جان براون (د ۱۸۰۰ د مې میاشتې په نهمه زېږېدلی او د ۱۸۵۹ د ډېسمبر په دوهمه مړ شوی) د تورپوستو د غلامۍ اوصولو د له منځه وړلو د پلوی امریکایی مشر و. هغه  لومړی په کنساس (Kansas) کې د سخت دریځو د له منځه وړلو او خونړۍ جګړې له امله ملي  شهرت تر لاسه کړ، هغه په پای کې د امریکا له کورنۍ جګړې څخه مخکې په هارپېرس فېري (Harpers Ferry) کې د غلام بغاوت د ناکامې هڅې له امله ونیول او اعدام شو. د پیاوړې مذهبي عقیدې خاوند و. براون باوري و چې دی د "خدای یوه وسیله وه."  براون د امریکایي تور پوستو د مرییتوب اوصولو د له منځه وړلو په  غورځنګ کې د تاوتریخوالي مخکښ استازی و. هغه باوري و چې په امریکا کې د غلامۍ د ختمولو لپاره تاوتریخوالی ته اړتیا ده ځکه د لسیزو سوله ییزو هڅو ماته خوړلې وه. براون په مکرر ډول وویل د غلامانو د ازادۍ لپاره په کار کې هغه طلایي اوصول او د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه څاري، چې وایي "ټول انسانان برابر رامنځته شوي."[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

جان براون
(انګلیسي: John Brown د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان براون
جان براون

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: John Brown د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۹ مې ۱۸۰۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه2 ډيسمبر 1859 (59 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکټولنیز فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
جان براون
جان براون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

براون هغه مهال چې د ۱۸۵۰ لسیزې په وروستیو کې یې د کنساس د خونړي کړکېچ په بهیر کې د غلامۍ ضد رضاکارانو او خپلو زامنو مشري وکړه د لومړي ځل لپاره ملي شهرت ترلاسه کړ او  د دې پر  سر چې ایا کنساس یو ازاد ایالت دی که یو غلام، د ایالت په سطحه کورنۍ د جګړې له لارې اتحادیې ته د ننه شو. هغه د تور پوستو د غلامۍ د له منځه وړلو له سوله غوښتنې  څخه راضي نه و او د سوله غوښتونکو په اړه یې وویل چې: "دا خلک یوازې خبرې کوي هغه څه ته چې موږ اړتیا لرو یوازې عمل دی - عمل!" براون د ۱۸۵۶ کال په مې میاشت کې د پوټاواټومي (Pottawatomie) په ټول وژنه کې له خپلو زامنو سره د غلامۍ پلوه ځواکونو له خوا د لارنس (Lawrence) د ګوښه کولو په ځواب کې د غلامۍ پنځه پلویان ووژل. بروان وروسته د بلک جک (Black Jack) او اوساواتومیا (Osawatomie) په جګړو کې د غلامۍ ضد ځواکونو قومانده پر غاړه لرله.

د ۱۸۵۹ کال په اکتوبر میاشت کې براون په هایپر فیري (نننۍ لویدیځه وېرجینیا) کې د فېدرالي وسلو پر مرکز د برید مشري وکړه. نیت یې دا و چې د غلامانو د ازادۍ غورځنګ پیل او سویل ته یې وغځوي؛ هغه د متحده ایالاتو لپاره له غلامۍ څخه پاک لنډمهاله تعدیل شوی اساسي قانون چمتو کړی و چې هغه یې د پلي کولو هیله لرله. هغه  وسلې تر لاسه کړې، خو اووه کسان ووژل شول او له لسو څخه  زیات ټپیان شول. براون هوډ درلود چې له شته وسلو سره غلامان په وسلو سمبال کړي. خو یوازې څو غلامان د هغه له بغاوت سره یوځای شول. د براون هغه شمېر کسان چې ونه تښتېدل د ځایي ملېشو او د رابرت اي.لي (Robert E. Lee) په مشرۍ د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له خوا ونیول یا هم ووژل شول. براون د وېرجینیا د مشترک المنافع دولت پر وړاندې د خیانت، د پنځو کسانو د وژلو او د غلام بغاوت د هڅونې په تور محاکمه شو. هغه په ټولو مواردو کې مجرم وپېژندل شو او لومړنی کس و چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې د خیانت په جرم د ۱۸۵۹ کال د ډېسمبر په دویمه اعدام شو.[۲۳]

