ديپلوماسي

ديپلوماسي د دولت د استازو (لکه رهبران او ديپلوماتان) له خوا ويل شوو يا لیکل شوو ويناوو ته ويل کيږي او موخه يې د نړيوال نظام په پېښو کې خپله اغېزه ښودل وي.  [۱][۲]

Ger van Elk, Symmetry of Diplomacy, 1975, Groninger Museum.

ديپلوماسي د بهرنۍ تګلارې او نړيوالې حکومتولي بنسټيزه اله ده چې د پراخو موخو او ستراتيژيو استازولي کوي، کوم چې له نورې نړۍ سره د يوه هېواد تعامل تنظيموي. نړيوال تړونونه، موافقتنامې، ائتلافونه او د نړيوالو اړیکو نورې ښکارندې په عمومي توګه د ديپلوماتيکو مذاکراتو او بهيرونو پايله وي. ديپلوماتان کولای شي، حکومتي مسئولينو ته د مشورې ورکولو له لارې د يوه هېواد د بڼې په جوړولو کې مرسته وکړي.

نوي ديپلوماتيکې لارې چارې، تګلارې او اصول په لويه کچه د يوولسمې پېړۍ له اروپايي دودونو څخه سرچينه اخلي. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ديپلوماسي يو مسلک وګرځېد، په ۱۹۶۱ز کال کې د ديپلوماتيکو اړيکو په اړه د ويانا کنوانسيون د نړۍ د ډېرو خپلواکو هېوادونو له خوا تصويب شو، د ديپلوماتيکو کړنلارو، طريقو او چلندونو په اړه يې يو چوکاټ جوړ کړ. اوسمهال ډېرې ديپلوماسۍ د استازو او سفيرانو په څېر د باوري مسئولينو له خوا د بهرنيو چارو د يوه ځانګړي دفتر له لارې تر سره کېږي. ديپلوماتان د ديپلوماتيکو ماموريتونو له لارې کار پر مخ وړي، چې عام يې کونسلګيرۍ او سفارتونه دي  او ډېر کم شمېر ملاتړي کارکوونکي هم لري، په پراخه معنا د ديپلومات اصطلاح، کله ناکله د بهرنيو چارو وزارت په ديپلوماتيکو او سلاکاريزو کارکوونکو هم عملي کېږي. [۳]

رېښه

د ديپلوماسي لفظ د اتلسمې پېړۍ د فرانسوي ژبې له ټکي (diplomate) څخه اخېستل شوی، چې معنا يې ديپلومات يا ديپلوماتپال دی، د فرانسوي ژبې د ټکي بنسټ بيا د لرغونې يوناني ژبې (diplōma) ټکی دی، چې نږدې معنا يې (په دوو وو کې تاو شوی شی). دې اصطلاح د وخت د مشرانو د کارونو ښودنه کوله، چې يو چا ته د رسمي امتياز ورکولو پر مهال به يې د پاکټ له اختراع مخکې يو تاو شوی سند ورسپاره او دا په دې موخه چې د دې سند محتويات پټ وساتل شي. دا اصطلاح وروسته بيا ټولو رسمي سندونو ته کارېده، لکه د دوو حکومتونو تر منځ تړونونه او په دې توګه دا اصطلاح له نړيوالو اړيکو سره يو شان وګرځېده. [۴]

تاريخچه

لویديځه اسيا

ځينې لومړي پېژندل شوي ديپوماتيک سندونه د «امارنا» ليکونه دي چې د مصر د فرعونانو د اتم واکمن نسل او کنعان د چارو د واکمنو تر منځ له ميلاد مخکې په څوارلسمه پېړۍ کې ليکل شوي دي. له ميلاد مخکې شا او خوا ۲۱۰۰ کاله مخکې د الاګاش او په بين النهرين کې د اوما تر منځ د سولې تړونونه شوي وو. د نولسمې واکمنۍ پر مهال له میلاد مخکې په ۱۲۷۴ کال کې د کاډاش له جګړې وروسته، د مصر فرعون او د هيتي د سترواکۍ تر منځ لومړی پېژندل شوی نړيوال تړون رامنځ ته شو، کوم چې په ډبرينو دړو په ټوټو پاتې شوي دي، اوسمهال ورته د مصري-هايتي سولې تړون وايي.[۵]

