باديوه
باديوه يا پتنګ ( پاړسي: بادبادک يا کاغذ پران ) هغه الوتکه ده چې د تار په مرسته الوځول کيږي. [۱] د الوتنې لپاره اړین ځواک د وزرونو په پورتنۍ او ښکته برخه کې د هوا فشار پورې اړه لري. د باديوې په پورتنۍ برخه کې د ټیټ فشار او د باديوې لاندې اړخ کې د لوړ فشار له امله باديوه الوتنه کوي. باديوه تر ډېره د هوا په پرتله دروند وي، د الوتلو لپاره د بادونو ګړندۍ ته اړتیا لري. باديوه تر ډېره د سپورت په کټګورۍ کې راځي، خو له دې سره سره په ډېری نورو برخو کې هم کارول کیږي. تاریخد باديوې الوتنې په چين کې ٢٨٠٠ کاله پخوا پيل شوې. توکيباديوه د کاغذ یا ټوکر څخه جوړه شوې وي. چې پکې د بمبو سپک لرګي کارول کیږي. نایلان یا اکوسټیک تار کارول کیږي. ډیزاینونه یې بې ساري دي. د باديوې لکۍ په خورا خوندور شکلونو کې جوړيږي. د انسان الوتنهانسان هڅه وکړه چې د لویو باديوو په کارولو سره الوتنه وکړي. دا لويې باديوې د hang gliders په نوم هم یادیږي. په 559 میلادي کال کې یوان هوانګتو د باديوې په مرسته لومړنۍ الوتنه وکړه. پوځي برخه کې د باديوې کارولداسې تاریخ هم شته چې له یو ځای څخه بل ځای ته د خپلو وسلو د لېږد لپاره له باديوې څخه کار اخيستل کېده. په ځانګړې توګه، باديوې د جګړې ډګر ته د وسلو رسولو او د جګړې د ساحې معاینې او د فضا عکس اخیستلو، مالوماتي پاڼو په د لېږدولو لپاره کارول شوي. آسیاد باديوې الوتنه په اسیایي هېوادونو کې یو عام فعالیت دی. د باديوې الوتنه هم مشهوره ده. باديوه الوځونه په افغانستان کې یوه مشهوره لوبه ده. په دري کې دې ته "ګادي پران بازي" وايي. په پاکستان کې دې ته "ګډي بازي" یا "پتنګ بازي" ویل کیږي او د باديوو الوځونې د پسرلي یو مشهور فعالیت دی چې "جشن بهاران" نومیږي. باديوه په هند کې هم د خلکو د خوښې وړ کار او مشهوره لوبه ده. هندي ټولنه د باديوې الوځونې په اړه د مکارا د سنکرانتي مشهور جشن لري. د باديوې لوبه د هند په ډېرو ایالتونو کې مشهوره ده. سرچينهد کیرالا د باديوو جشن، د هند هېواد کې لومړی د باديوې جشن د 22-24 جنوري 2010 ترمنځ ترسره شو. د باديوه الوځوونکي راجیش نایر لخوا په لار اچول شوې وې، چې د کوچي څخه بهر دی. د KKF سرپرست ولسوال ډاکټر ایم بینا IAS دی. KKF به د جنوري په وروستۍ اونۍ کې په کیرالا کې ترسره شي. ډېری نړیوال باديوه الوځوونکي پدې جشن کې برخه اخلي. |