اوبه خور (پڼه کول)

اوبه خور (د ځمکې پڼه کول يا خړوبول) ځمکې ته د مديريت شويو اوبو اندازې ورکولو يو کرنيز جريان دی، تر څو د کرنيزو محصولاتو په توليد کې مرسته وکړي، همدا راز هغه جريان دی چې د ښکلا بوټو او چمنونو د خړوبولو لپاره کارېږي، په دې برخه کې دا د اوبه ورکولو په نوم پېژندل کېږي. هغه کرنه چې له اوبه خور څخه کار نه اخلي، نېغ په نېغه د باران په ورېدو متکي وي، پر باران متکي بلل کېږي (للمي). اوبه خور له پنځه زره کلونو راهيسې د کرنې يو مرکزي ځانګړتيا ده او په ټوله نړۍ کې يې د ګڼو کلتورونو له خوا په خپلواک ډول وده کړې.[۱]

اوبه خور د کرنيزو فصلونو د کرلو، د ځمکې د ښکلا ساتنې او په وچو سيمو کې او له منځنۍ کچې څخه د کم باران ورښت پر مهال د وچې ځمکې په کرلو کې مرسته کوي. اوبه خور د فصلونو د توليد په نورو برخو کې هم کارول کېږي، په دې کې له يخنۍ څخه خونديتوب، د غلو دانو په کروندو کې د وښو د ودې مخه نيول او د ځمکې د سختېدو مخنيوی شامل دي. د اوبه خور سيستمونه همدا راز د څارويو د يخ ساتلو، د دوړې د مخنيوي، د فضله موادو له منځه وړلو او کان کېندنې لپاره هم کارول کېږي. اوبه خور ډېر ځله د اوبو لپاره د کيندنو سره يو ځای تر مطالعې لاندې نيول کېږي، کوم چې په يوه ټاکلې سيمه کې د سطحې او د فرعي سطحې د اوبو لرې کول دي. [۲][۳][۴]

اوبه خور ګڼ قسمونه لري. د زيات اوبه خور په پرتله کوچنی اوبه خور کې کم فشار او د اوبو کم بهنګ کاروي. د څڅېدو اوبه خور د جرړو په سيمه کې سوکه سوکه راڅرګندېږي.

تاريخ

لرغونی تاريخ

د لرغون پېژندنې څېړنو څخه په داسې سيمو کې د اوبه خور شواهد موندل شوي دي، چېرته چې د باران پر بنسټ د کرنې لپاره د فصلونو لپاره پوره طبيعي باران نه ورېدو. په دې برخه کې يو شمېر لومړيو پېژندل شويو ټيکنالوژيو تاريخ تر شپږمې مخزېږېديزې زرېزې پورې د اوسني ايران د سويل لويديځ په خوزستان سيمه کې مندل شوي دي. له ايران سره پر پوله په عراق کې د «شوغا مامي» سيمه يې تر ټولو پخوانۍ سيمه بلل کېږي، چېرته چې له شريک پړاو څخه شا اوخوا شپږ زره کاله مخکې د ويالو د اوبه خور فعاليت ليدل شوی دی.[۵][۶][۷]

اوبه خور د سند درې د مدنيت په رسوبي اوارو سيمو کې له اوبو څخه د کار اخيستلو د يوې وسيلې په توګه استعمالېدو. د اټکل تر مخې د دې چارې پلې کېدل نږدې ۴۵۰۰ مخزېږديز کال کې پيل شوي دي او دې چارې د سند مدنيت د کرنيزو کلو په پراختيا او نېکمرغۍ کې د پام وړ زياتوالی راوست. د سند درې تمدن د اوبه خور او اوبو د زېرمه کولو لپاره تر ټولو نوی نظام جوړ کړی و، په کومو کې چې له شريک پړاو  ۳۰۰۰ نېټه کې د «ګرنار» مصنوعي زېرمې او د ويالو لومړي اوبه خور نظام شامل دي. له شريک پړاو مخکې په ۲۶۰۰ کال کې د پراخې پيمانې کرنه تر سره کېده، په داسې حال کې چې د اوبه خور په موخه يې د ويالو يوه پراخه شبکه درلوده.[۸][۹]

