جورج کانټور
ړجورج فردینانت لوډوېک فېلیپ کانټور (د ۱۸۴۵ کال د مارچ ۳ [ په جولیان جنتري کې د فبروري ۱۹] – د ۱۹۱۸ کال د جنوري ۶) یو جرمنی ریاضي پوه ؤ. هغه د سټ تیوري په رامنځته کولو کې چې په ریاضي کې یوه بنسټیزه تیوري ګرځېدلی، مهمه ونډه ولوبوله. کانټور د دوو سټونو د غړو تر منځ د یو په یو تناظر (one-to-one correspondence) اهمیت رامنځته کړ، نامتناهي او ښه تعریف شوي سټونه یې تعریف کړل او ثابته یې کړه چې حقیقي عددونه د طبیعي اعداد په پرتله ډېر زیات دي. په حقیقت کې، د دې قضیې د ثبوت لپاره د کانټور طریقه د لایتناهيو د لایتناهي په موجودیت دلالت کوي . ده اصلي او ترتیبي عددونه او د دوی حساب یې تعریف کړ. دکانټور کار له فلسفي پلوه په زړه پورې دی، هغه حقیقت چې دی ښه ځنې خبر ؤ. [۱۷][۱۸]
جورج کانټور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۳ مارچ ۱۸۴۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] سینټ پیټرزبورګ [۹][۱۰] |
مړینه | 6 جنوري 1918 (73 کاله)[۱۱][۱۲][۱][۲][۳][۴][۶][۷][۸] هاله [۹] |
د مړینې لامل | |
استوګنځای | |
تابعیت | |
رکن | |
طبی کیفیت | |
ښځه | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
تعلیمی اسناد | |
ڈاکٹری مشیر | |
استاد | |
ڈاکٹری شاگرد | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | آلماني ژبه [۱۵][۱۶] |
د کړنې څانګه | د سيټ نظريه ، وشمېرپوهنه |
کار ورکوونکی | |
سمول |
په اصل کې د فوق متناهي عددونو (transfinite numbers) په هکله د کانټور تیوري د شهود ضد - حتی لړزوونکې ګڼل کېده. دا امر د دې لامل شو چې یاده تیوري د ریاضي معاصرانو لکه لیوپولډ کرونیکر او هنري پوینکاره او وروسته د هرمان ویل او ال. اي. جې. بروور له پلوه د مقاومت سره مخ شي، پداسې حال کې چې لودوېګ ویټګنشټاین فلسفي اعتراضونه راپورته کړل؛ د کانټور د تیورۍ پر سر مباحثه وګورئ. کانټور چې یو پرهېزګاره لوتران عیسوي ؤ، په دې باور ؤ چې یاده تیوري د خدای له لوري هغه ته رسول شوې وه. یو شمېر عیسوي الهیات پوهانو (په ځانګړې توګه د نوي مکتب فیلسوفانو) د کانټور کار د خدای په ذات کې د مطلق لایتناهي د یوتوب پر وړاندې ننګونه وبله - چې یو ځل یې د فوق متناهي عددونو تیوري د واحدیت (pantheism) سره برابره بلله - هغه قضیه چې کانټور په کلکه رد کړه. د یادولو وړ ده چې ټول الهیات پوهان د کانتور د تیورۍ مخالف نه وو، د نوی-مکتب فیلسوف نامتو کانستانتین ګوتبرلټ ورسره موافق ؤ او (وروسته له هغې چې کانټور ځینې مهم توضیحات وړاندې کړل)، کارډینال جوهان باپتست فرانزلین د یوې معتبرې تیورۍ په توګه ومنله. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د کانټور د کار په وړاندې اعتراضونه کله کله سخت وو: د لیوپولډ کرونیکر عام مخالفت او شخصي بریدونو کې يې دا شامل وو چې کانټور ته یې "علمي غلوونکی"، "مرتد" او "د ځوانانو منحرف کوونکی" ویل. کرونیکر د کانټور په ثبوتونو اعتراض وکړ دا چې الجبري عددونه د شمېر وړ دي او دا چې غیر الجبري عددونه د شمېر وړ نه دي، چې پایلې یې اوس د ریاضياتو په معیاري نصاب کې شاملې دي. ویټګینشټاین د کانټور له مړینې لسیزې وروسته ولیکل او خواشیني یې څرګنده کړه چې ریاضيات د "سټ تیوري د زیانمنونکو اصطلاحاتو سره تړل کېږي "، چې هغه "مطلق بیهوده" وبلل او رد یې کړل چې "خندا وړ" او "ناسم" دي. د کانټور د ۱۸۸۴ کال څخه د هغه د ژوند تر پایه پورې د خپګان د تکراري مودو تور د هغه د زیاتو معاصرانو د دښمنانه چلند په غاړه اچول شوی، خو ځینو دا پېښې د دوه قطبي ګډوډۍ احتمالي نښانې بللې. [۲۵][۲۶][۲۷]
هغه سختې نیوکې د وروستیو ستاینو سره مل وې. شاهي ټولنې په ۱۹۰۴ کال کې کانتور ته خپل سلویسټر مډال ورکړ، دا ترټولو ستره جایزه ده چې په ریاضياتو کې د کار لپاره ورکول کېږي. ډېوېډ هلبرټ له یاد مډال څخه د منتقدینو په وړاندې دفاع وکړه او څرګنده یې کړه، "هېڅوک به موږ له هغه جنت څخه چې کانټور رامنځته کړی، ونه باسي." [۲۸][۲۹][۳۰]
د جورج کانټور ژوند
ځواني او زده کړې
جورج کانټور په ۱۸۴۵ کال کې د روسیې د سنټ پیټرزبورګ په لوېدیځ سوداګر مېشت ځای کې زیږېدلی او تر یوولس کلنۍ پورې په دې ښار کې لوی شو. کانټور چې د شپږو ماشومانو مشر ؤ، یو غوره وایلون غږونکی کڼل کېد. د هغه نیکه فرانز بوهم (۱۷۸۸ - ۱۸۴۶) (د وایلن غږونکي جوزف بوهم ورور) د روسیې سترواکۍ په یوه غږونکې ډله کې نامتو سازنده او یو کسیز غږونکی ؤ. د کانتور پلار د سنټ پیټرزبورګ سهامو راکړه ورکړې کارکوونکی ؤ؛ کله چې ناروغه شو، کورنۍ یې په ۱۸۵۶ کال کې آلمان ته، لومړی ویسباډن بیا فرانکفورت ته کډه شوه، د سنټ پیټرزبورګ په پرتله د ملایم ژمي په لټه کې وو. کانټور په ویاړ سره په ۱۸۶۰ کال کې د دارمشتات د ریالسکول ښوونځۍ څخه فارغ شو؛ په ریاضیاتو، په ځانګړې ټوګه په مثلثات کې د هغه استثنايي وړتیاوې د پام وړ وګرځېدلې. د ۱۸۶۲ کال په اګست کې بیا د "Höhere Gewerbeschule Darmstadt" څخه چې اوس مهال د دارمشتات تخنیکي پوهنتون په نوم دی، فارغ شو. کانټور په ۱۸۶۲ کال کې د سویس فدرال پولي تخنیک ته لاره ومونده. کانټور د ۱۸۶۳ کال په جون کې د خپل پلار له مړینې وروسته د پام وړ میراث په ترلاسه کولو سره، خپلې زده کړې برلین پوهنتون ته ولېږدولې او لوپولډ کرونیکر، کارل وایرشتراش او ارنسټ کومر په ویناوو کې یې ګډون کاوه. ده د ۱۸۶۶ کال دوبی په ګوتینګن پوهنتون کې تېر کړ، چې هغه مهال او وروسته د ریاضياتو د څېړنې مرکز ؤ. کانټور یو ښه محصل ؤ او په ۱۸۶۷ کال کې یې د ډوکتورا خپل سند ترلاسه کړ. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]