د اقتصاد علم

د اقتصاد علم یا وټیزه پوهه (انګلیسي: Economics)- د ټولنيزې علومو یوه څانګه ده چې د توکو د توليد، توزیع، مصرف او پر توکو باندي د تحلیل او همدارنګه د خدماتوڅخه بحث کوي. [۱][۲]

نوم

اقتصاد چې په انګلیسي کې ورته economy ویل کیږی، اصلا دا کلمه د لرغوني یوناني ژبي د ( οἰκονομία -ايکانومیا ) څخه اخېستل شوي دی چې د دو کلمو څخه جوړ شوي دی چې οἶκος (اُیکُس د کورنۍ په معنا) او νόμος (نُمُس د طریقې یا قانون په معنا) ده. په لرغوني یونان کې یوازې د کورنۍ دنظم ورکولو بحثونه و د ارسطو په اثاروکې د Economicus کلمه دهغې پانګې (ثروت ) او شتمنۍ په مفهوم کارول شوې ده چې له سودا ګریزو هڅو څخه به لاسته راوړل کیدې اقتصادي مسالې د ارسطو په نظریاتو کې د دولت او ټولنې په هکله دهغه د عمومي فلسفې سره ګډې اویوځای دي اقتصاد ټولنیزه پوهه ده چې د نورو تولنیزو علومو یا پوهنو له څانګو لکه تاریخ ، سیاسي علوم ، ټولنپیژندنې سره نږدې اړیکې لري .[۳]

د اقتصاد د علم مخېنه

داقتصاد دعلم بنسټ په واقعي توګه د ( اقتصاد د علم پلار ) ادام سمیت ( 1723 ـــ 1790) کال د ( ملتونو د پانګې ) دکتاب په خپریدو سره کیښودل شو ، ددې اثر په خپریدو سره د اقتصاد علم له سیاست او فلسفې څخه بیل او خپلواک شو تر دې دمخه د اقتصاد علم د فلسفې او سیاست دیوې برخې په توګه مطالعه کیده .دملتونو دپانګې د کتاب له خپریدوڅخه نږدې 150 کاله وروسته په 1936م کال کې جان مینارد کنز ( 1946م ) ( د اشغال عمومي تیوري ) کتاب په خپرولو سره د اقتصاد علم ته وده او پراختیا ورکړه ، ددې کلونو په ترڅ کې د کارل مارکس ( 1818ـــ 1924م ) کتاب د ( کاپیټال ) په نوم ، چې د پانګوالۍ د نظام پر ضدیې انتقادي بڼه درلوده ، خپور شو چې د اقتصاد علم یې له پخوانه ډیر بډای او ځواکمن کړ.

د اقتصاد د علم څانګي

  • رسنيز اقتصاد
  • سیاسي اقتصاد
  • نړيوال اقتصاد
  • مالیه
  • کرنيز اقتصاد
  • صنعتي اقتصاد
  • عمومي اقتصاد
  • طبعي منابعو اقتصاد
  • چاپیريال اقتصاد
  • اقتصادسنجونه
  • د انرژي اقتصاد
  • اقتصادي فلسفه
  • اقتصاد توسعه
  • اقتصاد شهری
  • منطقوي اقتصاد
  • د مديريت اقتصاد
  • کوچني اقتصاد
  • لوي اقتصاد
  • د ریاضي اقتصاد
  • د انجينري اقتصاد
  • نظري اقتصاد
  • د اقتصادي عقایدو تاریخ
  • اقتصادي نظامونه
  • د ښووني او روزني اقتصاد
  • د روغتيا اقتصاد
  • د سپورټ اقتصاد
  • د ځنګلاتو اقتصاد


وټیزه تگلاره

په وټیز ډگر کې د حکومت لخوا تیار کړی شویو کړنو ته نغوته ده. چې وټیزه تگلاره د گټو د بیو ټاکل د حکومت بودجه او همداشانې د کار د بازار، ملي شتمنیو او دې ته ورته د حکومت لخوا د نورو وټیزو ډگرونو د غونډال، امستونې په خپل لمن کې رانغاړي.

سرچينې