کارل مارکس

کارل هينريچ مارکس Karl Heinrich Marx (۱۸۸۳ مارچ ۱۴ – ۱۸۱۸ ز کال د می ۵) يو الماني فيلسوف، د سياسي اقتصاد کره کتونکی، اقتصادپوه، تاريخپوه، ټولنپوه، د سياسي نظرياتو پوه، ژورنالېست او سوسياليست انقلابي و. د نوموړي تر ټولو زيات پېژندل شوي سرليکونه «د کمونيست څرګندونې» تر سرليک لاندې د ۱۸۴۸ ز کال رساله او د Das Kapital په سرليک درې ټوکه رساله ده، چې له ۱۸۶۷ څخه تر ۱۸۸۳ ز کال پورې يې ليکلې ده. د مارکس سياسي او فلسفي فکر پر راتلونکي فکري، اقتصادي او سياسي تاريخ باندې ستر اغېز درلود. د نوموړي نوم د يوه صفت، اسم او د ټولنيزې نظريې د ښوونځي په توګه کارول شوی دی.

کارل مارکس
کارل مارکس
کارل مارکس

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۵ مې ۱۸۱۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
مړینه14 مارچ 1883 (65 کاله)[۲۶][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۲۷][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۹][۲۰][۲۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۲۸][۲۳][۸][۲۹][۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
استوګنځای
تابعیت
نسل
مذهب
ګوند
رکن
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسنادد فلسفې ډاکتر [۶۱][۶۲][۶۳]  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری مشیر
استاد
کار/مسلک
مورنۍ ژبهآلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه [۷۴][۷۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسياسي وټه ،  وټولنپوهنه ،  وفلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
مؤثر
لاسليک
کارل مارکس
کارل مارکس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کارل مارکس

د المان په Trier کې زېږېدلي مارکس د بن او برلين پوهنتونونو کې حقوق او فلسفه ولوستل. نوموړې په ۱۸۴۳ ز کال کې د ډرامې له کره کتونکې او سياسي فعالې المانۍ Jenny von Westphalen سره واده وکړ. مارکس د خپلو سياسي خپرونو له امله له هېواده وشړل شو او د څو لسيزو لپاره يې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره لندن کې ژوند وکړ. هغه په لندن کې له جرمني متفکر Fredrich Engels سره په همغږۍ د خپل فکر ودې او د خپلو هغو ليکنو خپرولو ته دوام ورکړ، چې د بریتانوي موزيم د لوست خونه (British Museum Reading Room) کې يې څېړلې. د ټولنې، اقتصاد او سياست په اړه د مارکس نيوکه نيزې نظريې، چې په ټوليز ډول د مارکس اصالت (مارکسيزم) په توګه درک کېږي، په دې باور دي چې انساني ټولنې د ټولګي يا صنفي جګړې له لارې پرمختګ کوي. د توليد په پانګه وال سبک يا دود کې دا شخړې په خپله د واکمنو ټولګيو (چې د بورژوا ورته وايي) چې د توليد اسباب اداره کوي او کارکوونکي ټولګيو (چې د مزدورانو ډله ورته وايي) تر منځ څرګندېږي، چې د مزدوۍ په بدل کې د خپل کاري ځواک په پلورلو سره ياد توکي فعالوي. د مادې د تاريخي اصالت په نامه د يوې انتقادي تګلارې څخه په ګټنې مارکس اټکل وکړ، چې پانګه وال اقتصادي نظام (Capitalism) لکه د پخونيو ټولنيز اقتصادي نظامونو غوندې؛ کورني کړکيچونه رامنځته کړي دي او ياد کړکېچونه به په خپل د دې نظام د له منځه تلنې او پر ځای يې د توليد د سوسياليستي دود يا سبک په نوم د يو نوي نظام د راتګ سبب شي. د مارکس له نظره د پانګه وال نظام له مخې به د ټولګي مخالفتونه د خپلې بې ثباتۍ او د کړکېچ پر وړاندې د طبيعت له امله، د کار ټولګي د ټولګی شعور د پرمختګ سبب شي، چې دا په خپل وار د دوی د سياسي واک بري او په پای کې د بې ټولګيتوب (Classless) په نوم د توليدونکو د خپلواکې ټولنې له لورې د کمونيستي ټولنې رامنځته کېدنې ته لاره هواره کړي. مارکس يې د پلي کولو په موخه په فعال ډول فشار راوړ. نوموړي استدلال کاوه، چې کارګر ټولګی بايد د پانګه والۍ د نسکورولو او پر ټولنيزې اقتصادي خپلواکۍ رامنځته کولو په موخه، د مزد اخيستونکي يو منظم اوښتوني عمل وکړي. [۸۱]

کارل مارکس په انساني تاريخ کې د تر ټولو اغېزناکو څېرو په توګه ياد شوی دی او کار يې ستايل شوی هم دی او نيوکه هم پرې شوې ده. په اقتصاد کې د کارکوونکي او له شتمنۍ سره يې د اړيکې په اړه د نوموړي کار د ځينو اوسنيو نظرياتو لپاره بنسټ کېښود. په ټوله نړۍ کې زيات روښانفکران، کارګرې اتحاديې، هنرمندان او سياسي ډلې د مارکس له کار څخه اغېزمن شوي دي، چې زياتو يې يا د نوموړي نظريو کې سمون راوړی او يا يې خپله ورسره سمون کړی دی. مارکس په نمونه يي ډول د معاصرې ټولنيزې پوهې د اصلي معمارانو په توګه ياد شوی دی. [۸۲][۸۳][۸۴][۸۵][۸۶]

ژوند ليک

ماشومتوب او لومړنۍ زده کړې : ۱۸۳۶-۱۸۱۸ز کلونه

کارل هينرېچ مارکس (Karl Heinrich Marx) د ۱۸۱۸ می پر ۵ نېټه وزېږېد. پلار يې Heinrich Marx (۱۸۳۸ – ۱۷۷۷ز کلونه) او مور يې Henriette Pressburg (۱۸۶۳ – ۱۷۸۸) نومېده. نوموړی د Trier په Brukengasse 664 کې وزېږېد، چې يو لرغونی ښار دی او هغه وخت د پروس د ښکته راين ولايت (Province of Lower Rhine) يوه برخه و. د نوموړي کورنۍ په اصل کې نامذهبي يهودۍ وه، مګر د هغه له زوکړې څخه مخکې په رسمي ډول عيسويت ته اوښتې وه. د کارل مارکس مورنی نيکه يو هالنډي ښاغلی يا ښوونکی  [rabbi: په يهودانو کې د نمانځنې لقب دی؛ مشر، ښاغلي يا استاد ته کارول کېږي] و، په داسې حال کې چې پلرني اړخ يې له ۱۷۲۳ ز کال راهيسې د Trier مشران يا ښاغلي سمبال کړي دي، چې دا يې د پلرني نيکه Meire Halevi Marx له لورې اخيستل شوې ونډه وه. پلار يې چې له کوچنیوالي څخه د Herschel په نوم پېژندل شوی، په خپله ليکه [نسب يا کورنۍ] کې لومړنی شخص و چې د بې دينۍ (سيکولر) زده کړې يې تر لاسه کړې. نوموړي د يو څه لوړ منځني ټولګي په مناسب عايد درلودلو سره يو وکيل شو او د وکيل په توګه د عايد تر څنګ يادې کورنۍ د Moselle يو شمېر د انګورو باغونه هم درلودل. هرشيل (Herschel) د خپل زوی له زوکړې څخه مخکې او په Rhineland کې د يهودي خپلواکۍ له منځه وړنې څخه وروسته د پروشيا د پروتستانت دولتي کليسا سره د يو ځای کېدلو لپاره له يهود پالنې څخه واوښت او د Yiddish Herchel پر سر يې د Heinrich مخکينی ذکر شوی الماني نوم تر لاسه کړ. [۸۷][۸۸][۸۹][۹۰]

په لويه کچه نامذهبي Heinrich د روښانفکرۍ شخص و، چې د ايمانوېل کېنټ (Immanuel Kant) او والټېر (Voltaire) فيلسوفانو د نظرياتو لېوال و. د يو لرغوني ليبرال په توګه يې په پروس کې د اساسي قانون او سمونونو په پارونه کې برخه واخيسته، چې هغه وخت بشپړه يا مطلقه پاچاهي وه. هنرېچ مارکس (Heinrich Marx) په ۱۸۱۵ ز کال کې د وکيل په توګه کار پيل کړ او په ۱۸۱۹ ز کال کې يې خپله کورنۍ Porta Nigra ته نږدې د لس خونو ملکيت [کور] ته ولېږدوله. د نوموړي ښځه Henrietter Pressburg يوه هالنډۍ يهوده وه. نوموړې د يوې نېکمرغه سوداګرې کورنۍ غړې وه، چې وروسته يې د Philips Electronics په نوم د برېښنايي توکو شرکت رامنځته کړ. د Henrietter خور Sophie Pressburg (۱۸۵۴ – ۱۷۹۷ز کال کې له لاين فيليپس “Lion Philips” (۱۸۶۶ – ۱۷۹۴) سره واده وکړ او د ګيرارد (Gerard) او انتون فيليپس (Anton Philips) دوی مور او د فريټس فيليپس (Frits Philips) مشره نيا وه. Lion Phililps د تمباکو يو بډايه هالنډي توليدونکی او صنعت کار و. کارل (Karl) او جيني مارکس (Jenny Marx) له هېواده د شړنې (تبعيد) پر مهال د پورونو لپاره زياتره پر همدې [لاين فيليپس] باندې تکيه وکړه. [۹۱][۹۲][۹۳]

د مارکس د ماشومتوب په اړه ډېر معلومات نه شته. د نهه کوچنيانو درېيم (مارکس) هغه وخت تر ټولو مشر زوی شو، چې ورور يې Moritz په ۱۸۱۹ ز کال کې مړ شو. مارکس او ژونديو خويندو او وروڼو Sophie, Hermann, Henriette, Louise, Emilie او Caroline ته د ۱۸۲۴ ز کال اګسټ کې په Lutheran کليسا کې د تعميد غسل ورکړل شو او مور ته يې د ۱۸۲۵ ز کال په نومبر کې ياد مراسم تر سره شول. نوموړی د ۱۸۳۰ ز کال کال تر هغې مودې پورې له خپل پلار څخه خصوصي زده کړې تر لاسه کړې، چې د Trier عالي ښوونځي (Gymnasium zu Trier ) کې شامل شو. د ياد ښوونځي سرمعلم هيوګو وايټټينبېچ (Hugo Wyttenbach) د کارل مارکس د پلار ملګری و. د ښوونکو په توګه د زياتو ليبرالي انسان پالو د ګومارنې له امله Wyttenbach د سيمه یيز محافظه کار حکومت د غوصې سبب شو. په پای کې پوليسو په ۱۹۳۲ ز کال کې ښوونځی باندې بريد وکړ او ويې موندله، چې د زده کوونکو په منځ کې د سياسي ليبراليزم پلوي ادبيات خپرېدل. د پارونکي عمل په توګه د دې ډول موادو وېش ته په پام سره چارواکو د مارکس د شتون پر مهال سمونونه رامنځته کړل او يو څو کارکوونکي يې بدل کړل. [۹۴][۹۵][۹۶][۹۷]

مارکس د ۱۸۳۵ز کال په اکتوبر کې د ۱۷ کلنۍ په عمر د فلسفې او ادبياتو د لوستنې په هيله د بن پوهنتون (University of Bonn) ته يون وکړ، مګر پلار يې د يو څه زيات عملي ډګر په توګه پر حقوقو ټينګار وکړ. د کمزورې سينې “weak chest” په نوم حالت [ناروغۍ] له امله مارکس په ۱۸ کلنۍ کې له فوځي دندې څخه وبخښل شو. په بون کې د پوهنتون دورې پر مهال نوموړی د شاعرانو کلب سره يو ځای شو. ياد کلب د سياسي بنسټپالو لرونکې ډله وه، چې د پوليسو له لورې څارل کېده. هغه د Tavern Club په نوم د څښاک ټولنې سره هم يو ځای شو (جرمني: )، چې زياتې نظريط په کې بحث شوې او يو وخت يې د کلب د مرستيال رئيس په توګه خدمت وکړ. د دې تر څنګ مارکس په ځينو شخړو کې هم لاس درلود، چې ځينې يې د پام وړ يا سختې شوې. لکه: د ۱۸۳۶ ز کال په اګسټ مياشت کې نوموړي د پوهنتون د (Borussian Korps) له يو غړي سره په دوه اړخيز [دوه په دوه] جګړه کې برخه واخيسته. که څه هم په لومړۍ دوره کې يې نمرې ښې وې، مګر ژر خرابې شوې چې له امله يې پلار اړ شو، چې نوموړی د برلين يو څه سخت او علمي پوهنتون ته ولېږدوي. [۹۸][۹۹][۱۰۰][۱۰۱][۱۰۲][۱۰۳][۱۰۴]

دا هم وگورﺉ

سرچينې

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/01/070114_im-history-political-thouths.shtml