ادبي غلا

متاسفانه په افغانستان کي د1978 کال ترکودتا وروسته چي په پایله کي یې لوی ناورین رامنځ ته سو یوهم دافغان اثارو څخه دبېلابیلو هیوادونو اوټولنو ادبي غلاوي وې چي زیاتره یې دافغانستان دلویدیځ ګاونډي له لوري ترسره سوې اوپه پایله کي یې لوی شمېر اشخاص، مشهوره څېرې، کلتورونه اونایابه اثار دافغانستان له نوم څخه په ایراني نومونو بدل او ورپوري وتړل سوه. ددې ډول غلاوو مشهوره بیلګي دافغانستان مشهوره اشخاص لکه امام ابوحنیفه، علامه ابن حبان، سیدجمال الدین افغان اوځیني نور وه چي ایراني لیکوالانو دادبي غلاو په پایله کي دځان وګڼل اوهمدرانګه پارسي ژبه چي په اصل کي دافغانستان میراث دی خو تړل سوی په ایران پوري دی.