د جګړې بندي یا اسیر

د جګړې بندي (POW) هغه کس ته ویل کېږي چې د وسله والې جګړې پرمهال یا هم له جګړې وروسته د جنګیالي ځواک یا هم ښکېل ځواک له خوا نیول کیږي. د «جګړې بندي» ددې کلیمې د لومړنۍ کارونې تاریخ تر۱۶۱۰ کاله پورې رسېږي.

د جګړې بندیان د یو لړ قانوني او غیر قانوني دلایلو له مخې د جنګیالیو له خوا په توقیفیا بندي خونې کې ساتل کېږي، چې په دې کې د دښمن له جنګیالیو نه د هغوئ را جلاکول (تر جګړې وروسته په منظم ډول د هغوئ خوشې کول او بېرته ستنول)، د نظامي بري څرګندول، هغوئ ته سزا ورکول، د جنګي جرمونو له کبله د هغوئ محاکمه کول، له دوی نه د کار لپاره ګټه پورته کول، استخدامول یا ان د خپلو جنګیالیو په توګه د هغوئ ګمارل، له هغوئ نه نظامي او سیاسي معلومات راټولول، یا هغوئ ته د نویو سیاسي یا مذهبي عقایدو ور زده کول شامل دي. [۱]

لرغوني وختونه

د سوبمنو یا فاتحینو له کلتور سره سم، د بشري تاریخ په ډیریو برخو کې، کله به چې د جګړې بایلونکي جنګیالي په جګړې کې تسلیم او یا د جګړې د بندیانو په توګه ونیول شوو نو تمه به دا وه چې یا به وژل کېدل یا به غلامۍ ته نیول کېدل. ښايي لومړني رومي ګلاډیاتوران یا غښتلي کسان به د جګړې بندیان وي، چې دوی د توکمیزو ریښو پر بنسټ په سامنیتانو، تریسیانو، او ګولانو (ګالي) باندې ویشل شوي وو. د هومر ایلیاډ، د یونان او تروجان سرتیري ستايي، چې خپلو مخالفو ځواکونو ته چې په جګړې کې به یې ماتې ورکړې وې، د زړه سوي له مخې انعامونه ورکول، خو ددوی دا وړاندیزونه تل نه منل کېده: د بېلګې په توګه Lycaon وګورئ.[۲][۳]

اکاسیوس د امیدا اسقف یا مسیحي ملا، په څلورمې وروسته له میلاد پېړۍ کې، د وروستۍ جګړې له کبله له رومي سترواکۍ سره د ایراني بندیانو د حالت په لیدلو سره، چې د هغه په ښار کې په ډېرو سختو شرایطو کې د غلامۍ په حالت کې اوسېدل، سخت خپه شو او داسې نوښت یې وکړ چې د خپلې کلیسا د سرو او سپینو زرو د قیمتي لوښو په پلورلو سره یې هغوئ ته ددې اجازه ورکړه چې خپل هېواد ته ستانه شي. په پای کې له همدې کبله هغه د پاکو او سپېڅلو کسانو له ډلې وګڼل شو.  [۴][۵]

منځنۍ پېړۍ او رینسانس

له نکل سره سم، په ۴۶۴ کال کې کله چې چلډریک پاریس محاصره او کلابند کړی و هغه وخت Geneviève راهبې د فرانک له پاچا نه د جګړې د بندیانو د هوساینې غوښتنه وکړه او مثبت ځواب یې ترلاسه کړ. ددې لپاره چې بندیان خوشې شي لومړی کلوویس په (۴۸۱- ۵۱۱) د ژینیویو له خوا وهڅول شو، نو تر هغه وروسته یې بندیان ازاد کړل.[۶]

په ۱۴۱۵ کال کې له اګنکورټ جګړې وروسته، د پنځم هنري پاچا د انګریزي پوځ له خوا ګڼ شمېر فرانسوي جنګي بندیان ووژل شوو. دا وژنه د فرانسوي هلکانو او د غیر جنګیالیو د وژلو په غچ کې ترسره شوه چې د اردو د سامانونو او تجهیزاتو د سمبالولو دنده یې درلوده، او هنري سره دا ډار هم مل و چې که فرانسويان بیا برید وکړي نو دوی به له ماتې سره مخ شي او د بیاځلې جګړې لپاره به بندیان بیا خوشې شي.  [۷]

د منځنیو پیړیو په وروستیو کې، مذهبي جګړې به د بري موندلو لپاره ترسره کېدې، تر څنګ یې بله موخه د دښمنانو له منځه وړل هم وو. د عیسوي اروپا ډېریو چارواکو د بې دینانو او کافرانو له منځه وړل غوره او مطلوب ګڼل. د دې ډول جګړو د بېلګو له ډلې په ۱۳ پیړۍ کې په لینګوډوک کې د البیجنس صلیبي جګړې او په بالتیک سیمې کې شمالي صلیبی جګړې یادولای شو. کله چې د پاپ استازي ارناود امالریک نه پوښتنه وشوه چې څنګه په  (۱۲۰۹) کې د بیزیر ښار تر نیولو وروسته د کاتولیکانو او کتارانو تر منځ توپیر وکړي، هغه ځواب ورکړ چې «هغوئ ټول ووژنئ، خدای به خپل ځان وپیژني». [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اوسني یا معاصر وختونه

