د جاپان تسلیمېدل

د دوهم نړیوال جنګ پای

د جاپان د سترواکۍ تسلیمي د ۱۹۴۵ز کال د سپټمبر په ۲مه په رسمي ډول لاسلیک شوه او د اګست په ۱۵مه د جاپان د سترواک هیرویتو له خوا اعلان شوه. له دې سره د دویمې نړیوالي جګړې دښمني پای ته ورسېده. د جاپان سمندري ځواک (IJN) د ۱۹۴۵ز کال د جولای په وروستیو کې د دې وړتیا نه لرله چې لوی عملیات ترسره کړي او خبره دې ته نږدې وه چې متحدین پر جاپان حمله وکړي. متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ز کال د جولای په ۲۶مه یوه اعلامیه وړاندې کړه، چې په دې اعلامیه کې یې له لویې برتانیې او چین سره په ګډه غوښتنه کړې وه چې د جاپان وسلوال ځواکونه دې پرته له کوم شرطه تسلیم شي او که تسلیم نه شي؛ نو جاپان به ژر او په بشپړه توګه ویجاړ شي. په داسې حال کې چې د جاپان مشرانو (د جګړې د لارښوونې لویه شورا چې د «لوی شپږ» په نوم هم پېژندل کېږي) په عام ډول خپل هوډ داسې څرګند کړ چې جګړه دې ختمه شي او په ځانګړي ډول یې دا ښه ګڼله چې شوروي اتحاد دې د بې طرفه په توګه د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي، خو شوروي اتحاد په ښکاره له جاپانیانو سره ډیپلوماتیکي اړیکې ساتلې، دا کار یې د دې لپاره کاوه چې هغوی ته دا احساس ورکړي چې دوی د منځګړتوب لېوالتیا لري، خو په پټه یې په مانچوریا او کوریا ( پر جنوبي سخالین او او کریل ټاپوګانو سربېره) کې دې ته چمتووالی نیوه چې پر جاپاني ځواکونو برید وکړي. دا کار یې د دې لپاره کاوه چې دوی له امریکا او انګلستان سره د تهران او یالتا په کنفرانسونو کې پټې ژمنې کړې وي.

په ځایي وخت د سهار ۸:۱۵ بجې او د ۱۹۴۵ز کال د اګست شپږمه وه چې امریکا د جاپان پر هیروشیما ښار اټوم بم وغورځاوه. له دې چارې چې شپاړس ساعته ووتل؛ نو د امریکا ولسمشر هیري ایس ټرومن بیا غوښتنه وکړه چې جاپان دې تسلیم شي. دا خبرداری یې هم ورکړ چې د هوا له لارې به یې د تباهۍ د داسې باران په وسیله له منځه یوسي چې پر ځمکه د لیدو وړ نه وي. شوروي اتحاد هم له هغه تړون نه سرغړونه وکړه چې له جاپان سره یې د بې طرفۍ په اړه کړی و او د ۱۹۴۵ز کال د اګست په اتمه یې ماښام ناوخته اعلان وکړ چې له جاپان سره به جګړه کوي، دا کار یې ځکه وکړ چې له امریکا سره یې د یالتا تړون درلود. د جاپان پر ګوډاکي ایالت مانچوکو یې د ۱۹۴۵ز کال د اګست په نهمه په نیمه شپه برید وکړ. متحده ایالاتو څو ساعته وروسته د جاپان پر ناګاساکي ښار دویم اټومي بم وغورځاوه. د پېښو په لړ کې سترواک هیرویتو امر وکړ چې د لارښوونو عالي شورا دې د پوټسډام اعلامیې شرطونه ومني، په دې اعلامیه کې د جګړې د ختمولو شرایط وړاندې شوي وو. سترواک هیرویتو د اګست په ۱۵مه وینا ثبت کړه اود راډیو له لارې یې خپره کړه، په دې وینا کې یې اعلان وکړ چې جاپان یې متحدینو ته تسلیم کړ. دا کار یې د پردې تر شا له څو ورځنیو خبرو او له ناکامې کودتا وروسته ترسره کړ.

د جاپان د نیولو مشري د متحدو ځواکونو لوی قوماندان کوله چې پیل یې د اګست په ۲۸مه وشو. په سمندري جنګي بېړۍ (USS) میسوري کې د سپټمبر په ۲مه د تسلیمۍ مراسم ترسره شول، دا بېړۍ په متحده ایالاتو پورې اړونده وه، په دې مراسمو کې د جاپان د حکومت مسؤلینو د تسلیمۍ پر سند لاسلیک وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ دښمني ختمه شوه. همدا ډول متحدو ملکي او پوځي کارمندانو هم د جګړې د پای (VJ) ورځ ونمانځله، خو جاپان ځینې داسې جلا شوي سرتېري او پرسونل هم لرل، چې له لرې پرتو ځواکونو بېل شوي وو او تسلیمي یې نه منله، له دې کار نه یې تر ۱۹۷۰ کلونو پورې انکار کړی و. دا چې جاپان پرته له کوم شرط او قید نه تسلیم شو، نو تر اوسه یې د اټومي بمونو پر رول او د دواړو بریدونو په اړه بحث کېږي. د سان فرانسیسکو د تړون رسمیت د ۱۹۵۲ز کال د اپرېل په ۲۸مه له منځه لاړ. د شوروي او جاپان د ۱۹۵۶ز کال د ګډې اعلامیې پر لاسلیک کولو څلور نور کلونه هم واوښتل، له دې وروسته د همدغه تړون له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې حالت خپل وروستي پړاو ته ورسېد او په دې سره جګړه ختمه شوه.

