Jump to content

جېمز اېډمسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جېمز کرېگ اېډمسن (انگلیسي: James Craig Adamson) – (زوکړه: ۳-مارچ-۱۹۴۶) د ناسا پخوانی ستورمزلی او د امریکا د پوځ کورناستی (متقاعد) ډگروال دی. واده یې کړی او درې بچیان لري. جېمز اېډمسن د تشیال په دوو ماموریتونو ایس‌ټي‌ایس-۲۸ (STS-28) او ایس‌ټي‌ایس-۴۳ (STS-43) کې گډون کړی چې ټولټال ۲۶۳ واره پر ځمکې را څرخېدلی او په تشیال کې یې ۳۳۴ ساعته تېر کړي دي. له ناسا څخه تر تقاعد وروسته، نوموړي د الایډ سیگنل (Allied Signal) په نامه شرکت کې، چې وروسته له هني‌ویل (Honeywell) شرکت سره یو ځای شو، کار پیل کړ او په ۲۰۰۱ کې له هغه ځایه هم تقاعد شو. جېمز له ۳۰۰۰ ساعتونو څخه زیات تر ۳۰ زیاتې بېلابېلې چورلکې او الوتکې چلولي دي.

شخصي ژوند

جېمز اېډمسن د ۱۹۴۶ د مارچ پر ۳مه د نیویارک په وارسا (Warsaw) کې زېږېدلی دی. نن سبا د ورجینیا په فیشرزویل (Fishersville) کې له خپلې مېرمنې او دوو بچیانو سره ژوند کوي.

زده‌کړې

نور ولولئ

🔥 Top keywords: لومړی مخځانگړی:پلټنهدويمه نړېواله جګړهافغانستانځانگړی:زما خبرې اترېلارښود:منځپانګهويکيپېډيا:General disclaimerد ښځې تناسلي آلهويکيپېډيا:له موږ سره اړيکهسل سوالونهاحمد شاه درانیپښتویوسفزی قومويکيپېډيا:تازه پېښېويکيپېډياپښتو ويکيپېډياويکيپېډيا:جرګهمطالعهويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړهزده کړهويکيپېډيا:په اړهځانگړی:اوسني بدلونونهتانبه:مېنځپانگه/تانبېاسټرالیاد پښتو ژبدودننګرهار ولایتفرانسوي ژبهاسلامويکيپېډيا:دوتنه پورته کولويکيپېډيا:بنډارځایبرېتانياخپلواکيبست کلاModule:Citation/CS1سپوږميز لېږديز کالهندارهپلار څوک دیلارښود:وېشنيزهويکيپېډيا:کړنلارې او لارښوونېمحمد (ص) په اسلام کې