ارتر کانن ډويل

سر ارتر اګنټيس کانن ډويل KStJ, DL (22 مۍ 1859 – 7 جولای 1930) یو برتانوی ليکوال او ډاکټر و. نوموړي د «Study in Scarlet» په نوم ناول لپاره د «Sherlock Holmes» کردار په 1887ز کال کې جوړ کړ، کوم چې د Holmes او Dr. Watson په اړه د څلورو ناولونو او شپږ پنځوسو لنډو کيسو له ډلې لومړی يو و. د «Sherlock Holmes» کيسې په جنايي داستانونو کې مهمې بلل کېږي.

«ډويل» یو حاصلخيز لیکوال و، د Holmes له کيسو پرته، د هغه په اثارو کې د پروفيسر چيلنجر په اړه د کيسو په ګډون داستاني او خيالي علمي کيسې، او د نيپوليني سرتېري (Brigadier Gerard) په اړه د ټوکو کيسې، همدا راز ډرامې، رومانونه، شاعري، غير افسانوی، او تاریخي ناولونه هم شامل دي. د ډويل د لومړيو کيسو څخه يوه يې د " J. Habakuk Jephson's Statement" (1884) په نوم ده، کومې چې د «ميري سيلسټي» د راز په عامولو کې مرسته کړې.

نوم

ډويل عموماً د "سر ارتر کانن ډويل" يا "کانن ډويل" په نوم يادېږي، مطلب يې دا دی چې «کانن» نوم د منځني نوم پر ځای، د مرکب لقب برخه ده. د ايډنبرا د سينټ ميري کتيډرل په راجسر کې د هغه د تعميد غسل ثبتېدلو کې "ارتر اګنټيس کانن" په نوموړي کېښودل شوی نوم او "ډويل" د هغه د لقب په توګه ښودل شوی دی. په هغې کې همدا راز مايکل کانن د هغه د روحي پلار په توګه نومول شوی دی. د برتانوي کتابتون او د کانګريس د کتابتون په فهرستونو کې يوازي ډويل د هغه د لقب په توګه بلل شوی دی.[۱][۲]

د «The Baker Street» جريدې خپرونکی «سټيون ډويل» ليکلي: "کانن د ارتر منځنی نوم و. له هغه لږ وروسته چې نوموړی له ښوونځي فارغ شو، نوموړي کانن د خپل لقب په توګه په کارولو پيل وکړ. خو په تخنیکي ډول د هغه وروستی نوم ډويل دی. کله چې د پاچا له خوا د وياړ په لقب (knight) ونازول شو، په رسمي جريده کې د هغه نوم د ډويل په توګه خپور شو، نه د کانن ډويل مرکب نوم په توګه.[۳][۴]

د ژوند لومړي کلونه

ډويل د 1859ز کال د مۍ په دوه ويشتمه نېټه د سکاټلينډ د ايډنبرا په «11 Picardy Place» ماڼۍ کې زېږېدلی. د هغه پلار «چارلس الټامونټ ډويل» په انګلستان کې زېږېدلی و، نوموړی له ايرلينډي کاتوليک نسل څخه و، مور يې «ميري» ايرلينډۍ کاتوليکه وه. د هغه مور او پلار په 1855ز کال کې واده کړی و. په 1864ز کال کې، دا کورنۍ په شرابو د چارلس د زيات روږديتوب له امله وپاشل شوه، او ماشومان د لنډ مهال لپاره په ايډنبرا کې وساتل شول. په نيونګټن اکاډمۍ کې د زده کړې پر مهال، ارتر په ګلمرټن سرک « Liberton Bank House » کې د يو دوست د ترور «ميري برټن» سره مېشت شو. [۵][۶][۷][۸]

په 1867ز کال کې، دا کورنۍ سره يو ځل بيا يوځای شوه، او په «3Sciennes Place» کې په يو  ګڼ مېشتي کور کې يې استوګنه پيل کړه. د ډويل پلار په 1893ز کال کې د ډمفريز په کرچسټن رايل کې له څو کاله رواني ناروغۍ وروسته ومړ. په کم عمرۍ کې پيل کولو سره د ژوند په اوږدو کې ډويل خپلې مور ته لیکونه واستول، او د دې لیکونو ډېر يې خوندي شوي دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

نوموړی د خپلو شتمنو ترونو له ملاتړ څخه برخمن و، ډويل په نهه کلنۍ کې (1868-70) د لنکشاير د سټوني هرسټ د جيسوټ چمتوالي ښوونځي هوډر پيلس ته واستول شو. نوموړی له دې وروسته سټوني هرست کالج ته ولاړ، چېرته چې هغه تر 1875ز کال پورې زده کړه وکړه. په داسې حال کې چې ډويل په سټوني هرسټ کې خوشاله نه و، هغه ويلي چې له هغه ځای څخه کومې په زړه پورې خاطرې نه لري، ځکه چې ښوونځي د منځنيو پېړيو د اصولو پر بنسټ پر مخ وړل کېدو: يوازيني مضامين چې هلته شامل شوي وو، هغه لومړني مهارتونه، ويناوالي (بلاغت)، اقليديسي هندسه، الجبر، او کلاسيکي درسونه وو. ډويل وروسته په خپل ژوند کې په دې اړوند تبصرې کولو سره وويل چې دا تعلمي نظم يوازې په دې غوښتنه معاف کېدای شي چې هر ډول ورزش، چې هغه په خپل ځان کې څومره هم احمقانه وي، يو ډول ذهني ورزشي اله جوړوي، د کوم په مټ چې يو څوک کولای شي خپل ذهن ته وده ورکړي". نوموړي همدا راز دا ښوونځی سخت وموند، يادونه يې کړې چې د زړه سوي او مينې  پر ځای، دې ښوونځي د بدني سزا او دوديز سپکاوي د ګواښ ملاتړ کاوه.  [۱۳][۱۴]

