امیلیانو زاپاتا

امیلیانو زاپاتا سالازار (۸ اګست ۱۸۷۹ – ۱۰ اپرېل ۱۹۱۹ زکال) مکسیکويي انقلابي و. هغه د ۱۹۱۰ زکال څخه تر ۱۹۲۰ زکال پورې د مکسیکو د انقلاب یو له مخکښو څېرو، د مکسیکو د مورلوس ایالت د خلکو د انقلاب اصلي رهبر او د زاپاتیسمو په نامه کرنیز خوځښت الهام بخښونکی و.

امیلیانو زاپاتا
امیلیانو زاپاتا
امیلیانو زاپاتا

د شخص معلومات
پيدايښت۸ اگسټ ۱۸۷۹[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه10 اپرېل 1919 (40 کاله)[۱][۶][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملمرمۍ زخم   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتمکسيکو   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي)هسپاني [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخهسپاره عسکر / سمبال پوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقامجنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېد مکسیکو انقلاب   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
امیلیانو زاپاتا
امیلیانو زاپاتا

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې[۸]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

زاپاتا د مورلوس ایالت په Anenecuilco کلیوالي سیمه کې داسې مهال وزېږېد چې د بزګرانو ټولنې د هغو ځمکو لرونکو د کوچنیو طبقو د پر مخ په زیاتېدوني ډول فشار سره مخ وې چې د دیکتاتور پورفیریو دیاز (له ۱۸۷۷- ۱۸۸۰ او له ۱۸۸۴- ۱۹۱۱ زکال پورې ولسمشر و) په ملاتړ یې ځمکه او د اوبو سرچینې د نیشکر (ګنیو) د تولید په موخه په انحصار کې لرلې. په پیل کې زاپاتا د دیاز او هسندادو ځمکې لرونکو پر وړاندې سیاسي خوځښتونو کې ونډه واخیسته، خو هغه مهال چې د ۱۹۱۰ زکال انقلاب پیل شو، په مورلوس کې د بزګرانو په مرکزي رهبر واوښت. هغه د یو شمېر نورو بزګرو رهبرانو په همکارۍ د سوېل آزادي غوښتونکی پوځ رامنځته او ډېر ژر د هغو رهبر شو. د زاپاتا ځواکونو په کواتلا جګړه کې (مۍ ۱۹۱۱ زکال) فدرال ځواکونو ته په ماتې ورکولو سره د دیاز د واکمنۍ په سقوط کې ونډه لرله، خو هغه مهال چې د انقلاب رهبر فرانسیسکو مادرو ولسمشر شو، د زاپاتایانو رول یې رد کړ او هغوی یې د یوه ساده لارنیونکو په توګه وغندل.

د ۱۹۱۱ زکال په نومبر میاشت کې زاپاتا ایالا پلان وړاندې کړ، چې د ځمکې په برخه کې د جدي اصلاحاتو او بزګرانو ته یې بیاځلي د هغو د ویش غوښتنه کوله. مادرو په مورلوس کې د زاپاتایانو د ځپلو او له منځه وړو په موخه فدرال ځواکونه ولېږل.مادرو د سوزېدلې ځمکې له سیاست کار واخیست، کلي یې وسوزول او د هغوی اوسېدونکي یې په زور ترې وویستل، ډېری نارینه یې پوځ ته ترې راوستل او ډېری نور یې د مکسیکو په سویل کې د اجباري کار کمپونو ته ولېږل. دغو چارو د بزګرانو ترمنځ د زاپاتا ځایګی لا پیاوړی کړ او زاپاتا وتوانېد د ویکټوریانو هئورتا په مشرۍ د مادرو ځواکونه له مورلوس وباسي. د ۱۹۱۳ زکال په فبروري میاشت کې د مادرو پر خلاف کودتاه کې هئورتا د مکسیکو واک په لاس کې واخیست، خو په شمالي مکسیکو کې د ونوستاینو کارانزا، الورا اوبرګون او فرانسیسکو «پانچو» ویلا په مشری محافظه کارو ځواکونو د زاپاتا د ځواکونو په ملاتړ هغه د ۱۹۱۴ زکال په جولای میاشت کې له واکه لرې کړ. زاپاتا هغه اداره چې کارانزا یې د انقلابي خوځښت رهبر معرفي کاوه په رسمیت وه نه پېژنده او په خپل ایالا پلان کلک ودرېد.

په هئورتا باندې د انقلابیونو له بریا وروسته دوی هڅه وکړه په اګواسکالینتس کنوانسیون کې (د ۱۹۱۴ زکال له اکتوبر څخه تر نومبر پورې) د بریالیو ځواکونو اړیکې جوړې کړي. زاپاتا او ویلا له کارنزا سره خلاف شول او مکسیکو د بریالیو کسانو ترمنځ د کورنۍ جګړې په ډګر واوښته. زاپاتا چې له ویلا سره له اتحاد څخه ناهیلی شوی و، خپله انرژي یې په مورلوس کې (چې تر واکمنۍ لاندې یې و) د ټولنې په بیارغونې ولګوله او د ایالا پلان له مخې یې ځمکني اصلاحات رامنځته کړل. هغه مهال چې کارنزا خپل ځواک ثابت کړ او په ۱۹۱۵ زکال کې یې ویلا ته ماته ورکړه، زاپاتا د کارنچیستایانو (د کارنزا ملاتړي وو) پر وړاندې چریکي جګړه پیل کړه؛ هغوی هم په غبرګون کې په مورلوس برید وکړ او یوځل بیا یې د زاپیستا یاغیانو د شړلو په موخه د سوزیدلې ځمکې له سیاست کار واخیست. زاپاتا یوځل بیا مورلوس په ۱۹۱۷ زکال کې ونیو او د کارنزا د ځواکونو پر وړاندې یې ګڼ شمېر ایالتونه له ځان سره تر هغه مهاله وساتل کله چې د ۱۹۱۹ زکال په اپرېل میاشت کې په یو کمین کې ووژل شو.

په ۱۹۱۷ زکال کې د مکسیکو د اساسي قانون ۲۷ مه ماده د زاپاتا کرنیزو غوښتونو ته د ځواب ویلو په موخه تدوین شوه.[۹]

د هغه له مړینې وروسته زاپتیستا جنرالان د کارنزا پر وړاندې له اوبریګون سره یوځای شول او په ۱۹۲۰ زکال کې یې له واک څخه د هغه په راپرځولو کې مرسته وکړه. د کارنزا له سقوط وروسته په ۱۹۲۰ زکال کې زاپتیستان وتوانېدل د مورلوس په حکومت کې پیاوړې څوکۍ ترلاسه کړي. دوی ډېری هغه ځمکني اصلاحات چې زاپاتا په پام کې لرل په مورلوس کې اجرا کړل.

زاپاتا د یوې بېلګې په توګه په مکسیکو کې پاتې شوی چې هم د ملت پالنې د سمبول او هم د نوي زاپتیستا خوځښت د سمبول په توګه یادول کېږي.

له انقلاب مخکې کلونه

ایمیلیانو زاپاتا د مورلوس د آننکویلکو سیمې د ګابریل زاپاتا او کلئوفاس جرترودیز سالازار په مخکښه سیمه ئیزه کورنۍ کې وزېږېد. د امیلیانو پالونکی پلار د یو سیمه یئز لوی باغ مدیر او پالونکې مور یې هم د دغه مدیر مېرمن وه. په ډېر امکان سره د زاپاتا کورنۍ مستیزو وه، هغه مکسیکویان چې دواړه هسپانوي او ناهوا اجداد لري. ایمیلیانو د خپلو کورنۍ له لسو ماشومانو نهم و؛ هغه شپږ خویندې: سلسا، رامونا، ماریا د ژسوس، ماریا د لا لوز، جویتا او ماتیلد او همدارنګه درې وروڼه د پدرو، اوفمیو زاپاتا او لورتو په نومونو لرل. د زاپاتا کورنۍ د ماپازتلان د زپاتا له نسل څخه ده. د هغه مورنی نیکه خوزه سالازار د خوزه ماریا مورلوس او پاوون په پوځ کې د کواتالا د محاصرې پر مهال خدمت کاوه؛ د هغه ترونو کریسټیانو او خوزه زاپاتا د اصلاحاتو په جګړه او د فرانسې د برید پر وړاندې جګړه کې جنګېدلي و. له بزګرې کورنۍ څخه ایمیلیانو زاپاتا د خپل ښار د ستونزو او د خپل کلي د وګړو د ستونزو په اړه چې په مخ پر زیاتېدوني ډول یې د خپلو غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوله ښه پوهېده. په داسې حال کې چې په معمول ډول په مکسیکويي آیکنوګرافي کې زاپاتا د یو بومي او بې ځمکو کروندګر په توګه انځور کېږي، خو داسې نه وه هغه له نژادي پلوه بومي و، خو بې ځمکو نه و او نه یې هم په ناهوايي ژبه خبرې کوله. هغوی مناسب مالي وضعیت درلود، هېڅکله له بېوزلۍ نه دي ځورېدلي او له یو شمېر چارو لکه د غویانو له جګړې، چرګانو جنګولو او په غویانو باندې د سورلۍ له مسابقې څخه یې خوند اخیست.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

هغه د خپل ښوونکي ایمیلیو وارا سره محدودې زده کړې وکړې چې په کې کتاب ساتنه هم شاملېدله. زاپاتا ۱۶ کلن یا اوولس کلن و چې پلار یې مړ شو، له همدې امله اړ و څو له خپلې کورنۍ ساتنه وکړي. امیلیانو د کاري زمینې برابرونکی و، هغه یو شمېر قچر له کلي څخه ښار ته د جوارو د لېږدولو په موخه اخیستي و؛ هغه همدارنګه پیاوړی بزګر و او هندواڼې یې د نغدي تولیداتو په توګه کرلې. هغه پیاوړی آس زغلونکی و او د غویانو جنګولو او د آس پر شا د ځان ساتلو په سیالیو کې به یې ونډه اخیسته. په آس زغلونې کې د نوموړي مهارت هغه د پروفیرو دیاز د زوم Ignacio de la Torre y Mier روزونکی کړ چې همدلته نږدې یې د بورې جوړولو کارخونه لرله او له زاپاتا سره یې د یو انقلابي رهبر په توګه د جوړېدو په برخه کې ډېره مرسته وکړه. هغه پام وړ څېره او غټ بریتونه لرل چې ویاړ به یې ورباندې کاوه، تل به یې ښه کیفیت لرونکي کالي اغوښتل لکه څرنګه چې د هغه وفادار منشي څرګنده کړې: «جنرال زاپاتا تر خپلې مړینې پورې charro outfit اغوستل: تنګ کشمیري کالي چې نقره یي تڼۍ یې لرلې، لویه چارو خولۍ، د ظریف کتان یخن قاق یا جاکټ، په غاړه کې دسمال، د یوې ټوټې چرم څخه موزې او په ملا کې به یې تفنګچه لرله».[۱۴][۱۵]

سرچينې