د هایپرز فري (Harpers Ferry) یرغل او د براون محکمې چې دواړه په ورځپاڼو کې په ملي کچه پوښل شوي وو، هغه تاوتریخوالی زیات کړ چې یو کال وروسته د سویل د اوږدمهاله بېل والي او د امریکا د کورنۍ جګړې لامل شو. سویل‌یانو وېره لرله چې نور به زر د براون لار وڅاري او د غلامانو بغاوتونه به وهڅوي او په وسلو به یې سمبال کړي. هغه په شمال کې د اتل‌ولی سمبول و. د اتحادیي سرتېري د « جان براون بدن» د نوې سندرې په لور لاړل، چې هغه یې د یو اتل شهید په توګه انځوراوه. براون په بېلابېلو ډولونو د یو اتل شهید او بینا/لیدونکي او د یو لېوني او ترهګر په توګه تشرېح شوی. [۲۴][۲۵][۲۶]

لومړنی ژوند او کورنۍ

کورنۍ او ماشومتوب

جان براون د ۱۸۰۰ کال د مې میاشتې په نهمه د تورېنګټون (Torrington) په کانېکتيکاټ (Connecticut) کې زېږېدلی. د اوون براون/Owen Brown (۱۷۷۱ - ۱۸۵۶) او روث مېلس/ Ruth Mills (۱۷۷۲ - ۱۸۰۸ ) له اتو ماشومانو څخه څلورم دی، هغه خپل مور او پلار "بې وزله خو د درناوي وړ یاد کړل." د اوون براون پلار  کپټ.جان براون (۱۷۲۸ - ۱۷۷۶) و چې د ۱۷۷۶ کال د سپټمبر په درېیمه په نیویارک کې په انقلابي پوځ کې مړ شو. جان براون د خپل نیکه د قبر ډبره په نیویارک کې د البا په شمال کې خپل فارم ته یوړه. د قبر په هغه ډبره د لیکل شوي متن له مخې کپیټ.جان براون " د پيټر براون دمعمولي ټبر له څلورم نسل څخه، د زیارت کوونکي له پلرونو څخه یو و او د ۱۶۲۰ کال د ډېسمبر په ۲۲ له مې فلاور (Mayflower) څخه د ماساچوسېټ (Massachusetts) په پلیموث (Plymouth) کې راښکته شوی و. که څه هم اوس مهال دا نسب تر بحث لاندې دی. روث مېلز د ګېډون مېلز (Gideon Mills) لور وه چې په انقلابي پوځ کې افسره هم وه. هغه له هالنډي او ویلزي ټبر څخه وه. کله چې براون ډېر ځوان و، پلار یې د لنډ مهال لپاره کورنۍ خپل پلرني ښار کونېکتکاټ، وېسټ سېمسبېري (West Simsbury) ته کډه کړه.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د جان کوچنی ورور اولیور اوون براون/ Oliver Owen Brown(۱۸۰۴ - ۱۸۵۸) هم د تور پوستو د غلامۍ اوصولو د له منځه وړلو پلوی و.

په ۱۸۰۵ کال کې يې کورنۍ بیاځلي په لویدیځې خوندي سيمې کې هډسون، اوهي (Hudson, Ohio) ته کډه شوه چې هغه مهال تر ډېره شاړه ځمکه وه او په ښار کې خورا د غلامۍ ضد سیمه وه. د هډسون بنسټ اېښودونکی ډېوېډ هډسون چې د جان پلار ورسره مکررې اړیکې لرلې نه  یوازې د تور پوستو د غلامۍ اوصولو د ختمولو پلوی و بلکې د غلامانو د جبري مقاومت مدافع هم و. اوون براون د هډسون ښار یو بډای او مخکښ تبعه شو. هغه یوه دباغي/ څرمنسازي پرانیسته. د ولسمشر اولیسس. اېس. ګرانټ (Ulysses S. Grant) پلار جیسي ګرانټ (Jesse Grant) د هغه کارکوونکی و او څو کاله یې هلته له کورنۍ سره ژوند وکړ. اوون له غلامۍ څخه کرکه لرله او په هډسون کې يې د غلامۍ ضد فعالیتونو او بحثونو کې ګډون وکړ، د ځمکې لاندې رېل پټلۍ له لارې تښتېدونکو ته یې د امن خونو وړاندیز وکړ. په هغه وخت کې په هډسن ښار کې د ابتدایي درجې پرته بل ښوونځی نه و. جان  ټالماج (Tallmadge) ته څېرمه د مشهور الېزیورایټ د پلار په الېزیورایټ ښوونځي کې زده کړې کولې. د جان مور روث په ۱۸۰۸ کال کې وفات شوه. هغه په خپلو خاطراتو کې لیکلي چې کلونه د خپلې مور لپاره ویرجن و، په داسې حال کې چې د خپل پلار نوې ښځې ته یې درناوی درلود خو هېڅکله یې له هغې سره عاطفي اړیکه حس نه کړه.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