شالید

جاپانیانو په سوېل لوېدیځ ارام سمندر، ماریانان کمپاین، هند او د فلپین په کمپاین کې ماته وخوړه، له دې ماتې سره په ۱۹۴۵ز کال کې مخ شوی و او کابو دوه کاله یې دوام وکړ. کله چې یې د ۱۹۴۴ز کال په جولای کې سایپان له لاسه ورکړ؛ نو جنرال کنیاکي کویسو دا اقدام وکړ چې جنرال هیدیکي توجو لومړی وزیر کړي، نوموړي د فیلپین په اړه اعلان وکړ چې یاد هېواد به هغه ځای وي چې پرېکنده جګړه به په کې وي. کله چې جاپان فلیپین له لاسه ورکړ؛ نو کانتارو سوزوکي دا اقدام وکړ چې کویسو له خپلې دندې بدل کړي. ایوا جیما او اوکیناوا ټاپوګان هغه ځایونه وو چې د ۱۹۴۵ز کال په لومړۍ نیمايي کې د متحدینو له خوا ونیول شول. اوکیناوا هغه مهمه سیمه ده چې د جاپان پر کورنیو ټاپوګانو د متحدینو د حملې عملیات ورباندې ختمېدای شي. کله چې المان ماتې وخوړه، له دې وروسته شوروي اتحاد پټې هڅې پیل کړې چې د اروپا له تیاتر نه لرې ختیځ لور ته خپل جنګي ځواکونه ځای پر ځای کړي. په دې کې کابو څلوېښت فرقې وې او له ۱۹۴۱ز کال راهیسې هلته مېشت شوي وو، څو د کوانتونګ له یو میلیون پیاوړي پوځ سره مقابله وکړي. [۱][۲][۳]

د جاپان ډېرې سوداګریزې بېړۍ د متحدینو د سمندر لاندې د کمپاین او د جاپان د ساحلي اوبو کیندنې په وسیله خرابې شوې. جاپان لږې طبیعي زېرمې لرلې او په خامو موادو په ځانګړې توګه په تېلو یې تکیه لرله، چې له منچوریا، د ختیځې اسیا له نورو سیمو او د هالېنډ له ختیځو نیول شوو سیمو یې راواردول. کله چې د جاپان سوداګریزې بېړۍ ویجاړې شوې او د جاپان صنعت په سټراټیژيکه توګه بمبار شو؛ نو اقتصاد یې له منځه لاړ. له جګړې وړاندې د ډبرو سکاره، اوسپنه، فولاد، ربړ او نور اړین توکي تولیدېدل، چې دا د تولید یوازې یوه برخه وه. [۴][۵][۶]

دا چې جاپان ډېر زیانونه لیدلي وو، له همدې امله د جاپان سمندري قوت (IJN) یو اغېزناک جنګي ځواک و. دا چې په کور کې پر جاپاني کښتیو ځینې بریدونه ترسره شول، د جګړې لپاره یوه لویه شپږ الوتکې وړونکې بېړۍ، څلور کروزونه او یوه جنګي بېړۍ وه. یوه یې هم کافي تېل نه شوای لېږدولی. تر دې مهاله ۳۸ له سمندر لاندې وسایلو او ۱۹ ویجاړوونکو د فعالیت وړتیا لرله، خو د تېلو د کمښت له امله یې ترې ډېره ګټه نه شوای اخیستلای. [۷][۸]

دفاعي چمتووالی

دا احتمال شته چې له کیوشو او پر مانچوریا د شوروي له برید سره د کور پر ټاپوګانو برید وشي. دا د طبیعي زېرمو وروستۍ سرچینه ده او په ۱۹۴۴ز کال کې د سترواکۍ د مرکزي جګړې ژورنال ختم شو:

موږ له دې ډېر د بریا له هېڅ هیلې سره د جګړې لارښوونه نه شو کولای. د خپل ژوند قرباني کول هغه لار ده چې د جاپان سل میلیونه وګړو ته ورپاتې ده، په دې کار سره کولای شي چې پر دښمن اثر وکړي او هغوی د جګړې هوډ وبایلي.  [۹]

که دا متحدین یوې خوا ته شوي نه وای؛ نو هغوی پلان درلود چې د سمندري عملیاتي وروستي ساحل ته ۳۵۰۰ کامیکازونه، ۵۰۰۰ شینیو ځانمرګي موټرونه، ویجاړوونکي او سمندر لاندې قوتونه ولېږي. که متحدین په کیوشو کې بریالي راښکته شوي وای او له دې لارې یې جګړه کړې وای، نو کولای یې شول چې تر وروستي مهاله دفاع وکړي، خو له متحدینو سره به د نورو ټاپوګانو د دفاع په موخه ۳۰۰۰ الوتکې پاتې شوې وای. په کیوشو کې وروستی تصمیم پر دې بنسټ ونیول شو چې شوروي په دوامداره توګه بې پرې پاتې شي. [۱۰][۱۱]

سرچينې,