جنرال موټرونه

جنرال موټرونه

د جنرال موټرونو شرکت (GM) د موټر جوړونې یو څو ملیت لرونکی امریکایي شرکت ده، چې مرکزي دفتر یې د امریکې د متحده ایالتونو په دیترایت میشیګان کې دی. دا شرکت د امریکې په متحده ایالتونو کې د موټر جوړولو تر ټولو لوی شرکت ده او د ۷۷ کلونو لپاره د نړۍ په کچه د موټر جوړونې تر ټولو لوی شرکت و، تر دې چې بیا دا لومړی مقام ترې د ټویټا شرکت وګټلو. [۱][۲][۳]

د جنرال موټرونو کمپنۍ په ۸ هېوادونو کې د موټرونو تولیدي کارخانې لري، چې د موټرونو څلور اصلي برنډونه یې شیورلېټ، بویک، جي ام سي او کډ یلیک موټرونه دي. همدارنګه دا شرکت د موټرونو د تولید اړوند ځینې چينایي برنډونو لکه Wuling، Baojan او DMAX کې هم د پانګونې له لارې شریک دی. دغه راز Bright Drops د دې کمپنۍ د دیلېورۍ یا متمرکزه تحویلۍ اړوند خدمتونو برخه ده. د جنرال موترونو کمپنۍ د امریکې متحده ایالتونو د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لپاره نظامي موټرونو تولیدوي، چې د OnStar برخه یې د تولیدي موټرونو لپاره د خوندیتوب اړوند، امنیتي او دغه راز معلوماتي خدمتونه وړاندې کوي او ACDelco بیا د دې کمپنۍ د تولیدي موټرونو اړوند پرزې جوړولو څانګه ده. دا کمپنۍ خپلې مالي چارې د GM Financial له لارې تمویلوي. دا شرکت په Cruise LLC موټرانو باندې د خپل پراخ ملکیت او لاسرسي له لارې د بې ډرایوره یا ځان ‌چلوونکو (Self-Driving) موټرونو د پراختیا په لټه کې دی.[۴][۵][۶][۷]

د جنرال موټر جوړونې کمپنۍ په پام کې لري، چې د ۲۰۳۵ ز کاله پورې د هایبریدي او پلاګین هایبریدي موټرونو په شمول د داخلي احتراق اړوند انجنونو څخه په ګټې اخیستنې سره د موټرونو تولید او پلور پای ته ورسوي، ځکه چې تر ۲۰۴۰ ز کاله پورې د کاربن په برخه کې د بېطرفه اوسېدو پړاو ته رسېدو لپاره دا د دوی د پالیسۍ یوه برخه ده. په دې برخه کې د جنرال موټرونو کمپنۍ د انعطاف منونکو تیلو په کارولو سره د موټرونو تولید وړاندیز کوي، چې کولای شي د E85 ایتانول یا بنزین په سوځولو او یا هم د دې دواړو په ترکیبي موادو په سوځولو سره د بل هر موټر په څېر کار وکړي. [۸][۹]

دې کمپنۍ ځان له یوې بلې لویې کمپنۍ سره د (Buick) لپاره ونډه وال او سهیم کړ، چې د ۱۹۰۸ ز کال د سپتمبر میاشتې په ۱۶ نېټه د ویلیام سي دورانت په وسیله جوړه شوې وه، ویلیام سي دورانت هغه مهال د آس په وسیله چلېدونکو موټرانو (ګاډیو) تر ټولو لوی پلورونکی او سوداګر و. د دې کمپنۍ اوسنۍ بڼه او بنسټ یې په ۲۰۰۹ ز کال کې د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ یوولسم څپرکي له بیا تنظیمولو وروسته تأسیس او جوړ شو. [۱۰][۱۱]

د جنرال موټرونو کمپنۍ د امریکې متحده ایالتونو د ۵۰۰ شتمنو (Fortune 500) شرکتونو په درجه بندۍ کې د خپل خپل عمومي عاید په اساس په ۲۲مه درجه کې ده. [۱۲]

مخینه، تاریخچه

په فلینت مشیګان کې د دورانت – دورت په نامه د ویلیام سي دورانت د ګاډیو اړوند کمپنۍ تر ۱۹۰۰ ز کاله پورې د امریکې په متحده ایالتونو کې د آسونو په وسیله د چلېدونکو موټرونو یا نقلیه وسایلو تر ټولو لویه تولیدوونکې کمپنۍ وه. دورانت له موټرونو سره مخالف و، خو د فلینت همکار سوداګر جیمز اچ وایتینګ په ۱۹۰۴ ز کال کې د فلینت واګون کار (Flint Wagon Works) مالک د بایوک موټرونو کمپنۍ په هغه وپلورله. دورانت په ۱۹۰۸ ز کال کې د جنرال موتورز شرکت د یو سهم لرونکي او ونډه وال شرکت په توګه له خپل شریک چارلز ستوارت مات سره جوړ کړ او دغه راز له جنرال الکتریک څخه یې د نوم ایښودنې یو قرارداد په پور واخیست. د جنرال موټرونو شرکت لومړنۍ خریداري یا استملاک بویک و، چې دورانت یې مخکې مالک و. تر دې وروسته د ۱۹۰۸ ز کال د نوامبر میاشتې په ۱۲ نېټه اولدز موبیل د دورانت په وخت کې د جنرال موټرونو کمپنۍ د کډ یلیک ، المور، وېلچ، کارترکار، اوکلند (پوتنیاک مخکیني بڼه) اخیستلو او پېرلو ته دوام ورکړ. د ده اووسو میشیګان په نامه د غټو یا بار وړونکو موټرونو کمپنۍ او د پوتنیاک میشیګان کمپنۍ تیزرفتاره موټرونو کمپنۍ (د GMC مخکیني کمپنۍ) په ۱۹۰۹ ز کال کې دوام درلود.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