د شپاړلسمې پېړۍ په نیمايي او د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې په اروپا کې د جګړې له بندیانو سره په زیاتیدونکې توګه چلند متمرکزه یا هم تر کنټرول لاندې راغی. پخوا به د جګړې بندیان د بندي کوونکو شخصي ملکیت ګڼل کیده، او د دښمن نیول شوي عسکر د دولت د ملکیت له ډلې شمېرل کېده. اروپایی دولتونو دا هڅه وکړه چې د بندیانو د بندیتوب په ټولو مراحلو باندې، چې له دې پوښتنې نه نیولې چې د جګړې د بندي حالت چا پورې تړلی دی تر د هغوئ خوشې کېدو پورې کنټرول ولري. د هغو سرتیرو د جګړې ډول چې د اروپایی ځواکونو د جګړې د لیکو له کړنلارو سره سمون نه درلود، لکه قزاقان او کرواټیان، ډیری وختونه د جګړې د بندیانو له حالت نه محرومېدل.[۲۰][۲۱]

له دې پرمختګ سره سم، د جګړې له بندیانو سره چلند په متقابلو تړونونو کې په ښه توګه تنظیم شو، په ځانګړې توګه د کارټیل په نوم سیسټم په بڼه، چې د جنګیالیو هیوادونو ترمنځ یې د بندیانو د تبادلې ډول تنظیموه. بل ورته تړون د ویسټفالیا د ۱۶۴۸ سوله وه چې دېرش کلنې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود. دې تړون دا قانون رامنځته کړ چې د جګړې بندیان د جګړې په پای کې باید له باج اخیستلو پرته خوشې شي او خپلو هېوادونو ته د ستنیدو اجازه ورکړل شي. [۲۲][۲۳]

د بندي تبادله

د امریکا د انقلابي جګړې او ناپلیوني جګړو (۱۷۹۳- ۱۸۱۵) د بهیر په پراخې دورې کې، تر هغه وروسته په ۱۸۱۲ کال کې د انګلیس-امریکې جګړې، د بندیانو د تبادلې لپاره د کارټیل سیسټم د رامنځته کېدو لامل شو. معمولا د اړوندو وسله والو ځواکونو له خوا د کارټیل سیسټم د ورته درجې پرسونل د تبادلې لپاره تنظیم کېده. موخه دا وه چې د بندیانو په شمیر کې کموالی راشي او په ورته وخت کې په خپل هیواد کې د ماهر پرسونل د کمښت مخنیوی وشي.

لومړۍ نړیواله جګړه

د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې شاوخوا اته میلیونه سړي تسلیم شوو او د جګړې تر پایه پورې د POW په کمپونو کې وساتل شوو. ټولو هیوادونو ژمنه وکړه چې د جنګی بندیانو سره د عادلانه چلند په موخه د هاګ له قوانینو پیروي وکړي، او په ټولیزه توګه د جګړې د بندیانو یا POWs د ژونديو پاتې شویو کچه د خپلو نورو ملګرو په پرتله چې بندیان شوي نه وو، خورا لوړه وه. انفرادي تسلیمیدل به کله کله پېښېدل؛ ډېری وخت به لویې ډلې د ټولو غړو په ګډون تسلیمېدلې. په تننبرګ کې ۹۲۰۰۰ روسان د جګړې پر مهال تسلیم شوو. کله چې په ۱۹۱۵ کې د کاوناس محاصره شوی لښکر تسلیم شو، ۲۰۰۰۰ روسان بندیان شوو. د روسیې د نیول شویو، ټپیانو یا وژل شویو کسانو په نسبت د بندیانو شمېر ډېر وو. شاوخوا ۳،۳ ملیونه نارینه بندیان شوي وو. [۲۴][۲۵]

د المان سترواکۍ ۲،۵ میلیونه بندیان درلودل. روسیې ۲،۹ میلیونه بندیان درلودل، بریټانیې او فرانسې شاوخوا ۷۲۰،۰۰۰ بندیان په واک کې درلودل، چې ډېری یې په ۱۹۱۸ کال کې له اوربنده مخکې لاسته راغلي وو. امریکا ۴۸۰۰۰ بندیان په واک کې درلودل. د جګړې د بندیانو یا  POWs لپاره ترټولو خطرناکه شیبه د تسلیمېدو وخت و.

د امریکا سفیر جیمز ډبلیو جیرارډ (جګړې ته د امریکا له ننوتلو دمخه)، خپلې موندنې په « زما څلور کاله په جرمني کې» نوم خپرې کړې، دا یې څرګنده کړه چې په جرمني کې د جګړې له بندیانو یا POWs سره ډیر بد چلند شوی. تر دې ناوړه حالات د کاناډايي جورج پییرسن له خوا په «د پیټ شهزادګۍ تېښته» کتاب کې څرګند شوي. په ځانګړې توګه په روسیې کې د بندیانو حالت ډېر خرابه وو، چیرې چې بندیان او ملکي وګړي د لوږې په حال کې وو، هلته له ۲ میلیون نه د ډېرو بندي جنگیالیو څلورمه برخه مړه شوو. د روسانو له خوا په سایبریا کې د اتریش- هنګري د ۵۰۰،۰۰۰ بندیانو له ډلې نږدې ۳۷۵،۰۰۰ د چیچک او ټایفوس له امله مړه شوو. په جرمني کې هم لوږه ډېره وه، خو یوازې ۵ سلنه بندیان مړه شوو.  [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې