باکسر بغاوت

د باکسر بغاوت چې د باکسر پاڅون او یا د ییهتوان غورځنګ په نوم هم پېژندل کېږي. دا بغاوت په چین کې د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۱ز  کلونو ترمنځ د چینګ سلطنت پای ته رسېدو په لور یو بهرنی، استعمار ضد، او د عیسویانو ضد پاڅون و، چې دا انقلاب د یوې ریښتونې او همغږي شوي سوک ټولنې (Yìhéquán) له خوا رامنځته شو چې په انګلیسي کې د «Boxers» په نوم یادیږي ځکه چې ډېری غړي یې د چینایي مارشل آرټ تمرین کاوه چې په هغه وخت کې د «Chinese boxing» په نوم یادېده.

د ۱۸۹۵ز کال کې د چین-جاپان تر جګړې وروسته، د چین په شمال کې کلیوال د بهرنیانو د نفوذ د پراخېدو ویره درلوده او عیسوي مبلغانو ته یې د امتیازاتو د زیاتولو له امله، چې د خپلو پیروانو د ساتنې لپاره یې کارول ناراضه وو. دغه راز په ۱۸۹۸ز کال کې شمالي چین د ژېړ سیند د سیلابونو او وچکالۍ په ګډون ډېری طبیعي ناورینونه تجربه کړل، کوم چې باکسرانو په بهرني او مسیحي نفوذ تورن کړل. او په دې ډول د ۱۸۹۹ز کال په پیل کې باکسرانو په شیډونګ او شمالي چین  کې تاوتریخوالی خپور کړ، بهرني ملکیتونه لکه د ریل پټلۍ یې ویجاړې کړې او پر چینایي مسیحیانو او عیسوي مبلغانو یې برید وکړ او یایې هم ووژل. دغه راز تاوتریخوالۍ د ۱۹۰۰ز کال جون کې هغه مهال اوج ته ورسېدې کله چې د باکسر جنګیالیو په دې باور شو چې دوی د بهرنیو وسلو په وړاندې زیانمنونکي نه دي او په دې توګه د «د چینګ حکومت ملاتړ وکړئ او بهرنیان له منځه یوسي» شعار سره بیجینګ ته نږدې شول.

دیپلوماتانو، مذهبي مبلغانو، پوځیانو او یو شمېر چینایی مسیحیانو ډیپلوماټیکو نماینده ګیو څنډو کې پناه واخیسته. دغه راز د امريکا، اسټراليا، هنګري، بريتانوي، فرانسوي، جرمني، ايټالوي، جاپاني او روسي ځواکونو اته کسيز ائتلاف د جون په اوولسمه نېټه د چين پر لوري د کلابندۍ د لرې کولو لپاره په تيان جين ښار کې د داګو پر کلا بريد وکړ. دغه راز ملکه ډوګر په پیل کې زړه نازړه وه، خو وروسته یې له باکسرانو نه ملاتړ وکړ او د جون په ۲۱مه یې د یرغلګرو ځواکونو په وړاندې د جګړې اعلانولو سره امپراتوري فرمان صادر کړ. هاخوا بیا چینایي چارواکي د باکسرانو د ملاتړوکونکو او د شهزاده چینګ په مشرۍ د پخلاینې د پلویانو ترمنځ ووېشل شول. د چینايي ځواکونو لوی درستیز جنرال مانچو رونګلو (جونګلو) وروسته ادعا وکړه چې هغه د بهرنیانو د ساتنې لپاره کار کړی دی. همدارنګه د سویلي ولایتونو چارواکو له بهرنیانو سره د جګړې لپاره د امپراتوري امر نه سترګې پټې کړې.

د اتو هېوادونو ائتلاف وروسته له هغه چې په پیل کې د چین امپراطوري پوځ او باکسر ملیشو له خوا شاته وغورځول شو  چین ته یې  ۲۰.۰۰۰ نور وسله وال سرتیري راوستل او په دې ډول یې په تيان جين کې امپراطوري پوځ ته ماتې ورکړه او د ډیپلوماټیکو نماینده ګیو پنځه پنځوس ورځني محاصرې په ختمولو سره يې د اګست په څوارلسمه نېټه بېجينګ ته ورسېدل. دغه راز د پلازمینې او شاوخوا کلیو لوټ کول او د هغو کسانو اعدامول پیل شو چې شکمن باکسر ګڼل کېده د ۱۹۰۱ ز کال د سپټمبر د اوومې نېټې د باکسر پروتوکول د هغو حکومتي چارواکو د اعدام د مخنیوي لپاره چې د بوکسرانو ملاتړ یې کړی و، په بیجینګ کې د بهرنیو پوځیانو د ځای پر ځای کېدو شرایط برابر کړل او ۴۵۰ میلیونه سپین زر چې د حکومت د کلنۍ مالیاتي عوایدو نه زیات و په راتلونکو ۳۹ کلونو کې د اتو هېوادونو لپاره د جبران په توګه ورکړل شول. همدارنګه د باکسر بغاوت اداره کولو له امله د چینګ کورنۍ کنټرول نورهم په چین باندې کمزوری شو او په پایله کې یې  د لویو حکومتي اصلاحاتو هڅه وکړه.