د بين النهرين په اوارو سيمو کې کروندګرو له شريک پړاو مخکې په لږ تر لږه درېيمه زريزه کې له اوبه خور څخه کار اخيست. دوی د اوبه خور هميشنی نظام جوړ کړ چې د بوټو د ودې د موسم په اوږدو کې به يې په کرونده کې د جوړو شويو کوچنيو ويالو د محوريت پر مټ سره اوبه يو ځای کولې او په منظم ډول به يې فصلونه خړوبول. لرغونو مصريانو د نيل سيند د سيلابونو په کارولو سره هغه ځمکې په اوبو ډکولې چې شا او خوا به يې بندونه جوړ شوي وو. د سيلاو اوبه به تر هغه وخته موجودې وې، تر څو به انجنيرانو زیاتې اوبه د اوبو په جريان کې بېرته نه وې بهولې. د دولسمې واکمنۍ کورنۍ (له شريک پړاو شا او خوا ۱۸۰۰ کاله مخکې)  لرغوني مصري فرعون «امينيمهيټ درېيم» له وخته داسې شواهد موجود دی چې هغه د «فيوم» باغ طبيعي ډنډ په وچو موسمونو کې د کارولو لپاره د زياتو اوبو د زېرمه کولو په موخه کارولی و. د نيل سيند له سيلاو څخه به هر کال دا ډنډ ډکېدو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لرغونو «نوبيانو» د اوبه خور يوه بڼه جوړه کړې وه، په دې کې يې د اوبو د څرخ په څېر يوه اله کارولې وه چې «ساکيا» بلل کېده. په نومبيا کې د شريک پړاو د دويمې او درېيمې زريزې تر منځ په کوم مهال کې اوبه خور پيل شوی دی. دا تر ډېره بريده په سيلابي اوبو متکي و، کوم چې د نيل له سيند او نورو سيندونو څخه تېرېدل، کوم چې اوس سوډان بلل کېږي.[۱۴][۱۵]

په نيمه سهارايي افريقا کې اوبه خور له شريک پړاو مخکې په لومړۍ يا دويمه زريزه کې د نايجر د سيند د سيمې د مدنيتونو او کلتورونو پورې ورسېد او دا اوبه خور د لندو سيمو د سيلابونو او اوبو پر بنسټ پر کرنه ولاړ و.[۱۶][۱۷]

د اوارې ځمکې د خړوبولو ثبوت له کولمبياڅخه مخکې امريکا، د سوريې لومړيو مودو، هندوستان او چين کې موندل کېږي. د پيرو د اينډيس غرونو په «زانا» دره کې لرغونپېژندونکو د اوبه خور د درې ويالو پاتې شوني موندلي دي چې د راډيو کاربن تاريخونه يې له شريک پړاو څخه مخکې څلورمې زرېزې، درېيمې زرېزې او د شريک پړاو تر نهمې پېړۍ پورې رسېږي. دې ويالو په نوې نړۍ کې د اوبه خور تر ټولو لرغوني ثبوت وړاندې کړی دي. د يوې ويالې نښې چې شونې ده تاريخ يې د شريک پړاو پنځمې زريزې ته رسېږي، د څلورمې زرېزې د ويالې لاندې موندل شوي دي.[۱۸][۱۹]

