د اطریش تاریخ

د اطریش تاریخ ، د اطریش د تاریخ او د هغه د پخوانیو دولتونو تاریخ د ډبرو له زماني څخه نیولې تر نن ورځي پورې غځېدلی دی. د اوستاریچي ( اطریش ) نوم له میلاد څخه وروسته د ۹۹۶ ز کال راهیسې کارول کېـږي. هغه وخت کله چې  مارګارو د باویریا د سیمو دوچي و او له ۱۱۵۶ ز کال راهیسې د جرمني ملت د سپېڅلي روم سترواکي ( هلیګیس رومسیچس د ۹۶۲ ــ ۱۸۰۶ز  کال پورې )  څخه دیوه خپلواک قلمرو ( وروسته د دوچي یو لوی حکومت و) په توګه رامنځ ته شو.

اطریش له ۱۲۷۳ ز کال څخه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې، د هبسورګ د کورنۍ او د هبسورګ ــ لورن ( هیس اوسټریچ ) د کورنۍ له خوا اداره کېده. په ۱۸۰۶ ز کال کې ، کله چې د روم سترواک فرانسیس دوه د روم امپراتوري ړنګه کړه، اطریش ، د اطریش په امپراتورۍ بدل شو او په ۱۸۶۶ ز کال  کې، د اطریش ــ پروشیا  تر جګړې پورې د جرمني د کنفدراسیون  یوه برخه و.

په ۱۸۶۷ ز کال کې اطریش له هنګري سره له ( ۱۸۶۷ څخه تر ۱۹۱۸ز کال )  پورې، یوه دوه ګونې پاچهي جوړه کړه . کله چې دغه امپراتوري په ۱۹۱۸ ز کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ړنګه شوه، اطریش په جرمني ژبه د خبري کوونکو د امپراتورۍ اصلي سیمو ( د هغو د اوسني سرحدي سیمو سره ) ته راښکته شو او د جرمني ــ اطریش جمهوریت نوم یې تصویب کړ.

له  جرمني سره په اتحاد کولو او هېواد ته د خوښ شوي نوم پرسر د متحدینو له خوا  تر جنجال وروسته، د ورسلیس په تړون کې دا اتحاد او ټاکل شوی نوم لغوه شو، له دې سره د اطریش لومړنۍ جمهوریت له ۱۹۱۹ تر  ۱۹۳۳ز کال پورې جوړ شو.

له لومړي جمهوریت وروسته، اسټروفاشیزم کوښښ کاوه، ترڅو اطریش د جرمنې له ریخ څخه خپلواک وساتي. انجیلبرټ ډولفوس دا ومنله چې زیاتره اطریشان، جرمني او اطریشي دي، خو غوښتل یې چې اطریش له جرمني څخه خپلواک وي.[۱][۲]

په ۱۹۳۸ ز کال کې په اطریش کې زېـږېدلي اډولف هټلر، اطریش د جرمني ریخ ته د انشلوس سره یوځای کړ، کوم چې د اطریشي وګړو د لوی اکثریت له خوا یې ملاتړ کېده. د دویمي نړیوالې جګړې څخه لس کاله وروسته، په ۱۹۵۵ز کال کې اطریش یو ځل بیا یو خپلواک جمهوریت شو.  د دویم اطریشي جمهوریت په توګه اطریش له اروپايي اتحاديې سره په ۱۹۹۵ ز کال کې یوځای شو.

تاریخ لیکنه

له هغه وخته چې دا سیمه د اطریش په نوم پېژندل شوې ده ، د وخت په تېرېدو سره تر سختو بدلونونه لاندې راغلي. د اطریش له تاریخ سره اړیکې یو څه پوښتني راپورته کوي، د سارې په توګه : آیا دا تاریخ د اطریش په اوسني جمهوریت پورې یا په پخواني جمهوریت پورې تړلی دی ؟ او یا  ټولو هغو پخوانیو سیمو ته چې پخوا د اطریش د واکمنانو له خوا اداره کېدي ، غځول کېـږي؟

په دې سربیره، ایا د اطریش په تاریخ کې باید د ۱۹۳۸ څخه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې دوره شامله وي، هغه وخت کله چې یې په خپل نوم  شتون نه درلود؟  

