بایوسفیر

بایوسفیر چې د اېکوسفیر په نامه هم پېژندل کېږي، په سراسر نړۍ کې د ټولو ایکوسیستمونو مجموعه ده. همدا راز د ځمکې پر مخ یې د ژوند سیمه هم نومولی شو. بایوسفیر د مادې له نظره کابو تړلی سیستم دی. انرژۍ ته په کتو سره داسې پرانیستی سیستم دی چې د لمریزې انرژۍ فوټوسنټېز په کلني ډول د شاوخوا ۱۳۰ تراواټ په کچه جذبوي. له دې سره سره، دا یو ځان‌تنظیمی سیستم دی چې د انرژۍ تعادل ته نږدې دی. په تر ټولو پراخ بایوفزیولوژيکي تعریف کې بایوسفیر نړیوال ایکولوژیکي سیستم دی چې ټول ژوندي موجودات او له لیټوسفیر، کرایوسفیر، هايډروسفیر او اتومسفیر سره د تعامل په ګډون د ټولو ژوندیو موجوداتو اړیکې یوځای کوي. داسې فرض کېږي چې بایوسفیر تکامل کړی دی چې د ژوندیو موجوداتو د رامنځته کېدو بهیر (د ساده عضوي ترکیباتو په څېر له غیر ژوندیو موادو څخه په طبیعي ډول رامنځته شوي ژوندي موجودات) یا هم (له ژوندۍ مادې څخه رامنځته شوي ژوندي موجودات) لږ تر لږه ۳.۵ میلیارده کاله مخکې پیل شوی دی.[۱][۲][۳][۴]

په یوه ټولیز مفهوم کې بایوسفیرونه هغه تړلي او ځان‌تنظیمي سیستمونه دي چې ایکوسیستمونه لري. په دې کې مصنوعي بایوسفیرونه هم شاملېږي چې «بایوسفیر ۲» او «بایوسفیر ۳» او همدا راز په نورو سیارو او سپوږمیو کې موجود بایوسیفیرونه په کې شاملېږي. [۵]

د ځمکې بایوسفیر

عمر

د ځمکې پر مخ د ژوند لومړني شواهد په ۳.۷ میلیارد کلنو رسوبي ډبرو کې موجود بیوجنیک ګرافیټ دي چې دا ډبرې له لوېديځ ګریلنډ څخه ترلاسه شوې دي؛ او د دې تر څنګ هغه میکروبي فوسیلونه دي چې د لوېدیځي استرالیا په ۳.۴۸ میلیارد کلنو ډبرو کې موندل شوي دي. په ۲۰۱۵ کال کې د ژونديو موجوداتو پاتې‌شوني د لوېديځې استرالیا په ۴.۱ میلیارد کلنو ډبرو کې هم وموندل شول. په ۲۰۱۷ کال کې د کاناډا په نوواګیټوک کمربند کې د ګرمو اوبو د دریڅو په رسوباتو کې فوسیل شوي مایکرو ارګانېزمونه کشف شول چې لرغونوالی یې ۴.۲۸ میلیارد کلونو ته رسېږي او دا د ځمکې پر مخ د ژوندیو موجوداتو تر ټولو لرغوني سوابق دي. دا شواهد څرګندوي چې په ۴.۴ میلیارد کاله مخکې مهال کې د سمندر تر رامنځته کېدو وروسته ژوندي موجودات رامنځته شوي دي او دا هغه مهال دی چې ۴.۵۴ میلیارده کاله مخکې د ځمکې له رامنځته کېدو څخه ډېر لرې نه دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پراخوالی

له قطبي کنلګونو څخه نیولې تر استوا پورې د سیارې هره برخه د ژوند ډولونه لري. په مایکروبیولوژۍ کې وروستیو پرمختګونو ښودلې ده چې میکروبونه د ځمکې د سطحې په ژورو کې ژوند کوي او د ټولو میکروبي موجوداتو کتله ښايي په هغو سیمو کې چې د اوسېدو وړ نه دي، د سطحې د ټولو حیواناتو او نباتاتو تر کتلې زیاته شي. د ځمکې پر مخ د بایوسفیر د رښتیني پراخوالي اندازه کول ستونزمن کار دی. الوتونکي معمولاً په ۱۸۰۰ متره (۵۹۰۰ فوټه؛ ۱.۱ مایله) ارتفاعاتو کې الوت کوي او کبان د ۸۳۷۲ مترو (۲۷۴۶۷ فوټو؛ ۵.۲۰۲ مایلو) په اندازه تر اوبو لاندې په پورټوریکو کندو کې ژوند کوي.[۱۶]