دورانت د مدیره پلاوي په تایید او تصویب سره هڅه وکړه، چې د فورد د موټر جوړولو شرکت هم وپېري؛ خو ۲ میلیونه ډالره اضافي شتمنۍ ته یې اړتیا درلوده. د جنرال موټرونو له کمپنۍ څخه دورانت د دې خریداریو په لړ کې ډېره زیاته ګټه ترلاسه کړه او په ۱۹۱۰ ز کال کې د مدیره پلاوي په وسیله د هغو بانکدارانو په هدایت سره له دې دندې او سمت څخه ګوښه شو، چې له پورونو څخه یې ملاتړ وکړ، ترڅو جنرال موټرونه په سوداګرۍ او تجارت کې وساتي. د بانکدارانو دا اقدام تر ډېره د ۱۹۱۰ – ۱۹۱۱ ز کلونو تر اغېز لاندې و، چې په ۱۸۹۰ ز کال کې د تراست شرمن ضد قانون د عملي او اجرا کېدو وروسته ترسره شو. په ۱۹۱۱ ز کال کې چارلز اف، کترینګ د دایتون انجینیري لابراتوارنو اړوند کمپنۍ (DELCO) له هنري ام لیلند سره د امریکې په متحده ایالتونو کې لومړنی بریښنایي ستارتر اختراع او ثبت کړ. د ۱۹۱۱ ز کال په نومبر میاشت کې دورانت د سیالیو اړوند موټر له سويسي موټر چلوونکي لوئیس شورلېټ سره د شورلېټ تاسیس او رامنځته کړ، چې په ۱۹۱۵ ز کال کې یې له دورانت سره تر مخالف کېدو وروسته دا کمپنۍ پرېښوده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د جنرال موټرونو کمپنۍ په ۱۹۱۶ ز کال کې په دیترایت کې د جنرال موټرونو کمپنۍ په توګه ثبت شوه او د لومړنۍ عمومي خپراوي یا عرضه کولو له لارې په یو عمومي سهامي شرکت بدل شو. په ۱۹۱۷ ز کال کې شورلېټ موټرونه یې هومره بریالي شول، چې دورانت د ساموئل مک لافلین او پییر اس دو پونت په ملاتړ سره یوځای د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ ته د مشري کولو او کنترولولو لېوالتیا پیدا کړه. په همدې کال کې د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ د سامسون ټراکټور هم ترلاسه کړ. د شورلېټ موټرونو اړوند کمپنۍ چې ۱۹۱۸ ز کال د مې میاشتې په ۲یمه نېټه د جنرال موټرونو په کمپنۍ کې مدغم شوه او په همدې کال کې د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ د یونایټیډ موټرونو کمپنۍ هم واخیستله، د دورانت په وسیله د آلفرد پي اسلون په مشرۍ د موټرونو بېلابېلو پروزو پوره کوونکي شرکت د کابو ۴۵ میلیونه ډالر او د مک لافلین موټر جوړوونکی شرکت، چې د R.S. Mclaughlin په وسیله جوړ شو. جنرال موټرونو یوازې تر کانادا پورې محدود شول. په ۱۹۱۹ ز کال کې دې کمپنۍ د Guardian Frigerator شرکت هم واخیست، چې یوه برخه یې د دورانت اړوند وه. دې کمپنۍ بیا وروسته خپل نوم په (Frigidaire) باندې بدل کړ او د جنرال موټرونو اړوند شرکت د منلو او معلوماتو برخې  (GAMC) یې خپلو مشتریانو ته د مالي تمویل په توګه جوړ کړ.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په ۱۹۲۰ ز کال کې دوپونت یوځل د دورانت لیرې کولو پلان ترتیب او آلفرد پي اسلون یې د هغه ځایناستی کړ. کله چې د جنرال موټرونو کمپنۍ په شدت او تیزۍ سره د فورد موټرونو له کمپنۍ سره سیالي کوله، اسلون په کلني ماډلونو کې بدلون رامنځته کړ، د تېرو کلونو ماډلونه یې نوي کړل او د دویم لاس موټرونو لپاره یې بازار رامنځته کړ. هغه همدارنګه د نرخ ټاکلو ستراتیژي هم پلي کړه، چې نن ورځ د ټولو موټر جوړوونکو شرکتونو په وسیله کارول کېږي. د نرخونو یا نرخ ټاکلو ستراتیژۍ شورلېټ، پونتیاک، اولدزموبېل، بیوک او کیډیلیک ماډلونه په ترتیب سره تر ټولو ارزانه نرخونو څخه تر بیخي قیمتي نرخونو پورې ښودل. [۲۷][۲۸][۲۹]

د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ انجینیر توماس میدګلي جونیور په ۱۹۲۱ ز کال کې ټیټرایتیللیډ (د سرب اړوند بنزین) د ضربې ضد یو لامل په توګه کشف کړ او د جنرال موټرونو کمپنۍ دا ترکیب د ایتانول د ثبتولو امکان نه لرلو له امله ثبت کړ. دا مورد د لوړ تراکم لرونکو موټرونو د پراختیا او بالاخره د لا ډېر ځواک او کارکړنې لامل شو. خلک بیا وروسته دېته متوجه شول، چې په بنزین کې موجود سرب د انسان په شمول د بېلابېلو بیولوژیکي موجوداتو لپاره مضر او خطرناکه دی. په دې برخه کې موجوده شواهد ښيي، چې د موټر جوړونکو شرکتونو مدیران له همغه اوله د ټیټرا ایتیل د سرب اړوند روغتیایي عواقبو په هکله پوهېدل. د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ لپاره د یو انجینیر په توګه میدګلي همدارنګه کلوروفلورو کاربنونه هم زیات او پراخ کړل، چې اوسمهال د هوا او اقلیم په برخه کې د هغو د اغېز له امله منع شوي دي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د جنرال موټرز کمپنۍ مشر آلفرد پي اسلون جونیور د تشویق او هڅونې په ترڅ کې د جنرال موټرز کمپنۍ په ۱۹۲۵ ز کال کې د په ۲.۵ میلیونه ډالرو باندې د واکسهال موټرونو کمپنۍ واخیسته. همدارنګه دې کمپنۍ په همدې کال کې د ژېړ کابین تولیدولو کمپنۍ سره هم لېوالتیا پیدا کړه او د دې کمپنۍ رئیس جان دي هرټز هم د جنرال موټرونو کمپنۍ له مدیره پلاوي سره یوځای شو، چې د یاد شرکت نوره پاتې برخه یې هم په ۱۹۴۳ ز کال کې واخیسته.[۳۴][۳۵]

د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ په ۱۹۲۶ ز کال کې د پونتیاک Pontiac برنډ خلکو ته معرفي کړ او د جنرال موټرونو د کمپنۍ اړوند پراخې ډلې د بیمې پروګرام یې خپلو کارکوونکو ته د عمري بیمې د ورکړې په موخه تأسیس کړ. په بل کال یعنې ۱۹۲۷ ز کال کې یې د کاډیلیک لاسېل Cadillac Lasalle برنډ په بریالي کېدو سره، چې د هلري ایرل په وسیله ډیزاین شوی و، اسلون د جنرال موټرونو د "رنګ او هنر برخه" جوړه کړه او هلري ایرل یې د یادې برخې د لومړني مدیر په توګه معرفي کړ. ایرل د ډیزاین د برخې لومړني لوی مدیر او مشر و، چې په یو لوی امریکایي شرکت کې ګومارل شوی و، هغه د موټرونو د ډیزان په برخه کې داسې یو سیستم جوړ کړ، چې تر نن ورځې پورې عملي کېږي. [۳۶]

د جنرال موټرونو کمپنۍ د الیسون انجن جوړونې اړوند کمپنۍ هم واخیستله او په ۱۹۲۹ ز کال کې یې د الوتکې د ۱۰۰۰ هارس پاوره قدرت لرونکي مایع یخ کوونکي انجن جوړول پیل کړل. په همدې کال کې د جنرال موټرونو کمپنۍ د اوپل ۸۰٪ برخه تر لاسه کړه، چې هغه مهال یې د اروپا د بازار ۳۷.۵٪ برخه په خپل واک کې لرله، چې ۲۶ میلیونه ډالره کېده، دغه راز ۲۰٪ پاتې برخه یې هم په ۱۹۳۱ ز کال کې ترلاسه کړه.[۳۷][۳۸]

چارلز کیټرینګ د ۱۹۲۰ ز لسیزې په وروستیو کې په موټرونو کې د احتمالي کارولو لپاره د یو کم وزن لرونکي دوه ضربه یي ډیزلي انجن جوړولو لپاره یو پروګرام پیل کړ، چې ډېر ژر د جنرال موټرونو کمپنۍ د الکترو موټیو کمپنۍ Electro-Motice Company او د وینتون انجن کمپنۍ Winton Engine Company دواړه ترلاسه کړې او په ۱۹۴۱ ز کال کې یې د الکترو موټیو کمپنۍ کاري ساحه د لوکوموتیف یا د اورګاډي د انجن تولیدلو پورې پراخه کړه. [۳۹][۴۰]

سرچينې