هغه سیمي چې اوس د اطریش د دویم جمهوریت برخې دي، ډېری یې د وخت په تېـرېـدو سره زیاتې شوې دي.  له نهو ولایتونو څخه یوازې دوه ولایتونه یې یا بینډیسلینډر( ښکته اطریش او پورته اطریش ) په پوره ډول اطریش دی. په داسې حال کې چې د پخوانۍ خپلواکي واکمنۍ نورې برخې یې اوس د نورو هېوادونو برخي دي. د مثال په ډول : ایټالیا، کروشیا، سلونیا او چک. دننه په اطریش کې له ګاونډیو هېوادونوسره سیمه یيز او د وخت توپیر موجود دی. [۳][۴]

عمومي کتنه

د اطریش په اوسنۍ سیمه کې د انسان مېشتېدنه کېدای شي، د د ډبرې زماني ( د پخوانۍ ډبريني دوري ) په لومړیو کې، د لومړنیو کروندګرو ټولنې موندل شوې وې. د اوسپني دورې په وروستیو کې د هالسټاټ کلټیک کلتور ( له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وړاندې ) له خوا را منځ ته شوی و چې په فرانسه کې د لا ټین کلتور تر څنګ کلټیک، یو له لومړنیو کلتورونو څخه و.

دوی لومړۍ د کلټیک پاچهي په توګه  منظم شول چې د رومیانو له خوا د نوریکم په نوم یادیدل او د ۸۰۰ څخه تر ۴۰۰ کاله تر میلاد وړاندې پورې یې دوام وکړ. له میلاد څخه وړاندې د لومړۍ پېړۍ په پای کې د ډینیوب سویلي سیمي د روم سترواکۍ برخي شوې او له میلاد څخه وروسته د څلوېښتو کلونو په شاوخوا کې د نوریکم ولایت په توګه رامنخ ته شو.

د رومیانو تر ټولو مهمه مېشتېـدنه په کارنټوم کې وه ، کوم چې نن ورځ هم د یوه کیندل شوي ځای په بڼه لیدل کېږي. په شپـږمه پېړۍ کې باویریا، یوه جرمني وګړي دغه سیمه ترهغه وخته نیولي وه، تر څو چې په نهمه پېړۍ کې د فرانکش سترواکۍ لاس ته وغورځېده.  له میلاد وروسته د ۸۰۰ م پېړۍ په شاوخوا کې شارلمین د اورا مارچ ( اورا مارک ) کلا جوړه کړه، ترڅو د سلاو او اورا د پرمختګ مخه ونیسي چې اوس د ښکته اطریش په نوم یادېـږي.

په لسمه پېړۍ کې د باویریا په قلمرو کې د ختيځ پر لورې ( د اینز د سیند ختیځ ته ) یوه کلا چې له هنګري سره یې پوله لرله، په ۹۷۶ ز کال کې د مارشي اورینټالس (د ختیځ مارچ) او یا د اطریش د مارګراویت په توګه جوړه شوه چې د بابنبرګ د مارګراویټ له خوا اداره کېده. د ختیځ مارچ ( سرحدي سیمه ) په جرمني کې د اسټروچي یا د ختيځي پاچهۍ په نوم پېژندل کېده ، همدا اطریش دی.

د اسټروچي په لومړي ځل یاونه، له میلاد څخه ۹۹۶ کاله وروسته په یو سند کې راغلې ده. له ۱۱۵۶ ز کال څخه سترواک فريډریک بارباروسا د بابنبرګ د کورنۍ تر واک لاندې یوه خپلواکه سیمه ( پرییلیجیم ماینس ) را منځ ته کړه ، ترهغه چې په ۱۲۴۶ ز کال کې، له منځه لاړه چې د نوي ښکته اطریش سره ورته وه.

