ايوا پيرون

ماريا ايوا ډوارټي ډي پيرون (Maria Eva Duarte de Peron) چې کورنی نوم يې ماريا ايوا ډوارټي دی او يوازې د ايوا پيرون يا ايويټا “Evita” په وړ نوم باندې ښه پېژندل کېږي، د ۱۹۱۹ ز کال د می پر ۹ مه نېټه وزېږېده او د ۱۹۵۲ ز کال د جولای پر ۲۶ مه نېټه وفات شوه. نوموړې يوه ارجنټاينۍ فلمي اداکاره، سياستپوه، فعاله او انسان دوسته وه، چې د ولسمشر جوان ډومينګو پيرون “Juan Domingo Peron” (۱۸۹۵ – ۱۹۷۴) مېرمن وه او د ۱۹۴۶ ز کال له جون څخه تر خپلې مړينې پورې يې د ارجنټاين د لومړۍ مېرمنې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په پامپاس “Pampas” کې د لوس ټولډوس “Los Toldos” په يوه کليوالي سيمه کې په بې وزلۍ کې زېږېدلې وه او د پينځو ماشومانو تر ټولو کشرۍ وه. په ۱۹۳۴ ز کال د ۱۵ کلنۍ په عمر د دريځ، راډيو او فلمي ادارکارې په توګه د مسلک تعقيبولو په موخه د هېواد پلازمېنې بونيس ايريس ته لاړه.

ايوا پيرون
ايوا پيرون
ايوا پيرون

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۷ مې ۱۹۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه26 جولای 1952 (33 کاله)[۱۲][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۳][۱۱][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بوئنوس آيرز [۱۵][۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتارجنټاین [۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال
فلم لوبګر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)هسپاني [۱۷][۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسياست [۲۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریکد ښځو حقونه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ايوا پيرون
ايوا پيرون

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړې د ۱۹۴۴ زکال د جنوري پر ۲۲ مه نېټه د ارجنټاين په سان جوان “San Juan” کې د زلزلې قربانيانو ته د مرستې په موخه په “Luna Park Stadium” کې د مرستندويه غونډې پر مهال له ډګروال جوان پيرون “Colonel Juan Peron” سره وکتل. دواړو راتلونکی کال يو له بل سره واده وکړ. جوان پيرون د ۱۹۴۶ ز کال په جون کې د ارجنټاين ولسمشر وټاکل شو. د راتلونکو شپږ کالونو په موده کې ايوا پيرون پلويو سوداګريزو اتحاديو دننه په ځانګړي ډول د کارکوونکو د حقونو په اړه د خبرې کولو له امله ځواکمنه شوه. نوموړې د کار او روغتيا وزارتونو چارې هم پر مخ ويوړې، د ايوا پيرون مرستندويه بنسټ يې رامنځته او پر مخ وېوړ، ارجنټاين کې د ښخو د رايې کارونې حق اتله شوه او د پيرون پلوي ښځينه ګوند “Female Peronist Party” په نوم يې په پراخه کچه د هېواد لومړنی ښځينه سياسي ګوند رامنځته او اداره کړ.

په ۱۹۵۱ ز کال کې ايوا پيرون د ارجنټاين د مرستيال ولسمشرۍ دفتر لپاره د پيرون پلوې ټاکنې لپاره خپله نوماندي اعلان کړه، د پيرون پلوي سياسي بنسټ له لورې يې پراخه ملاتړ تر لاسه کړ. د ياد بنسټ ډېری غړي د ټيټ عايد لرونکي او کاري ټولګي ارجنټايني وګړي وو، چې “descamisados” يا بې کميسه وګړي بلل کېدل. د هېواد فوځ او بورژوا يا پانګه والې طبقې له لورې د مخالفت او خپلې خرابېدونکې روغتيا له امله اړ شوه، چې له نوماندۍ څخه لاس واخلي. په ۱۹۵۲ ز کال کې د ۳۳ کالو په عمر د سرطان له امله له مړينې څخه لږه موده مخکې ورته د ارجنټاين د کانګرس له لورې «د هېواد د معنوې مشرې» وړ نوم ورکړل شو. د جنازې مراسم يې په رسمي يا دولتي دود تر سره شول، چې دا ځانګړی امتياز يوازې د دولت د مشرانو لپاره په پام کې نيول کېده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ايوا پيرون د ۱۹۷۶ زکال د موزيکال “Evita” د موضوع په توګه په خورا نامتو ډول د نړيوال نامتو کلتور يوه برخه ګرځېدلې ده. کرسټينا الواريز روډريګيز “Cristina Alvarez Rodriguez” ادعا کوي، چې ايويټا د ارجنټايني وګړو ډله ايز شعور هيڅکله نه دی پريښی. کرسټينا فيرنانډيز ډي کېچنر “Cristina Fernandez de Kirchner” چې د ارجنټاين لومړنۍ ښځينه ټاکل شوې ولسمشره ده، ادعا کوي چې د ايوا د نسل ښځې د نوموړې د جذبې او مبارزې د بېلګې پوروړې دي. [۲۵][۲۶][۲۷]

