البېډو

البېډو د لمریزو وړانګو د تیت شوي انعکاس اندازه‌ګیري ده او له صفر څخه نیولې، چې د تور جسم اړوند دی او ټولې غوړېدلې وړانګې جذبوي، تر ۱ پورې چې د هغه جسم اړوند دی چې ټولې وړانګې منعکسوي، اندازه کېږي.[۱][۲][۳][۴]

د البېډو د اغېزو بېلګې

روښنايي

البېډو په مستقیم ډول په روښنایۍ تکیه نه‌لري، ځکه چې د ورودي نور د اندازې بدلون په متناسب ډول د نور انعکاس شوې اندازه بدلوي، په دې استثنا چې په روښنایۍ کې بدلون په هغه ځای کې د ځمکې د سطحې د بدلېدو لامل شي (مثلاً د کنګل د ویلې کېدو له لارې). البېډو او روښنایي دواړه د جغرافیايي پلنوالي له مخې توپير لري. البېډو قطبونو ته نږدې تر ټولو لوړه ده او په نیمه ګرمو سیمو کې تر ټولو ټيټه ده.[۵]

اقلیم او هوا

البېډو د یوې سیارې د تشعشعاتو جذبولو د کچې په مشخصولو سره پر اقلیم اغېز کوي. د ځمکې د سطحې، کنګل یا سمندرونو تر منځ د البېډوي بدلونونو له امله د ځمکې نابرابره ګرمي کولای شي هوا وخوځوي.[۶]

کله چې د واور

کله چې د واورې د ورېدو له امله د یوې سیمې البېډو بدلېږي، د واورې-تودوخې یو غبرګون رامنځته کېږي. د واورې د ورېدو یوه لایه ځايي البېډو ډېروي، د لمر رڼا منعکسوي او د ځايي سړښت لامل کېږي. که د تودوخې هېڅ بیرونی بدلون پر دې برخه اغېز ونه‌کړي، د تودوخې ډېرښت شته واوره ساتي او د لا ډېرې واورې د ورېدو لامل کېږي.

واوره

د واورې البېډو ډېر متغیره یا بدلېدونکې ده، د نوې ورېدلې واورې لپاره له ۰.۹ څخه، تر شاوخوا ۰.۴ پورې د واورېدو د ویلې کېدو لپاره او تر ۰.۳ پورې د ککړې واورې لپاره بېلابېله ده. که یوه په واورو کې پټه سیمه ګرمه شي، واوره ویلې کېدو ته تمایل لري، البېډو کموي او په پایله کې د لا ډېرې واورې د ویلې کېدو لامل کېږي، ځکه چې واوره لا ډېر تشعشعات جذوي (د یخ-البېډو مثبت غبرګون).[۷]

لکه څرنګه چې تازه واوره د ککړې واورې په نسبت ډېره البېډو لري، د سمند په واوره پوښلي یخونه د سمندر تر اوبو ډېره البېډو لري. د سمندر اوبه په واوره د پوښل شوې سطحې په پرتله ډېره لمریزه رڼا جذبوي. کله چې د سمندر د تودوخې د ډېرېدو له امله او یا له پاسه د لمریزو وړانګو له امله د سمندر یخ ویلې کېږي، په واوره پوښلې سطحه کمېږي او د سمندر ډېره برخه اوبه د لیدو وړ ګرځي، له دې امله د انرژۍ د جذب سرعت زیاتېږي. اضافي جذب شوې انرژي د سمندر اوبه ګرموي چې په دې توګه د سمندر د کنګل یا یخ د ویلې کولو سرعت هم زیاتوي. د واورې د ویلې کېدو د مخکېنۍ بېلګې په څېر، د سمندر د یخ ویلې کېدو پروسه د مثبت غبګون یوه بله بېلګه ده. د مثبتو غبرګونونه دواړې کړۍ له ډېر وخت راهیسې د نړیوالې ګرمۍ لپاره مهم پېژندل شوې دي.[۸]

کوچنۍ اغېزې

البېډو په کوچنۍ کچه کې هم کار کولی شي. د لمر په رڼا کې تیاره جامې ډېره ګرمي جذبوي او روښانه رنګ کالي یې منعکسوي. له دې امله، د بیرونیو جامو د رنګ له البېډو څخه په استفادې سره د بدن د تودوخې د کنترولولو امکان برابرېږي.[۹]

ونې

هغه سیمې چې په موسمي واوره پټې دي، د بې ونو سیمو ژمنۍ البېډو یې د نږدې ځنګلونو په پرتله ۱۰ تر ۵۰ سلنه زیاته ده، ځکه چې واوره ونې په سم ډول نه پوښي. د پاڼو تویوونکو ونو د البېډو ارزښت له شاوخوا ۰.۱۵ څخه تر ۰.۱۸ پورې دی، په داسې حال کې چې د مخروطي ونو ارزښت له شاوخوا ۰.۰۹ څخه تر ۰.۱۵ پورې دی. په دغو دواړه ډوله ځنګلونو کې د اوړنۍ البېډو بېلابېلوالی د فوټوسنټز له حد اکثر کچې سره تړاو لري. ځکه هغه نباتات چې د ودې لوړ ظرفیت لري، خپله ډېره برخه پاڼې او ښاخونه د ورودي تشعشعاتو د مستقیم مخنیوي لپاره کاروي.[۱۰][۱۱]

سرچينې