الخون هونان

الخون هونان، (په باختري ژپه: αλχον(ν)ο الخونو) چې د الخونو، الکسون، الخان، الاخانا او والکسون په نوم هم یادېږي، کوچیاني وګړي وو چې په ۴مه او ۶مه پېړۍ کې یې په منځنۍ آسیا او سویلي آسیا کې دولتونه را منځ ته کړل. د دوی موقعیت په لومړي ځل په پاروپامیسوس کې یاد شوي، او ورپسې د سوېل ختیځ په لور، په پنجاب او مرکزي هند، همدارنګه تر ایران او کاسامبي پورې خوځېدلي. د هند په نیمه وچه کې د الخون یرغل کېداري هونان، چې له دوی شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې موجود وو، له منځه یوړل شو او د ګوپتا سترواکۍ په نسکورېدو کې یې مرسته وکړه، یعنې،  کلاسیک هند ته يې د پای ټکی کېښود.  [۱][۲]

د هونان قوم له لوري په هند یرغل، په دې نیمه وچه کې د یاوانا (هندو-یونانیانو)، ساکا (هندو-سیتیانو)، پالوا (هند-پارثیانو) او کوشانا (یوزي) له خوا د یرغلونو څخه څو پېړۍ وروسته ترسره شو. د الخون سترواکي په مرکزي او سوېلي آسیا کې د څلورو سترو هونا دولتونو دریمه برخه وه. له الخون وړاندې  کیداریان وو او ورپسې په باختر کې هفتالیانو او په هندوکش کې د نېزاک هون د دوی ځایناستي شول. د هند په نیمه وچه کې د الخون پاچاهانو نومونه د دوی د پراخو سکو، بودایي آثارو او یو شمېر یادګاري لیکنو څخه پېژندل شوي.

د اوږدې مودې لپاره الخون د هیفتالیانو د یوې برخې یا فرعي څانګې په توګه یا د هغوی د ختیځې څانګې په توګه انګېرل کېدل، خو اوس د جلا وګړو په توګه انګېرل کېږي. [۳][۴][۵]

هویت

نوم

په هند کې د معاصرو څېړونکو له قوله، الخون یو د هون قوم برخه وو، چې اصل او نسب یې نانندریز دی. د کاسامبي یوه مهر چې له تورمانا سره تړاو لري، د هناراجا ("هونا پاچا") لقب له ځانه سره لري. تورمانا په ریستال لیکنه کې د هونا (( Hūṇā په توګه هم بیان شوې ده. [۶][۷][۸][۹]

داسې انګېرل کېږي چې هونان هغه خلک وو چې په معاصرو ایراني سرچینو کې د Xwn، Xiyon او ورته نومونو پېژندل شوي، چې وروسته بیا د Xionites یا Chionites په رومي بڼه لیکل شوي. هونا زیاتره له هونز سره اړوند ګڼل کېږي چې په ورته دوره کې له مرکزي آسیا څخه د اروپا په لور یرغل یوړ. په پایله کې، د متن سر سم، د هون کلمه درې لږ متفاوتې معناوې لري: 1) د اروپا هونان؛ 2) د هونا په قوم  پورې تړلې ډلې چې په شمالي هند یې یرغل وکړ، 3) د هون په څېر خلکو لپاره یوه مبهمه اصطلاح. الخون هم اساساً د دوهمې معنې په پربنسټ، او همدارنګه د دریمې معنې له عناصرو سره، د "هونانو" په نوم یادېږي. [۱۰][۱۱]

د "الخون" نوم په عمومي ډول دوی ته د باختري اتل د پخوانۍ سکې څخه ريښه اخلي، چې دوی په ساده ډول د ساساني سکې څخه تقلید وکړ او هغه ته یې په باختري لیکدود د "الخونو" ( ، αλχονο، همدارنګه αλχοννο) نوم (د یوناني لیکدود لږ بڼه) او د خپلې قبیلې، تمغا سمبول، اضافه کړ. لوی شمېر اصلي سکې لکه د خینګیلا سکې هم د تمغا سمبول سره یوځای د "الخونو" یادونه له ځان سره لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له فلسفي اړخه، په "الخونو" (αλχονο) کې  کېدای شي ال د آرین لپاره او خونو د هونانو لپاره ترکیب وي، که څه هم دا یوه فرضیه پاتې شوې ده. بله ریښه پېژندنه وایي چې ال کیدای شي د روښانه سور رنګ لپاره ترکي اصطلاح، او خونو د هونانو لپاره وي چې معنی یې "سره هونان" دی، چې سور رنګ د دښتو د کوچیانو تر منځ د سوېل سمبول دی. [۱۸][۱۹]

ظاهر

الخون وګړي عموما د خپلو اوږدو کوپړیو په واسطه پېژندل کېدل، چې دا څېره یې د کوپړۍ د قصدي تغییر په پایله کې اخیسته چې ښایي دا د دوی د "ټولنیز هویت" استازیتوب وکړي. د الخون هون په سکه کې د واکمنانو په زیاتره انځورونو کې په ښکاره ډول اوږده کوپړۍ لیدل کېږي، او تر ټولو ډېره د خینګیلا په سکه کې تر سترګو کېږي. دا اوږده کوپړۍ، چې په ښکاره ډول ویاړ څرګندوي، دوی د نورو وګړو، لکه د دوی مخکیني کیدارانو، څخه بېلوي. د دوی په خپلو سکو کې، د ساسانیانو د تاجونو پر ځای، چې په سیمه کې رواج وو، کوپړۍ انځور کړې. دا کار د بیابانونو د نورو وګړو تر منځ، په ځانګړې توګه په هونانو کې، او په اروپا کې، چېرته چې هونانو پخپله معرفي کړ، هم تر سترګو کېږي.  [۲۰][۲۱]

الخون وګړي، په یو بل توکمیز دود کې، بې ږیرې ښودل شوي، چې زیاتره یې برېتونه پرېښودل، ترڅو د ساسانیانو د سترواکۍ له بڼې سره چې عموماً بې ږیرې وو، توپیر شي.[۲۲]

انګېرل کېږي الخون وګړو سمبولي ظاهر په سیمه کې  فیشني وي، لکه څنګه چې د زابلستان د افسانوي پاچا، ایراني اتل رستم، په پنجیکنټ کې د ۷ پېړۍ په دیوالي نښان له اوږدې کوپړۍ سره ښودل شوي.[۲۳][۲۴][۲۵]

سمبولیزم

بله تګلاره چې الخون هونانو د مخکینیو کیدارانو څخه د خپل هویت د توپیر او جلاوالي لپاره کاروله، د یو ځانګړي سمبول یا تمغا کارول و چې په مکرر ډول د دوی په سکو او مهرونو کې څرګندېږي:  [۲۶]

سرچينې