د ژوند لومړي وختونه

د ماشومتوب لومړي وختونه

د (La Razón de mi Vida) تر سرليک لاندې د ايوا ژوند ليک د ماشومتوب د پېښو په اړه هيڅ نېټې يا حوالې نه لري او د نوموړې د زوکړې د ځای يا د زوکړې د نوم يادونه نه کوي. د “Junin” د ملکي ثبت د کتاب له مخې د زوکړې يو سند ښيي، چې يوه ماريا ايوا ډوارټي د ۱۹۱۹ ز کال د می پر ۷ مه نېټه زېږېدلې وه. د هغې د تعميد غسل او نوم ورکولو تاييد پاڼه د نوموړې د زېږېدنې نېټه د “Eva Maria Ibarguren” تر نوم لاندې د ۱۹۱۹ زکال د می ۷ مه نېټه يادوي. داسې فکر کېږي چې په ۱۹۴۵ ز کال کې پېغلې ايوا پيرون د خپل واده لپاره د خپلې زېږېدنې جعلي سند جوړ کړ. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

ايوا پيرون خپل ماشومتوب د بونيس ايريس ولايت په جونين “Junin” سيمه کې تېر کړ. پلار يې جوان ډوارټي “Juan Duarte” (۱۸۷۲ – ۱۹۲۶) د فرانسوي باسک کډوالو له نصب څخه و. مور يې جوانا ايبارګورين “Juana Ibarguren” (۱۸۹۴ فبروري ۹ – ۱۹۷۱ فبروري ۱۱) د هسپانوي باسک کډوالو له نصب څخه وه. جوان ډوارټي چې د نږدې “Chivilcoy” سيمې يو شتمن شپون و، وار له مخه يې په چيويکوی کې مېرمن او کورنۍ درلوده. هغه وخت د ارجنټاين په کليوالي سيمو کې د شتمن سړي لپاره له يوه څه د زياتو کورنيو درلودل عام نه وو. [۳۳][۳۴][۳۵]

ايوا يو کلنه وه، چې ډوارټي خپلې قانوني کورنۍ ته په تل پاتې ډول راوګرځېد او جوانا ايبارګيورين او د هغې ماشومان يې د بې وزلې پر وړاندې پرېښودل. ايبارګيورين او ماشومان يې اړ شول، چې د جونين تر ټولو بېوزله سيمې ته لاړ شي. لوس ټولډوس “Los Toldos” د لاس پامپاس “Las Pampas” په ګردجنه سيمه کې يو کلی و، چې د بېوزلې پر وړاندې د ويجاړ يا زړه تنګوونکي ځای په توګه پېژندل کېده. ايبارګيورين د خپل ځان او ماشومانو د ملاتړ په موخه د ګاونډيانو جامې وګڼدلې. ياده کورنۍ د ارجنټاين د قانون له مخې د پلار د پرېښودلو او د ماشومانو د ناقانونه دريځ له امله تورنه (بدنامه) شوې او په پايله کې يو څه څنګ ته (ګوښه) شوې وه. د خپل ژوند د دې برخې د سپينولو په موخه هيله کېدای شي دا انګېزه وه، په ۱۹۴۵ ز کال کې يې د خپل زېږون اصلي سند کې لاسوهنه وکړه. [۳۶][۳۷]

