جان رالز

جان رالز (۲۱ فبروري ۱۹۲۱ – ۲۴ نومبر ۲۰۰۲ زکال) په لیبرال دودونو کې اخلاقي او سیاسي امریکايي فیلسوف و. رالز په ۱۹۹۹ زکال کې د منطق او فلسفې په برخه کې د رالف شوک جایزه او همدارنګه د ملي انساني علومو مډال ترلاسه کړ؛ دغه مډال هغه ته ولسمشر بېل کلینټون له دې امله ورکړ چې څه ډول د رالز چارو «د سیاسي او اخلاقي فلسفې څانګې بېرته په دې استدلال را ژوندۍ کړې چې هغه ټولنې چې په کې تر ټولو ښه چانس لرونکي کسان له لږ چانس لرونکو کسانو سره مرسته کوي؛ نه یوازې اخلاقي، بلکې منطقي ټولنې هم دي».[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

جان رالز
جان رالز
جان رالز

د شخص معلومات
پيدايښت۲۱ فبروري ۱۹۲۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه24 نومبر 2002 (81 کاله)[۱][۱۲][۲][۳][۴][۵][۶][۱۳][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
استوګنځای
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
اولاد
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
ڈاکٹری مشیر
ڈاکٹری شاگرد
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۲۴][۲۵][۲۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسياسي فلسفه [۲۷]،  وسیاسي علوم [۲۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
مؤثرجان لاک ،  وامانوېل کانت   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریکشننيزه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړېدويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ۱۹۹۰ زکال کې ویل کیملیکا د خپل اثر په سریزه کې لیکلي چې:«په ټولیز ډول دا منل شوې چې د سیاسي اصولي فلسفې بیاځلي زېږون په ۱۹۷۱ زکال کې د عدالت د تیوري په نامه د رالز د اثر په خپرېدو سره پیل شوی». رالز د ۲۰ مې پېړۍ یو له تر ټولو اغېزمنو سیاسي فیلسوفانو څخه ګڼل کېږي. هغه له معاصرو سیاسي فیلسوفانو سره ځانګړی توپیر لري؛ په مکرر ډول د متحده ایالاتو او کاناډا د حقوقي محاکمو له خوا د هغه په نظریاتو استناد کېږي او په متحده ایالاتو او بریتانیا کې د مجربه سیاستوالو له خوا ورته نغوته کېږي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

رالز «د انصاف په توګه د عدالت» په خپله نظریه کې لارښوونه کوي چې د یوې ټولنې غړي باید له برابرو اساسي ازادیو او برابرو فرصتونو برخمن واوسي او په هغو ځایونو کې چې نابرابري شتون لري، تر ټولو ډېره ګټه باید د ټولنې محرومو کسانو ته ورسېږي. رالز د ټولنیز عدالت د دغه اصل د توجیه کولو په موخه د «اصلي ځایګي» په نامه له فکري ازمایښت کار اخلي؛ هغه ازمایښت چې له وګړو څخه په کې غوښتل کېږي چې کوم ډول ټولنه غوره بولي چې په کې ژوند وکړي، که چېرې وه نه پوهېږي چې شخصا به په دغه ټولنه کې څه ډول ځای او ځایګی ولري. رالز د سیاسي لیبرالېزم په نامه خپل بل اثر کې (۱۹۹۳ زکال) کې دغې پوښتنې ته راګرځي چې د غوره ژوندانه د ماهیت پر سر د نظرونو اختلاف ته په پام څه ډول کېدلای شي سیاسي قدرت مشروعیت ترلاسه کړي.

ژوندلیک

لومړنی ژوند

رالز د مریلینډ ایالت په بالتیمور کې وزېږېد. هغه د بالتیمور د څارنوالۍ د مخکښ څارنوال ویلیام لی رالز او او د هغه د مېرمنې انابېل سټمب رالز له پنځو زامنو څخه دویم و. رالز غمجن ماشومتوب درلود: [۳۹][۴۰]

د هغه دوه وروڼه له ده څخه هغوی ته د وژونکې ناروغۍ د سرایت له امله مړه شول. ... په ۱۹۲۸ زکال کې هغه په دیفتري/سینه او بغل ناروغۍ اخته شو. له هغه څخه یې ۲۰ میاشتې کوچني ورور د هغه په کوټه کې له ده سره ولیدل او په وژونکي ډول د ده ناروغۍ ورته سرایت وکړ. راتلونکی ژمی رالز د سږو په پړسوب اخته شو او د هغه بل کوچنی ورور ټامي ته یې ترې سرایت وکړ چې له امله یې ومړ. [۴۱]

د رالز ژوند لیکونکی نوماس پوګ د رالز د دغو دوو وروڼو مړینه «د هغه د ماشومتوب د دورې تر ټولو لویه پېښه بولي».[۴۲]

رالز له کالورت ښوونځي څخه له فارغېدو وروسته په کانتیکات کې د کنټ ښوونځي په نامه پروتستانت کلیسا ته اړوند له پوهنتون وړاندې روزنیز ښوونځي کې شامل شو. په ۱۹۳۹ زکال کې له دغه ځای څخه له فارغېدو وروسته، راولز پرنسټون پوهنتون ته لار ومونده. همدلته نوموړی د نورمن ملکلم تر اغېز لاندې راغی چې د لوډوېګ ویتګنشتاین شاګرد و. په پرنسټون کې د وروستیو دوو کلونو پر مهال هغه «په ژوره توګه له الهیاتو او د هغو له نظریاتو سره لېوالتیا پیدا کړه». هغه په خپل ۱۸۱ پاڼې لرونکې تیزس کې چې د «ګناه او ایمان» تر عنوان لاندې یې ولیکه، په پلاجیانېزم یې نیوکه وکړه او «د مسیح صلیب یې بې اثره وباله». د هغه استدلال تر ډېره د یهودانو په اړه د کارل مارکس له کتاب (On the Jewish Question) سرچینه اخیسته چې په دغه نظریه یې په کې نیوکه کړې چې په طبیعي وړتیاوو کې نه مساوت کېدای شي په ټولنه کې د شتمنۍ د ویش ټاکونکی وي. رالز آن له آتئیست کېدو وروسته هم د عدالت د نظریې په نامه خپل کتاب کې پلاجیانېزم ضد استدلالونه تکرار کړل. رالز په ۱۹۴۳ زکال کې په عالي درجې له پرینسټون پوهنتون څخه د هنرونو لیسانس ترلاسه کړ. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

په پوځ کې خدمت

رالز د ۱۹۴۳ زکال په فبروري میاشت کې د متحده ایالاتو په پوځ کې خپل نوم ثبت کړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رالز د آرام سمندر په سیمه کې د پلي ځواکونو سرتېری و. په دغه دوره کې یې د نوې ګینې په سیمه کې وکولای شول، د برونزي ستوري نښان ترلاسه کړي. نوموړي په فلیپین کې د خدمت پر مهال سختې جګړې تجربه کړې او د وژنو او تاوتریخوالي د دردوونکو پېښو شاهد و. همدا ځای و چې هغه مسیحي ایمان له لاسه ورکړ او آتئیست شو. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

د جاپان له تسلیمېدو وروسته هغه د جنرال مک ارتور د اشغال کوونکي ځواک غړی شو او د ډلګۍ مشر ځایګي ته یې وده وکړه. خو د هیروشیما د اټومي بمبارد د آثارو او حیرانونکو پایلو له لیدو وروسته یې په پوځ هم باور له لاسه ورکړ. رالز د یوه سرتېري د تنبیه کولو لپاره له امر سرغړونه وکړه ځکه باور یې درلود چې هر ډول تنبیه؛ توجیه کېدونې نه ده او له همدې امله بېرته د سرتېري درجې ته یې تنزیل وموند. رالز د ۱۹۴۶ زکال په جنوري میاشت کې د تل لپاره پوځ خوشی کړ.[۵۵][۵۶][۵۷]

علمي لاسته راوړنې

رالز د ۱۹۴۶ زکال په لومړیو کې بېرته پرنسټون پوهنتون ته راوګرځېد، څو د اخلاقو د فلسفې په برخه کې خپله دوکتورا ترلاسه کړي. هغه په ۱۹۴۹ زکال کې له مارګاریت وارفیلډ فاکس سره چې د براون پوهنتون څخه فارغه شوې وه؛ واده وکړ. دوی د آن وارفیلد، رابرت لي، الکساندر اموری او الیزابت فاکس په نومونو څلور ماشومان لرل. [۵۸][۵۹]

رالز په ۱۹۵۰ زکال کې له پرنسټون پوهنتون څخه خپله دوکتورا واخیسته او تر ۱۹۵۲ زکال پورې یې تر هغه مهاله په پرینسټون کې تدریس وکړ چې د اکسفورډ پوهنتون د فلوبرایټ فیلوشف لپاره یې سکالرشپ (د کرېسټ کلیسا سکالرشیپ) ترلاسه کړ. په اکسفورډ کې نوموړی د ایزایا برلین او قانوني نظریه ورکوونکي هربرت لیونل آدولوفوس تر اغېز لاندې راغی. امریکا ته له راګرځېدو وروسته یې په کارنل پوهنتون کې په تدریس پیل وکړ.

وروستی ژوند

رالز په ډېر ندرت سره مرکه کوله، تر ډېره هم د توتله توب له امله (چې د هغه د دوه وروڼو د مړینې له امله چې له ده څخه د ناروغۍ د سرایت له امله مړه شوي وو، ورته پیدا شوی و) د عامو وګړو له پام وېرېده. هغه د دغو چارو پر ځای تر ډېره خپلو علمي چارو او کورني ژوند ته متوجه و. [۶۰][۶۱]

رالز په ۱۹۹۵ زکال کې د لومړي ځل لپاره سکته وکړه او تر ډېره بریده یې د کار وړتیا له لاسه ورکړه، خو له دې سره یې وکولای شول د وګړو د حقونو په نامه خپل کتاب چې د نړیوال عدالت په اړه د هغه جامع نظریات یې بیانول بشپړ کړي؛ همدارنګه یې په ۲۰۰۱ زکال کې له مړینې لږ وړاندې د Justice as Fairness: A Restatement په نامه خپل بل کتاب چې د عدالت د تیوري په نامه د هغه په بل اثر باندې یې د نقد په غبرګون کې لیکلی و خپور کړ. رالز د ۲۰۰۲ زکال د نومبر په ۲۴ مه د ۸۱ کلونو په عمر وکړ او د ماساچوستس په مونټ اوبورن هدیره کې خښ کړای شو. [۶۲][۶۳]

فلسفي فکر

رالز خپل درې مهم آثار خپاره کړي. د هغه لومړی کتاب د عدالت د تیوري په نامه و چې په توزیعي عدالت یې تمرکز درلود او هڅه یې په کې کړې وه چې د آزادۍ او برابرۍ د ارزښتونو ترمنځ پخلاینه رامنځته کړي. دویم کتاب یې سیاسي لیبرالېزم و چې په دې مسئله یې په کې بحث کړی و چې څه ډول د مذهبي او فلسفي اختلافاتو لرونکي کسان کولای شي ، د یو دیموکراتیک نظام پر سر هوکړې ته ورسېږي. دریم کتاب یې هم د وګړو د حقوقو په نامه و چې د نړیوال عدالت پر موضوع یې تمرکز درلود.

سرچينې