لرغوني پارس (اوسنی ايران) له شريک پړاو څخه مخکې تر شپږمې زريزې پورې په هغو سيمو کې د وربشو د کرلو لپاره له اوبه خور څخه کار اخيست، چېرته چې پوره طبيعي باران نه ورېدو. قناتونه له شريک پړاو څخه مخکې په نږدې ۸۰۰ کال کې په لرغوني پارس کې جوړ شوي دي او دا د اوبه خور يو له لرغونو طريقو څخه دي چې اوس هم کار ځينې اخيستل کېږي. دا اوسمهال په اسيا، منځني ختيځ او شمالي افريقا کې موندل کېږي. دا نظام د عمودي څاګانو له يوې شبکې او د کرارو رېونده سرنګونو څخه جوړ وي، کوم چې د ګارو له اړخونو او ولاړو غرونو څخه د ځمکنيو اوبو د رهبري کولو لپاره کارول کېږي. «نوريا» د اوبو يو څرخ دی، د کوم په څنډو کې د خاورې لوښي وي، کوم چې د اوبو په بهنګ (یا د څارويو په مټ، چېرته چې د اوبو سرچينه هم موجوده وي) چلېږي، دا هغه مهال په لومړي ځل د شمالي افريقا کې د مېشتو روميانو په منځ کې کارول شوي دي. د شريک پړاو تر ۱۵۰ کال پورې په دې لوښو کې والونه لګول شوي وو، تر څو په اوبو کې په زور سره د ډکېدو سره مرسته وکړای شي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سريلانکا

د لرغونې سريلانکا د اوبه خور کار، کوم چې د تاریخ د شريک پړاو په نږدې ۳۰۰ کال کې د پاچا «پانډوکابايا» د واکمنۍ پر مهال پيل شوی و او د راتلونکو زرو کلونو لپاره په پرله پسې ډول د پرمختګ په حال کې و، د لرغونې نړۍ د اوبه خور يو له پېچلو سيستمونو څخه و. تر ځمکې لاندې ويالو سربېره، «سنهاليان» لومړي هغه څوک و چې د اوبو د زېرمه کولو لپاره يې په بشپړ ډول مصنوعي زېرمې جوړې کړې وې. د اوبو دا زېرمې او د ويالو سيستم په بنسټيز ډول د شولو (وريژو) د کروندو د خړوبولو لپاره استعمالېدل، د کوم کر کيلې چې زیاتو اوبو ته اړتيا درلوده. له دوی څخه د اوبه خور ډېری سيستمونه تر اوسه پورې په «انوراداپورا» او «پولوناروا» کې له کوم زيان پرته موجود دي، لامل يې پرمختللې او دقيقه انجنيري ده. د «پراکرام باهو» (د شريک پړاو ۱۱۵۳-۱۱۸۶) د واکمنۍ پر مهال دا سيستم په پراخه کچه پر ځای او پراختيا ورکړل شوه.[۲۴]

چين

د چين لرغوني هايډروليکي انجنيران د پسرلي او د مني د پړاو «سنشو او» (له شریک پړاو مخکې شپږمه پېړۍ) او د جګړه ييزو دولتونو د پړاو «زيمن باو» (له شريک پړاو مخکې پنځمه پېړۍ) وو، دوی دواړو د اوبه خور په سترو پروژو کار کړی و. د لرغوني چين د «کين» سره اړيکه لرونکي «سيچوان» په سيمه کې، د «کين» چينايي هايدرولوژي پوه او اوبه خور انجنير «لي بنګ» له خوا وضع کړای شوي «ډوجيانګيان» اوبه خور نظام د شريک پړاو څخه مخکې په ۲۵۶ کال کې د کروندګرۍ د يوې پراخې سيمې د خړوبولو لپاره جوړ شوی و، کوم چې اوس هم اوبه مهيا کوي. تر دويمې زېږديزې پېړۍ پورې، د هان واکمنۍ کورنۍ پر مهال، چينايانو همدا راز د ځنځيري پمپونو استعمال هم کړی دی، کومو چې اوبه له ښکته لوړوالي څخه پورته لوړوالي ته پورته کولې. دا په خپله خوښه د پښو په پيډل، هايډروولک اوبو څرخونو، يا د غوايانو په مټ تاويدونکو ميخانيکي څرخونو په مټ چلېدل. دا اوبه د عامه کارونو لپاره کارېدې، ښاري دولتي ودانيو او د ماڼيو باغونو ته يې اوبه برابرولې، خو تر ډېره بريده د کرنيزو ځمکو د ويالو او ناوو د اوبه خور لپاره کارېدې.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې