اپارتايد

اپارتاید چې ژباړه یی "جلاوالی" دی، د نژادي جلاتوب یو بنسټیر سیستم و چې له ۱۸۴۸ ز کال نه تر ۱۹۹۰ز کال پوری يې په سویلي افریقا او سویل لوېدیځه افریقا  کې (اوس نامیبیا ده) شتون درلود. اپارتاید د باسسکاپ (ملکتوب یا مشرتوب) د ځانګړتیا پر بنسټ، د زورواکي سیاسي دود په توګه پېژندل کېده چې موخه یې په سویلي افریقا کې د لږه کیو سپین پوستو سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي برلاسي وه. د دې ټولنیز نظام پر بنسټ، سپین پوستو وګړو تر ټولو لوړ حیثیت درلود، له دوی وروسته اسیایانو او نورو نژادي ډلو ځای درلود او تورپوستې افریقایان په وروستي ځای کې راتلل. د اپارتاید اقتصادي میراث او ټولنیزې اغېزې تر نن ورځې پورې دوام لري.[۱][۲][۳][۴]

اپارتاید په دوو برخو وېشل شوی و. یوه یې د اپارتاید کوچنۍ بڼه وه چې پر بنست يې د عامه بنسټونو او ټولنیزو پیښو جلا کول وو. بله یې د اپارتاید لویه بڼه وه، د اوسېدو د ځای درلودل او کاري فرصتونه یې د نژاد پر بنسټ وړاندې کول. د اپارتاید لومړی قانون، د ۱۹۴۹ ز کال ګډو ودونو د منعې قانون و، چې له دې ورسته د ۱۹۵۰ ز کال د غیر اخلاقي کړنو د تعدیل قانون وضع شو، چې د سویلي افریقا دېری وګړي يې له نورو نژادونو سره د واده یا جنسي اړیکو نه منع کول. د ۱۹۵۰ ز کال د نفوسو د ثبت قانون، ټول سویلي افریقایان د ظاهر، پېژندل شوي نسب، ټولنیز اقتصادي حالت او د دودیز ژوند بڼې پر بنسټ په څلورو نژادي ډلو وېشلي وواو هغه دا وو: "تور"، "سپین"، " نور رنګونه" او "هندي". دوه وروستۍ ډلې يې په نورو وړو برخو هم وېشل شوې وې. د اوسېدو ځایونه، د نژادي طبقې پر بنسټ ټاکل کېدل. د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۳ ز کلونو تر منځ، د اپارتاید قانون پر بنسټ ۳.۵  میلیونه تور پوستي افریقایان له خپلو کورونو نه وشړل شول او جلا شوو ګاونډیو سیمو ته و لېږدول شول، چې په عصري تاریخ کې د لویو ډله ییزو شړلو نه ګڼل کېږي. دې هدفي شړلو ډېری موخې دا وې چې تور پوستي په لسو ټاکل شویو "قبایلي سیمو" کې را ټول کړي، چې د بنتوستان په نوم یادېدې او له ډلې یې څلور د خپلواکو هېوادنو په توګه را څرګند شول. حکومت اعلان وکړ چې، بې ځایه شوي کسان چې په بنتوستان کې جذب شوي، د سویلي افریقا خپل تابعیت له لاسه ورکوي. [۵][۶][۷][۸]

اپارتاید په پراخه کچه نړیوال او کورني مخالفتونه را وپارول چې په پایله کې د شلمې پیړۍ ځینې اغیزمن نړیوال ټولنیز خوځښتونه رامینځته شول. دا کړنې په پر له پسې توګه په ملګرو ملتونو کې په پرله پسې ډول و غندل شوې او د وسلو او سوداګرۍ پراخ بندیزونه یې په سویلي افریقا باندې ولګول. د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز لسیزو په ترڅ کې، داخلي مقاومت د اپارتایډ په وړاندې په تدریجي توګه وسله واله بڼه خپله کړه ،چې د نېشنل ګوند د حکومت له خوا په وحشیانه ډول و ځپل شو او په پایله کې یې اوږدمهاله فرقه ییز تاوتریخوالی رامنځ ته شو، چې د زرګونو کسانو د مړینې  او زندان لامل شو. ځینې سمونونه، لکه: په پارلمان کې هندي او نورو نژادونو سیاسي استازو ته ځای ورکول، د اپارتاید په نظام کې را منځ ته شول، خو دا ګامونه د ډېرو فعالو ډلو په خوښه نه وو.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹۸۷ او ۱۹۹۳ ز کلونو تر منځ، نېشنل ګوند د افریقا له کانګرس سره چې د اپارتاید مخکښ سیاسي ضد غورځنګ و، د دوو اړخیزو خبرو مېز ته کېناست، ترڅو جلاتوب ته د پای ټکې کېږدي او ټول ګډونه واکمني را منځ ته کړي. په ۱۹۹۰ز کال کې، د کانګرس مشهور غړي، لکه: نیلسن ماندیلا له بند نه خوشي شول. د ۱۹۹۱ ز کال د جون په ۱۷مه نېټه د اپارتاید قانون لغوه شو، چې د ۱۹۹۴ ز کال په اپریل کې يې ټول ګډونه ټاکنو ته لاره هواره شوه.  [۱۳][۱۴][۱۵]

رېښه

اپارتاید یوه افریقایي کلیمه ده چې د "جلاتوب"، یا "د جلا حالت" په معنا ده. په تحت الفظي ډول "دجلا کولو" معنا ورکوي چې د apart او د افریقایي وروستاړي heid نه جوړه شوې ده. د دې کلیمې لومړۍ ثبت شوې کارونه، په ۱۹۲۹ ز کال کې ښودل شوې ده.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

پخوانی حالت

د ۱۸۰۶ ز کال د کېپ د تسلیمېدو د هوکړې د مادو پر بنسټ، بریتانوي استعمارګر واکمن اړ وو چې د رومي هالنډي قانون پر بنسټ نافذ شوو پخوانیو قوانینو ته درناوی وکړي او دا د دې لامل شو چې په سویلي افریقا کې قانون د انګلیسي کامن قانون نه جلا شي او په پراخه کچه د تقنین خپلواکي را منځ ته شي. هغو والیانو او جرګو چې د سویلي افریقا په بېلابېلو مستعمرو کې یې د تقنین بهیر اداره کاوه، د بریتانوي سترواکۍ له نورو برخو نه یې جلا او خپلواکه مقننه تګلاره پیل کړه. [۲۰]

د غلامۍ په دوران کې، غلامان اړ وو چې د تګ راتګ لپاره له خپلو بادارانو نه اجازه ولري. په ۱۷۹۷ ز کال کې د سویلندم او ګراف-رینیت سیمه ییزو مقننه چارواکو په غلامانو سربېره د تګ راتګ د اجازې قوانین پراخ کړل او امر یې وکړ چې، د سویلي افریقا ټول افریقایې کوچي وګړي (د غیر متمدنو وګړو په توګه ګڼل کېدل) اړ دي، چې په هېواد د تګ را تګ لپاره د هرې موخې لپاره اجازه (پاسپورت) ولري. په ۱۸۰۹ز کې دا تګلاره د بریتانوي استعماري حکومت له خوا د هوتین ټوت حکم پر بنسټ تایید شوه او داسې  پریکړه وشوه چې، هر افریقایي وګړی د خپل تګ را تګ لپاره اړ دی چې د خپل بادار یا سیمه ییز چارواکي نه اجازه یا پاسپورت ترلاسه کړي. د ۱۸۲۸ ز کال ۴۹ شمېرې فرمان حکم وکړ چې، احتمالي تور پوستو کډوالو ته باید یوازې د کارموندلو د موخې لپاره اجازه لیک ورکړل شي. دا اجازه لیکونه باید د نورو نژادنو او د کوچي وګړو لپاره صادر شي، نه د نورو افریقايي وګړو لپاره، چې لا تر دې وخت پورې اړ وو چې نور اجازه لیکونه له ځانه سره ولري.  [۲۱]

د انګلستان د غلامۍ د پای د ۱۸۳۳ز کال قانون په ټوله بریتانوي سترواکۍ کې غلامي ختمه کړه او کیپ د تسلیمېدو مادې یې رد کړې. له دې قانون سره سم د سویلي افریقا مقننه برخه پراخه شوه او د ۱۸۳۵ ز کال ۱ ګنه فرمان هم په دې کې ګډ کړچې په اغېزمنه توګه یې د غلامانو حالت قرادادي کارګرانو ته بدل کړ. په دې پسې د ۱۸۴۸ ز کال ۳ ګڼه فرمان صادر شو چې د خوسه وګړو لپاره یې د داسې قرادادي سیستم وړاندې کړ، چې له غلامۍ نه یې لږ توپیر درلود. د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې د سویلي افریقا بېلابېلو مستعمرو د غیر مسلکي کارګرانو آزادي محدود کولو او په د قراردادي کارګرانو د محدودیتونه د لوړولو او د نژادونو ترمنځ د اړیکو د تنظیم لپاره قوانین تصویب کړل. [۲۲][۲۳]

د کیپ په مستعمره کې چې له وړاندې یې یو آزاد او نژاد-ګډ اساسي قانون او د ټولو نژادونو د نارینه وو لپاره یې د رایې ورکولو آزاد نظام درلود، د ۱۸۹۲ز کال د رایې ورکولو قانون یې د رایې ورکولو لپاره د ملکیت د درلودلو شرط او د زده کړې کچه اړینه وګڼله، چې د کیپ یو لوی شمېر غیر سپین پوستي وګړي یې د رایې ورکولو له حق نه بې برخې کړل.  ۱۸۹۴ز کال د ګلین ګری قانون، چې د لومړي وزیر سیسل جان روډز د حکومت له خوا وړاندې شو، د افریقایانو د ځمکې د ملکیت کچه یې محدوده کړه.

