درملگري

طب له ناروغ څخه د پالنې او د ناروغیو د تشخیص، وړاندوینې، مخنیوي، درملنې، د ټپونو یا ناروغيو تسکین او د روغتیا د غښتلتیا علم او عمل دی. په طب کې د روغتیا پالنې بېلابېلې طریقې شاملې دي چې د روغتیا د خوندیتوب او بیارغونې لپاره د ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپاره رامنځته شوی. معاصر طب له حیاتي/بیومېډيکل علومو، طبي څېړنو، جنتیک او طبي تکنالوژۍ څخه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او د ټپونو او ناروغیو د مخنیوي لپاره کار اخلي، چې معمولاً د درملو یا جراحۍ او همداراز د بېلابېلو درملنو لکه (external splints and traction) او اروايي درملنې، طبي وسایلو لکه بیولوژیکي او ایوني وړانګو لارې ترسره کېږي.  [۱][۲][۳]

آسکليپيوس، د يونان د درملگر خدای پژۍ، چې د آسکليپيوس لکړې او پرې تاو شوي مار د درملگرۍ د سمبول په توگه کارېږي

طب له تاریخ څخه مخکې دورو کې پلي شوی، چې په ډېری دورو کې یو هنر ګڼل شوی (د پوهې او هنر برخه) چې تر ډېره د ځايي کلتور له مذهبي او فلسفي بارونو سره په اړیکه کې و. د مثال په ډول، یو درمل جوړوونکي به له درملیزو بوټو څخه کار اخیست او د شفا لپاره به یې دعا کوله، یا به هم یو لرغوني ډاکتر یا فلیسوف د هېمورویزم (humorism) له تیوري سره سم د وینې‌بهولو/ bloodletting  (په سنتي طب کې له بدن څخه د مضرې وینې ایستل) په وروستیو پېړیو کې د مدرن علم له ظهور سره، طب تر ډېره د علم او هنر په یو ترکیب بدل شوی چې د طب تر چتر لاندې دواړه اساسي او تطبیقي علوم په کې شامل دي. د بخۍ لپاره د ګنډلو تخنیکونه هغه هنر دی چې په تمرین کولو سره زده شوی، دا چې د حجرې او مالیکول په سطحه په ګنډل کېدونکي نسج کې څه پېښږي دا پوهه له سانیس څخه اخیستل کېږي.

له ننني علم څخه مخکې د طب ډولونه د سنتي او عامیانه طب په توګه پېژندل کېږي، چې تر ډېره د علمي طب د نشتوالي په حالت کې کارول کېږي په دې اساس د ځای‌ناستي طب په نوم یاديږي. د طب له علم څخه بهر ځای‌ناستې درملنې چې خوندیتوب او اغیزمنتیا لري تېراېستنه نومول کېږي.

اصطلاحات/لغت پېژندنه

طب په امریکایي تلفظ مېډېسن (/ˈmɛdsɪn/) دلته ((listen یې اورېدلی شئ، په بریتانوي تلفظ مېډسن (/ˈmɛdɪsɪn/) دلته ((listen یې اورېدلی شئ، دناروغۍ د تشخیص، درملنې، وړاندوینې او مخنیوي پوها او تجربه ده. د طب کلمه له لاتیني کلیمې (medicus) څخه اخیستل شوې چې د ډاکتر په معنا ده. [۴][۵][۶][۷]

کلینیکي تمرین

په ټوله نړۍ کې طب او کلینیکي تمرین ته لاسرسی په کلتور او تکنالوۍ کې د سیمه‌ییزو توپيرونو پر بنسټ توپير کوي. مدرن علمي طب په لوېدیځ کې ډېر پرمخ‌تللی دی، په داسې حال کې چې په مخ پر ودې هېوادونو لکه د افریقا او اسیا په ځینو برخو کې وګړي ښايي پرته له دې چې د طب په برخه کې علمي زده‌کړې ولري پر سنتي طب له لږ اغېزمنتیا او شواهدو سره  خورا ډېره تکیه وکړي. [۸]

په پرمختللې نړۍ کې د شواهدو پر بنسټ طبابت په ټولیز ډول په کلینیکي تمرین کې نه کاریږي. د مثال په ډول د یوې سروې پر بنسټ چې په 2007 کال کې یې تېرو اثارو ته کتنه کړې وه, ښیي چې شاوخوا 49% لاس وهنې/ مداخلې د خپلو ګټو یا تاوانو د ملاتړ لپاره د کافي شواهدو له کمښت سره مخ دي. په مدرن کلینیکي تمرین کې ډاکتران او د دوی مرستیالان په خپله ناروغان د تشخیص, وړاندوینې, درملنې او له ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه د کلینیکي تمرین د قضاوت له مخې ارزوي. د ډاکتر او ناروغ اړیکه معمولاً د ناروغ طبي دوسیې او طبې تاریخچې له معاینه کولو سره له یوې طبي مرکې او  فزیکي معاینې سره پیل کېږي. معمولاً له اساسي طبي وسایلو لکه ستاتېسکوپ (stethoscope) او د ژبې فشاروونکي (tongue depressor) څخه کار اخیستل کېږي. وروسته د علایمو/نښو لپاره مرکه او معاینه د نښانو/اعراضو لپاره کېږي، ډاکتر ښايي د ځینو ازمويښتونو لکه د وینې معایناتو، له ژوندي غړي څخه نمونه اخېستلو (biopsy) ته امر وکړي او یا هم طبي درمل او نورې درملنې تجویز کړي. بېلابېلې تشخصي طریقې د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ د شرایطو په کنترول کولو کې مرسته کوي. د مقابلې په بهیر کې د ټولو اړوندو حقیقتونو په اړه د ناروغ  پوهاوی د اړیکې او باور د رامنځته کېدو اړینه برخه ده. وروسته طبي مقابله په یو طبي ریکارډ کې چې په ډېرۍ قضايي حوزو کې یو قانوني سند دی مستنديږي. څارل/تعقيب ښايي لنډ وي خو ورته عمومي پروسیجر له لارې څارل کېږي، متخصصین ورته پروسې څاري. د موضوع  پېچلتيا ته په پام سره درملنه ښايي یوازې څو شېبې یا څو اونۍ وخت ونیسي. [۹][۱۰][۱۱]

د روغتيايي مرکې او مقابلې اجزا په لاندې ډول دي:[۱۲]