د مذهبي مبلغانو او چینایی مسیحیانو قتل عام

ارتودوکس، پروټسټنټ او کاتولیک مبلغانو او د دوی ځایی چینایی غړي په ټول شمالي چین کې قتل عام شول، ځینې یې د باکسرانو له خوا او نور یې د سرتېرو او حکومتي چارواکو له خوا ووژل شول. د ۱۹۰۰ کال په جون کې د لوېديځو قدرتونو پر وړاندې د جګړې له اعلان وروسته، يوسيان چې د همدې کال د مارچ په مياشت کې د شانشي د والي په توګه ټاکل شوی و، د بهرنۍ او مسيحي ضد وحشیانه تګلارې یې پلي کړې، چې د جولای په نهمه راپورونه خپاره شول چې هغه د مبلغانو کورنیو نه څلور څلوېښت بهرنيان (د ښځو او ماشومانو په ګډون) چې د تایوان پلازمینې ته د دوی د ساتنې په پلمه راوستل شوي وو اعدام کړي دي، چې دا پېښه د چینایي غوسې یو کړکېجن سمبول وګرځېد او د تایوان قتل عام په نوم وپېژندل شو. دغه راز په انګلستان کې مېشته د بپتسما د مبلغانو ټولنه په ۱۸۷۷ز کال کې په شانشي کې خپل یو ماموریت وپرانیسته، خو په ۱۹۰۰ز کال کې د هغې ټول مبلغان ووژل شول همدارنګه د اوړي په پای کې په شانشي کې د ډېري بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰۰ چینایي عیسویان هم ووژل شول. ژورنالیست او تاریخي لیکوال ناټ برانډټ په شانشي کې د عیسویانو قتل عام «د مسیحي انجیل په تاریخ کې ترټولو لویه تراژیدي» بللې ده.[۱][۲][۳]

په ټولیز ډول د باکسر بغاوت په اوږدو کې ۱۳۶ پروټیسټ مبلغان، ۵۳ ماشومان، ۴۷ کاتولیک پادریان او راهبان، ۳۰.۰۰۰ چینایي کاتولیکان، ۲،۰۰۰ چینایي پروټیسټان او په بیجینګ کې د ۷۰۰ روسی ارتودوکس عیسویان وژل کېدو اټکل هم شوي، چې د پروتستانت وژل شوي کسان په ۱۹۰۰ ز کال کې د چینایي شهیدانو په نوم یاد شول. په ۱۹۰۲ز کال کې د اپریل په ۲۲مه وروسته له هغه چې په چین کې د روسیې د ارتودوکس ماموریت مشر ارچیمانډریټ انوسینتي (فوګوروفسکي) له سپیڅلي سنتو شورا نه غوښتنه وکړه چې د دوی د شهیدانو یاد تلپاتې وساتي، نو میټروفینز سیمه  د نوي شهیدانو په توګه وپیژندل شوه. دغه راز باکسرانو په ۲۶ ولایتونو کې د مسیحیانو په وژلو لاس پورې کړ.[۴][۵]

اوږدمهاله پایلې

لویو اروپایی قدرتونو د چین د استعمار لپاره خپلو هیلو نه لاس په سر شول، ځکه چې دوی د باکسر بغاوت نه زده کړل، چې له چین سره د معاملې ترټولو غوره لاره له چینایانو سره د مستقیم چلند پرځای د واکمنې کورنۍ له لارې وه چې د دوی احساس په یو متل کې داسې څرګند شوی دی «خلک له چارواکو ډاريږي، چارواکي له بهرنيانو ډاريږي او بهرنيان له خلکو نه ډاريږي) او آن دا چې دوی له چینګ کورنۍ سره د جاپانیانو په وړاندې په جګړه کې مرسته وکړه ترڅو په سیمه کې د جاپاني تسلط مخه ونیسي.

په ورته وخت کې دا دوره د چین په چارو کې د اروپا د لوی ځواک د لاسوهنې کمښت په نښه کوي، جاپانیانو د بوکسرانو په وړاندې په جګړه کې د دوی د یو اړخیز ښکیلتیا او همدارنګه د چین او جاپان په لومړۍ جګړه کې د دوی د بریا له امله د اروپایانو په ځای د غالب ځواک په توګه راڅرګند شو. دغه راز د چینګ د نسکورېدو او د ملتپال کومینتانګ د راڅرګندېدو سره، په چین کې د اروپا ځواک سمبولیک حالت ته راټیټ شو. د روسي-جاپان د جګړې په پایله کې د داخلي منچوریا په سویلي نیمه برخه کې د روسیې نفوذ ځای په ځای کولو وروسته، جاپان د ډېری چینایي پوهانو په واسطه چې جاپان کې زده کړې کړې وې په نظامي او کلتوري برخو کې د اسیا په چارو کې تسلط پیدا کړ چې تر ټولو مهم بېلګه یې سن یات سین دی چې وروسته یې په چین کې ملتپال کومینتانګ رامنځته کړ.

د ۱۹۰۰ز کال په اکټوبر کې روسیې د منچورین ولایتونه اشغال کړل، چې د روسیې دا اقدام د پرانستې دروازې تګلارې چوکاټ کې د سوداګرۍ لپاره د هېواد پرانیستې ساتلو لپاره د انګلیس او امریکا هیلې له ګواښ سره مخ کړې. په ختیځ منچوریا کې د لیاوډونګ او نورو ولایتونو په اړه له روسیې سره د جاپان شخړه، چې د د روسیې له خوا د باکسر پروتوکول شرایطو ته درناوی نه کولو له امله چې د دوی د وتلو غوښتنه یې کړې وه د روسیې او جاپان جګړې لامل شو اوهمدارنګه د دوی تر منځ په ۱۹۰۴ ز کال فبروري میاشت کې دوه کلنې خبرې اترې له منځه ولاړې او په پایله کې روسیه جاپانیانو له خوا ماته شوه.[۶]

سرچينې