په ناتال کې د ۱۸۹۴ ز  کال د ناتال د تقنیني مجلس لایحې، هنديان د رایې ورکولو له حق نه بې برخې کړل.[۲۴]

په ۱۸۹۶ ز کال کې د سویلي افریقا جمهوریت د تګ را تګ  دوه قوانین وړاندې کړل چې پر بنسټ یې افریقایان اړ وو چې له ځان سره پېژند کارت ولري. یوازې هغه کسان چې د مشر له خوا ګمارل شوي وو اجازه درلوده چې په پوله کې پاتې شي او هغه کسان چې "یوې کارګري ساحې" ته یې د ننوتلو غوښتنه کوله، ځانګړي اجازه لیک ته اړتیا درلوده.

د اجازه لیک د عمومي مقرراتو قانون، په ۱۹۰۵ ز کال تورپوستي له رایې ورکولو نه محروم او هغوی یې په ټاکلو سیمو کې محدود کړل. په ۱۹۰۶ز کال کې د ټرانسوال مستعمرې د آسیایی وګړو د ثبت قانون ټول هنديان دې ته اړ کړل، چې ځانونه ثبت کړي او له ځان سره اجازه لیګ و لېږدوي. د دې دواړو وروستی قانون د بریتانوي حکومت له لوري لغوه شو، خو په ۱۸۰۸ ز کال کې بېرته نافذ شو.  [۲۵][۲۶]

په ۱۹۱۰ ز کال کې، د سویلي افریقا اتحادیه د بریتانیا د سترواکۍ د یوې خپل-اختیاره واکمنۍ په توګه رامنځ ته شوه، چې خپل مقننه پروګرام ته یې دوام ورکړ: د (۱۹۱۰ ز کال) د سویلي افریقا قانون، د سپین پوستو وګړو ته د رایې ورکولو حق ورکړ، چې دوی ته یې د نورو ټولو نژادي ډلو په پرتله بشپړ سیاسي واک ورکړ، په داسې حال کې چې تورپوستو ته یې په پارلمان کې د چوکی حق ورنه کړ، د (۱۹۱۳ ز کال) د بومي وګړو د ځمکې قانون، د کیپ له تورپوستو اوسېدونکو نه پرته، نور تورپوستي "د ځمکو بانک" نه بهر، د ځمکې له پیرودلو نه منع کړل، د (۱۹۱۸ ز کال) په ښاري سیمو کې د بومي وګړو لایحه د دې لپاره وړاندې شوه، چې تورپوستې ټاکل شوو ځانویو ته په زور اړ کړي.د (۱۹۲۳ ز کال) د ښاري سیمو قانون، د استوګنې جلاتوب وړاندې کړاو د سپین پوستو مالیکینو د فابریکو لپاره یې ارزانه کاري ځواک چمتو کړ، د (۱۹۲۶ز کال) د رنګ مدافع قانون، د  کانونو تورپوستي کارګران له کسبي کارونو نه منع کړل، د (۱۹۲۷ ز کال) بومي ادارې قانون، د سیمه ییز مشر پر ځای بریتانوي تاج (ملکه) د افریقا په ټولو چارو کې د مشر په توګه وټاکله، د (۱۹۳۶ زکال) د بومي ځمکې او انحصار قانون ،  د ۱۹۱۳ زکال د بومي ځمکې قانون بشپړ کړ او په همدې کال کې یې، د بومي وګړو د استازیتوب پخواني تورپوستي رایه ورکوونکي د کیپ د رایې ورکوونکو له ډلې نه بې برخې کړل او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې، پارلمان ته دری سپین پوستي استازي وټاکي. د ژان سمټس د متحد ګوند حکومت له خوا، د جلاتوب له لومړیو قوانینو نه یو د (۱۹۴۶ ز کال) د آسیایي وګړو د ځمکې د درلودلو قانون و، چې د هندیانو او د هندي نسل سویلي افریقایانو ته د ځمکې پلورل منع کړل. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د متحده ګوند حکومت، د جلاتوب د قوانینو له سخت درېځه پلي کولو نه لاس واخست. د دې وېرې له امله، چې ایا ځای والی ایوالي بلاخره د نژادې یوشانتوب لامل کېدای شي او کنه، ملي ګوند د ساور کمیسیون رامنځ ته کړ، ترڅو د متحده ګوند د پالیسیو اغېزې تر ارزونې لاندې ونیسي. کمیسیون دې پایلې ته ورسید چې، یوځای والی ښایي د ټولو نژادي ډلو "د شخصیت د له منځه تللو" لامل شي. [۳۲]

سرچینې