په ځينو حالاتو کې لرغونو مصري دولتونو د ځانګړو موضوعاتو په اړه د مذاکراتو لپاره استازي استولي دي، لکه د سولې او جګړې يا سوداګريزو اړيکو په اړوند، خو په منظم ډول يې ديپلوماتيکې استازولۍ نه لرلې چې يو د بل په هېواد کې ټاکلې وي. په هر حال، ځينې هغه کارونه چې اوسمهال ديپلوماتيکو استازوليو ته ورکول کېږي، هغه مهال د يوه وکيل له خوا تر سره کېدل، کوم به چې د کوربه هېواد تبعه و او له بل ښار سره به يې د ملګرتيا اړيکې لرلې، دا چاره به په عمومي توګه د کورنيو اړيکو له لارې تر سره کېده. د سولې پر مهال، ديپلوماسي ان له غیر هلنیستي مخالفينو سره هم تر سره کېده، لکه: د ايران هخامنشي سترواکي چې له همدې لارې د ستر مقدوني سکندر له خوا ونيول شوه. سکندر هم په ديپلوماسۍ کې مهارت درلود او په دې پوهېدلی و چې، دا غوره ده، تر څو په اصلي استوګنځایونو کې د خپلو مقدونيايي او يوناني اتباعو په ورګډولو او هلته د هغوی په ودونو کولو سره پردي کلتورونه فتح کړي. د بېلګې په ډول: سکندر د سغديان د غرونو تر کلابندي وروسته، د رخسانې په نوم له يوې سغدايي ښځې سره واده وکړ، تر څو باغي خلک ارام کړي. دیپلوماسي د لوی هلنيستي هېوادونو لپاره د دولت جوړولو يوه اړينه وسيله وه، چې همدوی بيا د سکندر د سترواکۍ ځای ناستي شول، لکه: بطليموسي پاچهي او سلوکي سترواکي، دوی بيا په نژدې ختيځ کې ګڼې جګړې وکړې او ډېر ځله يې د ودونو د ائتلافونو له لارې د سولې د تړونونو مذاکرات تر سره کړل.

عثماني سترواکي

له عثماني سترواکۍ سره د ايټاليايي ايالتونو اړيکې په ځانګړي ډول له اهميت څخه برخمنې وې، د چا لپاره چې عثماني دولت د يوې عالي دروازې په توګه پېژندل کېده. د جنوا او ونيز سمندري جمهوريتونه ډېر کم په خپلو سمندري وړتياوو پورې تړلي وو او ډېر زيات له عثمانيانو سره د ښو اړيکو پر دوام تړلي وو. د ايټاليايي او عثماني سترواکيو اړوند د بېلا بېلو سوداګرو، ديپلوماتانو او روحانيونو تر منځ اړيکو د ديپلوماسۍ او حکومتولۍ د نويو بڼو په جوړولو او پيل کې مرسته وکړه. په پايله کې په داسې حال کې چې د يوه ديپلومات لومړۍ دنده مذاکرات وو، ديپلوماتان په داسې شخصيتونو بدل شول، چې په ټولو سياسي چارو کې يې د يوه خپلواک هېواد استازيتوب کاوه. څرګنده ده چې، د عثماني سترواکۍ د پياوړي سياسي چاپيريال په راڅرګندېدو سره، نورو ټولو واکمنانو خپل ديپلوماتيک ځای پيدا کولو اړتيا وليده. دې پايلې ته رسېدای شو چې، د موډرن پړاو په لومړيو کې ديپلوماتيکه فضا، د عثماني کلتور د همغاړيتوب پر بنسټ راڅرخېده.  [۶]

ختيځه اسيا

د نړيوالو اړيکو په نظريه کې يو تر ټولو لومړی حقيقت پالونکی له میلاد مخکې د شپږمې پېړۍ پوځي ستراتيژيست «سان تزو» (له میلاد مخکې ۴۹۶) و، چا چې «د جګړې هنر» کتاب لیکلی. هغه په هغه وخت کې ژوند کړی، کله چې سيالو هېوادونو د ژوهو واکمنې سلسلې (له میلاد مخکې ۲۵۶ - ۱۰۵۰) د مهمو پاچایانو د مشرتابه دوديز درناوي ته کمه پاملرنه کوله، په داسې حال کې چې هر يو د ځواک او بشپړې سوبې(فتحې) لپاره جګړه کوله. په هرحال، د هر جګړه کوونکي هېواد لپاره د ائتلافونو په رامنځ ته کولو، د ځمکو په وېشلو او د سولې پر تړونونو لاسليک کولو کې زياتې ديپلوماسۍ ته اړتيا وه او په دې ډول د «قانع کوونکي(ديپلومات)» بېلګه یيزه دنده رامنځ ته شوه.  [۷]