له 1875 څخه تر 1876ز کال پورې، نوموړي د اتريش په فيلډکرچ کې د جيسوټ ښوونځي سټيلا ميټوټينا کې زده کړه وکړه. د هغه کورنۍ پرېکړه وکړه چې هغه د خپلې الماني ژبې د بشپړولو او د خپل زده کړه ييز افق د پراخولو لپاره هلته يو کال تېر کړي. نوموړي وروسته کاتوليکي عقیده رد کړه، او اګنويسټ وګرځېد. يوې سرچينې له مذهب څخه د هغه د لېرې کېدو لامل د اتريش په کم جدي ښوونځي کې تېر کړی وخت بللی دی. نوموړی همدا رار وروسته يو روحاني صوفي وګرځېد.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

طبي مسلک

له 1876 څخه تر 1881ز کال پورې، ډويل د ايډنبرا د پوهنتون په طبي ښوونځي طب ولوست؛ په دې موده کې هغه د «شورپشاير» په اسټن (چې هغه مهال د واروکشاير يو ښارګوټی و، او اوس د برمنګم يوه برخه ده)، «شيفيلډ» او « Ruyton-XI-Towns» کې يو څه وخت کار وکړ. همدا راز په دې موده کې، نوموړي د ايډنبرا په شاهي بوټپوهنې باغ کې د عملي نباتات پېژندنې زده کړه تر لاسه کړه. د زده کړې پر مهال ډويل د لنډو کيسو په ليکلو پيل وکړ. د هغه لومړۍ موجوده افاسانه چې د " The Haunted Grange of Goresthorpe" په نوم وه، په ناکامۍ سره د بليک ووډ مجلې ته وسپارل شوه. د هغه لومړۍ خپره شوې لیکنه د " The Mystery of Sasassa Valley" په نوم وه، دا يوه کيسه وه چې په سويلي افريقا کې ترتيب شوې وه، د 1879ز کال د سپتمبر په شپږمه نېټه د ايډنبرا د ژورنال په «Chambers» کې خپره شوې وه. د 1879ز کال د سپتمبر په شلمه نېټه، نوموړي په برتانوي طبي ژورنال کې، خپله لومړۍ علمي مقاله خپره کړه، چې د "Gelsemium as a Poison " په نوم وه، دا يوه څېړنه وه چې ټيليګراف ورځپاڼې د شلمې پېړۍ د قتل د څېړنې په برخه کې يوه مفيده مقاله وبلله.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ډويل په 1880ز کال کې په ګرينلینډ په ويلر کې د بيټرهيډ په هوپ کې ډاکټر و. د 1880ز کال د جولای په يوولسمه نېټه، د جان ګري «هوپ» اود ډيوډ ګری «ايکليب» له ايرا او لي سمت سره ولیدل. انځور اخيستونکي « W. J. A. Grant» د سمت، ګري وروڼو، او د بېړۍ د جراح وليام نيل سره د ايرا اف ډويل انځور واخيست، څوک چې د سميت د ماموريت برخه وو. دې ماموريت د « Franz Josef Land »څېړنه وکړه، او د اګست په اتلسمه،  د کيپ فلورا، بيل ايلينډ، نايټينګيل ساونډ، ګراټون (انکل جو)، ټاپو، او ميبل ټاپو د نومونو د منځ ته راتګ لامل وګرځېد.[۲۷][۲۸]

په 1881ز کال کې د ايډنبرا له پوهنتون څخه د طب لسانس او جراحۍ له ماسترۍ (M.B. C.M.) له سندونو څخه له فراغت وروسته، نوموړی د لوېديځې افريقا د سفر پر مهال د « SS Mayumba» بېړۍ جراح و. نوموړي د طب دوکتورا (M.D.) سند (په برتانيه کې د بنسټيز طب وړتيا څخه وړاندې د يوې لوړې درجې يو سند دی) د «tabes dorsalis» په اړه د خپلې مقالې په لیکلو سره بشړ کړ.[۲۹][۳۰][۳۱]

په 1882ز کال کې، ډويل د خپل پخواني ټولګيوال «جارج ټرناواين بډ» سره په «پلای ماوت» کې په يو طبي تمرین کې شراکت وکړ، خو د دوی اړيکه ستونزمنه ثابته شوه، او ډويل ډېر ژر د يو خپلواک تمرين تر سره کولو لپاره ولاړ. په 1882ز کال کې «Portsmouth» ته په رسېدو سره، داسې حال کې چې د هغه په نوم له لس پاونډه (په 2019 کې 1100 پاونډه کېږي) هم کم و، نوموړي د ساوت سي په ايلم ګروو کې په « 1 Bush Villas» کې طبي تمرين پيل کړ. دا تمرين بريالی نه و. په داسې حال کې چې د ناروغانو انتظار يې کاوه، ډويل يو ځل بيا د افسانو لیکلو لور ته وګرځېد. [۳۲][۳۳]

ډويل د لازمي واکسين سخت ملاتړی و، او د دې تمرين په ملاتړ او د واکسيناتورانو د اندونو په غندنه کې يې ګڼې لیکنې وکړې.[۳۴][۳۵]

سرچينې