توماس هابز

توماس هوبس (ځینې وختونه د مالمزبېري توماس هابز په نوم یادیږي؛ د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل ۵/۱۵ – د ۱۶۷۹ ز کال د ډسمبر ۴/۱۴) یو انګلیسی فیلسوف ؤ او د عصري سیاسي فلسفې له بنسټګرو څخه ګڼل کیږي. هابز د خپل ۱۶۵۱ ز کال کتاب لویاثان (Leviathan) لپاره زیات مشهور دی، چې په هغه کې د ټولنیز تړون تیوري یو اغېزمن جوړښت تشریح کوي. هابز د سیاسي فلسفې سربېره په نورو مختلفو ساحو کې لکه په تاریخ، فقه، هندسه، دین پوهنه او اخلاقو، همدارنګه عموماً په فلسفه  کې یې مرسته وکړه.    [۲۰][۲۱][۲۲]

توماس هابز
توماس هابز
توماس هابز

د شخص معلومات
پيدايښت۵ اپرېل ۱۵۸۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه4 ډيسمبر 1679 (91 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت
عملي ژوند
تعلیم
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)لاتين ژبه ،  وانگليسي [۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
ځانګړي کړنې
مؤثر
تحریک
لاسليک
توماس هابز
توماس هابز

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژوندلیک   

لومړنی ژوند   

توماس هابز د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل په ۵ (زوړ سټایل) په ویسټپورټ کې زیږېدلی، چې اوس د انګلستان په ویلټشایر کې د مالمزبېري برخه ده. کله چې د هابز مور د هسپانوي آرماډا د راتلونکي یرغل په اړه واورېدل، له وخت څخه مخکې وزېږېد، هابز وروسته وویل چې:"زما مور غبرګوني ماشومان وزیږول: زه او ډار." هابز د اډمونډ په نوم یو ورور، چې له ده څخه تقریباً دوه کاله مشر ؤ او د اني په نوم یوه خور درلوده.       [۲۳][۲۴]

که څه هم د توماس هابز ماشومتوب تر ډېره حده نامعلوم دی، د مور نوم یې هم نامعلوم دی، خو دا معلومه ده چې د هابز پلار، توماس سینیر، د چارلټون او ویسټپورټ دواړو ویکر ؤ. د هابز د ژوندلیک لیکونکي جان اوبري په وینا، د هابز پلار بېسواد ؤ او "زده کړو ته یې ارزښت نه ورکاوه." توماس سینیر د خپلې کلیسا څخه بهر د ځایی کشیشانو سره په جګړه کې ښکېل شو، هغه یې اړ کړ چې لندن خوشی کړي. په پایله کې کورنۍ د توماس سینیر مشر ورور، فرانسیس، چې د دستکش یو بډایه تولیدوونکی ؤ او خپله کورنۍ يې نه درلوده، تر پامرنه لاندې پاتې شوه .   [۲۵][۲۶]

تعلیم

هابز جونیر له څلور کلنۍ په ویسټپورټ کلیسا کې زده کړې وکړې، د مالمزبېري ښوونځۍ ته ولاړ او بیا خصوصي ښوونځۍ ته لاړ چې د رابرټ لاتیمر په نوم یو ځوان کس چې د آکسفورډ پوهنتون فارغ الحصیل ؤ، اداره کېده. هابز یو ښه زده کونکی ؤ او د ۱۶۰۱ ز کال او ۱۶۰۲ ز کال ترمنځ مګډالن هال ته، چې د آکسفورډ د هرټفورډ کالج مخکینی نوم ؤ، لاړ چې هلته تحصیلي منطق او فزیک زده کړې ورکړل شوې. رئیس جان ولکنسن یو پاک دین یا پیوریتن ؤ او په هابز باندې یې یو څه نفوذ درلود. هابز مخکې له دې چې آکسفورډ ته لاړ شي، د یوریپیډس مډیا یې له یوناني څخه لاتین نظم ته وژباړه.   [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