  • اصلي شکایت (CC): له ډاکتر سره د اوسني ملاقات دلیل. دا علایم دي؛ چې د ناروغ په‌خپله ژبه هر یو له خپل وخت سره ثبتېږي. اصلي شکایت ته همداراز د «اصلي شکایت وړاندې‌کونه» یا «اصلي اندېښنه» وايي.
  • د اوسنۍ ناروغۍ تاریخچه (HPI): د علایمو د رامنځته کېدلو او د هرې نښې د لاڅرګندتیا زماني ترتیب د پخوانیو ناروغیو له تاریخچې څخه د تشخیص وړ، چې تر ډېره د پخوانۍ طبي تاریخچې (PMH) په نوم یاديږي. په پخوانۍ طبي تاریخچه کې (HPI) او (PMH) شامل دي.
  • اوسنی فعالیت: دنده، د خوښې‌وړ فعالیتونه، هغه څه چې ناروغ يې په حقیقت کې تر سره کوي.
  • درمل/دواګانې (Rx): هغه ټول درمل چې ناروغ يې کاروي، لکه تجویز شوې، له نسخې پرته، کورني درمل او همداراز بدیل د بوټو درمل. حساسیتونه (Allergies ) هم ثبتيږي.
  • پخوانۍ طبي تاریخچه (PMH/PMHx): هم‌مهاله طبي ستونزې، پخواني عملیاتونه او بستر کېدل، ټپونه، عفوني ناروغۍ یا پخوانی واکسیناسیون او د پېژندل شویو حساسیتونو تاریخچه.
  • ټولنیزه تاریخچه (SH): د زېږيدلو ځای، هستوګنځی، د واده تاریخچه، تولنیز او اقتصادي وضعیت، عادتونه چې د خوړو رژیم، درمل، تنباکو او الکول/شراب په کې شامل دي.
  • کورنۍ تاریخچه (FH): په کورنۍ کې د ناروغیو لیست ښايي پر ناروغ اغېز ولري. ځنې وختونه له کورني شجره‌لیک څخه کار اخیستل کېږي. 
  • د نښو/علایمو بیاکتنه (ROS) او یا د سیستم پلټنه: د اضافي پوښتنو ټولګه ده چې ښايي د ناروغ په اوسنۍ تاریخچه (HPI) کې له پامه وغورځول شي: یوه عمومي پوښتنه (ایا په‌خپل وزن کې مو کموالی، د خوب په کیفیت کې بدلون، تبه، پړسوب/مټاکه، موړه او داسې نور ترسترګو شوي؟) په تعقیب سره یې د بدن د نورو اصلي سیستمونو (زړه، سږي، د هاضمې سیستم، د ادرار مجرا او داسې نور) په اړه پوښتنې مطرح کېږي.

فزیکي معاینه د لیدلو وړ او عیني طبي نښو له پلوه د ناروغ معاینه ده، د هغو علایمو خلاف چې ناروغ یې په خپله خوښه بیانوي او په لازمي ډول د لیدلو وړ نه دي. د روغتیايي خدماتو وړاندې کوونکی له ليدلو، اورېدلو، لمس کولو او ځينې وختونه له بویولو(لکه عفونت، یوریمیا، دیابیتي کیتواسیدوزس) څخه کار اخلي. څلورکړنې د فزیکي معاینې اساس دی:  پلټنه (inspection)، لمس (احساس)، ضربه وهل (د رېزونانس څانګړنو د تعین لپاره ضربه)، غوږ نیول (اورېدل)، په ټوله کې په همدې ترتیب اجرا کېږي خو غوږنیول له ضربې وهلو څخه مخکې او لمس د خېټې/نس د ارزونې لپاره کارول کېږي. [۱۳]

کلینیکي معاینه لاندې موارد مطالعه کوي:[۱۴]

  • حیاتي علایم چې وزن، قد، د بدن تودوخه، د وینې فشار، نبض، د تنفس شمېر او د هیموګلوبینو د اکسیجن مشبوعیت.[۱۵]
  • د ناروغ عمومي ظاهري حالت او د ناروغۍ ځانګړي شاخصونه (د خوړو وضعیت، د زېړي څرګندوالی، د رنګ پيکه‌توب او چاغوالی)
  • جلد
  • سر، سترګې، غوږونه، پزه او ستونی (HEENT)[۱۶]
  • د زړه رګونه (زړه او د وینې رګونه)[۱۷]
  • خېټه/نس او رېکتوم (rectum)
  • تناسلي دستګاه (او امېندواري که چېرې ناروغ امېندواره وي، یا ښايي امېند واره وي)
  • اسکلېټي عضلات (د ملا تير او علوي-سفلي اطراف/ لاس او پښې)
  • عصبي (د پوهاوي حس، پوهه، مغز، لیدل، جمجه‌يي اعصاب نخاع او محیطي اعصاب)
  • اروايي (لوری‌موندنه، رواني وضعیت، موډ/خوی یا حالت، د غیر طبیعي فکر یا درک شواهد)

په احتمالي ډول تمرکز د علاقې وړ په هغه برخو دی چې په طبي تاریخچه کې په ګوته شوي او ښايي پورته نه وي یاد شوي ټول موارد په کې شامل نه وي.  [۱۸]

سرچينې