نوې ځواني او زلمیتوب

براون په ۱۶ کلنی کې خپله کورنۍ پرېښوده او د لېبرال زده‌کړو له طرحې سره ختیځ ته راغی. د هغه لوی ارمان د انجیل وزارت و: "یو وخت زه هیله مند وم چې په خپله وزیر وم" د دې موخې په لټه هغه د کونېکتکاټ (Connecticut) په کانټون (Canton) کې د وخت له کشیش/ ملا جرمیا هالوګ (Rev. Jeremiah Hallock) سره سلا مشوره وکړه چې د هغه د مېرمنې له خپلوانو څخه و او د هغه د لارښوونو سره سم چې په هغه ځای کې يې له خپلو تجربو څخه ترلاسه کړې وې د ماساچوسېټ پلېن فېلډ (Plainfield, Massachusetts) ته لاړ او هلته د مرحوم کشیش موسی هالوک په امر هغه پوهنتون ته تیار شو. هغه د امرهېسيټ Amherst)) په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. خو هغه د سترګو په التهاب اخته شو چې د زدکړو له دوام څخه یې راوګرځاوه او بېرته هډسون ته راستون شو.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

په کانزاس کې اقدامات

د کانزاس قلمرو د ۱۸۵۴ ز او ۱۸۶۰ ز کلونو تر منځ په ایالتي کچه د غلامۍ ضد او غلامۍ پلوو ځواکونو تر منځ د یوې کورنۍ جګړې په منګولو کې و، چې دا د کانزاس خونړۍ دوره بلل کېږي. ټاکل شوې وه چې د دغې موضوع په اړه رایه ورکوونکي پرېکړه وکړي، خو څرګنده نه وه چې دغه رایه ورکوونکي به څوک وي. د کنګرې په څېړنو کې تایید شوه چې ،په رایه اچونه کې د غلامۍ پلوو ځواکونو په ګټه پراخه درغلې شوې ده. [۴۲]

کانزاس ته تګ

براون په ۱۸۵۵ ز کال کې په کانزاس کې له خپلو بچیانو نه پوه شو چې د دوی کورنۍ د برید لپاره بشپړې چمتو نه دي او هلته شته غلامي پلوي ځواکونه په جګړه‌ييز حالت کې دي. براون غوښتل خپله کورنۍ وساتي او د غلامۍ پلوو له پرمختګونو سره مخالفت وکړي، د همدې موخې لپاره کانزاس ته لاړ او د پیسو او وسلو راټولولو لپاره په ګڼو ځایونو کې تم شو. د نیویارک ټریبیون د راپور له مخې: براون په غلامۍ ضد کنوانسیون کې ګډون وکړ، چې د ۱۸۵۵ز کال په جون میاشت کې د نیویارک ایالت په الباني ښار کې جوړ شو. که څه هم په کنوانسیون کې د آزاد ایالت ارمان ته د رسېدو لپاره د تاوتریخجنو هڅو د ملاتړ په اړه جنجالونه راپورته شول، خو له دې سره سره څو کسانو د براون مالي ملاتړ وکړ. دا چې براون د لوېديځ پر لوري روان و، په اوهایو ایالت کې یې هم د ډېرو جنګیالیو ملاتړ پیدا کړ، په ځانګړي ډول په سخته غلامۍ ضد سیمه «وسټرن رزرو» کې، چې د هاډسون د ماشومتوب دورې کور هم هلته و.

اغېزې

د جان براون د ژوند او په کارابین کې د غلامانو د اکثرو پاڅونونو تر منځ اړیکه له لومړیو نه مشخصه وه. براون د «هایټي انقلاب» په دوره کې وزېږېد چې د فرانسویانو پر خلاف یې د هایټي غلامانو بغاوت ولید. دا چې دغه انقلاب د براون د غلامۍ ضد لیدلورو په پیاوړي کولو کې څومره رول درلود، معلومه نه ده، خو دغه انقلاب د متحدو ایالتونو په شمال کې د غلامۍ په اړه پر عمومي لیدلوري څرګند اغېز درلود او په سویلي ایالتونو کې د یوه داسې وحشت خبرداری و چې د رامنځته کېدو احتمال یې موجود و. ډوبویس وايي چې: د امریکا په انقلابونو کې د غلامانو دخالت، «هایټي بغاوت او د بشري حقونو لپاره نوې لېوالتیا د آزادۍ پر یوه داسې څپه بدله شوه ،چې په «ورمانټ» ایالت کې د انقلاب په جریان کې پیل شوه، نیو انګلنډ او پنسلوانیا یې لاندې کړل او بالاخره په نیویارک او نیوجرسي کې پای ته ورسېده. دغه بدل شوی تمایل چې د ۱۸مې ز پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې رامنځته شوه، د ودې په دوره کې یې د براون د غلامۍ ضد باور په جوړولو کې رول درلود.[۴۳]

سرچینې