داسې ښکاري چې توماس هابز په پوهنتون کې خپل درسي پروګرام تعقیب کړی دی، ځکه چې مکتبي زده کړو ته یې لږ پام ؤ. هابز د آکسفورډ په پرېښودو سره په ۱۶۰۸ ز کال کې د کمبرج په سنټ جان کالج کې د شمولیت له لارې  خپل لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په ​​​​مګډالن کې د خپل استاد سر جېمز هسي له لوري ویلیم، د ویلیم کاوینډیش زوی، د هارډویک بارون (او وروسته د ډیونشایر ارل) ته د ښوونکي په توګه وړاندیز شو او د دې کورنۍ سره یې مادام العمره اړیکه پیل کړه. ویلیم کاوینډیش په ۱۶۲۶ ز کال کې د خپل پلار په مړینې سره د اشرافي مقام ته ترفیع وکړه، دوه کاله یې تر خپلې مړینې پورې په ۱۶۲۸ ز کال کې وساته. زوی یې، ویلیم هم د ډیونشایر دریم ارل شو. هابز دواړو نارینه وو ته د ښوونکي او منشي په توګه خدمت وکړ. د لومړي ارل کوچنی ورور، چارلز کاوینډیش دوه زامن درلودل چې د هابز پلویان وو. مشر زوی یې، ویلیم کاوینډیش چې وروسته د نیوکسل لومړی ډوک شو، د کورنۍ جګړې په جریان کې د لومړي چارلز مخکښ ملاتړی ؤ، چې د پاچا لپاره یې شخصاً اردو تمویل کوه او د ویلز شهزاده، چارلز جیمز، د کارنوال ډوک، والي ؤ. همدا ویلیم کاوینډیش ؤ چې هابز خپل د قانون عناصرو کتاب ورته ډالۍ کړ.   [۳۱][۳۲]

هابز د ځوان ویلیم کاوینډیش ملګری شو او دوی دواړو د ۱۶۱۰ز  او ۱۶۱۵ز کلونو ترمنځ د اروپا په لوی سفر کې کډون وکړ. هابز د سفر په اوږدو کې، د خپلې مکتبي فلسفې برعکس چې په آکسفورډ کې یې زده کړې وه، د اروپا ساینسي او بحراني میتودونو سره آشنا شو. هابز په ونیز کې د فولګینزیو میکانزیو سره چې د پائولو سارپي همکار او ونیزي څېړونکی او سیاستوال ؤ، آشنا شو.   [۳۳]

په هغه وخت کې یې د علمي هڅو موخه د یونان او لاتین کلاسیک لیکوالانو دقیقه څېړنه وه، چې پایله یې په ۱۶۲۸ ز کال کې د توسیدید د پیلوپونیسوس د جګړې تاریخ (Thucydides' History of the Peloponnesian War) غوره ژباړه وه، چې له یوناني نسخې څخه انګلیسي ژبې ته د دې اثر لومړۍ ژباړه ده. داسې استدلال شوی چې د ۱۶۲۰ ز کال په خپرونو کې له خبرو اترو څخه درې چې د Horae Subsecivae په نوم پېژندل کیږي: مشاهدې او خبرې اترې هم په دې دوره کې د هابز اثر څرګندوي.     [۳۴][۳۱]

که څه هم هغه د بېن جانسن په څېر ادبي شخصیتونو سره همکار ؤ او د لنډې مودې لپاره یې د فرانسیس بیکن د محرر په توګه کار وکړ او ګڼ شمېر مقالې یې لاتین ته وژباړلې، خو د فلسفې په برخه کې يې خپلې هڅې تر ۱۶۲۹ ز کال وروسته ونه غځولې. د ۱۶۲۸ ز کال په جون کې یې کارګمارونکی کاوینډیش، چې د هغه وخت د ډیونشایر ارل ؤ، د طاعون له امله مړ شو او کونډې یې، کنټس کریشن، هابز له دندې ګوښه کړ.[۳۵][۳۶]

سرچينې