د بايډينګ له جګړې (له میلاد مخکې ۲۰۰) څخه رانيولې، بيا د مای تر جګړې (له میلاد مخکې ۱۳۳) پورې د هان واکمنه لړۍ اړ شوې وه چې، د ودونو ائتلاف وساتي \ او (د ورېښمو، لباس، غلو دانو او نورو خوراکي توکو) زياتې جزيې شمالي ځواکمنو «شني» کوچيانو ته ورکړي، څوک چې «د موډو شانيو» له خوا راټول شوي وو. کله چې «شني» د هان سترواک وين (۱۸۰-۱۵۷) ته پيغام واستاوه ، چې له منچوري څخه د تاريم حوزې تر ښاري ايالتونو پورې ځمکه په خپل واک کې لري، له میلاد مخکې په ۱۶۲ کال کې يو تړون رامنځته شو او دا يې اعلان کړه چې، د لوی دېوال شمال لور ته هر څه د کوچيانو تر ځمکو پورې اړوند دي، په داسې حال کې چې د دې دېوال سويل لور ته هر څّه د هان چينايانو په واک کې دي. دا تړون د لږ تر لږه نهو ځلو لپاره بيا نوی شو، خو ځينې «شني ټوچي» يې د هان پر پولو له بريدونو څخه منع نه کړل. دا چاره تر هغه وخته روانه وه، کله چې د هان سترواک «وو» (له ميلاد مخکې ۸۷-۱۴۱) پراخې جګړې وکړې او د «شني» ائتلاف يې دړې وړې کړ او په دې توګه يې له هان سره مرسته وکړه. چې لويديځه سيمه ونيسي؛ د «وو» تر واکمنۍ لاندې له ميلاد مخکې، په ۱۰۴ کې د هان پوځونو په منځنۍ اسيا کې تر فرغانې پورې، له «يوئژي» سره د جګړو لپاره ولاړل، کومې سيمې چې د یوناني لنيستي نيولې وې.[۸]

اصطلاحي تعریف

د سیاسي ډلو دنمایندگانو په مینځ کې دخبرواترواو دمذاکراتو هنرته دپلوماسي ویلای شي. همدا راز بین الدول یا په نړیواله سطحه د سیاسي نمایندگانو په منځ کښي مصلحت امیزو خبرواتروته چې د کاسب دپلوماتانو لخوا په جنگ،صلحه،اقتصاد،سیاست،فرهنگ او داسي نورو موضوگانو باندې خبرو کولو او یا تړونونو لاسلیک کولوته دپلوماسي ویلای شي. باید هیر نکړو چې دا تړونونه یوازي د ملکي سیاستمدارانو دتاییده پس یوه قانوني بڼه اخلي.

په تولنيزه توگه داسې هم ویلای شو چې : دپلوماسی د یوداسی تکتیکي هنر یا کسب نوم دی چی د دې پر اساس ستراتیژیکو مصلحتونو اوگډو مشکلات د مینځه وړلولپاره دداسی ادواتو داظهاراتو پربنآ چې بالکل غیر تصادفي،اخلاقي او د یوی معقولې لیاری د حل د پیداکولو چې هر اړخيزه قابل د قبول وي دپلوماسي ویلایشی.

د دپلوماسۍ ډولونه

  1. د رعيت دپلوماسی citizen diplomacy
  2. کلتوری دپلوماسی cultural diplomacy
  3. ډالري دپلوماسی dollar diplomacy
  4. اقتصادي دپلوماسی economic diplomacy
  5. تعاملي دپلوماسی engagement diplomacy
  6. څوزنځيره دپلوماسی multi-truck diplomacy
  7. د پاندا يا چينايي دپلوماسی panda diplomacy
  8. عمومي دپلوماسی public diplomacy
  9. تگ راتگ دپلوماسی shuttle diplomacy
  10. تعقيبي يا ټرک ٢ دپلوماسی truck II diplomacy

سرچينې

  • www.salampublication.blogspot.com
  • www.diplomacy.edu
  • www.dictionary.diplomacy.edu
  • www.diplo.diplomacy.edu
  • www.wikipedia.com