بېلابېل ژوندي موجودات د ځمکې د بایوسفیر په هره برخه کې ژوند کوي چې په خاوره کې، د ګرمو اوبو په چینو کې، تر ځمکه لاندې په لږ تر لږه ۱۹ کیلومتره (۱۲ مایله) ژورو ډبرو کې، د سمندر په ژورو برخو کې او په لږ تر لږه ۶۴ کیلومتره (۴۰ مایله) لوړ اتومسفیر کې موندل کېږي. مایکرو ارګانېزمونه په خاصو شرایطو کې د بېرونۍ فضا له تشیال څخه لیدل شوي دي. د خاورې او لاندې سطحې د ټول باکتریایي کاربن اندازه ۵ x ۱۰۱۷ ګرامه اټکل شوې ده. له یوکاریوټ مایکرو ارګانېزمونو پرته د پروکاریوټي مایکرو ارګانېزمونو کتله چې باکتریاوې په کې شاملېږي، ښايي (د بایوسفیر د ټولې کتلې چې له ۱ تر ۴ ټریلیونه ټنه اټکل کېږي) ۰.۸ ټریلیونه ټنه کاربن وي. بروفیل سمندري میکروبونه څه باندې ۱۰۰۰۰ متره (۳۳۰۰۰ فوټه؛ ۶.۲ مایله) لاندې په ماریانا کندو کې موندل کېږي چې دا د ځمکنیو سمندرونو تر ټولو ژووره نقطه ده. د یو حجروي موجوداتو ډولونه د ماریانا کندې په ډېرو ژورو برخو یا «چلنجر کنده» کې موندل شوې دي چې ژوروالی یې ۱۱۰۳۴ متره (۳۶۲۰۱ فوټه؛ ۶.۸۵۶ مایله) دی. نورو څېړونکو اړوندې څېړنې وړاندې کړې دي او وايي چې مایکرو ارګانېزمونه په ۵۸۰ متره (۱۹۰۰ فوټه؛ ۰.۳۶ مایله) ژورو ځایونو کې د ډبرو دننه او د متحدو ایالتونو د شمالي سواحلو په سمندرونو کې تر سمندر ۲۵۹۰ متره (۸۵۰۰ فوټه؛ ۱.۶۱ مایله) لاندې وده کوي؛ همدا راز د جاپان په سواحلو کې بیا تر سمندر لاندې په ۲۴۰۰ متره (۷۹۰۰ فوټه؛ ۱.۵ مایله) ژورو ځایونو کې وده کوي. د تودوخې ځینې میکروبونه په سویډن کې د ځمکې په قشر کې په ۵۰۰۰ متره (۱۶۰۰۰ فوټه؛ ۳.۱ مایله) ژورو کیندل شویو هستو کې له هغو ډبرو څخه استخراج شوي دي چې د تودوخې درجه یې د ۶۵ او ۷۵ سانتي ګراد (۱۴۹ تر ۱۶۷ فارنهایټ) تر منځ وه. تودوخه د ځمکې په قشر کې د ژوروالي له زیاتېدو سره لوړېږي. د تودوخې د ډېرېدو چټکتیا له ګڼو عواملو سره تړاو لري چې د قشر ډول (قاره‌يي قشر د سمندري په مقابل کې)، د ډبرې ډول، جغرافیايي موقعیت او دا ډول نور عوامل یې د بېلګې په توګه یادولی شو. تر ټولو لوړه پېژندل شوې تودوخه چې د میکروبي موجوداتو ژوند په کې ممکن دی، ۱۲۲ سانتي ګراد (۲۵۲ فارنهایټ) درجې ده او دا احتمال موجود دی چې په ژور بایوسفیر کې د ژوند حد د مطلق ژوروالي پر ځای د تودوخې په مرسته وټاکل شي. د ۲۰۱۴ کال د اګسټ میاشتې په ۲۰مه نېټه ساینس‌پوهانو د یوه داسې مایکرو ارګانېزم شتون تایید کړ چې د انترکتیکا تر کنلګونو ۸۰۰ متره (۲۶۰۰ فوټه؛ ۰.۵۰ مایله) لاندې ژوند کوي. یو څېړونکی په دې اړه وايي: "میکروبونو په هر ځای کې پیدا کولی شو. دوی له شرایطو سره په کلکه تطابق کوي او په هر ځای کې چې وي ژوندي پاتې کېدای شي."[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې