سياستوال

د تاریخي یونان سیاستوال

سیاستوال یو داسې کس ته ویل کېږي چې په ګوندي سیاست کې کارنده ونډه ولري یا یو داسې کس ته ویل کېږي چې په حکومت کې د ټاکنیزې څوکۍ په لټه کې وي. سیاستوال داسې قوانین وړاندیز، ملاتړ او منځ ته راوړي چې پر مټ یې د هېواد خاوره او همدارنګه خپل خک اداره کړي. په پراخه توګه، یو "سیاستوال" داسې کس ته ویلی شو چې په حکومت کې د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.  

شخصیت

سیاستوال داسې کسان دي چې له سیاسي اړخه، په ځانګړې توګه په ګوندي سیاست کې، کارنده یا فعال وي. سیاسي پستونه د سیمه ییزې حکومتولۍ څخه نیولې تر ایالتي، فدارالي، او نړیوالې حکومتولۍ پورې مخ پروړاندې ځي. په جرګو، مجلسونو او شوراګانو کې ټول ټاکل شوي استازي سیاستوال ګڼل کېږي.[۱][۲][۳][۴]

رسنۍ او فصاحت

سیاستوال د فصاحت د ځانګړتیاوو، لکه ویناوو یا هم کمپایني خبرتیاوو له مخې شهرت لري. دوی په ځانګړې توګه د عامه موضوعاتو په بحثونو کې شهرت ته رسېږي ترڅو هغوی ته لاره هواره کړي خپل سیاسي دریځ ته په داسې بڼه پراختیا ورکړي چې د رایه ورکوونکو لپاره له شهرت څخه برخمن وي. په ۱۹ پېړۍ کې سیاستوالو له ورځپاڼو، مجلو او بروشورونه او همدارنګه له پوسترونو څخه په پراخه کچه ګټه اخیستله. په ۲۰ پېړۍ کې، دوی راډیو او ټلویزیون ته مخه کړه، چې تلویزیونې ټاکنیزې خبرتیاوې یوازینۍ ترټولو لوړ-بیه او ګرانه هلې ځلې ګڼل کېدې. په ۲۱پېړۍ کې، دوی په زیاتېدونکې توګه د انټرنیټ او څلاکو تلیفونونو پر بنسټ په ټولنیزو رسنیو کې ښکېل شول.  [۵][۶][۷][۸][۹]

ډنډورو او ګنګوسو په سیاست کې تل لویه وڼده لوبلې ده، چې د سیالانو په وړاندې منفي ګنګوسې د ځان په پرتله تر مثبتو ډڼډورو ډېرې اغېزناکه ګڼل کېږي. [۱۰]

دولتي دنده او خپل-پالنه

کله چې سیاستوالان وټاکل شي، هغوی باید دولتي چارواکو او دولتي کارکوونکو سره چې له دوی سر کار کوي، ښکېل شي. له تاریخي اړخه د دواړو خواوو د اوږدمهاله موخو تر منځ یوه کره شخړه شتون لري. د خپل-پالنې په نظام کې، لکه په ۱۹ پېړۍ کې په متحده ایالاتوکې، ګټونکي سیاستوالو خپل ملاتړي د هغه حکومتي چارواکو او دولتي کارمندانو په ځای ګومارل چې د دولتي دندې د قانون پر بنسټ یې  خونديتوب نه درلود، چې د دا د "خپل-پالنې د نظام" په نوم یادېده. په دولتي دندو کې د فساد د له منځه وړلو په موخه په دولتي دندو کې اصلاحات پيل شول. خو په ډیرو لږ-پرمختللو هېوادونو کې، اوس مهال د خپل-پالنې نظام په بشپړه توګه کار کوي. [۱۱][۱۲][۱۳]

مسلک او ژوندلیک

ماتوزي او میرلو استدلال کوي چې په اوسنۍ ولسواکۍ کې د مسلک دوه اصلي لارې شته چې معمولاً د سیاستوالو له خوا تعقیب کېږي. لومړی، د مسلک سیاستوال دي. دا هغه ډله سیاستوال دي چې تر تقاعد پورې په دولتي سکتور واکمني کوي. دویم، "سیاسي مسلکیان" دي. دا د هغو سیاستوالو ډله ده چې د حکومت په ځینو کچو کې لکه نړیواله، فدرالي، ایالتي او سیمه ییزو حکومتي څوکیو کې د خپل تخصص پر مټ شهرت ترلاسه کوي، چې وروسته سیاست پرېږدي او د خپلو سیاسي اړیکو پر بنسټ یوه نوې سوداګري پیل کوي. [۱۴]

د سیاستوالو د شخصي ژوند کیسې په پر له پسې توګه تر څېړنې لاندې نیول کېږي، ځکه داسې انګېرل کېږي چې د سباستوالو تجربې او ځانګړتیاوې د دوی باورونو او چلندونو ته بڼه ورکوي. په دې ځای کې څلور لارې تر بحث لاندې نیول کېږي چې پر مټ يې د سیاستوالو ژوندلیک د هغوب د مشرتابه تګلاې او وړتیا تر اغېز لاندې راولي. لومړی دا چې ژوندلیک کېدای د یو چا اصلي باورونه تر اغېز لاندې راولي چې د هغوی نړۍ-لید ته بڼه ورکوي. دوهم دا چې د سیاستوالو مهارتونه او وړتیاوې د شخصي تجربو تر اغیزې لاندې راځي. د مهارت او وړتیا ساحه کولای شي و ښیي چې دوی د مشر په توګه سرچینې او پاملرنه په کوم ځای کې په کار اچولې دي.  درېمه لاره دا ده چې بیولوژیکي ځانګړتیاوې کولای شي سیاسي انګېزه روښانه او هغه ته بڼه ورکړي. د بېلګې په توګه، د یو مشر پخوانی مسلک، د پخوانیو ملګرو په ګډون، د لوی اهمیت درلودونکي دي، چې په لویه کچه د مشرتابه د سرچینو د پانګونې لامل کېږي ترڅو د مسلک وده او روغتیا تضمین کړي. د مسلک تر څنګ،  نورې بېلګې د سیاستوال له فطري ځانګړتیاوو لکه نژاد یا جنسیت څخه عبارت دي. څلورمه  لاره دا ده چې د یو سیاستوال ژوندلیک څرنګه د دوی په درک اغېزه کوي، چې په خپل وار سر د دوی د مشرتابه تګلاره تر اغېز لاندې راولي. د بېلګې په توګه، ښځینه سیاستوالان ممکن د نارینه سیاستوالو په پرتله د درناوي د ترلاسه کولو لپاره لپاره له بل ډول تګلارې څخه کار واخلي. [۱۵]

ځانګړتیاوې

ډېرو پوهانو د سیاستوالو ځانګړتیاوې تر څېړنې لاندې نیولې دي او هغوی یې په بېلابېلو کچو کې لکه، په سیمه ییزه او ولسي کچه، ډېر لیبرال یا ډېر محافظه کار او د ټاکنو په شرایطو کې د ډېر بریالي او لږ بریالي په کچه پرتله کړي دي. ښځینه سیاستوالو ته هغوی د ځانګړې مسلکي لارې له امله په وروستیو کلونو کې ځانګړې پاملرنه شوې ده. د بیلګې په توګه، د لاتینې امریکا په سیاست کې "Supermadre" یا لویې مور تګلاره تر څېړنې لاندې نیول شوې ده. [۱۶][۱۷][۱۸]

ډېری سیاستوال د زرګونو نومونو او څېرو په یادولو کې وړتیا لري او د رایه ورکوونکو په اړه لنډې شخصي کیسې په یاد لري - چې دا په دنده کې د یوې ګټې په توګه ګنل کېږي، لکه د باسکیټبال د لوبغاړي لپاره اوه فوټه جګه ونه. د متحده ایالاتو ولسمشران جورج ډبلیو بوش او بیل کلنټن د ځواکمنو حافظو په درلودلو سره مشهور وو.[۱۹][۲۰]

نیوکه

سیاستوال د خلکو سره د اړیکو د نه درلودلو له امله تر نیوکو لاندې نیول کېږي. د حساسیت برخې د سیاستوالو د خبرو په څرنګوالي کې په ګوته کېږي، چې ویل کېږي سیاستوال پراخه کچه رسمي او ډېری ادبي او ناڅرنګه خبري کوي چې په عام ډول "مبهمې، ګمراه کوونکې او مغشوش کوونکي" هڅې ګڼل کېږي.[۲۱]

د یوه مشهور تصور له مخې داسې انګېرل کېږي چې سیاستوال د عامه چوپړتیاوو د ښېګنې لپاره د کار کولو پر ځای، ناپوه، کبرجن، لاس وهونکو، درواغجن، بې وړتیا او فاسد وګړي دي. په ډېری هېوادونو کې سیاستوال د "ډېرو منفورو مسلکي وګړو" په توګه شمېرل کیږي.[۲۲]

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Политик