د بابنبرګ د لړۍ او له یوې لنډې مودې حکومت وروسته، اطریش د هابسورګ د جرمني پاچا لومړي ردولف تر واکمنۍ ( ۱۲۷۶ ــــ ۱۲۸۲ ز کلونه)  لاندې راغی. داسې یوه لړۍ یې پیل کړه چې تر اووه پېړيو یې دوام وکړ او ورو ورور  د روم سترواکۍ په دننه کې له ګاونډۍ باوریریا څخه جلا شوه. د پنځلسمي او شپاړسمي پېړۍ په لومړیو کې د هابسبورګ سیمو د ډیپلوماسۍ او ودونو له لارې ډېره پراختیا ومونده، چې د اسپانیا، هالنډ او د ايټالیا برخي په کې شاملي وې. دغه پراختیا، د فرانسې له هیلو سره يوځای، د هابسورګ ـ فرانسۍ او یا بوربن ــ هابسبورګ سیالۍ ( ۱۵۱۶ ــ ۱۷۵۶ ز کلونه) یعنې له دووسوو څخه زیات کلونه،  د اروپا د تاریخ د رامینځ ته کېدو له مهمو فکتورونو څخه و. 

د ۱۵۲۱ ز کال د اپرېل په ۲۸مه د وارمسر ویرتارګ د فرمان له مخې: سترواک پنځم چارلز ( د اطریش ارچډوک ۱۵۱۹ ــ ۱۵۲۱ ز کلونه) دغه لړۍ ووېشله. د اطریش میراثي ځمکي یې ( د اطریش سیمي ) خپل ورور لومړي فرډیناینډ ( ۱۵۲۱ ــ ۱۵۶۴ ز کلونو) ته ورکړې او لومړني مرکزي اداري جوړښتونه رامنځته شول.

په ۱۹۲۵ ز کال کې فرډیناینډ، د بوهیمیا پاچهي هم په میراث کې ترلاسه کړه او هنګري یې د موهیس تر جګړۍ ورسته تر لاسه کړه چې وروسته بیا ووېشل شوه.

په هر حال، عثماني سترواکي هم هغه وخت د اطریش له سیمو سره لګېدلې وه. ان په ۱۵۲۹ ز کال کې، د تُرکانو د ویانا تر ناکامې محاصري وروسته عثماني ګواښ تر یوې نیمي پېړۍ نور هم دوام درلود، تر څو چې یوه جګړه پیښه شوه چېرې چې پولنډي مسیحي پاچا درېیم جان سوبیسکم، په ۱۵۸۳ز کال د عیسویانو او د ویانا ښار پر خلاف د مسلمانانو یرغل ودراوه.

شپاړسمه پېړۍ هم د اصلاحاتو د خپرېـدو شاهده وه. د ۱۶۰۰ز کال په شاوخوا کې د هابسبورګ د ریکاتولیک کولو یا د کاتولیک نوي کولو ( ریکاتولیسرینګ ) په پای کې د دېرش کلنې جګړې ( ۱۶۱۸ ــ ۱۶۴۸ز کلونه ) لامل شوه. په اصل کې دا یوه مذهبي جګړه وه. په مرکزي اروپا کې د واک تر لاسه کولو لپاره یوه هڅه هم وه، په ځانګړې توګه د هابسبورګ د سپېڅلي روم له سترواکۍ سره د فرانسې مخالفت یادولی شو. د هابسبورګ پرخلاف د فرانسې ائتلاف، سويډن او د ډیري پروستات جرمني حکومتونو د فشار په پایله کې، په ۱۶۴۸ز کال کې د دوی واک تر اطریش او د چک تر سیمو پورې راکم کړ. 

په ۱۶۸۳ زکال کې، عثماني پوځونه د دویم ځل لپاره د ویانا څخه شاته وشړل شول او بالاخره د ترکیې په لویه جګړه کې ( ۱۶۸۳ ــ ۱۶۹۹ز کلونه ) د بلګراد هاخوا ته وشړل شول. کله چې د هابسبورګ منځني ( اسپانیايي ) کرښه، په ۱۷۰۰ ز کال کې له منځه لاړه، نو د اسپانیاي ځای ناستي جګړه یې ( ۱۷۰۱ ـــ ۱۷۱۴ ز کلونه) د هابسبورګ او د فرانسې د څوارلسم لویس پاچا تر منځ پیل کړه. وروسته بیا اطریش د ۱۷۱۳ ز کال د اطریچټ د تړون له لارې د اسپانیا، هالنډ، نیپلز او لومباردي واک تر لاسه کړ.

سرچينې