کله چې ډوارټي په ناڅاپي ډول مړ شو او معشوقه او ماشومانو يې غوښتل د جنازې دود کې يې ګډون وکړي، د کليسا په دروازو کې يوه ناخوښه پېښه يا صحنه وه. که څه هم جوانا او ماشومانو ته يې ډوارټي ته د ننوتلو او خپل درناوي وړاندې کولو په موخه اجازه ورکړل شوه، مګر په سمدستي ډول له کليسا څخه وويستل شول. اغلې جان ډوارټي په جنازه کې د خپل خاوند معشوقه او ماشومان نه غوښتل او دا چې هغه يې قانوني مېرمن وه، نو ځکه يې امر ته درناوی کېده. [۳۸]

جونين “Junin”

د جوانا ايبارګيورين له پرېښودلو څخه مخکې جوان ډوارټي د هغې د ملاتړ يوازينۍ وسيله وه. ژوند ليک ليکونکی جان بارنيس “John Barnes” ليکي، چې له دې پرېښودنې څخه وروسته ټول هغه څه چې ډوارټي کورنۍ ته پرېښودل يوازې يو سند و، چې له مخې يې ماشومان د هغه وو او په دې ډول يې د ډوارټي “Duarte” کورنی نوم د ځان لپاره کارولی شو. له دې څخه لږه موده وروسته جوانا خپل ماشومان په جونين کې يوې خونه لرونکې ودانۍ ته وېوړل. د خپل يوې کوټې کور د کرايې ورکولو لپاره مور او لورګانو د ځايي استنکيايانو “Estancias” په کورونو کې د پخوونکو په توګه دندې پيل کړې. [۳۹]

په پای کې د ايوا د مشر ورور د مالي مرستې لپاره د پور له لارې کورنۍ يو څه غټ کور ته کډه لاړه، چې وروسته يې په ليليه کور بدل کړ. په دې وخت کې پېغلې ايوا زياتره وختونه د ښوونځي په لوبو او کنسرتونو کې ګډون وکړ. د نوموړې د خوښې يوه وخت تيري سينما وه. که څه هم د ايوا مور د هغې لپاره يو څو پلانونه درلودل او غوښتل يې چې له يو سيمه ايز لېسانس سره يې واده وکړي، مګر ايوا په خپله د يوې نامتو اداکارې جوړېدلو خوب ليده. د تمثيل کولو لپاره د ايوا مينه د ۱۹۳۳ ز کال په اکتوبر کې هغه مهال پياوړې شوه، چې د “Arriba Estudiantes” (زده کوونکي راپورته کېږي) په نوم د ښوونځي په يوه ننداره کې يې کوچنې ونډه ولوبوله، چې بارنيس “Barnes” يې د يوې احساساتي، هېوادپاله او بېرغ خوځونکې په توګه يادوي. [۴۰][۴۱]

بونيس ايريس ته تګ

نوموړې په خپل ژوندليک کې بيانوي، چې د خپل ښارګوټي ټول هغه خلک يې چې لويو ښارونو ته تللي وو، يادې ښارونه يې د «هغه نا اشنا ځايونو په توګه بيان کړل، چې له شتمنۍ پرته په کې نور هيڅ شی هم نه ورکول کېده». ايوا په ۱۹۳۴ ز کال د ۱۵ کلونو په عمر هغه مهال له خپل بېوزلۍ ځپلي کلي څخه وتښتېدله، چې د له يو ځوان موسيقيپوه سره د هېواد پلازمېنې بونيس ايريس ته لاړه. د ځوانې جوړې اړيکه لکه څرنګه چې ژر پيل شوې وه، همغومره ژر پای ته ورسېده، مګر ايوا په بونيس ايريس کې پاتې شوه. نوموړې پر دريځ او راډيو کې دندو ته دوام ورکړ او په پای کې فلمي اداکاره شوه. ايوا پيرون خپل طبيعي تور وېښتان زېړ يا طلايي رنګ کړل او دا د وېښتانو دا بڼه يې د پاتې ژوند لپاره همداسې وساتله. [۴۲]

سرچينې